Rohi News

Rohi News په هر ساعت کې يوه؛ هره ورځ ۱۵ علمي او مالوماتي ژباړې او ليکنې په روهي وېب پاڼه کې

روهي ولولئ؛ هره ور

روهي سره اړیکه
روهي وېب پاڼې ته کوم ډول ليکنې رالېږلی شئ؟
د روهي خپلواکې، ناپېيلې، ټولنيزې، فرهنګي او خبري وېب پاڼې د درندو قلمي همکارانو، سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ

روهي وېب پاڼه له لومړۍ ورځې بيا تر نن پورې د خپلو قلمي همکارانو پر مټ وادنه او پر مخ روانه ده. زمونږ غښتلي قلمي همکاران په اسلامي، سياسي، ټولنيزو، اقتصادي، علمي، تحليلي، هنري، فرهنګي، ادبي، ټېکنالوژۍ او ورزشي مسايلو او پېښو لېکنې

او ژباړې کوي؛ د روهي په پته يې استوی، چې مونږ يې هم له کتنې وروسته نشر ته سپارو او په دې برخه کې له خپلو قلمي همکارانو، ليکوالانو او ژباړونکو مننه کوو.
نو په دې پار له تاسو ګرانو قلمي همکارانو په پوره درنښت هيله کوو، چې لاندې ټکي په نظر کې ونېسئ:
- ليکنې او ژباړې بايد د اسلام سپيڅلي دين، د هېواد ملي ګټو او رسنيو اصولو سره په ټکر کې نه وي؛
- ليکنو او ژباړو کې بايد د يو شخص توهين او سپکوی نه وي شوی؛
- هڅه دې وشئ چې ليکنې او ژباړې په مروج پښتو ليک وشي او املايي تېروتنې په کې نه وي؛
- د لېکوال او ژباړن لېکنې او ژباړې، په مکمل ډول روهي وېب پاڼې سره خوندي دي او همدارنګه هر لېکنه او ژباړه په مستقيم ډول په لېکوال او ژباړن پورې اړه لري، روهي وېب پاڼې يې مسووليت په غاړه نه اخلي؛
- غوره به دا وي، چې له لېکنې او ژباړې سره انځور تاسې په خپله وټاکئ او مونږ ته يې راوليږئ، که چېرې تاسې انځور نه وي ټاکلی، نو بيا مونږ د لېکنې او ژباړې د محتوا سره سم انځور ټاکو.
______
- تاسو کولی شئ، روهې وېب پاڼې ته په لاندې لارو ليکنې او ژباړې راولېږئ.
۱- برېښنليک : [email protected] / [email protected]
۲- فېسبوک پاڼه: روهي - Rohi
۳- واټس آپ: 0766900007 (+93)
۴- تلي ګرام: روهي - Rohi

📜 ليکنه: وطن ته راستنه شوې ادې (لنډه کېسه )📑 برخه: علمي او معلوماتي🔗 روهي وېب پاڼه کې د ليکنې تړونی: https://rohi.af/new...
31/10/2023

📜 ليکنه: وطن ته راستنه شوې ادې (لنډه کېسه )
📑 برخه: علمي او معلوماتي
🔗 روهي وېب پاڼه کې د ليکنې تړونی: https://rohi.af/news/93115
📡 خپرونکی سايت: روهي
✍ ليکوال: عبدالرقیب سایل
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ادې دوه شپې او دوه ورځې په مزل کې وه. د کالیو او غوټو تړل، د کور رابارول او نوره لوږه او تنده خو هسې پرېږده.

په لارۍ کې لمسیان یې ترې نه جلا کېدل، په ټوله لاره به کوم یو یې په غېږ کې او ځینې به ترې چارچاپېر وو. پر هغو لږو غټیکو هلکانو به یې هم پام و چې ونه لویږي، د کور نورو نارینوو او ښځو ته په ډاډ او وطن ته د تګ پر خوښویو به یې خوله وچه - وچه کېده.

په دې تور تورخم راواوښتل. وړاندې د مارکو بازار په دنګو ونو یې چې سترګې ولګېدې، په زړه یې یخ باد ننوت. سړه ساه یې واخیسته. د څو ورځو له ګنګسیت یې سردردی په کمېدو شو. خپل کشري زوی هېواد ته یې غږ کړ:
خانه! دغلته مې زړه ده چې لږ دمه سو.

لارۍ د سړک له غاړې ودرېده. ټول ښکته شول. ادې د زامنو په تکیه له لارۍ پر ځوړندې زینې پل کېښود. سترګې یې په لاندې خاوره کې نغاړلې وې. په ځمکه یې له قدم کېښودو راختلې دوړې یې دماغ خلاص کړل. وې ویل:

اه! شکر لویه خدایه!

د کډوالۍ کړېدلې او ستړې ورځې یې سترګو ته راغلې. د ټیکري په پیڅکه په مخ رالوېدلې اوښکې یې ټولې کړې. اسمان ته یې کتل. په اوږده - اوږده ساه کې به یې د وطن تازه هوا تنفس.

📜 ليکنه: پيل یې کړئ📑 برخه: علمي او معلوماتي🔗 روهي وېب پاڼه کې د ليکنې تړونی: https://rohi.af/news/93114📡 خپرونکی سايت: ر...
31/10/2023

📜 ليکنه: پيل یې کړئ
📑 برخه: علمي او معلوماتي
🔗 روهي وېب پاڼه کې د ليکنې تړونی: https://rohi.af/news/93114
📡 خپرونکی سايت: روهي
✍ ليکوال: حضرت عثمان نوري
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهمه نه ده چې نورو ته انتظار وکړئ، مه منتظر کېږئ. همدا نن فرصت لرئ، ګټه ترې واخلئ. پیل یې کړئ، هغه چې په خیال او تصور کې مو ګرځي، په ښکلو الفاظو یې د سپېن کاغد پر مخ ولیکئ. همداسې دوام ورکړئ. کله مو چې خپل ټول فکر او تمرکز د کاغذ پر مخ ولیکه؛ بیا ژوره ساه واخلئ، لږ مو فکر ارامه کړئ او که ممکنه وه، د لنډې شېبې لپاره قدم ووهئ.

له لنډې شېبې دمې او فکر ارامولو وروسته بیا خپل لیکلی فکر را واخلئ او مطالعه یې کړئ. مه هېروئ چې خپل ټول تمرکز مو باید مطالعې ته وي. دا چاره تاسې ته دا ګټه کوي، چې نوې او ګټورې جملې مو پر لیک کې اضافه کړئ، څو مو لیک لا ښه او روان شي. نن چې کوم خلک په ستر موقف کې ګورئ، دوی ټولو سترو موقفونو ته ارزښت ورکړی، ځکه یې ثمره هم ګوري.

انتوني رابینز وايي: ناشوني لاره یوازې هغه لاره ده، چې لا مو نه ده پيل کړې. (۱)

دا حقیقت دی، چې خپلې چارې ناشوني بلل، یو دول لېونتوب او ناپوهي ده، اصلاً انسان عاطفي پیدا شوی دی او دا عاطفي ژوند باید د دې ښکار نه شي، چې په نازولتوب دې تېر شي، انسان هلته بریاوې ترلاسه کوي او خپلو موخو ته رسیږي، چې سختۍ وزغمي او هر ډول ربړو ته تسلیم نه شي.

