شال ایف ایم راډیو99.9 Shaal FM Radio

  • Home
  • شال ایف ایم راډیو99.9 Shaal FM Radio

شال ایف ایم راډیو99.9 Shaal FM Radio Shaal FM 99.9

13/02/2024

دراډيو نړېواله ورځ مو مبارک شه

18/10/2021
18/10/2021
19/06/2020

د ادرک (زنجبیل) کارولو ګټې:
که غواړئ زکام، رېزش، ټوخی، د وجود دردونه، روماتیزم، کلیسټرول، سرطان، مغزي سکته او د زړه ناروغۍ ونه لرئ؛ هره ورځ چایو کې ادرک (زنجبیل) وکاره وي،
د دومره ګټو سره سره دا بوټي ښه خوند، او ښه بوی لری.

دا بوټي د مکروب ضد خاصیت هم لري او په وجود کې مکروبونه وژني.

"وَيُسْقَوْنَ فِيهَا كَأْسًا كَانَ مِزَاجُهَا زَنجَبِيلًا"
(سورة الإنسان آية ١٧)
په جنتیانو به د شرابو داسې جامونه وڅښل شي، چې ادرک (زنجبیل) به پکې ګډ شوي وي.

19/06/2020

دپيرمحمدکاروان صاحب نوى غزل
رنګ ویني آواز اوري خو رنګ د آواز نه ویني
خلک برسېرن دي د پردو شاته راز نه ویني

دوه اړیکي پورته حقیقت له رسېدل بولي
مینه زر اړیکي ده زینه د مجاز نه ویني

ډېر دي ټیټ وزري بس څارل یې د کوترو زده
سرې ملالې سترګې په جذبه کې د باز نه ویني

وایي د غزل پري په عمر به دې ځوان ساتم
تا کې عاجزي ده کبرجن خو اعجاز نه ویني

خلک اروا وږي دي د سترګو غړپول کوي
سترګې تشوي خو کرشمې یې د ناز نه ویني

پښې یبلې کاروان پر لمدو شګو د شاعر جهان
درومي اخلي کیف خو څوک یې کیف و انداز نه ویني

۳۰ جوزا ۱۳۹۹ هجري شمسي خوست توره وړۍ

16/06/2020

موسم بې مینې دی په موسکو اننګو پسې مرو
د خدای محروم یو په هوا او په اوبو پسې مرو

د بې کسۍ اوښکې یې بیا اوږده باڼه لمدوي
اخ په باران اخ د غنمو په لشو پسې مرو

غربت په مخه کې دیوال دیوال ولاړ دی راته
د زیړي لمر سپینې سپوږمۍ په پلوشو پسې مرو

د وخت له تبر نه خوندي د نجونو لېچې دې وي
نه یې په شرنګ پسې مرو نه یې په بنګړو پسې مرو

خویندو یې وې چې د ورور ناوې ته ځونډي جوړوو
خو چې لونګ په کې پاسته کړو په شیدو پسې مرو

په درست بشر مو زړه سوځېږي خدایه خیر کړې ورته
ډېر کړېدلي دي چې ډېر په پښتنو پسې مرو

یوې خو وې کاروانه توري دې شه بلې ډیوې
په خپل غزل مو رغوه ستا په نغمو پسې مرو

۲۷ جوزا ۱۳۹۹ هجري شمسي خوست توره وړۍ

15/06/2020
15/06/2020

شال راډیو ته ښه راغلاست

Address


Telephone

+93700079484

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when شال ایف ایم راډیو99.9 Shaal FM Radio posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to شال ایف ایم راډیو99.9 Shaal FM Radio:

Shortcuts

  • Address
  • Telephone
  • Alerts
  • Contact The Business
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share