03/08/2022
زما د فکر ترجمانه ته خبرې کوه
زما پښتون پښتون جانانه ته خبرې کوه
دغه يو ته يې چې زما د زړه خبرې کوې
ځار شم لوګی شمه لتانه ته خبرې کوه
لکه امو او اباسېن په غورځنګونو سر شه
او له چتراله تر بولانه ته خبرې کوه
چې يره وروکه شي بدلون به غزونې وکړي
ای د وطن مرد مردانه ته خبرې کوه
اکبر به ولې ستا نامه په فخر نه يادوي
ای د بونېر ګران بابک جانه ته خبرې کوه
اکبرهوتي