Islamic information

Islamic information په ده فیج که به تاسو ته اسلامی معلومات اسلامی اسلام?

🌐د محبوب پیغمبر ﷺ  په اړه لنډ معلومات،◀نوم : حضرت محمد ﷺ◀د پلار نوم : عبدالله ◀د نيکه نوم : عبدالمطلب ◀د کورنۍ نوم : هاش...
15/09/2024

🌐د محبوب پیغمبر ﷺ په اړه لنډ معلومات،
◀نوم : حضرت محمد ﷺ
◀د پلار نوم : عبدالله
◀د نيکه نوم : عبدالمطلب
◀د کورنۍ نوم : هاشمي
◀د مور نوم : آمنه بنت وهب
◀د رضاعی مور نوم : حليمه سعديه
◀د لومړۍ ميرمني نوم : خديجة الکبراى رض
◀د لومړۍ ميرمني د پلار نوم : خويلد
◀د قوم نوم : قريش
◀د زيږيدني نيټه : د ربيع الاول 9 کال ((571/4/20 ميلادي ))
◀د زيږيدني ځاى : مکه مکرمه
◀د هيواد نوم : سعودي عربستان
◀نژاد : عرب
◀تر بعثت مخکي لقب : رښتيا ويونکى او امين
◀د الهي وحيو د راکښته کيدو ځاى : د حرا غار
◀د حرا د غار موقيعت : د مکي شمال غرب خواته
◀دنده : پيغمبري
◀دين : اسلام
◀د دندي موده : 23 کاله
◀رنګ : ګلګون او ځلانده
◀د ويښتانو رنګ : تور
◀قد : منځنۍ لوړ ته مايل
◀پزه : جګه قلمي
◀د ميرمنو نومونه يې : خديجه ، عايشه ، حفصه ، سوده ، زينب ، ام السلمه ، جويريه ، صفيه ، ميمونه (رض)
◀زامن : ، قاسم ، ابراهيم (په کوچنيوالې وفات)
◀لوڼي : زينب ، رقيه ، ام کلثوم ، فاطمه رض
◀د اوسيدو ځاى : مکه مکرمه د بني هاشمو ځاى ، تر هجرت وروسته مدينه منوره
◀تحصيلات : د پيغمبرۍ تر درجې د الله ج ترنظر لاندي د جبرايل ع په واسطه ورسول شو
◀د پلار مړينه : د مور په نس کښي د دوو مياشتو وو
◀د مور مړينه : په 6 کلنۍ کښي
◀د نيکه مړينه : په 8 کلنۍ کښي
◀اصلي روزونکى : دده اکا ابو طالب
◀د واده پر مهال عمر : 25 کلن او خديجي رض عمر 40 کلنه
◀د نبوت پر مهال عمر : 40 کلن
◀د مديني څخه مکي ته د هجرت پر مهال نيټه : 611 ميلادي ، چه د هجري قمري د اول کال سره برابره ده
◀لومړنى سفر : د خپل کاکا سره د شام د بصري ښار ته په 12 کلنۍ کښي وو
◀د بعثت وروسته لقب : خاتم الانبياء والمرسلين ، ابو القاسم ،
◀ټول عمر يې : 63 کاله
◀د مړيني نيټه : د 11 هجري قمري کال د ربيع الاول پر 12 د دوشنبي په ورځ ،
◀قبر مبارک يې : د مديني منوري ښار د ام المومنين رضي الله عنها حجره .
هیله ده یو درود شریف ووایاست.

نورو ملګرو سره شریک کړئ ! ═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ══════════ ♥ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ♥ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ♥ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ ═══════════ ♥ೋღღೋ♥ ═══════

دقیامت 28علامات چې پیغمبرﷺ 1500 کاله مخکی بیان کړي او رشتیا شوي ديد لوستلو په هيله①: نارينه به کم او ښځې به زياتې شي.②: ...
31/08/2024

دقیامت 28علامات چې پیغمبرﷺ 1500 کاله مخکی بیان کړي او رشتیا شوي دي
د لوستلو په هيله

①: نارينه به کم او ښځې به زياتې شي.

②: خلک به قرآن کریم د موسيقي په شکل تلاوت کوي .