ژوند کې به ډېر څه اورئ، ډېر څه به ګورئ، ډېر څه به له لاسه ورکوئ او ډېر څه به برعکس ترلاسه کوئ هم، دلته به د تسلمېدو بدمرغه فکر نه کوئ؛ بریالي هغه دي، چې د بریاوو په تکل هر ډول سختو ته زغمونکی ټټر نذرانه کړي.

📜 ليکنه: لکه ۱ امريکايی او ۱۰۰۰ نور انسانان؛ امريکا او لوېديځې نړۍ ته مسلمانان بشر نه دی!📑 برخه: سياسي 🔗 روهي وېب پاڼه ک...
29/10/2023

📜 ليکنه: لکه ۱ امريکايی او ۱۰۰۰ نور انسانان؛ امريکا او لوېديځې نړۍ ته مسلمانان بشر نه دی!
📑 برخه: سياسي
🔗 روهي وېب پاڼه کې د ليکنې تړونی: https://rohi.af/news/93113
📡 خپرونکی سايت: روهي
✍️ ليکوال: ډاکټر نېک ويال
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د ويتنام جګړه: دغه جګړه په څرګنده د شمالي او سويلي ويتنام ترمنځ له ۱۹۵۵ تر ۱۹۷۵ پورې روانه وه، چې څه د پاسه شل کاله يې دوام وکړ. امريکا په دې جګړې کې د کوريا جګړې په څير له سويلي ويتنام ملاتړ کولو. د امريکا په Dartmouth نومي پوهنتون کې د جګړييزو د جنايتونو د څيړنې او پلټنې پروفيسور Benjamin Valentino د مالوماتو پرنبسټ، امريکا د ويتنام په جګړه کې ۳۱۰۰۰۰ ولسي ويتنامي وګړي ووژل. دې موده کې امريکايي ځواکونو پرته له ويرې او د چا له پوښتنې په زرګونه ويتنامي ښځو باندې جنسي تيري تر سره او وروسته له تيري يې ووژلې. د ويتنام په همدې جګړه کې د Operation Speedy Express په نوم د امريکا د پوځ يو کنډک په يوه ورځ او هغه هم په ډله ييز ډول ۷۰۰۰ ولسي ويتناميان په ډزو ووژل.

د ليکنې بشپړ متن روهي وېب پاڼه کې ولولئ ⬆️

لکه ۱ امريکايی او ۱۰۰۰ نور انسانان؛ امريکا او لوېديځې نړۍ ته مسلمانان بشر نه دی! لیکوال: ډاکټر نېک ويال 29/10/2023 4 تبصرې 4 29 فيسبوك تويتر واتساب برېښنالیک افسوس په دې کېږي...

📜 ليکنه: تعصب، تبعیض او عصبيت لومړی برخه📑 برخه: علمي او معلوماتي🔗 روهي وېب پاڼه کې د ليکنې تړونی: https://rohi.af/news/9...
29/10/2023

📜 ليکنه: تعصب، تبعیض او عصبيت لومړی برخه
📑 برخه: علمي او معلوماتي
🔗 روهي وېب پاڼه کې د ليکنې تړونی: https://rohi.af/news/93111
📡 خپرونکی سايت: روهي
✍ ليکوال: محمد ابراهیم شینواری
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تعصب: په انګریزي کې ورته Prejudice وایي چې له Prejudgment څخه اخیستل شوی لغت دی. تعصب د تیار جوړ شوي ذهنیت او عقیدې پر بنسټ د ځېنو وګړو او ګروپونو په باب د هغوی د رنګ، ژبې، قوم، هیواد، نژاد، مذهب، جنسیت او ټولنیز ـ اقتصادي حالت له مخې برداشت او سلوک ته ویل کیږي.

تبعیض: چې په انګریزي کې ورته Discrimination وایي، د نورو وګړو او ګروپونو په وړاندې د هغوی د رنګ، ژبې، قوم، هیواد، نژاد،مذهب، جنسیت او ټولنیز-اقتصادي حالت له مخې برخورد او عمل ته ویل کیږي.

د تعصب او تبعیض توپیر: دا دواړه یو له بل سره تړلې مفکورې دي، خو په طبیعت او څرګندیدو کې توپیر لري. تعصب نظریه او تبعیض تعصب امیزه کړنه، سلوک او برخورد دی. تبعیض په انساني اړیکو او د خدماتو په برابرولو کې د نابرابرۍ د رامنځ ته کېدو سبب کېږي او بدې ټولنیزې نتیجې رامنځ ته کوي. دا په اصل کې یو روانی یا احساسي غبرګون دی. تبعیض، د تعصبي چلند څرګندول یا عملي کول دي، چې افراد یا ادارې له نورو سره غیر عادلانه، ناسم، ظالمانه یا توپیري چلند کوي. یعنې تبعیض د تعصبي اعمالو، سلوک، چلند، پالیسیو او اجراآتو معنی لري.

بشپړه ليکنه په پورته لېنک روهي وېب پاڼه کې ولولئ...

📜 ليکنه: کاسا زر پروژه او اهمیت یې!📑 برخه: اقتصادي🔗 روهي وېب پاڼه کې د ليکنې تړونی: https://rohi.af/news/93109📡 خپرونکی ...
28/10/2023

📜 ليکنه: کاسا زر پروژه او اهمیت یې!
📑 برخه: اقتصادي
🔗 روهي وېب پاڼه کې د ليکنې تړونی: https://rohi.af/news/93109
📡 خپرونکی سايت: روهي
✍ ليکوال: ناصرخان شېرزی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کاسا زر د برېښنا او انرژۍ یوه لویه پروژه ده، چې په ترسراوي سره یې د قرغزستان او تاجکستان له اړتیا ډېره برېښنا افغانستان او پاکستان ته رسول کېږي. د کاسا زر پروژه له منځنۍ اسیا د شېرخان بندر له لارې د افغانستان شمال ته ننوځي او له کندوز، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، کابل لغمان او ننګرهار له لارې پر تورخم پښتونخوا ته اوړي. د دې پروژې هوکړه لیک د ۲۰۲۰ م کال په پای کې د یادو څلور واړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د یاد تړون له مخې، قرغزستان او تاجکستان به د ۱۳۰۰ کیلومتره د انرژۍ انتقال لیکې پرمټ ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا افغانستان ته او ۱۰۰۰ مېګاواټه پاکستان ته لېږدوي. د دغې پروژې ټول لګښت ۱،۱۷ میلیارده ډالره اټکل شوی، چې په تېر کې نړیوال بانک، امریکا، انګلستان، د اروپا د پانګونې بانک او اسلامي پرمختیايي بانک د دغو پیسو د ورکړې ژمنې کړې وې.

