هغې وي مينه يو ګل دي اوس تازه وي اوس فنا شي
ما وي يو ګل چې شي مړاوی سل ګلونه تري پيدا شي
هغې وي مينه دي اوور سړي وسيځي فنا شي
ما وي اوور چې چرته بل شي جهان ګرم شي رڼا شي
هغې وي مينه يو خوب دی چې تري ويښ شي لا بلا شي
ما وي ګوره ژوندون خوب دي چې سړي ويښ شي شيدا شي
هغې وي مينه غضب دي سړي ړوند شي نابینا شي
ما وي خداي ته بينا سترګي تل جهان ته نابینا شي
هغې وي مينه دوزخ دی ماشومان پکې جَليه شي
ما وي ښه دي دوزخ ښه دي له ګناه وجود صفا شي
هغې وي مينه تياره ده پکې ځان ورک شي تاله شي
ما وي ګوره تياره ښه ده پکې پټه سخه دنيا شي
هغې وي خوږه دلبره کاشکې ستا عقل زما شي
غني وي ماشومه ګله ستا د سره دې فدا شي
غني خان
بې وفا
حُسن حُسن لټومه
که په غر وي که په سمه
زه په مینه مینه پایم
بې د مینې مرمه مرمه
بې وفا که د جانان یم
بې وفا نه یم د مینې
چيرته رنګ ځان له لټومه
چې پرې سترګې کړم رنګینې
چې یو خُم د میو تش شي
تش ټيکرى شي بې روحه
بلې ډکې میخانې له
سینه یوسمه مجروحه
تش کړى څټلى نه شم
چې خوند نه وی د کبابو
زه مئين په پياله نه یم
زه مئين یم په شرابو
پتنګ نه څټي مومونه
چې د شمعې رڼا نه وي
تورانۍ نه وايي سندرې
چې مستي د سبا نه وي
بې وفا که د یو یار یم
وفادار د مینې یمه
حُسن حُسن لټومه
که په غر وي که په سمه.
حيدر اباد جېل
غږ : زبیر نواز
#غني_خان .
لټون : مخ يا صفحه (321_322)
د غني کليات : مخ ګڼه (84)
Bilawal Sayed
د يو داسي
(د بت وينځه)
په ګوګو ووې ګوګوشتکې، تورانۍ په تنانه
په چپو چپو مستي به د نسيم چپو راوړه
سحر راغى لکه زېرى د خندا او د رڼا
غوټۍ ټولې وې موسکا کې نن نسيم کې وه نشه
وخت يو بل پړاو پوره کړو يوه بله شپه په تلو شوه
چا کړه تېره د چا غېږ کې، په چا تېره په سلګو شوه
ما هم تېره کړه په ناستې د رنګونو په جهان کې
هوش او رنګ به مې يو ځاى کړل جوړول مې تصويرونه
د زړه غم به مې ورخور کړو د چا ښکلې په احساس کې
مړاوى مړاوى به يې نظر شو، سوي سوي شان رنګونه
که تصوير د ليلا جوړ کړم، د شيرين که د منصور
د هر يو سترګو کې زه يم، زما درد زما خوبونه
تور او سور دوه رنګه اخلم، ترې چنګېز يا تيمور جوړ کړم
د دوي سترګو کې دا قهر، زما اور وهي ټوپونه
د دې رنګ لېونتوب لور ته يو پرې راغله غمګينه
نه ليلا وه، نه شهۍ وه، نه هيرا وه، نه شيرينه
خايست يې نه وو يو ارمان وو چا شاعر خوب کې ليدلى
مړاوو سترګو کې يې غم وو خماري د چا په مينه
هر نظر هر حرکت کې لېونى د ځوانۍ تال وو
ټول وجود يې يو سرور وو، يو رنګينه ځوانه مينه
ما ته وې اې مصوره! ما ته وګوره زه څه يم
يوه خواره د بت وينځه د کمينو نه کمينه
ما وې ته د حسن لور يې ته رنګينه شهزادګۍ يې
ستا په يو سوي نظر به زر تختونه شي قربان
ما وې اې د غم ميرمنې! ته د ګلو ښاپېرۍ يې
د ځوانۍ په مست بهار کې دا رنګونه د خران
ستا دا
Badshahi X Sultan Ahmed Khan
ساز
زه یو مست شان لیونتوب یم
دا هـوا په اس سوریږم
که یو رنګ دا یار دا سترګو
شل رنګونه شم ګډیږم
دا زہ څه له ولې جوړ شوم
خـبـر نه یم نـه پوهيږم
ولې سوز شم، ولې ساز شم
یو آواز یـم چه غـږيــږم
دَ زړه پټـو تارخـانـو ته
يو شغله يم چه کـوزيـږم
يو سـرور یم چه شـرنـګیږم
يو خُمـار يم چه مستـيــږم
چه په رګ رګ کښې دي اور شم
يو لمـبــه يم چه رپيــږم
دا زه نور يم چه پـړقـيــږم
که ســرور يم چه سوزيــږم
حـقيـقـت مې نشتـه باد يم
مستــول کـوم هم مستـيـږم
په خندا کښـې مې ژړه ده
په خفـه ستـرګـو خنـديـږم
غني خان
ګډه شه ګډه شه
د حرکت شاعري او د لیدلو قران
د ناپوهۍ منطق او د کڼو اذان
دا د هډوکو ژبه او دا د مینې تورات
دلته ادم سړے دے نۀ ئې مذهب نۀ ئې ذات
دلته کښې هر ایات د خود او حُسن ایات
