Pashto Journal

Pashto Journal Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Pashto Journal, Media/News Company, Room no 2 jinnh palza jinnh Road Quetta, Quetta.
(1)

03/07/2024

«اقلیم بدلون په ښځو اغيزه » د دې عنوان لاندې د کوټې د مطبوعاتو دوتر کې دستوره ترسره شوه .
د دستورې حال په راپور کې وګورئ

03/07/2024

په همدې حال کې او د ياد راپور له مخې د نیمروز ولایت د ورېښمو د پل له لارې ۲زره۳۴۷ نور کډوال افغانستان ته داخل شوي دي.

03/07/2024

په همدې حال کې طالبانو په هیواد کې د بيا واک ترلاسه کولو راهیسې په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو د ګډون مخه هم نیولې ده.

د هند په اتراپردېش ایالت کې د مذهبي مراسمو پر مهال د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله د مړو شمېر ۱۲۱ تنو ته لوړ شوی دی.رویټرز خبري ...
03/07/2024

د هند په اتراپردېش ایالت کې د مذهبي مراسمو پر مهال د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله د مړو شمېر ۱۲۱ تنو ته لوړ شوی دی.

رویټرز خبري اژانس د هندي پولیسو له قوله ویلي، دغه پېښه له دې امله رامنځته شوې چې له ټاکلي شمېر زیات کسان دغه ځای ته ور ټول شوي وو.

هندي رسنیو ویلي، د دغه هېواد په شمال د اتراپردېش په «هاتراس» کې د «ست سنګ» مذهبي مراسمو کې د ټېل ماټېل له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱۶ کسان مړه شوي دي.

تر دې مخکې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر د اسلام اباد پر تګلارې نیوکه کړې وه او ویلي یې وو، چې پاکستان په تېرو شلو ک...
03/07/2024

تر دې مخکې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر د اسلام اباد پر تګلارې نیوکه کړې وه او ویلي یې وو، چې پاکستان په تېرو شلو کلونو کې خپل هوایي حریم امریکا ته په واک کې ورکړی و.

سیمه‌ییزې سرچینې وايي، د یوې کورنۍ درې غړي چې غوښتل په قاچاقي لار ایران ته لاړ شي، د لارې په اوږدو کې یې د سختې تندې لام...
03/07/2024

سیمه‌ییزې سرچینې وايي، د یوې کورنۍ درې غړي چې غوښتل په قاچاقي لار ایران ته لاړ شي، د لارې په اوږدو کې یې د سختې تندې لامله ساه ورکړې ده.

د سرچینو په وینا، په دې پېښه کې یو اته کلن هلک او دوه نجونې چې یوه یې شپږ کلنه او بله یې دوه کلنه وه، مړې شوې دي.

د ازموینې ملي ادارې ویلي؛ په هلمند ولایت کې سیدولي نومی، چې د بست کلا د سیمې اوسېدونکی دی تازه له ښونځي فارغ شوی او د لو...
02/07/2024

د ازموینې ملي ادارې ویلي؛ په هلمند ولایت کې سیدولي نومی، چې د بست کلا د سیمې اوسېدونکی دی تازه له ښونځي فارغ شوی او د لوړو زده‌کړو لپاره یې کانکور ازموینې ته خپل نوم ثبت کړ.

د هلمند پوهنتون اداري مرستیال سمیع الله سعید آریانانیوز ته ویلي؛ په سږنۍ کال د کانکور ازموینې ترټولو ډیر عمر لرونکي ګډوال به همدا سیدولي اکا وي.

نوموړی په ۵۶ کلنۍ کې د شپې ښوونځي څخه فارغ شوی او وایي خوښ یم، چې اوس راته د لوړو زده‌کړو زمینه برابره شوې او غواړم خپلې زده‌کړې بشپړې کړم.

゚ ゚

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله درې تنه وژل شوي دي.پاکستاني رسنیو راپور ورکړی،  چې یوه ښځه...
02/07/2024

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله درې تنه وژل شوي دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې یوه ښځه او دوه ماشومان د دې پېښې قربانيان دي.