د برېښنا د لېږد سترې ملي پروژې چارې چې د هېواد دننه د اوبو او انرژۍ وزارت او افغان برېښنا شرکت له لوري پر مخ وړل کېږي، کولای شي په سیمه کې د اقتصادي پرمختګ، سیاسي ټیکاو او د افغانستان لپاره د نړیوال باور زمینه برابره کړي. پاکستان چې د ګرمۍ په موسم کې د برېښنا د نه شتون له جدي ستونزې سره لاس او ګرېوان وي، له دې لارې به وکولای شي خپله د اړتیا وړ برېښنا ترلاسه کړي. اټکل کېږي چې د دې پروژې په پلې کېدو سره په سیمه او څلورو هېوادونو کې د غربت مخه ونیول شي او تر پلې کېدو وروسته د زرهاو دندو پیدا کېدو لامل شي. د سیمې اقتصادي چارې به ورځ تر بلې مخ په ښه کېدو شي او غربت به له منځه یوسي.

تر دامهاله د کاسا زر پروژې د رغونې چارې په قرعزستان کې ۹۷ سلنه، تاجکستان کې ۷۰ سلنه، افغانستان کې ۳۰ سلنه او په پاکستان کې ۵۰ سلنه ترسره شوي.

تمه وه چې دا پروژه تر ۲۰۲۳ م کال پورې بشپړه شي، خو د سیاسي تحولاتو په راتګ سره د دې پروژې چارې په ټپه ولاړې دي.

افغان چارواکي وايي، چې د سیمې هېوادونو سره یې په دې اړه مشورې دوام لري او له نړیوال بانک سره یې د کاسا زر پروژې د پاتې کارونو د عملي کولو په اړه د همکارۍ هوکړه کړې ، چې په بشپړېدو سره به یې هر کال ۶۵ میلیون دالر عواید افغانستان ته راځي.

📜 ليکنه: صحي خواړه، لوستل او سپورټ کول په ماشومانو کې د استدلال مهارتونو ته وده ورکوي.📑 برخه: روغتيايی🔗 روهي وېب پاڼه کې...
28/10/2023

📜 ليکنه: صحي خواړه، لوستل او سپورټ کول په ماشومانو کې د استدلال مهارتونو ته وده ورکوي.
📑 برخه: روغتيايی
🔗 روهي وېب پاڼه کې د ليکنې تړونی: https://rohi.af/news/93107
📡 خپرونکی سايت: روهي
✍ ليکوال: حکمت وباړ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لنډیز:
د استدلال مهارتونه په عمومي توګه د فکر کولو او تحلیل مهمو مهارتونه ته اشاره کوی لکه: تحلیل، ارزونه او ترکیب به هر صورت پدې کې پراخ مسایل شامل دي لکه ازاد او خلاص فکر کول، تخلیقی افکار، د معلوماتو پروسیس کول او د ستونزو لپاره د حل پیدایښت.

د یوې وروستۍ او تازه څیړنې له مخې، په نړۍ کې د عمومي غذایي توکو د کیفیت په ښه والي، د توری غوښې لږه استفاده، او همدارنګه په لوست او منظم سپورتونو کې د لګیدلي وخت زیاتوالی، هغه لاملونه بلل شوي چې د ښوونځي په لومړیو دوو کلونو کې د ماشومانو ترمنځ د استدلال مهارتونه لوړ کړي.

ولی د استدلال مهارتونه مهیم دی؟
لکه څرنګه چی د استدلال مهارتونه یو خوارا پراخ مفهم لری او د ماشومانو د ژوند د هری موضوع لپاره ځانکړی کیدلی شی، او دوی کولی شی د ژوند په چارو کې د نوموړو مهارتونو څخه په استفادی د یو لوی شخص په شان انتخاب او تصمیم ولری.

1- د استدلال مهارتونه د بالغ او پرمختللی فکر عناصر په ځان کې رانغاړی چی ماشومان ورته په ښوونځی او ټولنیز چاپیریال کې د پام وړ اړتیا لری.

2- دا مهارتونه د ماشومانو سره مرسته کوی چی د تعصب په ځای د شواهدو په اساس منطقی او عاقلانه پریکړی وکړی.

3- ټولنیز پرمختک او د اړیکو په جوړولو کې د ماشومانو سره مرسته کوی.

4- ماشومانو ته د ستونزو د حل او غوره فکر کولو وړتیا ورکوی.

د مباحثی او استدلال مهارتونه د زده کړې، اکادمیک کړنو او د ورځني ستونزو د حل او فصل لپاره د خوارا زیات ارزښت لروونکی دی. د یوې وروستۍ څیړنې له مخې چې د ختیځ فنلینډ په پوهنتون کې ترسره شوې، د عمومي غذا کیفیت ښه شوی او د توری غوښې کمول، همدارنګه په لوستلو او منظم سپورتونو کې د مصرف شوي وخت زیاتوالي د ښوونځي په لومړیو دوو کلونو کې د ماشومانو ترمنځ د استدلال مهارتونه لوړ کړي او د هغوی په مثبتی ذهنی کچی یی د پام وړ تاثیر کړی. د پوهنتون د دوکتورا څیړونکی او یاد رسریچ غړی سحرش نوید وايي: "هغه ماشومان چې د صحي خواړو عادتونه لري د نورو ماشومانو په پرتله ډیر ادراکي وده کوی. په ځانګړي توګه د غوره غذایی ریژم، د سری غوښې لږ مصرف ، او د لږ غوړی لرونکو لبنیاتو ډیر مصرف د غوره استدلال مهارتونو سره تړاو درلود."

د څیړنی په جریان کې هغه ماشومان چې ډیر وخت یې په لوستلو او منظم سپورتونو کې تیر کړی د خپلو ملګرو په پرتله یی د استدلال مهارتونو ښه وده کړی. له بلې خوا هغه ماشومانو چی خپل ډير وخت یی په کمپیوټر او ټولنیزو شبکو کې مصرفوی، تفریح ته یی وخت نه وو ورکړی او فزیکی فعالیت یی نکوی یا هم ډیر کم وو د هغوی په استدلال کې په ډيره کچه کمزورتیا راغلی وه، د اکاډومیک او ټولنیز لحاظه هم د نورو ماشومانو سره توپیر درلود. همداراز د څیړنی په جریان کې پوهان ځیر شول چی د سکرین وخت، د ښوونځي فعاله ترانسپورت، د رخصتۍ فزیکي فعالیت، او د فزیکي فعالیت شدت د استدلال مهارتونو په ښه کیدو او یا ضعف باندی کوم تاثیر نه درلود.

د مخ پر ودې ماشومانو په ژوند کې، خواړه او فزیکي فعالیت مداخله یو ډیر ګټور فکتور دی چې د ژوند طرز او د استدلال مهارتونه په مثبته توګه اغیزمن کوي. ډاکټر ایرو هاپالا: "زموږ د مطالعې پراساس، په صحي خوړو پانګه اچونه او لوستلو ته د ماشومانو هڅول د ماشومانو ترمنځ د استدلال مهارتونو د پراختیا لپاره خوارا ګټور دي، زموږ پیداینی داسې ښکاره کوی چې په منظمو سپورتونو او فزیکی تمریناتو کې د ماشومانو ښکیلتیا د استدلال د مهارتونو ملاتړ لپاره یو مهم فکتور دی ،"
د څیړنو د منځه ټول هغه لاری او میتودونه درته راوړو چی د استدلال د مهارتونو د پرمختګ او زیاتیدو سبب ګرځی:

1- په دلیلونو پوهیدل، د بحث په موضوعاتو غور کول او د هغوی د دلیلونو د پلټولو لپاره مقالی او کتابونه لوستل.

