نوموړی وایي ددې ترڅنګ یې د ۲۸۵۰ تذکرو تائید او ۵۷۸ د وفات کارتونه هم ورکړي دي.
09/12/2024
د رڼا څرک
راډیویي ډارمه
دریمه برخه
09/12/2024
د رڼا څرک
راډیویي ډارمه
دوهمه برخه
09/12/2024
د رڼا څرګ
راډیویي ډرامه
اوله برخه
30/11/2024
لغمان کې د روان کال له پیله تراوسه د طبیعي پېښو له امله ۳۸۵۷ کورنۍ زیانمن شوي دي
شنبه/ د قوس ۱۰ مه
لغمان کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي سرپرست رئیس انجینر عبیدالله الکوزي باختر اژانس ته وویل چې د روان کال له پیله تراوسه دغه ولایت کې د طبیعي پېښو له امله درانه مالي او ځاني زیانونه اوختي دي.
د نوموړي پر وینا: (( ددې کال له پیله تراوسه د بیلابیلو طبیعي پیښو له امله ۳۸۵۷ کورونۍ زیانمنې شوي، ۱۹ تنه شهیدان شوي ۳۰ تنه ټپیان او ۸۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده، ددې ترڅنګ ۳۵۲ کورونه په بشپړه توګه او ۱۸۰۰ نورو په قسمي ډول ویجاړ شوي دي))
هغه زیاته کړه چې په دې موده کې یې د موسساتو او ریاست په هڅو ۳۸۵۱ کورنیو ته مرستې هم رسولي دي چې ۳۲۷۱ کورنیو ته د موسساتو لارې بیلا بیلې مرستې رسیدلي او ۵۸۰ کورنیو سره د ریاست لخوا مرستې شوي دي.
د الکوزي پر وینا د پیښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې او موسساتو له لخوا په الینګار، الیشنګ، دولت شاه او مرکز مهترلام کې پر یوشمیر وقایوي پروژو هم کارونه روان دي چې پولونه، استنادي دیوالونه او چیک ډیمونه پکې شامل دي.
28/11/2024
د رڼا څرک
راډیویی ډارمه (۴) برخه
28/11/2024
کورنۍ شخړې ولي پیدا کیږي او د مخنیوي حل لارې کوم دي؟ 👇
23/11/2024
د پولیو دوه څاڅکې واکسین مو ماشومان له دایمي فلج څخه ژغوري.
درنو والدینو راتلوونکي دوشنبه چې د قوس له ۵ نیټې سره سمون خوري د تیر په څیر مسجد په مسجد د پولیو نارغیو ضد واکسین کمپاین شروع کیږي له تاسو ټولو څخه هیله کوو چې خپل د ۵ کلونو څخه کم عمره ماشومان واکسین کړئ تر څو پدې ناروغۍ اخته نشي
19/11/2024
لغمان کې ۳۱۸ تنه معلولین او یتیمان د انګلیسي، کمپیوټر او حرفوي زدکړو له برنامې فارغ شول
سه شنبه/ د عقرب ۲۹ مه
لغمان کې د شهی دانو او معلولینو چارو ریاست په هلو ځلو د HHRD موسسې لخوا ۳۱۸ تنو نارینه او ښځو ته د انګلیسي، کمپیوټر او حرفې په برخه کې یو کلنۍ زدکړې ورکړل شوې.
لغمان کې د یادې موسسې مسؤل حبیب الله رحیمي پر وینا چې د یوکال په موده کې یې ۳۵ تنه د حرفې، ۳۱ تنه د موبایل جوړونې، ۱۸۰ د کمپیوټر او ۷۲ تنه د انګلیسي ژبې له زدکړو فارغ کړل چې له حرفې فارغو شویو ته د کار وسایل هم ورکړل شول.
د شهی دانو او معلولینو چارو رئیس مولوي فیض الله جواد بیا وویل چې دغه زدکړې د مرکز او ولسوالیو ۳۱۸ تنو معلولینو، یتیمانو، بې وزلو او میرمنو ته ورکړل شوې چې په دې سره به یې کاروبار ښه او کورنی اقتصاد به یې پیاوړی شي.
Be the first to know and let us send you an email when Ziar Radio 91.5 Laghman زیار راډیو posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.
Contact The Business
Send a message to Ziar Radio 91.5 Laghman زیار راډیو: