Samsoor News

Samsoor News Kontaktoplysninger, kart og anvisninger, kontaktformular, åbningstider, tjenester, stjerner, fotos, videoer og meddelelser fra Samsoor News, Nyheds- og mediewebsite, Hillerødvej 38B, Hillerød.

د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند چمتلې سيمه کې د ټرافیکي پېښې له کبله شپږ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.د یاد ولایت ...
06/06/2024

د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند چمتلې سيمه کې د ټرافیکي پېښې له کبله شپږ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د یاد ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې پېښه د ټېلر او کرولا ډوله موټر ترمنځ د ټکر له کبله رامنځ ته شوې.

په بلوچستان کې په یوه بس کې د اور لګېدو له کبله ۵ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.  د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، ...
06/06/2024

په بلوچستان کې په یوه بس کې د اور لګېدو له کبله ۵ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه بس تېره شپه ناوخته له کراچۍ څخه کوټې ته روان و، چې په لسبېله سیمه کې یې اور واخیست.
ویل کېږي، په دغه بس کې ۲۸ تنه سپرلۍ ناستې وې، چې د ځینو ټپیانو حالت په کې نازک ښودل شوی.
تر اوسه د دغه اور لګېدو لامل نه دی مالوم؛ خو پولیس وایي، په اړه یې څېړنې کوي.

د پکتیا په ډنډې پټان ولسوالۍ کې د قومي مشرانو په منځګړیتوب د افغان او پاکستاني لوریو ترمنځ د جګړې درېدو اوربند شوی دی.
18/05/2024

د پکتیا په ډنډې پټان ولسوالۍ کې د قومي مشرانو په منځګړیتوب د افغان او پاکستاني لوریو ترمنځ د جګړې درېدو اوربند شوی دی.

د پکتیا په ډنډې پټان ولسوالۍ کې د قومي مشرانو په منځګړیتوب د افغان او پاکستاني لوریو ترمنځ د جګړې درېدو اوربند شوی دی.   

په غور کې د تېرې جمعې ورځې سېلابونو له کبله لر تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي دي.
18/05/2024

په غور کې د تېرې جمعې ورځې سېلابونو له کبله لر تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي دي.

په غور کې د تېرې جمعې ورځې سېلابونو له کبله لر تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي دي. 

د هرات په کرخ ولسوالي کې نن جمعه د یوه کاسټر او موټر سایکل ترمنځ د ټکر له امله ۴ تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.   د هرا...
17/05/2024

د هرات په کرخ ولسوالي کې نن جمعه د یوه کاسټر او موټر سایکل ترمنځ د ټکر له امله ۴ تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
د هرات حوزوي روغتون مسوولین وایي، د پېښې ټپیان دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.
سرچینې د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

کورنیو چارو وزارت تائید کړه، چې نن مازدیګر په بامیانو کې د نامالومو وسله والو په ډزو کې د یو افغان په ګډون درې تنه بهرني...
17/05/2024

کورنیو چارو وزارت تائید کړه، چې نن مازدیګر په بامیانو کې د نامالومو وسله والو په ډزو کې د یو افغان په ګډون درې تنه بهرني وګړي وژل شوي.
د یاد وزارت ویاند د عبدالمتین قانع وایي، په دغه برید کې درې نور افغانان او څلور بهرني وګړي ټپیان شوي دي.
د نوموړي په خبره، د پېښې په تړاو تر دې دمه ۴ تنه نیول شوي دي.
تر اوسه د برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

د بلخ - سمنګان په لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له کبله د دوو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او شپږ نور ټپی...
16/05/2024

د بلخ - سمنګان په لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له کبله د دوو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
د سمنګان ولایتي روغتون امر سید عثمان حمیدي وايي، پېښه نن ماښام په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د کرولا او اکتروز موټرونو ترمنځ د ټکر له امله رامنځ ته شوې.
حمیدي د پېښې د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

د مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود له یوې برېټانوۍ ورځ پاڼې سره په خبرو کې ویلي، په دې سل سلنه ډاډه دی، چې یوه ورځ به د...
16/05/2024

د مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود له یوې برېټانوۍ ورځ پاڼې سره په خبرو کې ویلي، په دې سل سلنه ډاډه دی، چې یوه ورځ به د اوسني حکومت ټغر ټول شي.
هغه همدا شان زیاته کړې، چې ځواکونو کې د کابل په زړه کې حملې کوي او که مناسب ملاتړ ترلاسه کړي؛ نو دغه لړۍ به لا ډېره چټکه شي.