د دغه راپورونو پر بنسټ د بلوچستان پولیسو مشر ویلي چې څلور کسان د بلوچستان له تربت سیمې څخه د تېرېدو په حال کې وو چې د «تر.هګرو» له خوا ځای پر ځای شوي بم چاودنه وکړه.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو یوې ډلې د پاکستان پخواني لومړي وزیرعمران خان د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې.دغې ډلې زیاته کړې...
02/07/2024

د ملګرو ملتونو کارپوهانو یوې ډلې د پاکستان پخواني لومړي وزیرعمران خان د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې.

دغې ډلې زیاته کړې، چې خان له محاکمې پرته او د نړیوالو قوانینو خلاف د حبس شپې ورځې تیروي‎.

عمران خان له ۲۰۲۲ کال راهیسې په بېلابېلو قضیو کې په لاس لرلو تورن شوی او زندان ته اچول شوی.
゚viralシfypシ゚

شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر ویلي و چې د پاکستان د پوځ د نويو عملیاتو په چوکاټ کې به د "عزم استحکام" تر...
02/07/2024

شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر ویلي و چې د پاکستان د پوځ د نويو عملیاتو په چوکاټ کې به د "عزم استحکام" تر نامه لاندې د پاکستان له خاورې بهر د تح.ریک ط.ال...ب.ا.ن پاکستان پر پناهځایونو بریدونه وکړي.
بشپړه خبر په لينک کې وګورئ.
https://pashtojournal.com/02/07/2024/12892/

02/07/2024

انګرېزانو ډیری هیوادونه او براعظمونه تر پښو لاندې کړل او هیڅ ځای یې ښه خاطره پرېنښوده. یوازې وحشت او درد، محرومیت او غم وو چې دوی

01/07/2024

کوټه کې د کډوالو نړيواله ورځ يوې غیر دولتي ادارې واټر انوارمنټ اینډ سینټیشن سوسایټي لخوا ولمانځل شوه په دې ترڅ کې یوه دستوره راجوړه کړې وه . یادې دستوره کې ګڼ شمېر افغان کډوالو ګډون درلود او د افغان کډوالو په ستونزو يي خبرې وکړې .
نور جزييات په راپور کې.

01/07/2024

د ډاکټر عيسی په زړه پوري پښتو سندره
دا سندره په کوټه ښار کي د پاکستان يو اېس المنايي نېټه ورک په کلنۍ غونډه کي ويل سوې ده .

الجزیرې راپور ورکړى چې، له پاکستان څخه د ۸۰۰ زره بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پرون( یکشنبه د چنګاښ  ١٠) پیل شوې د...
01/07/2024

الجزیرې راپور ورکړى چې، له پاکستان څخه د ۸۰۰ زره بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پرون( یکشنبه د چنګاښ ١٠) پیل شوې ده.

د راپور له مخې، هغه کډوال چې نه غواړي «پخپله خوښه» له پاکستانه ووځي نيول کیږي او په «جبري» ډول شړل کیږي.

دوحې ته د سرپرست حکومت د پلاوي مشر ويلي چې د دوحې د ناستې په درشل کې د سعودي عربستان له استازي سره په کتنه کې د دواړو اړ...
01/07/2024

دوحې ته د سرپرست حکومت د پلاوي مشر ويلي چې د دوحې د ناستې په درشل کې د سعودي عربستان له استازي سره په کتنه کې د دواړو اړخونو ترمنځ رغنده خبرې شوې دي.

نوموړي ویلي، چې سعودي عربستان غواړي هرڅه ژر په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

ټاکل شوې چې د ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي د دوو ورځو لپاره له بېلابېلو ګوندونو سره خبرې وکړي.دغه غونډه چې د ...
30/06/2024

ټاکل شوې چې د ۲۵ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي د دوو ورځو لپاره له بېلابېلو ګوندونو سره خبرې وکړي.

دغه غونډه چې د تړلو دروازو تر شا به ترسره شي، د بانکدارۍ، مالي او د مخدره توکو ضد وضعیت په اړه به بحث وکړي.

هڅه یې دا ده چې په کور دننه او بهر ټول هېوادوال په اسانۍ سره الکترونیکي تذکرې ترلاسه او له ګټو یې برخمن شيبشپړه خبر په ل...
30/06/2024

هڅه یې دا ده چې په کور دننه او بهر ټول هېوادوال په اسانۍ سره الکترونیکي تذکرې ترلاسه او له ګټو یې برخمن شي
بشپړه خبر په لينک کې وګورئ.
https://pashtojournal.com/30/06/2024/12885/

゚viralシ ゚

30/06/2024

بورسونه څنګه ترلاسه کولی شئ..؟
پښتونخوا زدکوونکو سازمان د اسلام اباد څانګې يي په هکله کمپاين پيل کړی او په دې لړ کې يي په کوټه کې لومړی کيمپ لګولی.
خالد بلوڅ يي په هکله راپور چمتو کړی.

د هند له لوبډلې روهیت شرما ۲۵۷، د اسټرالیا له لوري ټراویس هیډ ۲۵۵ او د سویلي افریقا له لوري کوینټین ډي کاک ۲۴۳ منډې جوړې...
30/06/2024

د هند له لوبډلې روهیت شرما ۲۵۷، د اسټرالیا له لوري ټراویس هیډ ۲۵۵ او د سویلي افریقا له لوري کوینټین ډي کاک ۲۴۳ منډې جوړې کړې دي.

بشپړه خبر په لينک کې وګورئ
https://pashtojournal.com/30/06/2024/12882/

゚viralシ

مېرمن یودیس د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام یو ویډیويي کلیپ بیا خپور کړی چې دې ویډیو کې یوه ښځه وايي چې توانېدلې د کو...
30/06/2024

مېرمن یودیس د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام یو ویډیويي کلیپ بیا خپور کړی چې دې ویډیو کې یوه ښځه وايي چې توانېدلې د کوچني پور په اخیستلو سره خپل شخصي کار و بار ته وده ورکړي.

بشپړه خبر په لينک کې وګورئ.
https://pashtojournal.com/30/06/2024/12879/

دې غورځنګ پخپله خبرپاڼه  کې ویلي،«د  ا،ا د ځاني اعلان شوي او د ښځو ضد رژیم د دوام او د نړیوالو ترهګرو په مرکز د افغانستا...
30/06/2024

دې غورځنګ پخپله خبرپاڼه کې ویلي،«د ا،ا د ځاني اعلان شوي او د ښځو ضد رژیم د دوام او د نړیوالو ترهګرو په مرکز د افغانستان د بدلېدو یو لامل پټې او ښکاره نړیوالې مرستې دي، چې په کې ۴۰ میلیونه ډالري اونيزه مرسته هم شامله ده.
بشپړه خبر په لينک کې وګورئ
https://pashtojournal.com/29/06/2024/12877/

゚viralシ
بشپ

د ۲۰۲۴ کال د شل اوریزو سیالیو نړۍوال جام پای لوبه کې هند سوېلي افریقا ته د ۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د دغه جام اتلول...
29/06/2024

د ۲۰۲۴ کال د شل اوریزو سیالیو نړۍوال جام پای لوبه کې هند سوېلي افریقا ته د ۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د دغه جام اتلولي یې خپله کړه.

ټاکل شوې د هند او جنوبي افریقا ملي ټیمونه نن په ویسټ اینډیز کې د شلو اوورونو د نړیوال جام پایلونه وکړي.دواړه لوبډلې به ن...
29/06/2024

ټاکل شوې د هند او جنوبي افریقا ملي ټیمونه نن په ویسټ اینډیز کې د شلو اوورونو د نړیوال جام پایلونه وکړي.

دواړه لوبډلې به نن د کابل پر وخت ماښام اووه بجې د ویسټ اینډیز د باربادوس په بریجټاون کې سره مخامخې شي.

جنوبي افریقا په نیمه پایلوبه کې افغانستان او هند انګلنډ یا انګلستان ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته ووتل.

د ایران ولسمشریزې ټاکنې د مسعود پزشکیان او سعید جلیلي تر منځ دویم پړاو ته ولاړې.پزشکیان لس میلیونو نه زیاتې او جلیلي ۹ م...
29/06/2024

د ایران ولسمشریزې ټاکنې د مسعود پزشکیان او سعید جلیلي تر منځ دویم پړاو ته ولاړې.

پزشکیان لس میلیونو نه زیاتې او جلیلي ۹ ملیونو نه زیاتې رایې اخیستي.

د خامنه یي نازدانه نوماند باقر قالیباف ایله ۳ میلیونه رایې اخیستي.