دلته ګویا منصور، دلته ګونګے سقراط
تال سره یو ځائے شه د ژوند تصویر جوړ کا
د دې تیارو نه ماله بدر منیر جوړ کا
یا مې پۀ بډه کا یا مې پۀ بډه شه
ګډه شه ګډه شه، ګډه شه ګډه شه
ـ
یو مصنوعي فضا خو د ژوندون رڼا
د فرمائش خندا خو د ګلونو غنچه
دې غم زپلو ته د خوشحالو پلوشه
د خزان مړاوو ته د بهارونو کیسه
ګډه شه ګډه شه، اور شه لمبه شه
خزان دے شپې تورې دي سپینه شغله شه
ساز د غمونو دشمن د دلربا رېبار
کۀ چل کۀ دام دے خو کړي کیسې د بهار
ګډه شه ګډه شه نخرې رایادې کړه
ـ
او دنیاګۍ د عقل ټولې بربادې کړه
رڼا شه حسن شه تیارې دې تورې
اے د امېد لوُرې د رڼا مورې
لکه د ګلو څانګه خوره وره ئې
وینم چې خورې مې ادم خوره ئې
هن واخله وو مې خوره دا څۀ ته ګورې
خاورې ایرې مې کړه د ژوندون اور ئې
کله چې ستړې شې پریوځه بیا ډډه شه
ګډه شه ګډه شه، ګډه شه ګډه شه
(غني خان بابا)
#SardarAliTakkar
ټک ټک د اور
ټپ ټپ د باران
آخ آخ د وصال
اوف اوف د ارمان
وئ وئ د جنون
وخ وخ د صنم
نا نا او او
هر وخت د صنم
قټ قټ د خندا
بړق بړق د مستی
شرنګ شرنګ د پانزیب
چڼ چڼ د لښتی
شړ شړ د اوبو
شغ شغ د نسیم
بس بس د دلبر
بړ بړ د غلیم
قړ قړ د چیلم
پر پر د لولۍ
دوم دوم د دوپړې
ټنګ ټنګ د رباب
غړ غړ د پیالې
سخ سخ د کباب
چپ چپ د کوکی
پس پس د دلبر
چړ چق د تارو
ګو ګو د کمتر
بس بس دې غنی
بد بد یې روان
ایش ایش د قلم
هړ هړ د بیان
شاعر : 📚 غني خان بابا
آواز: 🎤حشمت سحر
٥ قسمت
ملاجان وايي ازل کې
تا ليکلى هر يو کار دى
يو له سترګو کې شفق دى
بل له هسې ګليخار دى
ستا تقدير هره لمحه کې
د هر يو ويښته واکدار دى
يو له ګل يو له دلدار دى،
يو له اور يو له انګار دى
يو به ټول عمر نالان وي،
اوږى تږى پريشان وي
يو نيازبين به په بخملو،
بل به پروت په بيابان وي
يو به تريخ د سپي غپار کا،
بل خوړل به لکه مار کا
يو به ښکلى ښاپېرى وي،
بل به باو وي تورابان وي
ملا جان وايي اې ربه!
د هر خون ته زمه وار يې
دا ټول ظلم تا ليکلى،
ستا د ګوتو دا ازار دى
دا بې رحمه افتونه،
دا بې ځايه رحمتونه
د حسين په مرى توره،
او يزيد د ملک سردار دى
ملا جان وايي تا ايښى
په اسمان کې يو کتاب دى
چه هغې کې تا ليکلى،
هر ادم له هر يو کار دى
نو چې داسې انتظام دى
اې زما منصفه خدايه
ما نه څه له کې تپوس،
نه مې واک نه مې اختيار دى
ما کې دومره طاقت کوم دى
چې ستا ليک د ابد وران کړم
ته د زرو زورو خان يې
زه بې وسه خوار غلام
که زه خاندم که زه ژاړم
ستا يو ټکى نه بدلېږي
دا بتان دي ستا د ګوتو،
دا کفرونه ستا الهام
دا حساب کتاب به څنګ وي
دا تپوس جواب د څه شي
هر ګلاس چې دى ما څکلى
ستا د ګوتو وو اکرام
ملاجان وايي ساقي هم
د تقدير د ګوتو جوړ دى
ملاجان وايي دا خايست هم
تا جوړ کړى دى تمام
نو چه زه د ساقي سترګو،
ستا له کوره ځان له بوتلم
تا کړه سپينه راوچت
ليلا
په پالنګ ناسته ليلا او په غېږ کې ستار
سترګې يې ډکې د پرسان او انتظار نه د يار
د مړاوي ګل په شان يې مخ زيړى زيړى شان دي
ول ول يې زلفې ترې چاپېره لکه تور ښامار
واړه واړه ښايسته لاسونه د خفګانه مړه دي
په چپه خوله د عشق سازونه وهي هر يو تار
لېونى نمر په زيړو سترګو د دې سترګې لټوي
وروستۍ سلګۍ کړي ور ور مري لکه د غم بيمار
خو د دې سترګې د بل چا د سترګو نور غواړي
نه زيړى لمر ويني او نه د ده د سترګو خمار
لمر زړګى غوڅ کړو ځان يې غرق په خپلو وينو کې کړو
سپوږمۍ سرتور کړو ورپسې ژاړي په زار زار زار
په پالنګ ناسته ليلا هغه شان ستار غږوي
او خداى خبر عشق به کله بيا زړګى د يار خوږوي
#غني خان
لټون : مخ يا صفحه (751_752)
لټون پسې لټون : مخ يا صفحه (28_29)
د غني کليات : مخ ګڼه (161_162)
#TheLegendGreatGhaniKhan