③: د مال د محبت له وجهې نه به ښځه هم د مېړه سره په تجارت کې برخه واخلي.

④: هر څوک به غواړي چې خپل ځان چاغ او مظبوط وګرځوي.

⑤: په لمانځه او ژوند کې به د خلکو سکون ختم شي.

⑥: د سود کاروبار به عام شي.

⑦: ريا کاره عابدان به پيدا شي، خلک به عبادت د رياکارۍ او شهرت پيدا کولو د پاره کوي.

⑧: فتنې به زياتې شي او ديني علم به کم شي.

⑨: خلک به قرآن کريم د معاش و سيله وګرځوي.

⑩: درواغ به عام شي او خلک به په درواغو شهادت ورکوي.

⑪: خلک به د صحيح حديثونو نه انکار کوي او غلط حديثونه به بيانوي.

⑫: مسلمانان به مالداره شي، مګر ديندارې به نوي.

⑬: کفر به آسانه شي، انسان به سهار مسلمان ماښام کافر او ماښام مسلمان او سهار به کافر ترينه جوړ شوى وي.

⑭: هر راتلونکې زمانه به د تيرې زمانې پر تله بد تره وي.

⑮: د اسلام په دين عمل کوونکو باندې به خلک تعجب کوي او ورته نوى شى به ښکاري.

⑯: قتل او قتال به زياد شي، قاتل او مقتول ته به معلمومه نه وي، چې زه ئې ولې وژنم او ولې وژل کيږم.

⑰: کافران به په مسلمانانو غالب شي، مسلمانان به زيات وي، مګر غلامان به وي، ځکه دوى به له دنيا سره محبت لري او د مرګ څخه به ډاريږي.

⑱: په دين باندې به عمل داسې وي، لکه د اور سکروټه چي په موټي کې نيسې.

⑲: ګناه کول به ډير آسانه وي او ګناه به د ګناه په شکل نه منل کيږي.

⑳: د دنيا مالداره خلک به بخيلان وي.

21: د زمانې نه به برکت ختم شي، کال به د مياشتې غوندې، مياشت به د هفتې غوندې، هفته به د ورځې غوندې او ورځ به دساعت غوندې تيريږي.

22: مسلمانان به په هر عمل کې د کافرانو پيروي او تابعداري کوي.

23: د عربو په خاوره به پراخي راشي او د مدينې منورې نفوس به زيات شي.

24: خلک به د زکات آخستلو مستحق نه وي، خو بيا به هم زکات غواړي.

25 ښځو به جامې اغوستې وي، خو بيا به هم لوڅې وي، يعنې جامې به ئې دومره نازکې وي، چې د هغې څخه به ئې وجود ښکاريږي.

26: زنا کول به آسانه او د زنا کولو وسايل به زيات شي.

27: جهالت به عام شي، خلک به ددنيا په علم پوه وي، ليکن د جهالت له وجهې نه به د ديني علم څخه غافله وي.

28:بې حيا ښځې او د موسيقي آلات به زيات شي

27/08/2024
17/08/2024

5شیانو تپوس

16/08/2024

ماشاءالله ډیر خوږ تلاوت ده

🚫 *تشویشناک خبر* 🚫امریکا د مذهبونو تر منځ د واټن د ختمولو لپاره قرآن لیکلی او د *"توحید مثلث"* په نوم یې یو نوی کتاب خپو...
04/08/2023

🚫 *تشویشناک خبر* 🚫

امریکا د مذهبونو تر منځ د واټن د ختمولو لپاره قرآن لیکلی او د *"توحید مثلث"* په نوم یې یو نوی کتاب خپور کړی دی.

د توحید په مثلث کې د قرآن کریم تحریف شوي آیاتونه، او د تورات او انجیل آیتونه هم شامل دي.

نوموړی کتاب همدا اوس په کویټ کې ویشل کیږي او ممکن زمونږ لاسونو ته هم راورسیږي.

دا خبر د غوښتنې په توګه نه بلکې د اسلامی فریضی او د اسلام څخه د ملاتړ د غوښتنې په توګه خپور کړئ.
که مو باور نه وي، ګوګل خلاص کړئ او د "The Triangle of Monotheism Quran" وپلټئ او خپله یې وګورئ.