د ایران شاوخوا ۸۵ ملیونه نفوس نه یې یوازې ۲۴ ملیونه وګړو رایې وکارولې.
پزشکیان ځان روښانفکر بولي او اخوندي ډلې بیا سر له اوسه محافظه کار جلیلي ته کمپاین کوي.

د دفاع وزارت ویلي دي چې څوک په افغانستان یرغل کوي په هر ډول به د پایلو مسوول وي.بشپړه خبر په لينک کې وګورئ https://pasht...
29/06/2024

د دفاع وزارت ویلي دي چې څوک په افغانستان یرغل کوي په هر ډول به د پایلو مسوول وي.

بشپړه خبر په لينک کې وګورئ
https://pashtojournal.com/29/06/2024/12875/

゚viralシ

شاوخوا 12،000 کسان د برتانیا د پلازمینې لندن په سړکونو کې شپه تیروي، د وروستیو معلوماتو له مخې، په انګلستان کې د ژوند لګ...
29/06/2024

شاوخوا 12،000 کسان د برتانیا د پلازمینې لندن په سړکونو کې شپه تیروي، د وروستیو معلوماتو له مخې، په انګلستان کې د ژوند لګښتونه دومره زیات شوي چې په زرګونو خلک په سړکونو کې ژوند کولو ته اړ کیږي.

دادی هیواد د کرکت د ښکلی لوبی په مرسته لږ د خوشحالی سا وایستله. زما لو یه خور چی په ټول عمر کی یی د سپورت سره مېنه نه وه...
28/06/2024

دادی هیواد د کرکت د ښکلی لوبی په مرسته لږ د خوشحالی سا وایستله. زما لو یه خور چی په ټول عمر کی یی د سپورت سره مېنه نه وه او حتی د مختلفو سپورتونو نوم یی نه پیژاند د کرکټ لوبغاړی او میتود باندی بلده ده. هغه چی د پښي له درده کړیږی د کرکټ په وخت کی یی خپل درد هیروی.

بشپړه ليکنه په لينک کې وګورئ.
https://pashtojournal.com/28/06/2024/12872/

کابلوف ټاس خبري اژانس ته ویلي، «البته، [نړۍ] دا حقیقت درک کوي. او روسیه په دې برخه کې مخکښ ده.بشپړه خبر په لينک کې وګورئ...
28/06/2024

کابلوف ټاس خبري اژانس ته ویلي، «البته، [نړۍ] دا حقیقت درک کوي. او روسیه په دې برخه کې مخکښ ده.
بشپړه خبر په لينک کې وګورئ.
https://pashtojournal.com/28/06/2024/12869/

چین وایي، د افغانستان د ستونزو د حل لپاره خپل رول ته دوام ورکوي.د چین ولسمشر شي‌جینګ پینګ په بېجنګ کې ویلي چې د سولې د پ...
28/06/2024

چین وایي، د افغانستان د ستونزو د حل لپاره خپل رول ته دوام ورکوي.

د چین ولسمشر شي‌جینګ پینګ په بېجنګ کې ویلي چې د سولې د پرمختګ لپاره خپل هوډ نه بدلوي.

پینګ دغه راز زیاته کړې چې هېواد به یې د اوکراین د کړکېچ په هواري کې هم رغنده رول ولوبوي.

د .البا.نو حکومت که څه هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې د خپل حکومت په اړه د نورو هېوادونو نیک دریځونه ستایلي دي.

د مالدیپ پر ولسمشر باندې د تور جادو کولو له امله ددغه هېواد دوه وزیران او یوه ښځه نیول شوې.په رپوټ کې دا نه دي ویل شوي چ...
28/06/2024

د مالدیپ پر ولسمشر باندې د تور جادو کولو له امله ددغه هېواد دوه وزیران او یوه ښځه نیول شوې.
په رپوټ کې دا نه دي ویل شوي چې پر ولسمشر محمد معیزو څه ډول جادو شوی خو نیول شوي کسان د یوې اوونۍ لپاره محبس ته د بدني سزا لپاره وړل شوي.
مالدیپ د اسیا تر ټولو کوچنی اسلامي هېواد دی.

Address

Room No 2 Jinnh Palza Jinnh Road Quetta
Quetta
87300

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Pashto Journal posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Pashto Journal:

Videos

Share


Other Media/News Companies in Quetta

Show All