Saar News_څار نيوز

  • Home
  • Saar News_څار نيوز

Saar News_څار نيوز دقت-سرعت-توازن له څار نيوز سره تجربه کړئ.
موږ ژورناليستيکي اصول ته ژمن، او د اسلام او وطن ارزښتونو...

جګړه ځپلي خان يونس کې لوي اختر لمانځنه.😥
16/06/2024

جګړه ځپلي خان يونس کې لوي اختر لمانځنه.😥

Solor Storm
11/05/2024

Solor Storm

الحرمينپه سعودي عربستان کې مياشت ونه ليدل شوه، او  چهارشنبه به کوچنی اختر وي.
08/04/2024

الحرمين
په سعودي عربستان کې مياشت ونه ليدل شوه، او چهارشنبه به کوچنی اختر وي.

نن پوره (۶:۲۰ PM) به د سعودي عربستان هلال کمېټه د سبا ورځې په اړه وروستی اعلان وکړي، چې اختر دی يا روژه؟!د سعودي ډير ستو...
08/04/2024

نن پوره (۶:۲۰ PM) به د سعودي عربستان هلال کمېټه د سبا ورځې په اړه وروستی اعلان وکړي، چې اختر دی يا روژه؟!
د سعودي ډير ستور پوهان په دې اند چې سبا به هم روژه وي، خو په وروستيو کې د دوي وړاندوينې هم معکوسې دي.
Inside the Haramain

سبا شنبه افغانستان بانک پنځلس میلیونه ډالر ليلاموي.
05/04/2024

سبا شنبه افغانستان بانک پنځلس میلیونه ډالر ليلاموي.

افغانستان کې د وچو ميوو پيرل په دوديز ډول په اخترونو او د نوي کال په ورځو کې دود دی،د تېرو کلونو په په پرتله د وچو ميو پ...
05/04/2024

افغانستان کې د وچو ميوو پيرل په دوديز ډول په اخترونو او د نوي کال په ورځو کې دود دی،د تېرو کلونو په په پرتله د وچو ميو په نرخ کې لوړوالی ترسترګو کېږي،حکومت وايې نرخونه به کنټرول کړي، او هممهاله به امنيتي تدابير هم زيات کړي .

د پنجاب پولیسو د کوټ اډی په سیمه کې یوه ۲۸ کلن اعتکاف ته ناست ځوان په جومات کې پر يو ۱۲ کلن هلک د جنسي تيري په تور نيولی...
05/04/2024

د پنجاب پولیسو د کوټ اډی په سیمه کې یوه ۲۸ کلن اعتکاف ته ناست ځوان په جومات کې پر يو ۱۲ کلن هلک د جنسي تيري په تور نيولی.
دا کس له جنسي تيري وروسته اعتکاف پرېښودلی وو او د پټيدو پر مهال ملتان کې د خپلوانو په کور کې نيول شوی.
عطاء الله خوږياڼي

په ټولنیزو رسنیو کې د پړانګ د کېسې انځورونه چعلي دي او په مصنوعي ذکاوت جوړ شوي .
05/04/2024

په ټولنیزو رسنیو کې د پړانګ د کېسې انځورونه چعلي دي او په مصنوعي ذکاوت جوړ شوي .

د جمعې ماښام نېږدي ۶۵زره لمونځ کوونکو په القصي کې د ماښام  لمونځ وکړ.ځای ځای ، د بيت المقدس او القصي شاوخوا يهودي رژيم ځ...
05/04/2024

د جمعې ماښام نېږدي ۶۵زره لمونځ کوونکو په القصي کې د ماښام لمونځ وکړ.
ځای ځای ، د بيت المقدس او القصي شاوخوا يهودي رژيم ځواکونو لمونځ کوونکو ته مزاحمت اؤ ستونزې جوړولي، او اوښکه بهونکی ګاز يې پاشل او خال خال ډزې یې هم کړی.

09/04/2023

د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رییس مفتي عبدالمتین سعید د دې وزارت د کلني راپور په خبري غونډه کې ویلي؛ مالیې وزارت په ۱۴۰۱ کال کې ۱۹۳ میلیارده او۹۱۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، چې د ۱۴۰۰ کال په پرتله ۳۷ سلنه زیات دي.

09/04/2023

قراردادي خبرتياوې
1. د جلال اباد ښاروالي سراج العمارت بڼ کې لس زره متره مربع د کرکټ ميدان په قرارداد ورکوي؛ قرارداد کوونکي کولی شي چې د اعلان له خپرېدو وروسته تر ۲۱ ورځو پورې غوښتنلیک وسپاري، شرطپاڼه کتلی او تضمین نغداً اخیستل کيږي.

