ACB TV

ACB TV دافغانستان کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ اداري دټلویزیون رسمې پاڼه
(7)

مس عينک زون د غازي امان الله خان جام سياليو اتلولي خپله کړهد مس عينک زون توپ اچوونکو په زړه پورې توپ اچونه ترسره او خپله...
24/09/2019

مس عينک زون د غازي امان الله خان جام سياليو اتلولي خپله کړه

د مس عينک زون توپ اچوونکو په زړه پورې توپ اچونه ترسره او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله. مس عينک زون د غازي امان الله خان جام يو ورځنيو سياليو کې د تېرو سياليو اتلې بوست زون لوبډلې ته په ۸۸ منډو ماته ورکړه او په لومړي ځل يې په لېسټ اې لوبو کې اتلولي خپله کړه.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لینک کیکاږئ
https://cricket.af/acb-news-info/1184
------
Mis-e Ainak Win Ghazi Amanullah Khan One-day Cup 2019

In a terrific bowling display defending a relatively small target of 200, Mis-e Ainak beat defending Champions Bost by 88 runs to win the Ghazi Amanullah Khan Regional One-day Cup 2019.

Read more: https://cricket.af/acb-news-info/1185

د کرکټ د دریو زونونو مسوولین له دندو ګوښه شولد افغانستان کرکټ بورډ د بند امیر، بوست او امو زونونو مسوولین چې هر یوه یې ل...
21/09/2019

د کرکټ د دریو زونونو مسوولین له دندو ګوښه شول

د افغانستان کرکټ بورډ د بند امیر، بوست او امو زونونو مسوولین چې هر یوه یې له شا وخوا پنځو تر لسو کلونو او تر دې زیاتې مودې دندې ترسره کولو وروسته بیا هم د پام وړ لاسته راوړنې نه درلودې، دغه راز له خپلو دندو د ناوړه ګټې اخیستو، اداري اصولو نه مراعت او د دوي په چارو کې د نه روڼتیا له امله له دندو ګوښه کړل شوي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه څو اونۍ وړاندې د ټولو زونونو له مسوولینو سره هر اړخیزه ناسته ترسره کړه، چی په ترڅ کې یی د دوی کاري برنامو او کړنو ارزونه وشوه او هر یو ته دنده وسپارل شوه، څو خپل بشپړ او هر اړخیز راپورونه د افغانستان کرکټ بورډ سره شریک کړي، خو له بدغه مرغه دوی تر اوسه له ادارې سره خپل پلانونه، د کرکټ په ډګر کې د ځوان استعدادونو موندلو لارې چارې، د کرکټ پرمختګ او بنسټیزو برخو رغونې په ډګرونو کې پلانونه نه دي شریک کړي.
همدارنګه باید وویل شي چې په ټوله کې د یادو شوو زونونو مسؤلینو هر یوه میر عظیم الله مبارز، مسعود رحماني او نور عالم فرید په خپلو دندو کې د کلونو په تېریدو موثریت نه دی څرګند کړی او د دوی په شتون کې یی د زونونو پورې اړوندو ولایتونو ته کړنې په هیڅ حسابیږي.
د بېلګې په توګه د بند امیر زون مسؤل میر عظیم الله مبارز تر ډېره په زون او د زون پورې اړوندو ولایتونو لوبډلو کې خپلوي پاللې او حق یې حق دار ته ندی سپارلی چی یوه ښه بېلګه يې په روانو لېسټ اې سیالیو کې د اړوند لوبډلې نه ځلېدا ده چې په دې برخه کې ځینو رسنیو هم په دې وروستیو کې راپورونه خپاره کړل.
د بوست زون له مسؤل مسعود رحماني څخه څو وارې مرکزي ادارې غوښتنه وکړه چی د زون راټول شوي عواید دې د کرکټ بورډ سره شریک کړي چی نوموړي تر اوسه په دې هکله کوم ګام نه دی پورته کړی او د دې ترڅنګ څو وارې د دوی پورې اړوند ولایتونو (زابل، قندهار، هلمند او هرات) څخه هم شکایتونه ترلاسه شوي دي چی حتی د اخلاقي فساد یادونې هم پکې ذکر شوې او د ځینو ټورنمنټونو په ترسره کولو سره یې له لوبغاړو غیرقانوني پیسې اخیستې دي.
د امو زون مسؤل نور عالم فرید چې د کرکټ له ادارې سره یې شا وخوا ۱۸ کاله کار کړی؛ په خپلو ټولو اړوندو چارو کې پاتې راغلی او څو ځلې د زون پورې اړوندو ولایتونو سره په دوه ګونې چلند تورن شوی او دا شکایت کرکټ بورډ مرکزي ادارې ته رارسیدلی، نوموړی ډېری وخت په سیمه کې موجود نه وي او حتی تر دې چی په نوروز جام سیالیو کې یی د مالي فساد اسناد هم کرکټ بورډ ته رارسېدلي دي او دغه راز ځینې نور داسې موارد هم شته چې نوموړی په سیاسي چارو ښکېل دی او اداره نه غواړي چې لوبه له سیاست سره ګډه کړي.
د یادولو ده چې د افغانستان کرکټ بورډ اداره په ټولو چارو کې روڼتیا ته لومړیتوب ورکوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې له کرکټ لوبې ناوړه ګټه واخلي، ځانونه په فساد کې ښکېل کړي او دغه ملي لوبه د سیاستونو ښکار کړي.

