Zarghoon TV

Zarghoon TV زرغون په زرغون خوست کې د هېواد والو په خدمت کې
(10)

03/01/2024

ننګرهار کې شاوخوا سل زره جريبه ځمکه له غصب خلاصه شوې ده.
د ننګرهار ولايتي چارواکو د يو مطبوعاتي کانفرانس پرمهال دغه ولايت کې روان کال کې د رغنيزو او بيا رغنيزو پروژو د کارونو ترسره کېدو ترڅنګ راتلونکي کال کې د ځينو پروژو د چارو پيليدو پلان واضح کړ او ويي ويل چې هغه لويې پروژې چې کارونه يې نيمګړي پاتې شوي او د ولسونو اړتيا هم ده را روان کال به يې کارونه پيل او ترسره شي.

د ولايت مرستيال مولوي سعيد احمد بنوري جوړشوي کنفرانس کې وويل چې دغه ولايت کې سل زره جريبه ځمکه له غاصبينو خلاصه او په دې تړوا يو شمېر کسان هم نيول شوي دي.
#راپور سیال..

02/01/2024

په خوست کې د قومونو تر منځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د مرکز کابله د قبایلو چارو وزرات راغلي پلاوي په خوست کې د مختلفو قومونو له قومي مشرانو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه د قومونو او قبایلوچارو وزارت معین وویل چې یاد وزارت په تېر یو کال کې په ټول هېواد کې د قومونو ترمنځ ۳۲۰ غټې او کوچنۍ شخړې حل کړي.
#خوست

01/01/2024

ننګرهار کې د مالټو حاصلات د تېر کال په نسبت زيات شوي دي.
د ننګرهار کانال رياست مسولين وايي، سږ کال به د ننګرهار بټي کوټ مالټو څخه ۳ زره ټنه حاصلات راټول شي چې تېر همدغه رقم ۲۱۰۰ ټنه و.
بلخوا سوداګر وايي، وروستيو اقتصادي ستونزو او ناچارۍ سږنی کال د مالټو بازار کمرنګه کړی دی.
#راپور سیال

د ماشوم شهيد الياس مومند قاتل د عملياتو پر مهال وژل شوی.د ننګرهار امنې قوماندانۍ د امنيتي چارو مرستيال مل پاسوال محمد طا...
29/12/2023

د ماشوم شهيد الياس مومند قاتل د عملياتو پر مهال وژل شوی.
د ننګرهار امنې قوماندانۍ د امنيتي چارو مرستيال مل پاسوال محمد طاهر مبارز رسنيو ته ويلي چې د وړوکي الیاس مومند قاتل جواد په نوم تن تېره ورځ د امنيتي ځواکونو عملياتو پر مهال ووژل شو.

مبارز په خبره دې قضيې کې شامل نورو کسانو سره به هم د شريعت له مخې چلند وشي‌.

شپږ کلن الياس مومند اوونۍ وړاندې انسان تښتوونکو د جلال اباد ښار څخه له تښتولو او له پلار څخه يې له پيسو غوښتلو وروسته په بې رحمه ډول شهيد کړی وو.
#خبر سیال

27/12/2023

ختيځ لغمان کې د ( ٣٥٢٠٠٠ ) درې سوه دوه پنځوس زره ډالرو په مالي لګښت د انجونو لېسې لپاره دوه پوړيزه ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
چارواکي وايي، دغه ودانۍ د يونيسيار موسسې په مالي لګښت چې څه دپاسه ۱۶۰۰ شاګردانو ظرفيت د ګڼ شمېر سهولتونه په درلودلو سره جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

26/12/2023

خوست کې په موسمي ناروغیو د اخته ناروغانو شمېر زیات شوی.
په خوست کې ډاکټران او د روغتیایي برخې مسؤلان وایي چې په دغه ولایت کې د ساړې او خرابې هوا له امله د موسمي ناروغانو شمېر ډېر شوی.
روغتیایي چارواکي که څه هم په دې برخه کې د تیاري ډاډ ورکوي ترڅنګ یې اندېښمن دي چې د هوا د لا یخ کېدو سره ممکن دا ناروغي لا ډېرې شي.

25/12/2023

ننګرهار کې د يو خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې محصلينو په لاس د کورنيو توليداتو يو ورځنی نندارتون جوړ او ترسره شو.
مسولين وايي په دې نندارتون کې د اقتصاد پوهنځي محصلینو په خپل لاس جوړ شوي دېرش ډوله کورني تولیدات، نوښتونه، لاسي صنایع، او نور سوداګریز توکي نندارې ته وړاندې کړل.