لطفاً دا ټولو خلکو ته ورسوئ تر څو که د قیامت په ورځ له تا نه وپوښتل شي تا چې د قران د تحریف په اړه واوریدل نو تا څه وکړل؟

څه جواب به ولرو؟

💥💥
*هیڅوک باید دا کتاب په مستقیمه توګه یوازې د سعودي یا هم د ازهر ایډیشن په نومونو د قران کریم څخه پرته ونه لولي*

*کرپټ ورژن یی آنلاین شته..*
*چا چې دا پیغام ولوست، خامخا یې باید تر نورو مسلمانانو ورسوي او د نه رسولو لپاره یې هیڅ عذر نشته*
*په هغه ورځ به ستا رب له تا نه پوښتنه وکړي چې تا د خپل دین لپاره څه وکړل؟*
*نو تاسره به جواب وي چې: ما یې په خلاف غږ پورته کړ..*

27/01/2023

Mashaullah bhut khob manzar hai

د نورو ملګرو سره یې شېر کړئدلمانځه احکام بايد ضرور يې زده کړو فرض ديد لمانځه 14 فرائض، 7 واجب، 14 سنت، 10 مکروه او 14 ما...
26/11/2022

د نورو ملګرو سره یې شېر کړئ

دلمانځه احکام بايد ضرور يې زده کړو فرض دي

د لمانځه 14 فرائض، 7 واجب، 14 سنت، 10 مکروه او 14 ماتونکي.
هیله ده شریک یی کړئ

د لمانځه فرائض :
په لمانځه کی فرائض ۱۴ دی اته دلمانځه نه بهردی چی شرطونه ورته وایی اوشپږ په لمانځه کی دننه دی چی رکنونه بلل کیږی

د لمانځه شرطونه :
(۱)اودس کول یاتیمم وهل (دعذرپه وخت)
(۲)دجامی پاکوالی
(۳)دلمانځه دځای پاکوالی
(۴)دبدن پاکوالی (۵)دعورة پټول دسړی عورت دنامه نه لاندی ترزنګنوپوری اوښځه ټول عورت دی مګرمخ ،لاسونه ترمړوندونواوپښی تر ګیټوپوری عورت ندی (۶)قبلی ته مخ اړول (۷)نیت کول
(۸) وختونه پیژندل

د لمانځه ( رکنونه ) : (۱)تکبیرافتتاح (۲)قیام (ولاړه )
(۳)قرآت (۴)رکوع (۵)سجده (۶) آخره قعده وروستۍ ناسته

یادونه : که دپورته څخه یوهم پاتی شی لمونځ نه صحیح کیږی

دلمانځ واجبات : د لمانځه ټول واجب ٧ اووه دي :
(۱) دالحمدلله لوستل (۲)لومړۍ قعده
(۳)په وروستۍ قعده کی تشهدلوستل (۴)امام لپاره په جهری لمانځه کی په جهر لوستل (۵)دخفیه (په پټه )لوستلوپه ځای کی په پټه لوستل (۶)وتروکی دعاءقنوت لوستل (۷)درکنونوبرابرول

که دپورته څخه کوم شی په سهوه پاتی شی سجده سهوه لازمیږی

دلمانځه سنت : د لمانځه سنت ١٤ څوارلس دی (۱)دتکبیرتحریمی سره لاسونه دغوږنوپوری اچتول
(۲)نامه لاندی ښی لاس په چپ لاس ایښودل (۳)سبحان ویل (۴)اعوذ بالله ویل (۵)بسم الله ویل
(۶)آمین ویل (۷)سمع الله لمن حمده ویل (۸)ربنا لک الحمد ویل (۹)درکوع تسبیحات (۱۰)دسجدی تسبیحات ویل (۱۱)اوله قعده کی تشهد ویل
(۱۲)اخرورکعتونوکی الحمد لله ویل (۱۳)دتکبیرافتتاح نه غیرنورتکبیرونه ویل (۱۴)سلام ګرځول

