هېواد مې

هېواد مې وطنم

21/12/2024

روان نمونوي ښوونيز مرکز #

په ښرنه کي د محمود ایوبي خصوصي ښوونځی د پايلو د اعلان شانداره غونډه ترسره شوه چې پکي په زیات شمېر مشرانو، ښوونکو، زده کو...
15/12/2024

په ښرنه کي د محمود ایوبي خصوصي ښوونځی د پايلو د اعلان شانداره غونډه ترسره شوه چې پکي په زیات شمېر مشرانو، ښوونکو، زده کوونکو او د پوهي مينوالو ګډون کړی وو.
مختلفو ويناوالو د پوهي په ارزښت پراخي خبري وکړې، زده کوونکو علمي ترانې زمزمه کړې او د يادي ليسې څو تنو با استعداده زده کوونکو دوه په زړه پوري او له خورا لوی پيغام لرونکي تمثيلي ټوټې ګډونوالو ته وړاندي کړې. په پای کي برياليو زده کوونکو ته د يادي ليسې د ادارې له طرفه ځانګړي ډالۍ ورکړې، تر ټولو ځانګړي او له نوښت څخه برخمنه برخه چې دې مجلس کي وليدل شوه، د واليدينو او د زده کوونکو د سرپرستانو او د يادي ليسې د مؤسيس له طرفه د ښوونکو ستايل وو؛ مختليفي نغدي او معنوي ډالۍ چې يو يې پکي د يادي ليسې آمر صيب دلاور هڅاند ته د مشرانو له خوا د کمپيوتر ډالۍ وه، پکي شاملي وې. ټول پوهېږو چې ښوونکي تر هر چا او هري دندي په کم معاش او خورا ارزښتمنه توګه ټولني ته خدمت کوي مګر ددوی ستايل او قدرداني په هغه کچه نه وي چي لازمه ده؛ اړينه ده چې د هيواد د وياړونو ښوونکو د ستايلو فرهنګ لا زيات او لا پراخ شي، تر څو د هيواد لپاره په راتلونکي کي لا بهترين او په پوهه سمبال داسي ځوانان او قدرونه ولرو چې د وطن او خلکو خدمتګار او وياړونه وي.
د روان ښوونيز مرکز اداره د پوهي په برخه کي د يادي ليسې او تر څنګ يې د. نورو خصوصي ليسو هڅي ستاينې او بشپړ ملاتړ يې کوي، تر څنګ يې برياليو زده کوونکو ته د بريا مبارکي او تر څنګ يې د لا ښو زده کړو، لا زياتو هڅو او زيار هيله څرګندوي.

14/12/2024

د روان نمونوي ښوونيز مرکز نوي او مخکني تدريسي ټولګي سبا د يک شنبې په ورځ پيلېږي.
ټول مينوال او ګران زده کوونکي دي خبر وي.
داځل نوي نوښتونه، نوي لاسته راوړني!
آدرس: ښرنه، ښاروالي لين، پوهني رياست ته مخامخ.
اړيکه: ۰۷۶۷۶۷۸۲۹۸ او ۰۷۲۹۵۱۵۲۵۸

په ښرنه کي د خادم خصوصي ښوونځی د نتايجو د اعلان غونډه ترسره شوه، چې پکي په ګڼ شمېر ځوانانو، مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو...
12/12/2024

په ښرنه کي د خادم خصوصي ښوونځی د نتايجو د اعلان غونډه ترسره شوه، چې پکي په ګڼ شمېر ځوانانو، مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون کړی وو. د ياد ښوونځي برياليو زده کوونکو ته دي ددوی بريا مبارک وي، تر څنګ يې له ښوونکو او په ځانګړي توګه مؤسس جمیل احمد نوري څخه بايد نړۍ مننه وشي چې د اولس د بچيانو په روزلو کي رغنده رول لوبوي.

11/12/2024

ويډيو شېر کړئ!
په ښرنه کي د علي بابا عالي ليسې د فراغت غونډي وروستۍ شيبې.

د مرکز ښرني اړوند په زيتون هوټل  کي د التنسیق خصوصي عالي لیسې د زده کوونکو پايلي د يوې شانداره غونډي په ترڅ کي اعلان شوې...
11/12/2024

د مرکز ښرني اړوند په زيتون هوټل کي د التنسیق خصوصي عالي لیسې د زده کوونکو پايلي د يوې شانداره غونډي په ترڅ کي اعلان شوې. په ياده علمي غونډه کي په ګڼ شمېر ځوانانو، زده کوونکو، قومي مشرانو، ښوونکو او د‌ پوهي مينوالو ګډون کړی وو.
ګډونوالو په خپلو خبرو کي د پوهي په ارزښت ټينګار وکړ او د يادي ليسې له امريت او ښوونکو يې مننه وکړه چې تل يې زده کوونکو ته د ښو زده کړو زمينه برابره کړې ده.
د روان ښوونيز مرکز اداره د التنسیق خصوصي عالي لیسې ټولو برياليو زده کوونکو ته د بريا مبارکي او په راتلونکي کي د لا زيات توصیه ورته کوي، همدارنګه د يادي ليسې له امريت نه مننه کوي چې تل يې د زده کړو په عرصه کي پکتيکاوالو ته له نوښتونو ډګ خدمات وړاندي کړي دي.