19/12/2023

خوست کې د ولس غږ خصوصي ښوونځي څخه ۵۶ کسانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
په خوست ولایت کې د ولس غږ خصوصي عالي لېسې څخه په اتمه دوره کې ۵۶ کسانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د مسؤلینو په خبره فارغ زده کوونکي مو په پوره ایماندارۍ او صداقت سره په بشپړ معیاري ډول روزلي دي.
#خوست

14/12/2023

خوست کې د ملکي روغتون د زنانه ډکټرانو له بد چلنده خلک شکایتونه کوي.
د خوست ولایتي مرکزي ملکي روغتون کې د ښځینه ډکترانو او نرسانو له بده چلنده د خلکو شکایتونه زیات شوي، د دوی په خبره دلته راتلوونکو مریضانو ته د پوج الفاظو کارولو ترڅنګ پخپلو دندو کې هم ناغړي کوي.
بلخوا د خوست ولایتي چارواکي یاده ستونزه مني د حل په موخه یې ولس ته ډاډ ورکوي.
#خوست

12/12/2023

خوست کې د اسلامي نظامونو، مسلمانې ټولنې او د علماوو په رول تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ تر سره شو.
په خوست ولایت کې د شیخ زاید پوهنتون او ولایتي ادارې په ګډې همغږۍ د اسلامي نظامونو، مسلمانې ټولنې او د علماوو په رول تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.

12/12/2023

خوست کې پر ۴۰۰ جریبه ځمکه د صنعتي پارک جوړولو چارې پیل شوې.
د خوست ولایت اړونده اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې پر ۴۰۰ جریبه ځمکه د صنعتي پارک جوړولو چارې پیل شوې.
د مسؤلینو په خبره د یاد پارک رغونې لومړنۍ چارې د څه باندې ۱۸ میلیونو افغانیو په ارزښت یو خصوصي شرکت ته سپارل شوې چې د راتلوونکو شپږو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.

11/12/2023

ننګرهار کې د لوړې مالېې او کار روزګار نشتون له امله ۲۸۰ هوټلونه تړل شوي.
په دغه ولایت کې د هوټلونو د اتحادیې مسولين وایي، له دې وړاندې د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې ټول ټال ۶۸۰ لوی او واړه هوټلونه فعال وو، خو په دې وروستیو کې د لوړې مالیې، له امله ۲۸۰ هوټلونه تړل شوي او زرګونه کار کوونکي یې بې روزګاره شوي دي.
بلخوا د ننګرهار مستوفيت چارواکي د هوټلونو اتحاديې او مالکانو شکايتونه ردوي.
#ننګرهار

11/12/2023

خوست کې د غلو اووه کسیزه ډله نیول شوې ده.
په خوست ولایت کې د استخباراتو ریاست له لوري د تېرو ۵ ورځو په جریان کې د غلو دوه ډلې چې ټول ټال اووه کسان کیږي نیول شوي دي.
له یادو اوو کسانو سره ۵ تښتول شوي موتر او اته دانې موټر سایکلونه هم لاس په لاس نیول شويدي.

06/12/2023

خوست کې د خوش نصیب ځوانانو تر عنوان لاندې د ډله يیز واده مراسم ترسره شول.
په خوست ولایت کې د بشیر نوید ګروپ په استازيتوب د حاجي خیرالدین مایل په مالي ملاتړ ۳۰ جوړو ځوانانو ته د ډاله ییز واده مراسم ترسره شول.
واده کوونکو د لوړ ولور ناوړه دود د مخنیوي په موخه له قومونو غوښتنه کوي چې د اسلامي شریعت په رڼا کې لازمه هڅه وکړي.
ځینې نور بیا شکایت کوي چې د ډله ییز واده مراسم د خوست لپاره نیول شوي وو خو سهم یې نورو ولایتونو ته زیات ورکړی.
#خوست

02/12/2023

د‌ هېواد په کچه ننګرهار کې د زيتونو پروسس لويه فابريکه، مسولين وايي، سږکال د تېر کال پرتله د زیتونو په حاصلاتو کې دوه برابره زیاتوالی راغلی دی.
د يادې فابريکې مسولين وايي، تېرکال د زیتونو حاصلات ۱۶۱ ټنه و ، سږکال به دغه حاصلات ۳۰۰ ټنه وي .