2- د توضیحاتو ارزونه، د پیښو په هکله د توضیحاتو د دلیلونو راسپړنه او د منابعو په دقیقوالی غورکول.

3- تصمیم نیونه، په واضح ډول د مهیمو موضوعاتو پیژندنه، لکه برابری، حقوق، عدالت، ځورونه او اصول.

4- په منظمه توګه نوی والی او پدیدی، د نوی مهارتونو او کړنو زده کول.

5- منظم او دوامداره فزیکی تمرینات.

6- د عمومی او مختلیفو کتابونو لوستل.

7- تفریحی لوبی او د استدلال د مهارتونو د لوړولو ګیمونه.

8- تخلقیت، د لیکلو، رسمولو، غږولو او اوریدلو په مرسته تخلیقی کړنی کول.

9- ذهین او با فکره اوسیدل، د روځی په جریان کې د پریکړو او کړنو په هکله غور کول او د اصلاحی فکرونو درلودل.

10- سالم او غوره خواړه خوړل، هغه څه چی د نویو څیړنو پر بنسټ د استدلال د لوړنی په برخه کې د پام وړ تغیر راویستلی.

References:
1. Healthy eating for children -(https://www.nidirect.gov.uk/articles/healthy-eating-children)
2. Physical Activity and Cognitive Functioning of Children: A Systematic Review -(https://www.ncbi.nlm.nih.gov/pmc/articles/PMC5923842/)
3. خلاصه امراض روانی و اجتماعی، داکتر فهیم احمدی ۱۳۹۸
4. Reasoning skill, Twinkl

📜 ليکنه: نېکمرغه سهار څنګه پیل کړئ؟📑 برخه: ذوقي او تفريحي🔗 روهي وېب پاڼه کې د ليکنې تړونی: https://rohi.af/news/93107📡 خ...
28/10/2023

📜 ليکنه: نېکمرغه سهار څنګه پیل کړئ؟
📑 برخه: ذوقي او تفريحي
🔗 روهي وېب پاڼه کې د ليکنې تړونی: https://rohi.af/news/93107
📡 خپرونکی سايت: روهي
✍ ليکوال: حضرت عثمان نوري
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هر څوک دا هیله لري چې هر سهار دې په بریاو او نېکمرغۍ پیل کړي. روڼ سهار د هر چا خوښیږي، اصلاً سهار د روښنايۍ څرک دی، د بریالیتوب پړاو دی، که پیل دې کړ، ښه به مخته ولاړ شئ، او که روزمره په ژور خوب ویده یاست او د لمر خاته ونه ګورئ، بیا د بریالي سهار تمه هم مه کوئ.

نو بناءً تر شپې نا وخته ویښ پاتې کېدل تاسې تخریبوي، د داکټرانو له قوله، تاسې باید په شپه او ورځ کې ۸ ساعته ارام وکړئ، د د دې لپاره پکار ده چې خپل خوږ ژوند ته ارزښت ورکړو او خپل لومړیتوبونه وپېژنو. ډېر څه داسې شته چې موږ یې باید په خپله کړنلاره کې ځای پر ځای کړو او ډېر داسې څه شته چې باید هېڅ ارزښت ور نکړو.

ژوند کږلېچن دی، غوره ده چې قدم په قدم مخته ولاړ شو او خپله موخه وڅارو. راتلونکي ته ډېر هیله مند اوسئ؛ دا ځکه موږ هېڅکله پر دې نه پوهیږو چې سبا ورځ څه را پیښیږي، نن فرصت شته، ګټه ترې واخلئ. که راتلونکي ته هیله مندي ولرو، بیا به مجبوریږو، څو خپلو ټولو چارو ته پلان ونیسو، د چارو د ښه ترسراوي لپاره د پلان نیول ډېره ګټه کوي او مثبت مو ارزیابي کوي.

ډېره مهمه ده چې د خپلو ورځینو چارو د ترسراوي لپاره یو ځانګړی مهالوېش ولرئ، دا مهالوېش تاسې او ستاسې چارې منظمې ساتي او له ګډوډۍ مو لیرې ساتي. دغه راز د ځانګړي پلان جوړول او تطبیق کول یې تاسې ته دا ګټه هم در رسوي، چې د نن ورځې چارې به سبا ورځې ته نه پرېږدئ. دا هر څه باید څه وخت وکړئ؟ دا هر څه باید سهار وختي ترسره کړئ، له اودس، لمونځ او تلاوت څخه وروسته.

که نن شته یاست، نېکمرغه یاست، چې لا هم یو فکر، یوه تبصره او یوه څېره دې نړۍ کې مېشته ده، ولې دا فکر نه رهبري کوئ، د نن ورځې بار همدا نن پورته کړئ، که سبا ته یې پرېږدئ، دا چاره په لوی لاس ستاسې د تخریب لامل ګرځي او یو ډول ذهني اندېښنه درته پېدا کوي، دا ځکه که نن تر خپلې وسې بار مخته وړی شئ، سبا دا بار دوه چنده کېږي او بیا یې هېڅ نشئ پورته کولای.

اصلا که موږ سم او بریالي مخته نه یوو روان، لامل یې دا دی چې خپل لومړیتوبونه نه پيژنو، ارزښت نه ورکوو او تر ټولو بده لا دا چې د نن چارې سبا او بل سبا ته پریږدو. دومره هیله مند اوسېږئ، چې هېڅوک ونه شي کولای ستاسې دا خوښي له منځه یوسي او په یو ډول مو وربړوي.

د خپل ځان او نورو په اړه مثبت فکر ولرئ او دا داسې کیلي ده چې په پوره توګه ستاسې د روحي روغتیا سبب ګرځي او روحي روغتیا ستاسې د اوږده عمر په لرلو کې خورا مرسته کوي.

ځیني هوا نوردان له ډاکټرانو څخه دې پایلې ته رسیدلي، چې په سلو کې ۸۰ سلنه هر ډول ناروغي او ناخوښۍ له ځان سره مستقیمه اړیکه لري. یعنې روان / ذهن د جسمي ناروغۍ سبب کېږي. هر څه چې خورئ، نه ناروغه کېږئ؛ خو د خوړو په اړه منفي فکر مو ناروغوي. د دې په وجه ناروغېږئ، چې تاسې څه خورئ، (دغه موضوع ستاسې په روح او روان فشار را اوړي.) هرڅومره چې مثبت اوسېږئ، په هماغه کچه به ډېره انرژي لرئ. هر څومره چې مثبته و اوسېږئ، ستاسې فردي امن قوي کېږي او د بېلابېلو ناروغیو په مقابل کې به مقاومت ولرئ، چې ډېر کسان دا کار نشي کولای. که مثبت و اوسېږئ په خپل نفس باندې مو باور زیاتېږي او له هر اړخ څخه به روغتیا ولرئ. ۱۱

بریالي خلک د نن چارې همدا نن ترسره کوي، د تېرې ورځې په اړه هېڅ فکر نه کوي، وايي، تېر هېر کړه، تېره زمانه وه او ولاړه تېره شوه، کیسه یې وه، وتړل شوه، نور یې مه یادوئ، دا به مو کړي وای او هاغه به مو کړی وای، بلکې خپل ټول تمرکز په نن او سبا وکړه، نن ته بشپړ چمتو و اوسه د سبا لپاره ځانګړی پلان جوړ کړه.

