RTA Maidan Wardak

RTA Maidan Wardak ميدان وردګ ملی راډيو تلويزيون

ميدان وردګو ولايت کې د نېک‌مرغه لوی اختر د لمانځه خبرتيا! #ملي‌تلويزيون
16/06/2024

ميدان وردګو ولايت کې د نېک‌مرغه لوی اختر د لمانځه خبرتيا!
#ملي‌تلويزيون

16/06/2024

د ميدان وردګو ولايت د رواشو(پښيو) په تړاو ځانګړې خپرونه
ليدل يې مه هيروئ!👇
#ملي‌تلويزيون

16/06/2024

د ميدان وردګو ولايت اوسيدونکي وايي سږ کال د قربانۍ د څارويو پير او پلور زيات شوی او پر وينا يې چې پخوا به د دغه ولايت اوسيدونکي کابل ته په څارويو پسې تلل خو اوس دلته ورته مشخص ځاي هم ټاکل شوی دی.👇
#ملي‌تلويزيون

د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ په تنګي دره او د جغتو ولسوالۍ سعادت خيلو کې د دوو جلا ترافيکي پېښو له امله دری تنه ټ...
15/06/2024

د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ په تنګي دره او د جغتو ولسوالۍ سعادت خيلو کې د دوو جلا ترافيکي پېښو له امله دری تنه ټپيان شوي، يادې ترافيکې پېښې د موټر او موټرسايکل د ټکر له امله رامنځ ته شوې، ټپيان امنيتي کسانو روغتون ته رسولي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.
#ملي‌تلويزيون

15/06/2024

میدان وردګ ولایت چې د نورو ولایتونو په پرتله پکې اختر په ځانګړو دودونو لمانځل کېږي، اوسېدونکي یې د لوي اختر راتګ ته خوښ دي او زیاتوي چې وچې او تازه مېوي د تېرو اخترونو په پرتله تود بازار لري دغه راز يې په بیو کې هم د پام وړ کموالی راغلی.👇
#ملي‌تلويزيون

نن شنبه د کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي👇 #ملي‌تلویزیون
15/06/2024

نن شنبه د کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینو بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي👇
#ملي‌تلویزیون

15/06/2024

د میدان ورګو ولایت مرکز میدانښار کې د دیاد ولایت ښاروالۍ ریاست له لوري د شاوخوا ۲۵۶ متره پلي لارو جوړولو چارې پیل شوې.👇
#ملي‌تلويزيون

15/06/2024

د میدان وردګو ولایت چاپېریال ساتنې ریاست مسولین وايي په دغه ولایت کې ۱۱سوه هکتاره طبعي ځنګلونه شتون لري او پر وينا وینا یې چې زیاته اندازه له هېواد مسافر شوي الوتونکي مرغان او وحشي ژوي هم بېرته راستانه شوي.👇
#ملي‌تلويزيون

د ميدان وردکو ولايت امنيې قوماندانۍ امنيتې معاون مولوي الله‌نور ناصح له امنيتي مسولينو سره د همغږۍ په غونډه کې هغوی ته پ...
13/06/2024

د ميدان وردکو ولايت امنيې قوماندانۍ امنيتې معاون مولوي الله‌نور ناصح له امنيتي مسولينو سره د همغږۍ په غونډه کې هغوی ته په اختر کې د لاښه امنيت په موخه د دوامداره ګزمو، منظمې پهره‌دارۍ او ولس سره د ښه چلند سپارښتنې وکړې، تر څو هيوادوال خوشاله اختر ولمانځي.
#ملي‌تلويزيون

د افغانستان لپاره د یونما سياسي دفتر معاون Markuts Putzel او ور سره مل پلاوي د ميدان وردګو ولايت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست...
13/06/2024

د افغانستان لپاره د یونما سياسي دفتر معاون Markuts Putzel او ور سره مل پلاوي د ميدان وردګو ولايت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د دغه ولایت د رسنيو له استازو سره وکتل.
په دغه ليدنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حبيب الله مجاهد د یو نما استازو سره په ياد ولايت کې د رسنيو د فعالت په اړه معلومات شريک کړل او وويل د اسلامي امارت په راتګ سره رسنۍ په آزاد ډول خپل فعاليت کوي او دلته د ژورناليستانو هم خبريالانو پر وړاندې هيڅ ډول ګواښمنه پيښه نه ده رامنځ ته شوې
د يوناما استازي ښاغلي پوتزل وويل يوناما د نړۍ او افغانستان تر منځ د پل حیثیت لري او هڅه کوي چې نړۍ ته د افغانستان ريښتینی انځور وړاندې کړي او له نړۍ سره يې نږدې کړي.
#ملي‌تلويزيون