د مسوولينو په وينا، په دې ولایت کې په ۸۵۰۰ جریبه ځمکه زیتون کرل شوي چې له دې څخه به ۳۰۰ ټنه د زیتونو دانې او ترڅنګ يې به يې له دغو دانو شاوخوا ۱۲ ټنه د زيتونو اچاره هم جوړ او بازار ته عرضه شي.
#راپور سیال

28/11/2023

د خوست ولایت اړونده د تڼیو ولسوالۍ لاغوړي پیرانو سیمې اوسېدونکي دلته د شته تاریخي سمڅو د راغېدو غوښتنه کوي.
دوی وایې یادې سمڅې نیږدې ۴۰ کالن تاریخي قدمت لري چې اوس وخت کې د بېلا بېلو لاملونو په اساس زیانمنې شوې دي.
هاخوا د اطلاعاتو کلتور ریاست چارواکي ډاډ ورکوي چې دا او د خوست نورې تاریخي سیمې مو له اړونده وزارت سره د ترمیم په موخه په مکتوبي ډول شریکې کړې دي.

28/11/2023

خوست کې ګونګي زده کوونکي د نجونو لپاره د ښوونځیو د خلاصون غوښتنه کوي.
په خوست کې د ځانګړو زده کړو لېسه چې دا مهال پکې لسګونه ګونګیان او کاڼه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي مسؤلین یې وایي د یوې مجهزې ودانۍ او نورو اړینو تدریسي وسایلو د نشتون له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.
د دوی په خبره یې یاد ښوونځی یوه لسیزه مخکې تاسیس شوی خو لا هم په ګڼو برخو کې جدي نیمګړتیا لري.

09/11/2023

د هېواد په جنوب ختیځو ولایتونو او خاص ډول خوست کې په ودونو کې لوړ لګښتونه او ولور له کالونو راهیسې مهمه ټولنیزه ستونزه بلل کیږي، چې له کبله یې ډیری کورنۍ په رواني او اقتصادي لحاظ صدمه ویني.
د دغه ولایت د اوسیدونکو په خبره چې په لسګونو زره ځوانان د ډېر ولور له کبله نورو هېوادونو ته په سختۍ سفرونه کوي او هلته د ولور د جبران لپاره له وس او توان پورته کارونه کوي.
#خوست

08/11/2023

له پاکستان څخه راستنې شوې افغان کورنۍ؛ پاکستان حکومت مو ټولې شتمنې لوټ او په زور له هېواده راويستلو.

راستانه شوې کورنۍ وايي، هلته ورسره پاکستاني پولیسو دومره ظلمونه کړي، چې د ویلو توان یې هم نلري.
بلخوا چارواکي وايي، دغه کورنيو ته تورخم ښارګوټي کې دوه موقتي ميشت غالي او د حکومت، خيريه بنسټونو، بيلا بيلو مؤسساتو او عامو خلکو لخوا د ژوند کولو ټول لومړنۍ اسانتياوې برابرې شوې دي.
#ننګرهار

08/11/2023

خوست کې د شل میلیونه افغانیو په لګښت د سرک جوړونې اساسي چارې پیل شوې.
په خوست ولایت کې د ښاروالۍ ریاست په مالي ملاتړ د شل میلیونو افغانیو په لګښت د ۵'۱ کلیو متره سرک اساسي جوړونې چارې پیل شوې؛ چې کارونه به یې راتلونکو شپږو میاشتې کې شپړې شي.
ورته مهال ولایتي چارواکي ډاډ ورکوي چې نیږدې راتلونکي کې به دې ته ورته پروژې په ولسوالیو کې هم پلې شي.
#خوست

08/11/2023

د سوېل ختیځ زون ښاروالنو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پای ته ورسیده.
د سوېل ختیځ زون په کچه د ۵ ولایتونو او ولسوالیو ښاروالانو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پای ته ورسیده.
د مسؤلینو په خبره له یاد ورکشاپ مو موخه د ښاروالۍ په چارو کې لا ښه مدیریت او ګړندیتوب دی.
بلخوا په دندو برقرار ښاروالان وایي د ښې حکومتوالۍ او سم مدریت لپاره مو ډېر څه زده کړل.
#خوست