تېر هېروه، زړه پرې مه سېزه، هغه که هر څه وو، پرون ستا لاس کې وو، نن هېڅ نشته، نو ځکه باید تېر هېر کړې او راتلونکې څپې وشمېرې.

بریالي خلک د نن ورځې کړنې همدا نن ترسره کوي او د سبا ورځې چارې سبا ترسره کوي، خو له ځانګړي پلان او کړنلارې سره یې ترسره کوي.

که کله بیخي ناهیلي کېږئ او د خپلو چارو سره مو مینه او لېوالتیا کمرنګه کېږي، بیا د خپل مسلک اړوند له ملګرو سره ناسته ولاړه وکړئ، که ممکنه وه، د دوی کار ځای ته ولاړ شئ، دوی وڅارئ، چې څومره کار په څومره زحمت کوي، اټکلاً فکر وکړئ، چې په دې دومره زحمت وېستلو سره به څومره عاید لاسته راوړي، څو کسان ورسره نور ګمارل شوي، ورځني لګښتونه یې څومره دي او بله دا چې د کارځای مهالوېش به یې هم وګورئ او ځان ته به جوته کړئ چې دوی له تاسې ډېر کار کوي، که لږ. دا حالت تاسې یو ډول خپلو چارو ته سوقوي، څو په ښه توګه او پرته له ځنډ یې ترسره کړئ، معنا دا چې یوه ستره ګټه به دا وکړئ، چې دا ډول اقدام تاسې ته انرژي درکوي او ښه مفته یې درکوي.

نو بناءً د نن ورځې ننګوونې همدا نن لمنځه یوسئ او سبا ته یې مه پرېږدئ. مه کمزوري کېږئ او د مخته تګ په اړه فکر وکړئ.

📜 ليکنه: بد له بدو سره مه پرتله کوئ📑 برخه: علمي او معلوماتي🔗 روهي وېب پاڼه کې د ليکنې تړونی: https://rohi.af/news/93106📡...
28/10/2023

📜 ليکنه: بد له بدو سره مه پرتله کوئ
📑 برخه: علمي او معلوماتي
🔗 روهي وېب پاڼه کې د ليکنې تړونی: https://rohi.af/news/93106
📡 خپرونکی سايت: روهي
✍ ليکوال: حضرت عثمان نوري
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دا مه وایئ چې هغه پلانکی خو هم ښه سړی نه دی، دروغ خو پلانکی هم وايي، ناحقه دعوې خو پلانکی هم کوي، بد رد خو پلانکی هم وايي، بیت المال خو پلانکی هم خوري.

دا بده ده، وژونکی عمل دی او د تباهۍ ډک راتلونکی لري. موږ ته هېڅ پکار نه ده چې بد له بدو سره جمعه او یا هم پرتله کړو. بد که لږ وي او که ډېر، باید هېڅ ترسره نه شی، که څوک یې ترسره کړي، باید وغندل شي، ورټل شي او د تکرار مخه یې ونیول شي. انسان ته پکار ده چې ښه له ښو سره جمعه او پرتله کړي، دا چاره ګټه او اجر هم لري. بد پرېږدئ، ښه وکړئ او ویې پالئ، څو مو ژوند له خوښيو برخمن شي.

د کورنۍ مشران او په ځانګړي ډول د هر اولاد پلار په دې پړ دی، څو ښه روزنه یې وکړي او نیکې لارې ته یې رهبري کړي. د دې لپاره چې د بریالیتوبونو او نېکمرغېو په لور یې روان کړي، والدین اړ دي، چې پر خپل ځان سختې او ربړې وګالي، خو د ټولنې ځوان کهول او راتلونکی نوی ټوکېدلی ګل/نسل په ښه توګه وروزي او بیا یې د خدمت په موخه ټولنې ته ثمره وړاندې کړي.

هغوی چې اولادونه لري، نېکمرغه دي، خو اولادونه ډېر خلک اوس هم نلري، دا یې ارمان وي، څو نېک صالحه او دینداره اولاد دې ولري، د ځینو خلکو له خولو بیا نه د دینداره لفظ را وځي او نه یې نېک صالحه، بس فقط اولاد غواړي، بیا یې چې کله را ستر شي او تولنې ته د خدمت پر ځای بد ورسوي، د ناپوهۍ ورخ را خوشې او په تولنه کې بدبیني خپره کړي، بیا یې پلار دا متل هم کوي: (په بد زوی پلار یادېږي.) بیا داسې نه وايي، چې زوی یې نا اهله ولې جوړ شو؟

ښاغلو پلرونو! مور او پلار ته د الله تعالی له لوري یوه بله ستره او عظیمه ډالۍ د نېک او ښه اولاد ورکول دي، متقي او پر نېغه لاره روان اولاد په درلودلو سره د انسان مور او پلار دنیا او اخرت دواړه نېکمرغه کېږي.
د الله تعالی د دغه ډالۍ د اصلاح کېدو دوې لارې شته، لومړۍ لاره: د متعال رب د پرېکړې او د هغې په سمې لارښوونې او هدایت سره.

دوهمه لاره: د اولاد په سمه روزنه کې په خپله د انسان، مور او پلارهڅه او هاند. (۵)

له همدې کبله خو د مور او پلار دنده پېچلې او ستونزمنه ده، چې هغه د اولاد په سمه توګه روزل دي. د تعلیم حق او حقوق یې دي چې باید پر وخت ورکول شي او په ښه توګه وروزل شي.

که نن تاسې خپل کوچني اولادونه سمې لارې ته ونه هڅول، د ښو او بدو تفکیک مو ورته ونه کړ، لیرې نه ده چې سبا همدا کمکیان د سترېدو په صورت کې ورو – ورو بیا پر خپلې ناپوهۍ، کاذب غرور او بې ګټې فکر پښېمانه کېږي، بیا به ځان لومړی نه ملامتوي، بلکې خپله خوږه او ګرانقدره کورنۍ به ورته ملامتوي او د سور اور تاو به یې غوښۍ ویلي کوي، چې دا چاره به تاسې هم پرته له اوره او انګاره سوزوي، هډونه به مو در ماتوي او پرته له پښېمانۍ به نور هېڅ ګټه نه ونه لرئ.