زمبابوې له افغانستان په ۷ ويکټو بريا خپله کړهافغان لوبډلې په بنګله دېش کې د روانو درې اړخیزو شل اوریزه سیالیو پنځمه لوبه...
20/09/2019

زمبابوې له افغانستان په ۷ ويکټو بريا خپله کړه
افغان لوبډلې په بنګله دېش کې د روانو درې اړخیزو شل اوریزه سیالیو پنځمه لوبه کي له زمبابوی د اوو ویکټو په توپیر ماتې ومنله.
د یادولو ده چې دا د فضل نیازي لومړۍ شل اوریزه نړیواله لوبه وه چې پکې یې ګډون وکړ.

د بشپړ متن لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

https://cricket.af/acb-news-info/1173

محترم فرهان يوسفزی,د لوبو ترمنځ يووالی مو هدف دید افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي فرهان يوسفزي نن په کابل کې د شاهین...
20/09/2019

محترم فرهان يوسفزی,
د لوبو ترمنځ يووالی مو هدف دی
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي فرهان يوسفزي نن په کابل کې د شاهین اسمایي او طوفان هريرود لوبډلو ترمنځ د فوټبال لوبه له نږدې ننداره کړه.
د ښاغلي یوسفزي په وینا: ((د فوټبال لوبې ليدو ته د راتګ هدف يې دا دی چې هر ډول لوبې او ورزش سره يووالی ومومي، ځکه د ورزش په ډګر کې هېڅ لوبې سرحد نه لري او د ټولو لوبو لوبغاړي بايد د يو بل ملاتړ وکړي.))
نوموړي همدا راز زياته کړه ((زه د هر ورزش ملاتړ کوم او د فوټبال لوبې ليدو ته هم په همدې خاطر راغلی يم، چې له دوی خپل ملاتړ اعلان کړم))

20/09/2019
شېبه وروسته ددوهمې پاڼۍ پیل هدف 156
20/09/2019

شېبه وروسته ددوهمې پاڼۍ پیل
هدف 156

د کرکټ نړیوالې شورا (ايي سي سی) افغان ستوري لوبغاړي راشد خان ته د زوکړې د ورځې د مبارکۍ په پېغام کې ويلي، هغه په حقيقت ک...
20/09/2019

د کرکټ نړیوالې شورا (ايي سي سی) افغان ستوري لوبغاړي راشد خان ته د زوکړې د ورځې د مبارکۍ په پېغام کې ويلي، هغه په حقيقت کې د ډېرو صلاحيتونو نه ډک لوبغاړی دی. هغه د ټېسټ کرکټ کم عمره کپتان، د ټي ټيونټي کرکټ غوره بالر او په ۱۵.۷۰ اوسط په نړيوال کرکټ کې ۲۳۰ وکټې اخيستي دي. راشد خان په ۱۹ ستمبر ۱۹۹۸ کې زېږېدلی دی.

رحمان الله ګربز خپله پنځوسيزه پوره کړهرحمان الله ګربز د زمبابوې په وړاندې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې خپله لومړۍ پنځوسي...
20/09/2019

رحمان الله ګربز خپله پنځوسيزه پوره کړه
رحمان الله ګربز د زمبابوې په وړاندې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې خپله لومړۍ پنځوسيزه پوره کړه. نوموړي د ۴ شپږيزو او ۲ څلوريزو پر مټ په ۴۰ توپونو باندې ۵۰ منډې وکړې او توپوهنې ته ولاړ دی.
--------
What a knock by Rahmanullah made half-century and well supported by Hazratullah Zazai 31 runs. meanwhile this is the first ever 50 of Gurbaz in T20I format.

AFG- 107/2 Overs: 13:00

افغانستان په ۱۲ اورونو کې ۱۰۰ منډې وکړېافغانستان د زمبابوې پر وړاندې په شل اوريزه لوبه کې په ۱۲ اورونو کې ۱۰۰ منډې کړي ا...
20/09/2019

افغانستان په ۱۲ اورونو کې ۱۰۰ منډې وکړې
افغانستان د زمبابوې پر وړاندې په شل اوريزه لوبه کې په ۱۲ اورونو کې ۱۰۰ منډې کړي او ۱ لوبغاړی يې له لاسه ورکړی دی.
رحمان الله ګربز په ۴۹ او شفيق الله شفق په ۱۵ منډو توپوهنې ته ولاړ دي. همدا راز حضرت الله ځاځي د ۳۱ منډو ترلاسه کولو وروسته خپله ويکټه له لاسه ورکړه.

د هغو ۱۱ افغان لوبغاړو نوملړ چې نن د زمبابوې پر وړاندې په شل اوریزه لوبه کې ګډون لري:------فهرست ۱۱ بازیکن که امروز در ب...
20/09/2019

د هغو ۱۱ افغان لوبغاړو نوملړ چې نن د زمبابوې پر وړاندې په شل اوریزه لوبه کې ګډون لري:
------
فهرست ۱۱ بازیکن که امروز در بازی بیست آوره مقابل زمبابوی حضور دارند:
------
Here is Afghanistan's playing XI against Zimbabwe at ZAC stadium, Chattogram.

افغان لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې د شل اوریزې لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.------تیم ملی قرعه ی بازی ...
20/09/2019

افغان لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې د شل اوریزې لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
------
تیم ملی قرعه ی بازی امروزی مقابل تیم زمبابوی را برنده شد و نخست فیصله توپزنی نمود.
------
Team Afghanistan won the toss and opted to bat first against Zimbabwe in the 5th match of the Tri-Nation T20I Series at the ZAC Stadium, Chattogram.

د ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان ته دې د زوکړې ۲۱مه کليزه مبارک وي.- کم عمره لوبډلمشر چې د ټېسټ لوبډلې مشري کوي.- هغه لوبغ...
20/09/2019

د ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان ته دې د زوکړې ۲۱مه کليزه مبارک وي.
- کم عمره لوبډلمشر چې د ټېسټ لوبډلې مشري کوي.
- هغه لوبغاړی چې يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې یې چټکې ۱۰۰ ويکټې ترلاسه کړې.
- د لوبډلمشر په توګه یې پخپله لومړۍ ټېسټ لوبه کې پنځوسيزه او تر ۱۰ زياتې ويکټې اخیستې... او دغه راز هغه لوبغاړی چې د شل اوريزو لوبو درجه بندۍ کې یې د نړۍ تر ټولو غوره توپ اچوونکي مقام هم خپل کړی دی.
--------
*The Youngest player to captain a Test side

*The fastest bowler to take 100 wickets in ODIs
*The first cricketer to score a fifty and take a ten-wicket haul in his debut match as captain in a Test match
*The World's top-ranked T20I Bowler !

