My hero's

My hero's Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from My hero's, Media, Chakdara Fort.

24/01/2023
19/01/2023
خر کې مازغه ‌‌‌‌‌‌ډير دي که پدی وزیر کېکله چی يو خر د انسان په لباس کی چوکی ته ورسيږی، بيا همداسی تصميمونه نيسئ
23/12/2022

خر کې مازغه ‌‌‌‌‌‌ډير دي که پدی وزیر کې
کله چی يو خر د انسان په لباس کی چوکی ته ورسيږی، بيا همداسی تصميمونه نيسئ

22/12/2022

بسم الله الرحمن الرحیم

له بده مرغه په هېواد کې د ښځو د تعلیم او کار اوسنۍ ستونزه ډېره جدي، خواشینوونکې او په یوویشتمه پيړۍ کې د جنسیتي اپارتاید تر ټولو ښکاره او کرکجنه بېلګه ده.

اصلي ستونزه د حاکمې ډلې عدم مشروعیت دی، دا ځکه چې دوی په غیر ولسواک ډول حاکمان دي او افغانستان یې اشغال او ټول ولس یې یرغمل کړی دی.

د اوسنۍ حاکمې ډلې د دغه شان ناوړه پرېکړو او د روان بحران د ژورېدو مسؤلیت یوازې طالبانو ته نه، بلکې ټولو هغو افرادو، عناصرو او بنسټونو ته ور ګرځي چې د دوی د سپینولو لپاره یې په سازماني شکل تبلیغات کول او ادعا یې کوله چې دا خلک بدل شوي او د نویو شرایطو په اړه یې درک زیات شوی دی.

اوس یې وخت دی چې طالبان او د دوی مبلغان باید د دوحې تړون هغه پټ ضمایم او الحاقيه برخې ملت سره شریکې کړي.

پوښتنه دا ده، چې امریکا سره د دغه پټو تعهداتو په اړه ولې ولس ته وضاحت نشي ورکولای او د دې جزییات یې ولي له ولس څخه پټ ساتلي؟

حاکمه ډله په کوم صلاحیت غواړي د افغانستان تعلیمي نصاب بدل کړي؟ ایا دوی غواړي د افغانستان تعلیمي نصاب د حقانيه مدرسې په نصاب بدل کړي؟ ایا د دوی تعلیمي نظام د امام ابو حنیفه تر نصاب غوره دی؟

ما په کراتو، کراتو ویلي او بیا یې وایم، که یوه نجلۍ باسواده شي، پنځه راتلونکي نسلونه بدلوي او که یوه نجلۍ بېسواده پاتي شي، راتلونکي کې د پنځو نسلونو د بربادۍ سبب ګرځي.

زه د هغو بهرنیو او کورنیو کړیو دا ادعا هم په کلکه ردوم چې دغسې خاینانه فیصلو ته کلتوري پوښښ ورکوي. د میرویس نیکه او احمد شاه بابا مېندې باسواده او پتمنې رهبرانې وې.

زه د هغو نجونو او هلکانو چې نن یې په ننګرهار، کندهار او نورو ولایتونو کې د زده‌کړو د حق لپاره د اختناق په دې سختو شرایطو کې اعتراضونه کړي، ستاینه او قدردانی کوم. دوی په هېواد کې د تعلیم حق غوښتنې، اصلي مخکښان او اتلان دي.

اوسنی ځوان نسل (ښځې او نارینه) کولای شي روان استبداد د راتلونکو سلو کلونو لپاره د خپلو صفوفو په پياوړتیا، اتحاد او اتفاق له منځه یوسي.

په اوسنیو حالاتو کې یوازینی څه چې ټول افغانان پرې په متفق ډول اجماع لري، هغه د ښځو د تعلیم او کار د حق موضوع ده، زه په دې باور یم چې د دې ملي ولسي اجماع په مقابل کې طالبان نشي درېدلای.

تل دې وي افغانستان
زنده باد افغانستان
یشسن افغانستان
Copy

‏ته ښه افغان وې. دا چې ټرمپ، بایډن، هیلري کلنټن، پوتین، سید علي خامنه یي، عمران خان، ګل خانانو، لنډه غر او نور مخلفینو ټ...
17/12/2022

‏ته ښه افغان وې. دا چې ټرمپ، بایډن، هیلري کلنټن، پوتین، سید علي خامنه یي، عمران خان، ګل خانانو، لنډه غر او نور مخلفینو ټولو په یوه ورځ درته وغپل زموږ یار یې. که د افغانستان په تاوان سړی وای په خدای که د دې خلکو بد اېسېدلی وای!

17/12/2022

ګران بابا جان

‏د هیلري کلینټین په ځواب کې:ولسمشر غني زمونږ دروند، صادق او امین ولسمشر و، او اوس هم د خلکو زړونو کې ځانګړی ځای لري.هیله...
15/12/2022

‏د هیلري کلینټین په ځواب کې:

ولسمشر غني زمونږ دروند، صادق او امین ولسمشر و، او اوس هم د خلکو زړونو کې ځانګړی ځای لري.

هیله مند یو چې بیا ځلې داسې بې مسوولیته خبرې ونشئ.

15/12/2022

ګران بابا جان

گران بابا جان الله پاک دی ډير عمر دارکی
13/12/2022

گران بابا جان الله پاک دی ډير عمر دارکی

11/12/2022

Afghanistan

Address

Chakdara Fort
18800

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when My hero's posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share

Category