📜 ليکنه: میړه که څښتن؟📑 برخه: ادب او كلتور🔗 روهي وېب پاڼه کې د ليکنې تړونی: https://rohi.af/news/93104📡 خپرونکی سايت: رو...
26/10/2023

📜 ليکنه: میړه که څښتن؟
📑 برخه: ادب او كلتور
🔗 روهي وېب پاڼه کې د ليکنې تړونی: https://rohi.af/news/93104
📡 خپرونکی سايت: روهي
✍ ليکوال: ولي الله ملکزی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د پښتنو میرمنو غوڅ اکثریت، خپل میړه او د ژوند شریک ته څښتن او خاوند وايي؛ ولی په عین حال کې الله (ج) ته هم څښتن تعالی او خاوند تعالی وايي! نو آیا ستونزه په دیني تعبیر کې ده، که د اخلاقي ارزښتونو او رسمونو بوج ډیر دروند دی،‌ کنه د لرغوني یوناني کلتور لمن لا هم زموږ په سیمې کې غوړیدلې ده چې میړه به خالق مجازي ګڼل کیده؟

د فارسي ژبې څلور معتبر قاموسونه؛ فرهنګ عمید، فرهنگ ضیاء، فرهنگ معین او د آبادیس لغات نامه ټول لیکي چې خُدا، خداوند او خاوند مترادف الفاظ او مصدر یې یو دی. دا درې واړه مقدس نومونه؛ د مالک، صاحب، د هستۍ واکمن، د نعمتونو واکدار، آفریدگار، ایزد او یزدان په معنا دي چې د خالق تعالی د ذات لپاره استعمالیږي. له اسلام ډیر وړاندې، د ساسانیانو په زړو متونو او اشعارو کې د خاوند او خداوند کلمې د پروردګار او ارباب د مقامونو لپاره کارول شویدي. د څلورمې هجري صدۍ نومیالی شاعر، فردوسي خپله شاهنامه په دې بیت سره پیل کوي:

به نام خداوند جان و خرد - کزین برتر اندیشه برنگذرد

د جاهلیت په مهال د مکې مشرکینو د مَناة، العُزّى، اللَّات او هُبَل په څیر مشهورو بتانو ته د خدایانو په سترګه کتل او د هغو تعظیم به یې کولو. مګر د الله له نوم سره هم پوره بلد او په ځانګړې سپیڅلیتا ورته قایل وو. خو کله چې د هجرت په شپږم کال (۶۲۸م) عبدالله بن حذافة (رض) د رسول علیه السلام لیک د پارس شاهنشاه، خسرو پرویز (کسری) ته وسپارولو، نو د دربار ترجمان د الله نوم د لومړي ځل لپاره په خدای سره وژباړلو. څرنګه چې غزنویانو، صفویانو او بیا مغلو زموږ سیمه د څو پیړیو لپاره د خپل زمبر لاندې ساتلې وه؛ نو دغو سلاطینو به د الله په ځای د خدای، خداوند او خاوند کلمې کارولې. همدا وجه ده چې د هند د لویې وچې، افغانستان، ایران، کردستان او حتی د مرکزي آسیا ولسونه په همدغه خُم کې رنګ شول او د خدای او خاوند کلمې د وګړو په ژبه جاري شوې.

له بله پلوه، زردشتیانو به د آسمانونو، مځکې، مهربانۍ او رڼا د خدای لپاره د اَهورا مَزدا کلمه کاروله. ښايي له همدې امله Atheist یعنې هغه څوک چې په الله باور نه لري، بی‌ خدا او عقیدتمند خلک اَهلُ الله بلل کیږي. د انګریزۍ په معتبرې ډکشنرۍ، اکسفورډ کې میړه په Husband خاوند په Owner او خداوند په Lord سره ترجمه شویدی. د مسیحیت په لومړنیو پیړیو کې، رومي امپراتورانو به خپل رعیت دیته اړویستلو چې دوئ ته د خاوند او ارباب لقب وکاروي. ولی متدینو مسحیانو د واکمنانو هر ډول زور او زیاتي ته غاړه ایښودله خو چمتو نه وو چې له حضرت مسیح پرته بل چا ته خاوند او ارباب ووايي. ځکه دوئ باور درلود چې حضرت مسیح د الوهیت درجه لري (العیاذ بالله) او امپراتوران ولي نعمت دي، مګر د عبادت مستحق نه دي.

همدا شان، خاوند، خداوند او بادار ته په عربي ژبې کې رب ویل کیږي؛ د بیلګې په توګه، رَبُ الکَعبة / رَبُ البیت. د یوسف په سورت کې داسې راغلې: (إِنَّهُ رَبِّي أَحْسَنَ مَثْوَايَ - هغه زما بادار دی او زه یې ډیر ښه پاللې او ساتلې یم). په اردو ژبې کې چې د هندویزم د کاسټ (پنځو طبقو) له فرهنک څخه اغیزمنه ژبه ده، د کور خاوند ته مالک او میرمن ته یې مالکنه ویل کیږي. د شریعت له مخې، واده د یو نر او یوې ښځې ترمنځ د خپلمنځي موافقې او ټاکلي ولور/ مهر پربنسټ، د شریک ژوند کولو تړون دی چې په پایله کې جنسي اړیکه مشروعیت مومي، د میراث حق جوتیږي او د اولادونو د روزنې ګډه دنده پیل کیږي.

په قران کریم کې د زَوْج او اَزواج کلمه ۷۱ ځلې په بیلا بیلو تعبیرونو سره راغلې ده. دلته (زوج) جوړې، غبرګ او شریک ته ویل کیږي؛ خو هیڅکله د صاحب او مالک په معنا نه ده راغلی. د النساء سورت کې داسې راځي: (وَيَا آدَمُ اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ - یا آدم ته او میرمن دې په دې جنت کې و اوسئ). د یاسین په سورت کې دا ډول یادونه شوې: (هُمْ وَأَزْوَاجُهُمْ فِي ظِلَالٍ عَلَى الْأَرَائِكِ مُتَّكِئُونَ - دوئ او میرمنې به یې د جنت په سیورو کې په بالښتونو ډډه وهلي ناست وي). نو ښکاري چې قران کریم میرمن ته د ګډ ژوند د ملګرې په توګه ګوري او د ملکیت او جایداد خبره هیڅ مطرح نه ده.

افلاطون وايي: (ښځه داسې مخلوق دی چې نه ورسره ژوند کیږي او نه پرته له هغې ژوند ممکن دی). خو حضرت محمد (ص) فرمايي: (إنما النِّساءُ شقائقُ الرِّجالِ - میرمنې د سړو په څیر دي، د هغو سکنۍ دي، هم پله دي او په احکامو او اصولو کې ورسره برابرې دي). د همدې حدیث د څرګند مفهوم او پیغام له مخې، موږ ټول باید د خپلو زړونو تاخچو او د ذهنونو حجرو ته دا اصل وسپارو چې ښځه د نر په څیر انسان دی، پوره انسان، عاقل انسان او برابر انسان. د تعلیم حق لري، د کار حق لري او د خپل میړه د اتتخاب حق یې محفوظ دی؛ بلکې په ځینو مقامونو کې ښځه له نر څخه لوړ مقام لري او حیثیت یې د دین او قانون په تله کې دروند دی.

پوهیږو؛ دا د اوږدې زمانې څخه د را روان کلتور اغیز دی چې زموږ خویندې، لوڼې او میندې د ژوند خپلو شریکانو ته د ډیر درناوي او مینې له وجې د خاوند او څښتن القاب کاروي. دا هم څرګنده ده چې د دې ډول ذهنیت بدلول که ناشوني نه دي، نو آسان هم نه دي.‌ زه نه باغي یم او نه بل څوک بغاوت ته هڅوم، البته که زموږ لوستې کول د بدلون تکل وکړي؛ نو لیړې نه ده چې د میړه اصطلاح به د څښتن او خاوند په قالب برلاسې شي. ځکه چې تصمیم د بري لومړی شرط دی.

