په افغانستان کې د روسیې وسایطو د جوړیدو په برخه کې کوم هیواد مرسته کوي
له تېرو دریو کلونو راهیسې په افغانستان کې حاکم تالبان د روسیې وسایطو او الوتکو د جوړیدو خبر ورکوي.
دوی کله ناکله داسې ویډیوګانې ښیې چې ویل کیږي دا وسایط اکثره خپله افغانان ترمیم کوي ، خو خبره داده چې ایا د دې وسایطو د پرزه جاتو او مهماتو په برخه کې روسیه ورسره مرسته کوي ؟
ستاسو نظرونه پدې اړه څه دي زموږ سره یې د ویډیو له کتلو وروسته دلته شریک کړئ .
امریکا کې ترټولو زیات زیان اړوونکي اور کې د مړو شمېر ۱۰ ته ورسېد
د متحدو ایالتونو د کالیفورنیا ایالت په لاس انجلس کې په پراخه اورلګېدنه کې د مړو شمېر ۱۰ ته رسېدلی او په سیمه کې د نظم ساتلو لپاره ددغه ایالت د ملي ګارډ ځواکونه ګومارل شوي دي.
دا د تاریخ ترټولو زیات زیان اړوونکی اور ګڼل شوی چې د امریکا دوهم ترټولو ستر ښار کې یې پراخه ویجاړتیا رامنځته کړې او د اور وژنې ادارې ویلي چې تر دې دمه ۱۰ زره ودانۍ لولپه شوي او په سلګونو زره خلک د سیمې پرېښودو ته اړ شوي دي.
د اطفايي زرګونه کارکوونکي د هلیکوپترو په مرسته د لاس انجلس په دریو بېلا بېلو ځنګلي سیمو کې د اور په وژلو بوخت دي.
د امریکا د دفاع وزارت وړاندې اعلان کړی و چې د سمندري ځواکونو هلېکوپترې چې د اوبو د لیږدولو توان لري، د اور وژنې لپاره کالیفورنیا ته استوي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د دغه اور له کبله د فدرال اضطراري حالت اعلان کړی او ژمنه یې کړې چې د اور وژلو لپاره به د فدرال هر ډول مرستې چمتو کړي
#america #losangles #California #Fire #News
د خیبرپښتونخوا لکيمروت کې د پاکستان اټومي انرژۍ کمېسیون کارکوونکي تښتول شوي
پاکستان امنیتي ځواکونه د خیبرپښتونخوا په سویلي ولسوالۍ لکيمروت کې د دغه هېواد د اټومي انرژۍ کمېسیون د تښتول شویو کارکوونکو په لټون بوخت دي.
د ځايي پولیسو چارواکي وايي، وسله والو پنجشنبه سهار د لکيمروت په کبلخېل سیمه کې د اټومي انرژۍ کمېسیون ۱۶ کارکوونکي او د هغوی موټر چلوونکی وتښتول، چې ۸ تنه یې وروسته وموندل شول، خو پاتې نور لا هم بېدرکه دي.
د لکيمروت پولیسو ویلي له موندل شویو کارکوونکو درې تنه ټپي دي چې درملنې لپاره د دې ولسوالۍ ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د دغه روغتون یوه چارواکي 'ډاکتر ازاد' بيبيسي ته ویلي، چې ټپیان په مرمیو لګېدلي خو ژوند یې له خطره وتلی دی.
د خیبرپښتونخوا د سیمهییزو پولیسو افسر 'عمران شاهد' بيبيسي ته د اتو تښتول شویو کارکوونکو د موندل کېدو پخلی کړی دی.
هغه زیاته کړې، "د نورو کارکوونکو موندلو لپاره د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي. ځواکونو سیمه کلابنده کړې او پاتې ۹ کسان به هم په خیرخیریت وموندل شي."
پاکستاني رسنۍ وايي، د دغو کسانو د تښتول کېدو مسوولیت د پاکستاني تالبانو تحریک (ټيټيپي) منلی دی.
#pakistan #TTP #security #news
د بلوچستان په توربت کې په یوه ځانمرګي برید کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان دي. په ټپيانو کې د پنځو تنو حالت نازک ښودل شوی دی
ویډیو کې ښکاري چې دا برید د یو ځانمرګي له لوری شوی. ٦ عسکر وژل شوي. ٣٥ ټپیان دي. د برید مسولیت مجید بریګیډ منلې
#pakistan #Balochistan #BLM #news
د سوریې د نوي حکومت مشر احمد الشعرا د جمعې په ورځ د جنورۍ په ۱۴ مه په دمشق کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د فرانسې د بهرنیو چارو له وزیر ژان نول بارو او د جرمني د بهرنیو چارو له وزیرې انالینا بیربوک سره وکتل.
له دې غونډې مخکې دغو دوو اروپايي چارواکو د سوریې په شمال کې د سیدنایا له بدنام زندان څخه لیدنه وکړه. دا سفر دمشق ته د بشار الاسد د حکومت له نسکوریدو وروسته د اروپا د وزیرانو لومړنی رسمي سفر دی.