دلمانځه مکروهات : په لسوشیانو لمونځ مکروه کیږی (۱)بې عذره پلتۍ وهل (۲)په لاس دآیتونو شمیرل (۳)څنګلی خورول په سجده کی (۴)په سترګو ښی اوچپ طرفته کتل (۵)بی عذره سترګی پټول (۶)دسجد ی ځای نه ګیټۍ لری کول په هغه صورت کی چی تکلیف نه جوړوی
(۷)ستومانی ویستل (۸)خوله وازی کول (۹)په جامه لوبی کول (۱۰)دصف نه روسته یوازی ودریدل

دلمانځه ماتونکی : دلمانځه ماتونکی ۱۴دي (۱)بی عذره غاړه تازه کول (۲)پرنجی کونکی ( تريچونکي ) ته یرحمک الله ویل (۳)دخپل امام نه غیربل چاته فتح ورکول (۴)لااله الاالله ویل که مقصدیی چاته جواب ورکول وی (۵)عورت لوڅیدل (۶)دمصیبت دوجی جړاکول (۷)دسلا م جواب په ژبه یاپه لاس ورکول (۸)دفوتی لماځه یادیدل (۹)ډیر عمل کول په لاس وی که په بل څه (۱۰)قصداً خبری کول (۱۱)خوراک یاڅښاک
(۱۲)اه او اوه ویل (۱۳)خندل (۱۴)بی هوشی .

🍁۔﷽ـ🍁ﺩروﺩ شریف په ستــرلارښـود حضرت🍁 🌹 #םבםב🌹‏  🍁ﷺصَـلَّﷺوَسَـــــلَّـمْﷺ🍁
24/11/2022

🍁۔﷽ـ🍁
ﺩروﺩ شریف په ستــرلارښـود
حضرت🍁 🌹 #םבםב🌹‏
🍁ﷺصَـلَّﷺوَسَـــــلَّـمْﷺ🍁

02/11/2022

Subhanullah

عمر خطا او ښځه حق ته ورسیده!     د النسائي، ابو یعلي، ابن کثیر او نورو رحمهم الله، په روایتونو کې یوه کیسه راغلې ده چې ع...
27/09/2022

عمر خطا او ښځه حق ته ورسیده!

د النسائي، ابو یعلي، ابن کثیر او نورو رحمهم الله، په روایتونو کې یوه کیسه راغلې ده چې عمر بن الخطاب رضي الله عنه د رسول الله ﷺ منبر ته وخوت، خلکو ته یې وویل: اې خلکو! د ښځو مهرونه به له 400 درهمه نه زیاتوئ، که چا زیات کړ، هغه زیات به بیت الله ته اچوم.

په دې سره د ښځو له صفه یوه دنګه ښځه راپورته شوه، عمر ته یې وویل: دا ستا کار نه دی! یعني ته مهر ته معلوم حد نه شې ټاکلی، عمر ورته وویل: ولې؟! ښځي ورته وویل: ځکه الله فرمایي: { وآتيتم إحداهنَّ قنطاراً }، یعني تاسو د هغوی یوې ته ډېر مال ورکړئ. مطلب دا چې قران "ډېر مال" یاد کړی او ته فقط 400 درهم ورته ټاکې! په دې سره عمر وویل: عمر خطا او ښځه حق ته ورسیده! او په دې سره عمر له خپلې پرېکړې تېر شو.

د عمر رضي الله عنه په څېر عالم او عادل واکمن چې د يوې نامعلومې ښځي له خولې د حق او عدالت خبره اوري، خپله پرېکړه ناسمه ورته ښکاري؛ سمدستې هماغه د رسول الله ﷺ پر منبر دپاسه خپله پرېکړه ماتوي او اعتراف کوي چې عمر خطا او ښځه حق ته ورسیده! د وخت واکمن او مشران، خصوصا د نجونو د موضوع په اړه د عمر رضي الله عنه له دې کیسې ډېره ګټه اخیستلی شي. اللهم وفقهم لما فیه خیر العباد والبلاد.

18/08/2022

څه لوړ شخصیت وو!
د خپل اُمت د بخښنې لپاره به یې
الله ﷻ ته ژړل!
#درود په❤ #םבםבﷺ
تکرار

17/08/2022

Islam is beautiful

Address

Peshawar

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Islamic information posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Islamic information:

Share

Category