📜 ليکنه: اسکابیس ناروغي او درملنه یې📑 برخه: روغتيا🔗 روهي وېب پاڼه کې د ليکنې تړونی: https://rohi.af/news/93102📡 خپرونکی ...
26/10/2023

📜 ليکنه: اسکابیس ناروغي او درملنه یې
📑 برخه: روغتيا
🔗 روهي وېب پاڼه کې د ليکنې تړونی: https://rohi.af/news/93102
📡 خپرونکی سايت: روهي
✍ ليکوال: ناصر خان شېرزی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نن سبا د مرکز کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ شمیر خلک په اسکابیس جلدي ناروغۍ اخته شوي دي.

دا یوه جلدي ساري او د وړو دانو یا ګرمکو په شکل کې ناروغي ده. د اسکابیس وړې سرې دانې معمولاً د انسان تناسلې الې شاوخوا، زنګونونو، مټو، څنګلو او ملا کې پیداکېږي، چې د شپې لخوا او ګرمه هوا کې یې خارښت زیاتېږي.

دا ناروغي تر ډېره په زندانونو، مسافرت خونو او ورته نورو انساني ګڼ مېشتو ځایونو کې موجود وي او له هغو ځایونو یو بل ته انتقالېږي.

که په کورنۍ کې یو کس هم پرې اخته شي او د کورنۍ نور غړي احتیاط ونه کړي، ټول پرې ډېر ژر اخته کېدای شي.

دا ناروغي که ژر درملنه نشي، په یوه انسان کې ان تر شپږو میاشتو هم پاتې کېدای شي او تر هغې وروسته دا بیا په غټو دانو بدلېږي، چې ناروغ ته شدید دردونه پیداکېږي.


سپارښتنه:
که په کورنۍ کې یو کس پر دې ناروغۍ اخته شو، دا باید ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړي، ناروغ باید تر درملنې لاندې ونیول شي او د کورنۍ نور غړي یې وقایوي خبرې عملي کړي یعني له ناروغ سره د جامو، بسترې او بدني تماس لیرېوالی وکړي.

همداشان د ناروغ جامې په ۶۰ درجو ګرمو اوبو ووېنځل شي او سرچپه اطو شي او یا د ناروغ بسترې څخه تر راتلونکو ۷۲ ساعتونو پورې ګټه پورته نشي.

درملنه:
د (پرمترین ۵ فیصده) کریم هره شپه له څټ لاندې پر ټول بدن ولګول شي او له ۱۲ ساعتونو وروسته ټول بدن د اسکابیس ضد صابون باندې ووېنځل شي.

د ایورمکتین ۶ ملي ګرام ټابلیټ کارونه ورته ډېره ګټوره ده او د سټریزین ګولیو په کارونې سره خارښت موقتي ارامیدای شي.

خو بهتره دا ده، چې له یوه جلدي ډاکټر سره مشوره وکړئ!

📜 ليکنه: ورځنی مهالوېش جوړ کړئ📑 برخه: ادب او كلتور🔗 روهي وېب پاڼه کې د ليکنې تړونی: https://rohi.af/news/93101📡 خپرونکی ...
24/10/2023

📜 ليکنه: ورځنی مهالوېش جوړ کړئ
📑 برخه: ادب او كلتور
🔗 روهي وېب پاڼه کې د ليکنې تړونی: https://rohi.af/news/93101
📡 خپرونکی سايت: روهي
✍ ليکوال: حضرت عثمان نوري
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لیدلي به مو وي چې ډېری مهال یو انسان له خپل ژوند څخه شکایتونه، ګیلې او ناندرې کوي، په بېلابېلو وختونو کې د خپل زړه د تنګوالي او ژور خپګان په اړه اندېښنه څرګندوي، دا بل څه نه دي، بلکې د مهالوېش پرته د ژوند بده پایله ده. تاسې به خواله رسنیو، تلویزونونو، راډيوګانو او ځای ځای مجلسونو کې اورېدلې وي، چې د برېښنايي توکو، لکه ځيرک تیلفون، کمپیوټر، تلویزون، سکرین او ... ته ډېر وخت ورکول د انساني ژوند د پرلپسې او بې ګټې بوختیا او ژور خپګان لامل ګرځي، خپلې رومزه چارې به درڅخه پاتې وي او ډېری مهال به له ستونزو او ننګوونو سره مخ یاست.

غوره ده چې ژوند مو بوخت وساتئ، بیا وګورئ چې تاسې څومره له ستونزو واټن نیسئ.

هڅه وکړئ چې د خپل ځيرک تیلفون آلارام هر سهار وختي مهال عیار کړئ. له خوب څخه د را پورته کېدو پر مهال د کورنۍ نور غړي له خوب را ویښ کړئ. خپله او د کورنۍ نور غړي د اودس کولو هوډ وکړئ، هڅه وکړئ چې د ټولو نارینه غړو په ګډون د کلي په جومات کې په جمعه لمونځ ادا کړئ، بیا د مهالوېش سره سم د قران عظیم الشان تلاوت وکړئ، د سهارنۍ له خوړلو وروسته بیا د خپل مهالوېش اړوند خپلې چارې او بوختیاوې وڅارئ، ترسره یې کړئ او ځان پرې بوخت وساتئ. دا هڅه رومزه ترسره کړئ، له ژوند به هېڅکله شکایت او ګیله ونه کړئ.

له سرطاني نارغیو سره د مبارزې امريکايی موسسې يو ځل بیا خپل هغه خبرداری تکرار کړ چې وايی د موبایل/ځیرک تیلیفون څخه ډېره ګټه اخیستنه د سرطان سبب گرځي. د سرطاني ناروغیو او ګرځنډه موبايل/ځیرک تیلیفون تر منځ د اړيکو پوښتنې وړاندې تر دې هم را ولاړې شوې وې؛ خو دا لومړی ځل دی چی د څیړونکو يوه مخکښه ډله داسې يو جدي خبرداری خپروي. ډاکتر ارنولد هیبرمن، د پتسبرګ د پوهنتون د سرطاني ناروغیو سره د مبارزې د مرکز رئیس خپلو همکارانو ته د يوه نوټ په ترڅ کی دا خبر داری ورکړ او ویې ویل، چې ماشومان بايد يوازې او يوازې په بېړنېو حالاتو کی له موبايل څخه کار واخلي، ځکه دوی تر نور له زيات ګواښ سره مخ دي. ۹

نو دې جدي خبر او ګواښ ته په کتو اړینه ده چې د خپل ژوند مهالوېش کې د بریښنايي توکو ډېره کارونه د ځان او روغتیا لپاره ګواښ وبولو او یوازې د اړتیا پر مهال یې استعمال کړو.

📜 ليکنه: روان نثر، د لیکوالۍ لرلیده انګېزه📑 برخه: ادب او كلتور🔗 روهي وېب پاڼه کې د ليکنې تړونی: https://rohi.af/news/931...
24/10/2023

📜 ليکنه: روان نثر، د لیکوالۍ لرلیده انګېزه
📑 برخه: ادب او كلتور
🔗 روهي وېب پاڼه کې د ليکنې تړونی: https://rohi.af/news/93100
📡 خپرونکی سايت: روهي
✍ ليکوال: حضرت عثمان نوري
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ


لومړی: هره ورځ لیک وکړئ، پام مو وي چې تاسې باید هره ورځ یوه لیکنه وکړئ او قضايي يې پکې ونه کړئ. که هره ورځ په پرلپسې توګه لیکنه کوئ، دا چاره مو هڅوي او ورځ تر بلې مو تجربه زیاتوي، مهارت ترلاسه کوئ او پر ځان مو باور ډېریږي.