07/11/2023

نن د خوست ولایت په بېلابېلو واټونو کې د ترافیکي اشارو د لګولو چارې پیل شوې.
په خوست ولایت کې نن سه شنبه په رسمي توګه د یاد ولایت په کوچنیو او لویو واټونو کې د ترافیکي اشارو (ترافیکي څراغونو) چارې پیل شوې چې له امله به یې ترافیکو او موټر چلوونکو ته اسانتیاوې برابرې او د ترافیکي پېښو په کموالي کې به مرسته وکړي.
#خوست

02/11/2023

په خوست کې سږ کال د سرو املوکو حاصلات زیات شوي دي.
په خوست کې سږ کال د املوکو حاصلاتو له زیاتوالي سره دغه ولایت ته له پاکستان د یادې میوې د راوړلو مخه نیول شوي.
کروندګر وایي که څه هم د طبیعي افتونو له امله د سرو املوکو حاصلات په بشپړ ډول نه شي ترلاسه کولی خو بیا هم سږني حاصلات دومره دي چې له پاکستانه خوست ته د یادې میوې د راوړلو مخه ونیسي.
ورته مهال باغدران د حاصلاتو د لا ښه والي لپاره له حکومت د لازمې پاملرنې غوښتنه کوي.
ځایي حکومتي مسؤلان بیا په دې برخه کې د خپلو هڅو ډاډ ورکوي.
#خوست

02/11/2023

خوست کې د حکیم تڼیوال طبعي علومو انیسیتیوت څخه ۲۰۸ تنو د فارغت سندونه ترلاسه کړل.
په خوست ولایت کې د حکیم تڼیوال خصوصي روغتیایي علومو څخه په ۱۳ مه دوره کې ۲۰۸ تنه ښځینه او نارینه محصلینو د فراغت سندونه ترلاسه کړل، د نیمه لوړو زده کړو څخه فارغ محصلان له دولت غوښتنه کوي چې د عملي زده کړو ترڅنګ دې ورته په دولتي او غیرې دولتي سکتور کې د کار زمینه مساعده کړي.
#خوسن

31/10/2023

د اسلامي تعلیماتو تر سرلیک لاندې د بشري حقونو او رسنیو څار ادارې له لوري ۱۵ میاشتنی ورکشاپ پای ته ورسیده.
په خوست ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست تر نظارت لاندې د بشري حقونو او رسنیو څار ادارې له لوري ۱۳۱ ځونانو او قومي مشرانو ته د اسلامي تعلیماتو تر سر لیک لاندې ۱۵ میاشتنی ورکشاپ پای ته ورسیده.
ګډونوال وایي د اسلام له نظره د بشر پېژندنې او انساني حقونو په اړه مو ډېر څه ولوستل، دوی غوښتنه کوي چې د دا ډول ورکشاپونو لړۍ دې جاري وساتي.
#خوست

31/10/2023

د باک او تریزیو قومونو تر منځ د حدودو پر سر شوې پرېکړه شپیته کاله وروسته تطبیق شوه.

نن ورځ د ولایتي ادارې، د ځمکې غصب مخنیوي تخنیکي کمیسیون او د قومي مخورو له لوري د باک ولسوالۍ بابکرخېلو کوټکي او تریزیو قومونو تر منځ د حدودو پر سر ستونزه چې شپیته کاله وړاندې د وخت حاکم نظام له لوري حل شوې وه، ولې پرېکړه یې تردې دمه له تطبیق پاتې وه، نن ورځ د ولایتي ادارې په هڅو یاده پرېکړه تطبیق او د جانبینو رضایت ترلاسه شو.
#خوست

29/10/2023

خوست کې درېو کسانو ته نغدي جایزې ورکړل شوې.
خوست کې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت له لوري د ژورنالیزم او د فرهنګي اثارو سیالیو په ترڅ کې دریو تنو کاندیدانو چې په اړونده برخه کې یې اثار کاندید کړي وو، د یوې ستاینغونډې په ترڅ کې د اړوند وزارت څخه نغدي جایزې او ستاینلیکونه ترلاسه کړل.
د چارواکو په وینا له یاد کار نه یې اساسي موخه د استعدادوو هڅونه او په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه او نوښتنه رامنځته کول دي.
#خوست

29/10/2023

ولس غږ خصوصي لیسې په رقابتي ازموینه کې خپل بریالي شوي زده کوونکي وستایل.
د پوهنې ریاست له لوري په اخیستل شوي رقابتي ازموینه کې د ولس غږ خصوصي لېسې دوه زده کوونکو لومړی او دریم مقامونه خپل کړل چې د ولس غږ خصوصي لېسې ادارې له لوري په مالي او معنوي ډالیو وستایل شول.
#خوست