د ميدان وردګو ولايت د ښاروالۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې د شاوخوا څلور لکه افغانيو په لګښت د پلي لارو جوړې...
13/06/2024

د ميدان وردګو ولايت د ښاروالۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې د شاوخوا څلور لکه افغانيو په لګښت د پلي لارو جوړېدو چارې پيل شوې چې ډير ژر به په اساسي ډول ورغول شي.
#ملي‌تلويزيون

د ميدان وردګو ولايت د کډوالو او بيرته را ستنېدونکو چارو آمريت له لوري د ياد ولايت جلريز ولسوالۍ کې له ۳۲۸ کډوالو او اړمن...
13/06/2024

د ميدان وردګو ولايت د کډوالو او بيرته را ستنېدونکو چارو آمريت له لوري د ياد ولايت جلريز ولسوالۍ کې له ۳۲۸ کډوالو او اړمنو کورنيو سره نقدي مرسته وشوه چې هرې کورنۍ ته ۹۹۰۰ افغانۍ په پام کې نيول شوې وې.
#ملي‌تلويزيون

د ميدان وردګو ولايت جغتو ولسوالۍ کې د مسولينو په هلوځلو د بيلابيلو کورنيو تر منځ د کالونو اوږدې شخړې په دوستۍ بدلې شوې، ...
13/06/2024

د ميدان وردګو ولايت جغتو ولسوالۍ کې د مسولينو په هلوځلو د بيلابيلو کورنيو تر منځ د کالونو اوږدې شخړې په دوستۍ بدلې شوې، مسولين وايي هڅه کوو چې د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه‌الله د ځانګړي فرمان او اسلامي شريعت د اصولو مطابق د ولسونو تر منځ د ورورولۍ فضا ايجاد او خلک له تعصب او دښمنيو څخه منعه کړو.
#ملي‌تلويزيون

نن سه‌شنبه د  #کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینې بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.👇 #ملي‌تلویزیون
11/06/2024

نن سه‌شنبه د #کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینې بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.👇
#ملي‌تلویزیون

د ميدان وردګو ولايت سيدآباد ولسوالۍ مست خېلو ښوونځي د ودانۍ لپاره ځايي خلکو خپله پنځه جريبه ځمکه چې يو ميليون افغانۍ ارز...
11/06/2024

د ميدان وردګو ولايت سيدآباد ولسوالۍ مست خېلو ښوونځي د ودانۍ لپاره ځايي خلکو خپله پنځه جريبه ځمکه چې يو ميليون افغانۍ ارزښت لري ځانګړې کړه، دوی له پانګوالو او شتمنو و غوښتل چې د ياد ښوونځي د ودانۍ په رغولو کې ورسره مرسته وکړي.
#ملي‌تلويزيون

د آزموينې ملي ادارې مشر شيخ عبدالباقي حقاني د ميدان وردګو ولايت والي سره په ملتيا د ياد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه و...
11/06/2024

د آزموينې ملي ادارې مشر شيخ عبدالباقي حقاني د ميدان وردګو ولايت والي سره په ملتيا د ياد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه او دغه راز يې په زندان کې د هغه پارک پرانيسته هم وکړه چې په يو نيم جريب ځمکه کې د زندانيانو د تفريح او ذهني آرامتيا لپاره رغول شوی دی.
#ملي‌تلويزيون

په دغه ليدنه کې ښاغلي حقاني د ياد ولايت والي قاري بختيار معاذ ته خپل هغه کتاب هم ډالۍ کړ چې د اسلام سياسي او اداري نظام ...
11/06/2024

په دغه ليدنه کې ښاغلي حقاني د ياد ولايت والي قاري بختيار معاذ ته خپل هغه کتاب هم ډالۍ کړ چې د اسلام سياسي او اداري نظام پکې تشريح شوی دی دغه راز يې له والي و غوښتل چې نوموړی کتاب په اړونده اداري کارکوونکو وويشي تر څو د ښې حکومتولۍ حقوقو او احکامو په برخه کې ترې ګټه واخلي.
#ملي‌تلويزيون

د ميدان‌وردګو ولايت مقام د دفتر ريس مفتي محمدظابط حارث په مشرۍ د ولايت د پرمختيايي کميټې غونډه کې د ياد ولايت د اقتصاد ر...
11/06/2024

د ميدان‌وردګو ولايت مقام د دفتر ريس مفتي محمدظابط حارث په مشرۍ د ولايت د پرمختيايي کميټې غونډه کې د ياد ولايت د اقتصاد رياست مسولينو وويل په دې ولايت کې تېر کال ۱۰۶ پرمختيايي پروژې تر کار لاندې وې چې له جملې يې ۴۵ بشپړې شوي دي.
#ملي‌تلويزيون

دينې لارښوونې!دغه خپرونه هره دوشنبه د شپې له ۸ تر ۹ بجو پورې د ميدان وردګو ملي راډيو څخه په ژوندۍ بڼه اوریدلی شئ.د اړيکو...
10/06/2024

دينې لارښوونې!
دغه خپرونه هره دوشنبه د شپې له ۸ تر ۹ بجو پورې د ميدان وردګو ملي راډيو څخه په ژوندۍ بڼه اوریدلی شئ.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۷۷۵۱۴۸۰۴ ۰۷۸۸۹۵۸۳۶۲
#ملي‌تلويزيون

نن دوشنبه د  #کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینې بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.👇 #ملي‌تلویزیون
10/06/2024

نن دوشنبه د #کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینې بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.👇
#ملي‌تلویزیون

د ميدان وردګو ولايت د پنځمې پلې لوا له لوري د ياد ولايت سيدآباد ولسوالۍ په شيخ‌آباد سيمه کې د ولسي خلکو په غوښتنه پنځه ک...
10/06/2024

د ميدان وردګو ولايت د پنځمې پلې لوا له لوري د ياد ولايت سيدآباد ولسوالۍ په شيخ‌آباد سيمه کې د ولسي خلکو په غوښتنه پنځه کيلو متره نوی سړک جوړ شو، په ياده سيمه کې پخوانی سړک په خوړ راغلی و چې وخت ناوخت د سيلابونو له امله ويجاړېده او ځايي خلک يې له ستونزو سره مخ کړي وو
#ملي‌تلويزيون

09/06/2024

میدان وردګو ولایت وردګ پوهنتون کې د چاپېریال ساتنې نړیوالې ورځې په تړاو سیمنیار وړاندې شو د مسولینو په وینا د چاپېریال خوندیتوب لپاره یې د دې ولایت وګړو ته له هرې ممکنه لارې عامه پوهاوي ترسره کړی او له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوي چې د خپل چاپېریال پاک ساتلو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.👇
#ملي‌تلويزيون

نن یکشنبه د  #کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینې بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.👇 #ملي‌تلویزیون
09/06/2024

نن یکشنبه د #کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینې بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.👇
#ملي‌تلویزیون

د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ شنیز درې اړوند منګلیو سیمه کې د یوه کورولا ډوله ټکسي موټر د چپه کېدو په نتیجه یوه ښځ...
09/06/2024

د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ شنیز درې اړوند منګلیو سیمه کې د یوه کورولا ډوله ټکسي موټر د چپه کېدو په نتیجه یوه ښځه وژل شوې او څلور نور ټپيان شوي چې امنيتي کسانو روغتون ته رسولي، د پيښې علت د موټر ډير سرعت په ګوته شوی.
#ملي‌تلويزيون

09/06/2024

د لوبغاړو او ورزشکارانو د هڅولو په موخه د میدان‌وردګو ولایت سپورت آمریت د بېلا بېلو لوبو نندارې او دوستانه لوبې تر سره کړې، لوبغاړي زیات خوښ دي وايي دا ډول برنامې د دې ښکارندوی کوي چې دوی یوازې نه دي او هڅوي یې تر څو په راتلونکې کې ښې لوبې تر سره کړي.👇
#ملي‌تلويزيون

نن شنبه د  #کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینې بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.👇 #ملي‌تلویزیون
08/06/2024

نن شنبه د #کابل په بازارونو کې افغانۍ د ځینې بهرنیو اسعارو پر وړاندې په دې ډول بدلېږي.👇
#ملي‌تلویزیون

د ميدان وردګو ولايت چک ولسوالۍ پسرلنۍ ښکلاوې! #ملي‌تلويزيون
08/06/2024

د ميدان وردګو ولايت چک ولسوالۍ پسرلنۍ ښکلاوې!
#ملي‌تلويزيون

د  #کابل او یو شمېر ولایتونو د سبا ورځې د هوا حالات!  #ملي‌تلویزیون
07/06/2024

د #کابل او یو شمېر ولایتونو د سبا ورځې د هوا حالات!
#ملي‌تلویزیون

Address

Maidan Wardak
Wardak
۳۱۶۶

Telephone

+93777514804

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when RTA Maidan Wardak posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to RTA Maidan Wardak:

Videos

Share


Other Social Media Agencies in Wardak

Show All

You may also like