2. د ننګرهار کانال رياست د بهسودو ولسوالۍ سراچې سيمې اړوند څوارلسمې ويالې ترڅنګ درې سوه جريبه ځمکه چې پخوا غصب شوې وه او پرې د ستروسو بڼ جوړ شوی په قرارد ورکوي، قرارداد کوونکي کولی شي چې د اعلان له خپرېدو وروسته تر ۲۱ ورځو پورې غوښتنليک وسپاري، شرطپاڼه کتلی او تضمين نغداً اخیستل کيږي.
NMIC

09/04/2023

د خوړو او درملو ملي ادارې ویاند وايي؛ چې دغه اداره د درملو د نرخونو کنټرول لپاره داسې یو سافټ‌ویر جوړوي، چې د درملو نرخونه به پکې ثبت وي او د بار کود سکن کولو سره به یې ټول جزییات خلکو ته معلومیږي.

09/04/2023

۲۰/۱/۱۴۰۲
ننګرهار کې ۵.۵ کيلومتره سړک جوړ شو.
د ننګرهار ولايت کوټ ولسوالۍ لاغرجو سيمه کې پنځه نيم کيلومتره سړک په خام ډول جوړ او ګټې اخيستنې ته وړاندې شو.
په دې پروژه کې ۴۷۰ کسانو ته لس ورځو لپاره د کار زمينه برابره شوې وه، چې په مزد کې ۴۶.۹ ټنه غنم ورکړل شول.

‏د هندوستان په مدهیا پردیش په بهند سیمه کې یوې ۱۵ کلنۍ نجلۍ د غوصې پر مهال خپل مبایل روغ تېر کړی چې وروستۍ یې په روغتون ...
08/04/2023

‏د هندوستان په مدهیا پردیش په بهند سیمه کې یوې ۱۵ کلنۍ نجلۍ د غوصې پر مهال خپل مبایل روغ تېر کړی چې وروستۍ یې په روغتون کې ترې د جراحۍ پر مهال ویستی.

څار نيوز وڅارئ، او د هيواد، سيمې/ نړۍ له مهمو او وروستيو پيښو په وخت ځان خبر کړئ!هره دقيقه چټک خبرونه،د باوري خبري سرچين...
08/04/2023

څار نيوز وڅارئ، او د هيواد، سيمې/ نړۍ له مهمو او وروستيو پيښو په وخت ځان خبر کړئ!
هره دقيقه چټک خبرونه،د باوري خبري سرچينو پر مټ....
دقت - سرعت - توازون - ريښتينوالي....
څار د بيان ازادي،د اسلام او افغاني کلتور په رڼا کې!
زموږ پاڼه خوښه(لايک) او فالو(وڅارئ)!

08/04/2023

د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې اسلام اباد کې د افغانستان سفارت او کراچۍ کې د هېواد جنرل کونسلګرۍ د هلو ځلو په ترڅ کې د پاکستان د سیند ایالت له زندانونو څخه ٢٠٨ تنه افغانان ازاد او په دولتي لګښت خپل هېواد ته راولېږدول شول.
د یاد وزارت په وینا؛ تر دې مهاله د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه تر ٢٠٠٠ زیات افغانان د اسلامي امارت په هڅو ازاد او خپل هېواد ته را ستانه شوي دي.

08/04/2023

کله چې طالبانو د ۲۰۲۱م. کال د اګست میاشتې په نیمايي کې د افغانستان هغه حکومت چې نړیوالو په رسمیت پېژندلی و، په چټکۍ سره نسکور کړ او بیا یې پر قدرت منګولې ښخې کړې، افغانستان د ډیپلوماتیکې انزوا خوا ته لاړ.

خو د افغانستان دوو شمالي ګاونډیانو ازبکستان او ترکمنستان د طالبانو په وړاندې متفاوته لار خپله کړه، دوی د فشار او انتقاد په پرتله تعامل ته ترجیح ورکړه.

اوس چې په افغانستان کې د قوش تېپې کانال د جوړولو پروژه روانه ده او طالبان یې په چټکۍ سره تعقیبوي، دا چې د ازبکستان او ترکمنستان چې له وړاندې د اوبو د کموالي له ستونزې سره مخامخ دي، سټراتېژیک صبر به طالبانو ته کومه ګټه ورسوي که نه، ځینې شکونه ولاړ کړي دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو په پیتسبورګ پوهنتون کې د پرانیستي حکومتولۍ د مرکز مشرې او بنسټګرې جنیفر بریک مرتضی شویلي (Jennifer Brick Murtazashvili) ازادۍ راډیو ته ویلي، که د افغانستان او منځنۍ اسیا نورو پروژو ته وګورو، زیاتره یې د دواړو لوریو په ګټه وې، خو د قوش تېپې د اوبو کانال چې د امو سیند د اوبو زیاته برخه ګرځوي، یو متفاوت مورد دی.

د مرتضی شویلي په وینا، له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱م کاله پورې د طالبانو لومړۍ دورې ته هم که وکتل شي، چې د افغانستان ډېره برخه یې په کنټرول کې وه، خو د یوه حکومت په څېر یې چلند نه کاوه، اوس داسې ښکاري چې طالبان په خپله دویمه دوره کې د یوه حکومت په څېر د چلند مفکوره لري.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي، د قوش تېپې کانال د وړاندې شویو ابعادو له مخې چې په تېر پسرلي کې یې کېندنه پیل شوه، کافي ده چې پام وکړو، ولې هغه هېوادونه چې په ټیټه کې پراته دي، د دې کانال د جوړولو په اړه اندېښنه لري.