29/10/2023

په خوست کې د څه باندې سل جريبه ځمکه د تحقيقاتي فارم لپاره په واک کې ورکړل شوه.
د خوست ولایت اړوند په فارم باغ سيمه کې څه باندې سل جريبه ځمکه د غالو دانو، سبزيجاتو، حبوباتو او ځنګلاتو د تحقيق او څيړنې په موخه د خوست زراعت ریاست مربوط د تحقیقاتي عمومي مديريت ته په واک کې ورکړل شوه.
مسؤلين وايي، ياده تحقيقاتي ځمکه به د کرنيزو څېړنو لپاره تر ډېره مواثره تمامه شي او تر څنګ به یې له زراعت څخه نوي فراغېدونکو محصلینو ته د عملي زده کړو زمینه هم مساعده شي.
#خوست

26/10/2023

په خوست ولایت کې د رقابتي سیالیو ممتاز زده کوونکي وستایل شول.
په خوست ولایت کې څو ورځې وړاندې د ۶۹ دولتي او خصوصي لیسو ترمنځ رقابتي علمي سیالۍ پیل شوې چې نن د یاد ولایت په عبدالحی حبیبي مرکزي عالي لېسه کې یې د نتایجو اعلان په موخه غونډه ترسره شوه چې په یاده سیالۍ کې د لسم او یولسم صنف څخه ۱۱۰۰ زده کوونکو برخه اخیستې وه.
#خوست

26/10/2023

د خوست په مرکزي ښوونځیو کې د ښاري کلتور ترویج لپاره د ښاروالۍ نمونوي کمېټې فعالې شوې.
په خوست ولایت کې د ښاروالۍ، معارف او کلتور ریاست په ګډه همغږۍ سره د ښاري کلتور ترویج لپاره په مرکزي ښوونځیو کې د ښاروالۍ نمونوي کمېټې ایجاد او نن د یو ورځني ورکشاپ وروسته به په فعالیت پیل وکړي، د خوست ښاروالۍ ریاست چارسمبالي وایي هدف مو په ښوونځیو کې د ښاري کلتور ترویج سره د زده کوونکو اشنایي ده.
بلخوا د نمونوي کمېټې غړي د ښاروالۍ یاد ګام ستایي او زیاتوي موږ به یې کلیو او بنډو ته په انتقال کې پوره هڅه وکړو.
#خوست

25/10/2023

خوست کې د ماشوم ساتنې او ټولنیزو بدلونونو په اړه یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.
په خوست ولایت کې د یونسف نړیوالې ادارې په چوکاټ کې د کوار موسسې له لوري د ماشوم ساتنې او ټولنیزو بدلونونو په موخه یو شمېر ځوانانو ته یو ورځنی ورکشاپ ورکړل شو.
د یادې ادارې ولایتي مسؤلین وایي موخه مو په افغاني ټولنه کې د ماشومانو ښه راتلوونکی ته پاملرنه ده، بلخوا د ورکشاپ ګډونوال یاده برنامه ګټوره بولي او د دوام غوښتنه یې کوي.
#خوست

23/10/2023

د سوداګرۍ خونې ترور شوي مرستيال اغا محمد رودوال کورنۍ وايي، له هيچا سره کومه شخصي دوښمني نلري او حکومت يې بايد د زوي قاتلين ژر تر ژره ونيسي.
بلخوا دغې پيښې ننګرهار کې ملي سوداګر هم انديښمن کړي دي
سوداګر وايي، که حکومت د سوداګرو او پانګه والو سر او مال خوندیتوب ته پاملرنه ونه کړي؛ نو شته سوداګر به خپلې شتمنۍ او کورنۍ له هیواد وباسي.
بل پلو د ننګرهار ولايتي مسوولان وايي، چې د یادې پېښې په تړاو يي یو تن شکمن کس نیولی.

23/10/2023

خوست کې د لا ښه امنیت لپاره د نظامي اورګانو هڅې د نیږدې ۳ میلینو افغانیو په ارزښت کشفي کمرې نصبیږي.
په خوست ولایت کې د امنیه قوماندانۍ له لوري د لا ښه امنیت په موخه د نیږدې درې میلیونو افغانیو په ارزښت ۱۵ دانې کشفي کمرې نصبیږي، د چارواکو په خبره ښار ته په داخلېدونکو شپږو دروازو او مهمو نقطو باندې د نصب کېدونکو کمرو په اساس به د جینایي جرمونو کچه ټیټه او د مجرم په نیولو کې به له امنیتي ځواکونو سره تر ډېره مرسته وکړي.
#خوست

22/10/2023

خوشت کې به د یونسف په مالي ملاتړ ۳۵۰۰۰۰ ماشومانو ته د پولیو واکسین ترسره شي.
په خوست ولایت کې به د یونسف نړیوالې ادارې په مالي ملاتر د روانې اوکتوبر میاشتې په څلورو ورځو کې ۳۵۰۰۰۰ هغه ماشومانو ته چې عمرونه یې له ۵ کالو کم وي د پولیو واکسین ورکړل شي، د یادې نا اعلاجه ناروغۍ د مخنیوي په موخه مسؤلینو د خوستمېشو ولسونو غوښتنه وکړه چې خپل ماشومان واکسین او له ګرځېدوونکو رضاکارانو سره مرسته او همکاري وکړي.
#خوست

18/10/2023

د خوست شېخ زاید پوهنتون خپلو نوښتګرو محصلینو ته ستاینلیکونه ورکړل.
د خوست ولایت شېخ زاید پوهنتون اړونده د شرعیاتو پوهنځی په تالار کې د محصلانو چارو معاوینت له لورې هغه محصلین وستایل شول چې د پوهنتون په سطحه ممتاز زدکړیالان اعلان شوي وي.
بلخوا د نوموړي پوهنتون محصلان شکایت کوي چې د عملي زده کړو او انټرنېټ نشتون، او د شیخ زاید په نوم د راډیو نه فعالول هغه څه دي چې د دوی ستونزې یې زیاتې کړي دي.

17/10/2023

د خوست اورتوپیدي او فزیوتراپي مرکز ته په میاشتنۍ توګه شاوخوا زر ناروغان مراجعه کوي.
د مسؤلینو په وینا چې یاد مرکز د اورتوپیدي او فزیوتراپۍ په برخه کې خدمات وړاندې کوي هره میاشت څه کم زر ناروغان ورته د تداوۍ په موخه مراجعه کوي.
د دوی په خبره که د ښځینه ډکټرانو او وسایلو په بشپړوي کې ورسره همکاري وشي خدمات به یې لا ډېر پراخ او پرمختللي شي.
#خوست

14/10/2023

د مس عینک زون په کچه دکلبونو ترمنځ د کرېکټ ۲۵ اوریزې سیالۍ پیل شوې.
د خوست ولایت په رحمت والي مسرور لوبغالي باندې د مس عینک زون په کچه د ۱۳ مخکښو کلبونو تر منځ د کرېکټ ۲۵ اوریزې سیالۍ پیل شوې، نوموړې سیالۍ چې ۹ ورځې به دوام وکړي نیږدې ۲۳۰ کسانو ته پکې د لوبېدو چانس برابر شوی دی. د مسؤلینو په خبره له جوړېدونکو سیالیو مو هدف د مس عینک زون په کچه د یوه غښتلي ټیم رامنځته کېدل دي.
#خوست

13/10/2023

خوست کې د امربالمعروف ریاست کارمندانو ته د ظرفیت لوړنې څلور ورځینی ورکشاپ پای ته ورسیده.
په خوست ولایت کې د امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست محتسبینو ته د ظرفیت لوړونې په موخه څلور ورځینی ورکشاپ پای ته ورسیده، یاد ورکشاپ چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې به جوړیږي موخه یې د مشرانو د اومرو په تطبیق باندې په سمه مانا پوهېدل، د ولس او خلکو سره د چل او چلند زده کړه، د مسایلو د حل لپاره د مشرانو له لوري لیکل شوي قوانینو او اصولو مرعاتول دي.
#خوست

12/10/2023

خوست کې د درمل جوړولو غیرې معیاري فابریکه ونیول شوه.
تېره ورځ د خوست مرکز اړونده په وچه خوړه سیمه کې د استخباراتو ریاست له لوري د درمل جوړولو غیرې معیاري فابریکه ونیول شوه، د مسولینو په خبره د نیول شوې فابریکې سره دوه کسان او درش قلمه هغه غیرې معیاري خام مواد او توکي چې د اومنیي ډول ګولۍ یې ترې جوړولې هم نیول شوي دي.
#خوست

Address


Telephone

+93766557080

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Zarghoon TV posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Shortcuts

  • Address
  • Telephone
  • Alerts
  • Videos
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share