پاکستان کې د یو افغان کډوال د کډوالۍ تریخ ژوند کیسه
د یو افغان کډوال د کډوالۍ تریخ ژوند کیسه
افغان کډوال دلاغا وایي وایي چې په پاکستان کې ورځ تر بلې د ګرانۍ په زیاتېدو ده او حیران دی چې د کور ورځنی لګښت څنګه پوره کړي خو بیا هم خپل همت یې له لاسه نه دی ورکړئ ، هغه په پیښور کې د کیک او بیسکویټ پلوري.
پاکستان کې د IOM موسیسې لدغه کس سره نقدې مرسته کړي او خپل کاروبار یې بېرته پیل کړئ دئ.
زموږ همکار داود جبارخیل ورسره مرکه کړي ده . 👇
#afghan #Pakistan #Peshawar #refugespa #iom
په سویډن کې د پښتو موسیقۍ انسټیټیوټ پرانیستل سو
په سویډن کې د پښتو موسیقۍ انسټیټیوټ پرانیستل سو
نن د پښتو موسیقۍ انسټیټیوټ د سویډن په مالمو ښارکې پرانیستل سو ، د پرانیستنې مراسمو پرمهال هنرمندانو، لیکوالانو او شاعرانو دا کار د پښتو د هنر او ادب د ساتنې لپاره یو ښه ګام یاد کړ او زیاته یې کړه چې لدې کار سره به د کلتور او هنر میراثونه ژوندې وساتل سې .
د پښتو موسیقۍ دانستیتیوت د پرانیستنې د مراسمو یوه لنډه ویډیو همدلته کتلائ سئ👇
#singer #pashtosongs #afghanistan #Pakistan
په افغانستان کې د واکمنو تالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرخپل ایکس پاڼه لیکلې دی چې «
هیواد ملي پراختیا شرکت د لومړۍ ځل لپاره د ریل ګاډی جوړ کړ.
په هېواد کې د ریل پټلیو د جوړیدو او تکمیل پورې به خپل ریل ګاډي هم ولرو»
د ریل ګاډي د جوړیدو په هکله تر دې دمه ندې ویل سوي چې دا په څومره مالې لګښت جوړ سوئ او د جوړیدو چارو کې یې بهرنیو هیوادونو مرسته کړي او که یا؟
دلته یې نمونۍ ډول ویډیو دغه ویاند پرخپل ایکس پاڼه هم نشر کړې ده .
#Afghanistan #Trein #Fectory #Realstetion #News
د ملک نصير د نيولو پرضد "نه ختمېدونکی" احتجاج اعلان شوی
د ملک نصير د نيولو پرضد "نه ختمېدونکی" احتجاج اعلان شوی
د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په خيبر ولسوالۍ کې د پښتون قامي جرګې د مخکښ او قومي مشر ملک نصير احمد کوکيخېل او دوو نورو مشرانو د نيولو پرضد ځايي قومي مشرانو احتجاج اعلان کړی دی.
بشپړه ویډیو یې همدلته کتلائ سئ .👇
#Pakistan #peshawar #PTI #manzor #manzorpashteen #malaknaser
د ځوانانو راډیو کرکټ جام سياليو په ۴مه لوبه کې د هلمند لوبډلې کندهار لوبډلې ته د ۳ ویکټو په توپیر ماته ورکړه.
د ځوانانو راډیو کرکټ جام سياليو په ۴مه لوبه کې د هلمند لوبډلې کندهار لوبډلې ته د ۳ ویکټو په توپیر ماته ورکړه.
د ځوانانو راډیو کرکټ جام سیالۍ د کندهار او هلمند لوبډلو ترمنځ د ډسمبر په ۲۰مه نېټه د کندهار کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.
په دې زړه پورې لوبه کې هلمند لوبډلې د ۳ ویکټو په توپیر سره بریا خپله کړه.
بشپړحال پدې ویډیوي ریپورټ کې 👇
#Afghanistan #cricket #Helmand #Kandahar #afghanistancricket
د کاه فروشۍ کوڅه؛ د خوش اوازه مرغانو بازار او تاریخي میراث
د کاه فروشۍ کوڅه؛ د خوش اوازه مرغانو بازار او تاریخي میراث
د کابل ښار زړه کې داسې یوه تاریخي کوڅه شته چې د سندرو او مرغانو په نغمو ژوندۍ ده. دا کوڅه نه یوازې د ښکلو مرغانو لپاره مشهوره ده، بلکې د خپل تاریخي میراث او ځانګړي بازار له کبله بېساری ارزښت لري
پدې اړه بشپړ راپور زموږ په ویډیوي بڼه لیدلائ سئ👇
#afghanistan #kabul #history
د هیواد په شمال ختیځ زون کې د کرکیټ سیالۍ
د ځوانانو راډیو په نوښت او د افغانستان کرکټ بورډ په همکارۍ د هیواد په شمال ختیځ زون کې د ځوانانو راډيو کرکټ جام سیالیو په لړ کې د کوربه کندز او بلخ ولایتونو اړوندو لوبډلو ترمنځ په زړه پورې سیالي ترسره شوه، چې په پایله کې میلمه بلخ لوبډلې په ۴۳ منډو توپیر بریا خپله کړه.
پدي اړه بشپړ راپور همدلته واورئ👇