په ټولنیزو رسنیو کې خبر ورکړل شوی، چې د سرپرست حکومت مشرتابه کابل ته راغلی او په یوه غونډه کې یې د ولایتونو والیانو ته  ...
16/05/2024

په ټولنیزو رسنیو کې خبر ورکړل شوی، چې د سرپرست حکومت مشرتابه کابل ته راغلی او په یوه غونډه کې یې د ولایتونو والیانو ته وینا کړې ده.
واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته دا دویم ځل دی، چې مشرتابه کابل ته سفر کوي.
تر اوسه رسمي سرچنیو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ټاس خبري آژانس ته ویلي، چې اوسني افغان واکمن د مسکو نه دوستان دي او ...
16/05/2024

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ټاس خبري آژانس ته ویلي، چې اوسني افغان واکمن د مسکو نه دوستان دي او نه هم دښمنان.
هغه دغه راز زیاته کړې، چې د کابل او مسکو ترمنځ اړیکې مخ پر ودې دي؛ خو ځینې ملاحضات شته او پر رسمیت یې نه پېژني.
روسي چارواکو په وروستیو کې ویلي، چې د تر-ور-ېستانو له خپل لېسته د اوسنیو واکمنو پر اېستلو غور کوي.

سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، په بدخشان کې یو کس خپله مېرمن د تېشې په ګوزارونو وژلې ده.
16/05/2024

سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، په بدخشان کې یو کس خپله مېرمن د تېشې په ګوزارونو وژلې ده.

سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، په بدخشان کې یو کس خپله مېرمن د تېشې په ګوزارونو وژلې ده. 

د بلوچستان د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تازه نښتو ته په اشارې ویلي، د پاکستان پوځ ...
16/05/2024

د بلوچستان د اطلاعاتو پخواني وزیر جان اڅکزي د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تازه نښتو ته په اشارې ویلي، د پاکستان پوځ کولای شي، چې کابل په څلورو ساعتونو کې ونیسي.
هغه همدا راز ویلي، په کابل کې ناستو واکمنو ته دې له پاکستان سره چلند ور وښودل شي.
جان اڅکزی په دې وروستیو کې د افغانستان پر وړاندې د خپلو توندو او جنجالي څرګندونو له امله مشهور شوی.

د افغانستان لپاره د هند او روسیې ځانګړو استازو په نوي ډیلي کې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
16/05/2024

د افغانستان لپاره د هند او روسیې ځانګړو استازو په نوي ډیلي کې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان لپاره د هند او روسیې ځانګړو استازو په نوي ډیلي کې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خبرې کړې دي.  

ایران وایي، هڅه کوي، چې له افغانستان سره په دوه اړخیزه سوداګرۍ کې د امریکایي ډالرو پر ځای له خپلو ریالو کار واخلي.
16/05/2024

ایران وایي، هڅه کوي، چې له افغانستان سره په دوه اړخیزه سوداګرۍ کې د امریکایي ډالرو پر ځای له خپلو ریالو کار واخلي.

د کاتوليک عيسويانو مشر پاپ فرانسېس له وروستیو افغان سېلاب‌ ځپلیو سره د نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کړې ده. نوموړي په تا...
15/05/2024

د کاتوليک عيسويانو مشر پاپ فرانسېس له وروستیو افغان سېلاب‌ ځپلیو سره د نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کړې ده.
نوموړي په تازه وینا کې ويلي، چې له سېلاب‌ځپلیو سره خپله خواخوږي څرګندوي او دعا ورته کوي.

په فراه کې د یو کور د چت نړېدو له کبله د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي او نهه نور تپیان دي.د یاد ولایت طبیعي پېښو ته د رسېدن...
15/05/2024

په فراه کې د یو کور د چت نړېدو له کبله د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي او نهه نور تپیان دي.
د یاد ولایت طبیعي پېښو ته د رسېدنې رئیس محمد اسراییل سیار ویلي، چې پېښه تېره شپه په بکواه ولسوالي کې رامنځ‌ته شوې.
د یادونې ده، چې په هېواد کې وروستیو درنو ورښتونو خلکو ته د سر او مال پراخ زیانونه واړول.

سیمه‌ییز مسوولین وایي، د خوست په مرکز کې یې له یوې ښځې سره د نامشروع اړیکو په تور اته کسان نیولي دي.د مسوولینو په خبره، ...
14/05/2024

سیمه‌ییز مسوولین وایي، د خوست په مرکز کې یې له یوې ښځې سره د نامشروع اړیکو په تور اته کسان نیولي دي.
د مسوولینو په خبره، د نیول شویو کسانو دوسیه به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړونده ارګانونو ته وسپارل شي.

په کونړ او سمنګان ولایتونو کې یو ځوان هلک او یوې نجلۍ ځانونه ویشتي او ژوند یې پای‌ته رسولی دی.
14/05/2024

په کونړ او سمنګان ولایتونو کې یو ځوان هلک او یوې نجلۍ ځانونه ویشتي او ژوند یې پای‌ته رسولی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، حسین امیر عبداللهیان په افغانستان کې د امریکا تېر شل کلن حضور هدفي او ویجاړونکی بللی دی.
14/05/2024

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، حسین امیر عبداللهیان په افغانستان کې د امریکا تېر شل کلن حضور هدفي او ویجاړونکی بللی دی.

په خیبر پښتونخوا کې څلور پاکستاني پوځیان له « ټي . ټي . پي» سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.سیمه‌ییزې سرچینې وايي، نښته ...
14/05/2024

په خیبر پښتونخوا کې څلور پاکستاني پوځیان له « ټي . ټي . پي» سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.
سیمه‌ییزې سرچینې وايي، نښته تېره ورځ په «پاس کرمې ایجنسي» سیمه کې رامنځته شوې، چې شاوخوا یو ساعت یې دوام کړی.
پاکستاني لوري تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د جلال‌آباد ښار نهمې ناحيې اړوند په سرخ دېوال سيمه کې درې خویندې د جامو وینځلو پر مهال د اوبو چکډېم ته غورځېدلې او وژل ش...
13/05/2024

د جلال‌آباد ښار نهمې ناحيې اړوند په سرخ دېوال سيمه کې درې خویندې د جامو وینځلو پر مهال د اوبو چکډېم ته غورځېدلې او وژل شوې دي.
سیمه‌ییزې سرچینې وایي، پېښه وروسته له هغې رامنځ‌ته شوې، چې دوو خويندو اوبو ته د یوې غورځېدلې خور د ژغورلو هڅه کوله، چې دوی دواړه هم ور ولوېدې او ژوند يې بايلود.
د وژل شویو خویندو عمرونه ۱۷، ۱۵ او ۱۸ کاله ښودل شوي دي.

د پکتیا په اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ نښته رامنځ‌ته شوې.
13/05/2024

د پکتیا په اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ نښته رامنځ‌ته شوې.

د اوبو او انرژۍ وزارت خبرداری ورکړی، چې د هېواد په سیندیزو حوزو کې د اوبو کچه لوړېدو او د سېلابونو راتلو اټکل شوی دی.
12/05/2024

د اوبو او انرژۍ وزارت خبرداری ورکړی، چې د هېواد په سیندیزو حوزو کې د اوبو کچه لوړېدو او د سېلابونو راتلو اټکل شوی دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت خبرداری ورکړی، چې د هېواد په سیندیزو حوزو کې د اوبو کچه لوړېدو او د سېلابونو راتلو اټکل شوی دی.  