دوهم: خپلې ورځنۍ چارې په عادي ډول مخته یوسئ، تصور یې کړئ او هغه چې لیک یې ارزښت لري، تش کاغذ پرې ډک کړئ.

درېیم: که کوم څه تر مخه درغلل، مه هېروئ چې تر پایه یې په لېوالتیا ولولئ. دا چاره تاسې دا ګټه کوي، څو د بېلابېلو موضوعاتو د لیکلو پر مهال مو فکر ته بېلابېلې ګټورې جملې تر مخه راشي.

بشپړه ليکنه په پورته لېنک روهي وېب پاڼه کې ولولئ...

📜 ليکنه: د افغانستان سیاسي ثبات ته اړتیا..!📑 برخه: سياسي🔗 روهي وېب پاڼه کې د ليکنې تړونی: https://rohi.af/news/93099📡 خپ...
24/10/2023

📜 ليکنه: د افغانستان سیاسي ثبات ته اړتیا..!
📑 برخه: سياسي
🔗 روهي وېب پاڼه کې د ليکنې تړونی: https://rohi.af/news/93099
📡 خپرونکی سايت: روهي
✍ ليکوال: فریدالله ځاځی
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په یوې ټولنه کې محلي، ملي، سیمه اییز او نړیواله کچه هغه مسایل او پېښې پر هغو سیاسي پدېدو پورې اړه لري چې د ټولنیز ژوند د نظم او حاکمیت له ګتګوریو سره اړوند ویلې شو چې سیاسي پدیدې د دولتونو او ټولنو ترمنځ له یو بل سره د قدرت او مقاومت بهیر مختلفې نښې دي اما د سیاسي پېښو محاسبه یو ستونزمن کار دی ځکه چې په ځانګړې ډول دا پديدې او پېښې له یوې دورې څخه بلې ته توپیر لري.

بشپړه ليکنه په پورته لېنک روهي وېب پاڼه کې ولولئ...

📜 ليکنه: له (تېر) زده کړه او پر (اوس او راتلونکي) تمرکز📑 برخه: ادب او كلتور🔗 روهي وېب پاڼه کې د ليکنې تړونی: https://roh...
24/10/2023

📜 ليکنه: له (تېر) زده کړه او پر (اوس او راتلونکي) تمرکز
📑 برخه: ادب او كلتور
🔗 روهي وېب پاڼه کې د ليکنې تړونی: https://rohi.af/news/93098
📡 خپرونکی سايت: روهي
✍ ليکوال: محمد ابراهیم شینواری
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کلتوري او ملي هویت وساتو: له تاریخ څخه دا هم زده کوو چې زموږ تاریخ او ارزښتونه زموږ د اتحاد او بري سبب شوي دي او کوم شاخصونه وو چې موږ پرې دغه بري ته رسېدلي وو. هغه شخصیتونه، کیسې، روایتونه او بریاوې باید وساتو او درناوی یې وکړو چې موږ یې مثبت لوري ته رسولې یوو. انتقادي تفکر او تحلیل هېر نه کړو: تاریخي پیښې باید په داسې انتقادي نظر تحلیل کړو، چې د بري او ناکامۍ ټول کورني او بهرني فکټورونه په هراړخیز ډول پکې راشي، او د هغو او نوو فرصتونو او امکاناتو او شرایطو په رڼا کې د نن ستونزو ته د حل لارې پکې ومومو.

تاریخي او فرهنګي میراثونه مهم وګڼو: تاریخ له موږ سره مرسته کوي چې خپل کلتوري میراثونه، هنر، ادبیات او عنعنې وپیژنو او وپوهېږو چې له بنسټه زموږ په جوړښت کې یې څه ډول برخه اخیستې ده.

بشپړه ليکنه په پورته لېنک روهي وېب پاڼه کې ولولئ...

📜 ليکنه: لید لوری مو پراخ کړئ📑 برخه: ادب او كلتور🔗 روهي وېب پاڼه کې د ليکنې تړونی: https://rohi.af/news/93097📡 خپرونکی س...
23/10/2023

📜 ليکنه: لید لوری مو پراخ کړئ
📑 برخه: ادب او كلتور
🔗 روهي وېب پاڼه کې د ليکنې تړونی: https://rohi.af/news/93097
📡 خپرونکی سايت: روهي
✍ ليکوال: حضرت عثمان نوري
ــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مه هېروئ چې ستاسې ژوند خوارا مهم دی، که نن سختې وګالی، ثمره یې هرو مرو سبا وینئ. که زحمت وګالئ، د سبا ورځې له مخته تګ به نه وای پاتې؛ خپل ارزښتمن وخت له لاسه مه ورکوئ، هغه څه چې لرئ، ګټه ترې واخلئ. انسان باید د لنډ مهالي ارام لپاره خپل شته فرصتونه او شته امکانات له لاسه ور نکړي، دا چاره زیانمنوونکې ده او انسان تاواني کوي. باید سختې وګالئ، ستونزو ته تسلیم نشئ او خپل شته فرصتونه په لوی لاس لمنځه یو نه سئ. دلته به ستاسو مخته یوه بېلګه کېږدو، مثلاً تاسې غواړئ په ټولنه کې دې ژر شهرت پيدا کړئ، د خپل غږ او لیدلوري مینه وال دې ولرئ او په ټوله کې دې یوه موضوع په ښه توګه سلګونه نندارچیانو ته وړاندې کړی شئ، بیا باید یو څه لارښوونې دي، چې تعقیب او عملي یې کړئ.

مطالعه ده، چې انساني ژوند ته د بریالیتوب او مخته تګ روښانه څلی ور ښيي، هغه کتابونه دېر مطالعه کړئ، چې د ټولنیزو علومو او سوسیالوژۍ په هکله لیکل شوي دي او که د نورو هېوادونو د خلکو په اړه کتابونه په لاس درغلل، هغه هم ولولئ، ځکه چې حمتاً د نړۍ د هېوادونو په منځ کې ځیني منسوب شیان پېدا کېږي. (۷)

بریالي خلک د بریالیو خلکو ځانګړنې لولي، ژوند لیکونه خو یې هرو مرو نه قضا کوي، دوی څاري، چې د بریالیو خلکو په ژوند کې اصلاً څه تېر شوي دي، څومره ننګوونې او ستونزې یې ګاللي دي او له څومره ستونزو سره یې څه ډول مبارزې کړي او دا تلوسه له ځان سره لري، ګوندې ستونزو ځان ته تسلیم کړی نه وي، همدا ژوندلیکونه د ځان د پرمختګ او شخصیت جوړونې لپاره فرصت بولي، له همدې کبله خو ارزښت ورکوي.

Address


Telephone

+93766900007

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Rohi News posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Rohi News:

Videos

Shortcuts

  • Address
  • Telephone
  • Alerts
  • Contact The Business
  • Videos
  • Claim ownership or report listing
  • Want your business to be the top-listed Media Company?

Share