Happy Birthday to Skipper Rashid Khan!

ملي لوبغاړو د زمبابوې پر وړاندې د د نن لوبې لپاره تمرینات ترسره کړل.د یادولو ده چې ملي لوبغاړو د درې اړخیزه سیالیو په لړ...
20/09/2019

ملي لوبغاړو د زمبابوې پر وړاندې د د نن لوبې لپاره تمرینات ترسره کړل.
د یادولو ده چې ملي لوبغاړو د درې اړخیزه سیالیو په لړ کې د بنګله دېش او زمبابوې پر وړاندې دوه لوبې کړې چې دواړه یې ګټلې دي.

افغان ملي لوبډله به سبا مازدیګر ۵:۰۰ بجې د درې اړخیزه سیالیو خپله دریمه شل اوریزه لوبه د زمبابوې لوبډلې پر وړاندې د چټوګ...
19/09/2019

افغان ملي لوبډله به سبا مازدیګر ۵:۰۰ بجې د درې اړخیزه سیالیو خپله دریمه شل اوریزه لوبه د زمبابوې لوبډلې پر وړاندې د چټوګرام په ظهور احمد چودري لوبغالي کې ترسره کړي.
--------
تیم ملی کرکت فردا حوالی ساعت ۵:۰۰ عصر در بازی سوم خود در سلسله مسابقات سه جانبه بیست آوره در استدیوم ظهور احمد چودری شهر چتوگرام مقابل تیم زمبابوی وارد میدان میشود.
--------
Afghanistan will face Zimbabwe in the 5th match of the 2019–20 Bangladesh Tri-Nation Series at the ZAC stadium, Chatogram tomorrow 5:00 PM AFT.

18/09/2019
18/09/2019
مس عینک له بوست لوبډلې په ۳۰ منډو بریا خپله کړهد غازي امان الله خان جام يو ورځنيو سياليو نهمه لوبه نن د مس عينک زون او ب...
18/09/2019

مس عینک له بوست لوبډلې په ۳۰ منډو بریا خپله کړه

د غازي امان الله خان جام يو ورځنيو سياليو نهمه لوبه نن د مس عينک زون او بوست زون لوبډلو ترمنځ د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شوه.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لینک کیکاږئ
https://www.cricket.af/acb-news-info/1170

د کرکټ معلوماتي نړۍ د افغانستان کرکټ بورډ په پام کې لري چې له دې وروسته په اونۍ کې یو یا دوه ځلې د یوټیوب په ګډون د اړون...
18/09/2019

د کرکټ معلوماتي نړۍ
د افغانستان کرکټ بورډ په پام کې لري چې له دې وروسته په اونۍ کې یو یا دوه ځلې د یوټیوب په ګډون د اړوند ټولنیزو رسنیو له لارې د کرکټ له مینه والو سره د کرکټ لوبې لومړني معلومات او اساسات شریک کړي. دا کار به د کرکټ د هغو مینه والو لپاره هم ډېر اغېزناک وي چې له کرکټ سره بې حده مینه لري، خو د کرکټ پر اساساتو، وسایلو او اصولو نه پوهېږي او یا ورسره بلدیت نه لري چې دا دی نن د دغې معلوماتي لړۍ پیل له بېټ څخه کوو، هیله ده چې په دې سره مو د کرکټ معلوماتي کچه لاپسې زیاته شي:

ظاهرخان او مجیب الرحمن به د ۲۰۱۹ کال د اسټرالیا کرکیټ غوره لیګ یا بیګ باش کي د بیسبېن هیټ لوبډلي لپاره ولوبیږي.مخکي له د...
18/09/2019

ظاهرخان او مجیب الرحمن به د ۲۰۱۹ کال د اسټرالیا کرکیټ غوره لیګ یا بیګ باش کي د بیسبېن هیټ لوبډلي لپاره ولوبیږي.
مخکي له دې لوبډلي سره یوازي مجیب الرحمن وو.
په دې لوبډله کي ۱۵ لوبغاړي لوبیږي، چي ۱۳ خپله د اسټرالیا دي او پاتي دوه بهرني لوبغاړي مجیب او ظاهر دي.
په ټوله آسیا کي دا ویاړ یوازي د افغان لوبغاړو دئ، چي له دې لويي وچي څخه په اسټرالیا کرکیټ لیګ کي تر ټولو ډېر لوبیږي.
راشدخان، محمدنبي او قیس احمد هم په دې لیګ کي لوبیږي.

سپين غر لوبډلې د ۱۳۲ منډو په توپير بند امیر ته ماتې ورکړهد غازي امان الله خان ليسټ ای سياليو په اتمه لوبه کې سپين غر زون...
18/09/2019

سپين غر لوبډلې د ۱۳۲ منډو په توپير بند امیر ته ماتې ورکړه

د غازي امان الله خان ليسټ ای سياليو په اتمه لوبه کې سپين غر زون پخپله درېيمه لوبه کې بندامیر د ۱۳۲ منډو په توپير مات کړ.

سپين غر لوبډلې د ۱۳۲ منډو په توپير بند امیر ته ماتې ورکړهد غازي امان الله خان ليسټ ای سياليو په اتمه لوبه کې سپين غر زون...
18/09/2019

سپين غر لوبډلې د ۱۳۲ منډو په توپير بند امیر ته ماتې ورکړه

د غازي امان الله خان ليسټ ای سياليو په اتمه لوبه کې سپين غر زون پخپله درېيمه لوبه کې بندامیر د ۱۳۲ منډو په توپير مات کړ.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لینک کیکاږئ
https://www.cricket.af/acb-news-info/1169

د غازي امان الله خان ليسټ ای سياليو په اتمه لوبه کې سپين غر زون پخپله درېيمه لوبه کې بندامیر د ۱۳۲ منډو په توپير ...

غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د لمریزې برېښنا منظم سیستم ګټې اخیستو ته وسپارل شود ننګرهار په غازي امان الله خان کرک...
18/09/2019

غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د لمریزې برېښنا منظم سیستم ګټې اخیستو ته وسپارل شو

د ننګرهار په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې د لوبغالي چمن اوبه کولو او پويلين روښانولو په موخه د لمریزې برېښنا (سولر) منظم سیستم فعال او نن ګټې ا خیستو ته وړاندې شو.
تر دې وړاندې چې د تېلو او سترو جنراتورونو په زیات لګښت سره به د دې لوبغالي د اوبه کولو چارې مخ ته وړل کېدې اوس به د لمریزې بريښنا په وسیله ترسره کيږي.
د کرکټ پرمختیايي څانګې د مسولينو په وینا چې په دې سیستم شپږ لکه نهه اتیا زره (۶۸۹۰۰۰ ) افغانۍ لګښت راغلی او ۴ اينچه اوبه به له ځمکې راوباسي.
دوی وايي چې تر دې وړاندې به هره میاشت د لوبغالي په اوبه کولو د زرګونه افغانيو لګښت کېده چې اوس به یې مخه ونیول شي.

"دا چې زموږ هېوادوال د کرکټ له لوبې سره بې سارې او ډېره مينه لري او هر وخت غواړي چې دغه لوبه په ژوندۍ بڼه د تلويزيون پر ...
18/09/2019

"دا چې زموږ هېوادوال د کرکټ له لوبې سره بې سارې او ډېره مينه لري او هر وخت غواړي چې دغه لوبه په ژوندۍ بڼه د تلويزيون پر پردې ننداره کړي نو د دغې ستونزې هواري ته مې لومړيتوب ورکړى او انشاءالله ګران هېوادوال به ډېر ژر د کرکټ د يوه ځانګړي ټلويزيون د جوړېدو د زېري اورېدونکي واوسي. بايد ووايم چې د جواز په ګډون يې لومړنۍ چارې د بشپړېدو په حال کې دي او په نورو اړوند کارونو هم په چټکه کار روان دى.

Address


Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ACB TV posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to ACB TV:

Shortcuts

  • Address
  • Telephone
  • Alerts
  • Contact The Business
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share