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په بغلان کې له سیلاب ځپلیو سره په کتنه کې ویلي، تر هغې به د متضررو ملاتړ کوي، ترڅو یې چې ...
12/05/2024

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په بغلان کې له سیلاب ځپلیو سره په کتنه کې ویلي، تر هغې به د متضررو ملاتړ کوي، ترڅو یې چې ژوند عادي حالت ته راوګرځي.

د کرکټ نړۍ وتلي افغان ستوري راشد خان د بغلان له وروستیو سېلاب ځپلیو سره ۱ نیم میلیون افغانۍ مرسته اعلان کړې. هغه پر خپله...
11/05/2024

د کرکټ نړۍ وتلي افغان ستوري راشد خان د بغلان له وروستیو سېلاب ځپلیو سره ۱ نیم میلیون افغانۍ مرسته اعلان کړې.
هغه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د ده خیریه بنسټ به هلته پنځلس ورځې زر سېلاب ځپلیو ته پاخه شوي خواړه هم برابروي.

په کابل کې د جاپان سفارت ویلي، چې هېواد یې په ۲۰۲۵ کال کې افغان محصلانو ته د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه تحصیلي بورسیې ورکو...
11/05/2024

په کابل کې د جاپان سفارت ویلي، چې هېواد یې په ۲۰۲۵ کال کې افغان محصلانو ته د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه تحصیلي بورسیې ورکوي.
یاد سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغو بورسیو لپاره به د محصلانو د ټاکل کېدو بهیر د آغا خان بنسټ په مرسته پیل شي.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په اتو ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو، تالندې او سېلابونو پېښېد...
11/05/2024

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په اتو ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو، تالندې او سېلابونو پېښېدو اټکل کړی دی.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په اتو ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو، تالندې او سېلابونو پېښېدو اټکل کړی دی.  

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، په بغلان کې د تېرې جمعې ورځې راوتلو سېلابونو له کبله ۳ سوه کسان وژل شوي او دغه راز تر زرو زی...
11/05/2024

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، په بغلان کې د تېرې جمعې ورځې راوتلو سېلابونو له کبله ۳ سوه کسان وژل شوي او دغه راز تر زرو زیات کورونه ویجاړ شوي دي.
یاد سازمان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دوی مرستندویه ډلګۍ سیمې ته رسېدلې او سېلاب ځپلیو ته یې د خوړو وېش پیل کړی.

د اقتصادي مرستیال په مشرۍ پېښو ته د رسېدنې عالي کمېسیون فوق العاده غونډه کې سېلاب ځپلیو ته د رسېدنې په موخه کمېټې جوړې ش...
11/05/2024

د اقتصادي مرستیال په مشرۍ پېښو ته د رسېدنې عالي کمېسیون فوق العاده غونډه کې سېلاب ځپلیو ته د رسېدنې په موخه کمېټې جوړې شوې.

د اقتصادي مرستیال په مشرۍ پېښو ته د رسېدنې عالي کمېسیون فوق العاده غونډه کې سېلاب ځپلیو ته د رسېدنې په موخه کمېټې جوړې شوې.  

‏افغان سوداګر میرویس عزیزي د بغلان له سېلاب ځپلیو سره د ۵۰ میلیونه افغانیو بېړنۍ مرستې اعلان کړی دی.‏عزیزي پر خپله اېکس ...
11/05/2024

‏افغان سوداګر میرویس عزیزي د بغلان له سېلاب ځپلیو سره د ۵۰ میلیونه افغانیو بېړنۍ مرستې اعلان کړی دی.
‏عزیزي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه بشري مرسته به ډېر ژر بغلان ته ورسول شي.
میرویس عزیزي تر دې وړاندې د هرات له زلزله ځپلیو سره هم مرسته کړې وه.

Adresse

Hillerødvej 38B
Hillerød
3400

Telefon

+4528145054

Internet side

Underretninger

Vær den første til at vide, og lad os sende dig en email, når Samsoor News sender nyheder og tilbud. Din e-mail-adresse vil ikke blive brugt til andre formål, og du kan til enhver tid afmelde dig.

Kontakt Virksomheden

Send en besked til Samsoor News:

Videoer

Del


Andre Nyheds- og mediewebsite i Hillerød

Vis Alle