متخصصان په دې باور دي، دغه کانال چې ۲۸۵ کیلومتره اوږد او ۱۰۰متره پلن دی، کولی شي ۵۵۰ زره هکټاره ځمکه خړوبه کړي، چې د امو سیند د جریان د پام وړ برخه منحرفه او جذبولی شي.

د افغانستان یوه ملکي کارکوونکي او له دې پروژې باخبره کس ازادي راډیو ته ویلي، تمه کېږي د دې پروژې پر درېیم پړاو عملي کار په راروانو میاشتو کې پیل شي.

دغه پروژه چې په درېیو پړاوونو کې به یې کارونه کېږي، دویم پړاو یې د ۲۰۲۲م کال په پسرلي کې پیل شوی و.

اوس د دې کېندل شوي کانال څه باندې ۱۰۰ کیلومتره له فضا په اخیستل شویو تصاویرو کې ښکاري.

د هغه شرکت چې د دې پروژې پر جوړولو څار کوي یوه مقام فرید

08/04/2023

د #بلخ ځايي چارواکي وايي، چې د یوه کمیسیون له لارې یې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سوالګرو راټولولو لړۍ پیل کړې.
د مسولینو په وینا؛ د راټولو شویو سوالګرو د بایومټریک له بشپړېدو وروسته به هر یوه کس ته ټاکلې میاشتنۍ پیسې ورکړل شي.

08/04/2023

د #کندهار کانونو او پټرولیم ریاست مسولین وايي، چي تېر کال یې ۲۰۳ میلیونه، ۹۶۳ زره او ۴۸ افغانۍ عوايد راټول او د دولت خزانې ته سپارلي.
د مسولینو په وینا؛ څارنه او د فساد مخنیوی هغه لاملونه دي، چي د یاد ریاست عواید د تېرو کلونو په پرتله زیات شوي دي.

تازه خبر.د پاکستان پخوانی ولسمشر پرويز مشرف ومړ.هغه څو کاله له سختې ناروغۍ کړيده،او بلاخره نن سهار يې،له نړۍ سترګې پټې ک...
05/02/2023

تازه خبر.
د پاکستان پخوانی ولسمشر پرويز مشرف ومړ.
هغه څو کاله له سختې ناروغۍ کړيده،او بلاخره نن سهار يې،له نړۍ سترګې پټې کړي.
پرويز مشرف،له ۱۹۹۹تر ۲۰۰۸ کال پوري،د پاکستان ولسمشر و.
He ruled Pakistan as a military dictator from 1999 to 2008.
منبع. پاکستاني رسنۍ
د تازه خبرونو لپاره دلته راشئ ، Saar News_څار نيوز وڅارئ ، او له کره پېښو پر وخت خبر شئ.

 #ټیسلادا احتمال لري چې څو میاشتې  وروسته ، د ټیسلا موټر جوړونکي کمپنۍ به د خپلو سپوږمکۍ موبایلونو لومړی نسل بازار ته وړ...
04/02/2023

#ټیسلا
دا احتمال لري چې څو میاشتې وروسته ، د ټیسلا موټر جوړونکي کمپنۍ به د خپلو سپوږمکۍ موبایلونو لومړی نسل بازار ته وړاندې کړي ، او تاسو به وکولی شئ د لوړ سرعت انټرنیټ ترلاسه کړئ. تاسو کولی شئ د نړۍ په هر ګوټ کې چې یاست کیفیت لرونکي زنګ ووهئ ، که تاسو د ځمکې لاندې یاست یا 100 متره ژور اوسئ ، تاسو به د لوړ کیفیت خدمت څخه خوند واخلئ ، او په نړۍ کې به هیڅوک ونه شي کولی ستاسو تلیفون کنټرول یا بند کړي. ځکه چې دا به سپوږمکۍ پوري کار کوي. برسیره پر دې چې تاسو به خپل موټر د دغه موبایل په واسطه کنټرول کړئ، د دې ترڅنګ تلیفون په برق بیخي چارج نه کموي، بلکې د فایبر اپټیک له لارې ځان چارجوي، او بیټري یې هیڅکله نه ختمیږي. د تلیفون حافظه د 1000 څخه تر 2000 GB پورې داننه خافظه لري. د ټیسلا OEM جواز GA به د Co د وروستي کیدو وروسته اعلان شي. اټکل نشي کیدلي چې 50 کال وروسته به زموږ ژوند په کوم ډول اوسي نړۍ بیخي پرمختګ په لوړ ژر ګامونه اخلي!
#ژوند پښتو مجله

Address


Telephone

+93770272679

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Saar News_څار نيوز posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Saar News_څار نيوز:

Shortcuts

  • Address
  • Telephone
  • Alerts
  • Contact The Business
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share