په مرکز ښرنه کي د علي بابا عالي لیسې نتايج د يوې شانداره غونډي په ترڅ کي اعلان شول، یادي ليسې ۱۴۸ تنه فارغ زده کوونکي ټو...
10/12/2024

په مرکز ښرنه کي د علي بابا عالي لیسې نتايج د يوې شانداره غونډي په ترڅ کي اعلان شول، یادي ليسې ۱۴۸ تنه فارغ زده کوونکي ټولني ته وړاندي کړل، عمومي اول نمره يې غازي منګل په نوم تکړه زده کوونکی شو.
ټولو ته دي فراغت مبارک وي، لوی رب مو د وطن او ملت خدمتګاران کړه.

ځوانانو!ايا پوهېږئ؟ اميريکن انګليش فايل د نړۍ په سطحه ترتيب شوي داسي سلسله ده چې په مټ يې تاسو کولای شئ چې ډېر ژر، په مس...
10/12/2024

ځوانانو!
ايا پوهېږئ؟ اميريکن انګليش فايل د نړۍ په سطحه ترتيب شوي داسي سلسله ده چې په مټ يې تاسو کولای شئ چې ډېر ژر، په مسلکي شکل، نړيوال معيار، امريکايې لهجه او قوي میتود سره انګليسی وواياست، وليکئ، ولولئ او په خبرو يې پوهه شئ.
ايا پوهېږئ؟ دا سيستم په اسيايې ، افريقايې او نورو داسي هيوادونو کي کارېږي چې انګليسي يې لمړنۍ يا مورنۍ ژبه نه ده.
ايا پوهېږئ؟ انګليسي د يويشتمي پېړۍ د لمړنۍ او دوهمي لسيزي په پرتله نن ورځ ډېره آسانه زده کېږي. ځکه چي نن ورځ ستاسو لپاره اميريکن انګليش فايل، مصنوعي ځيرکتيا او پریمانه سهولتونه موجود دي.
له روان ښوونيز مرکز سره یوځای شئ او یاده ژبه په خورا کم وخت، کم لګښت خو لوړ معيار، نایابه سهولتونو او بې جوړې ميتودونو سره زده کړئ.

د مرکز اړوند د الجهاد عالي لیسې له خوا د زده کوونکو د ازموينو د نتايجو د اعلان او شاوخوا ۵۰ تنو فارغو زده کوونکو په وياړ...
10/12/2024

د مرکز اړوند د الجهاد عالي لیسې له خوا د زده کوونکو د ازموينو د نتايجو د اعلان او شاوخوا ۵۰ تنو فارغو زده کوونکو په وياړ ستره غونډه رابلل شوې وه چې پکي په زیات شمېر ځوانانو، قومي مشرانو او د پوهي مينوالو ګډون کړی وو.

په مرکز ښرنه کي د حضرت بلال‌ (ض) د نمونوي د پايلو د اعلان غونډي خبرتيا #
09/12/2024

په مرکز ښرنه کي د حضرت بلال‌ (ض) د نمونوي د پايلو د اعلان غونډي خبرتيا #

د تمدن ابتدائيه ښوونځي د زده کوونکو خبرليکونه د يوې شانداره غونډي په ترڅ کي اعلان شول.  ټولو هغو زده کوونکو ته چي له يو ...
08/12/2024

د تمدن ابتدائيه ښوونځي د زده کوونکو خبرليکونه د يوې شانداره غونډي په ترڅ کي اعلان شول.

ټولو هغو زده کوونکو ته چي له يو ټولګۍ څخه يي بل ټولګی ته ارتقاع کړې ده .برياليتوب دي ورته مبارک وي .دا د دوي د هڅو، زحمتونو ثمره ده. چي نن د خپلو والدينو ،استاذانو ،او ملګرو په منځ کي سر لوړي او کامران ولاړ دي.
الله ج دي د لا پرمختګ توفيق ورکړي.

الحمدلله!يوازې زده کړه او تعليم دی، چې هېواد ورسره هراړخيز پرمختګ کولای شي.د حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه ابتدائيه ښوون...
08/12/2024

الحمدلله!
يوازې زده کړه او تعليم دی، چې هېواد ورسره هراړخيز پرمختګ کولای شي.
د حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه ابتدائيه ښوونځي د زده کوونکو پايلې د يوې شانداره غونډې په ترڅ کې اعلان شوې.
د ياد ښوونځي له مدير صيب او ټولو قدرمنو استادانو څخه ډېره زياته مننه کوم، چې د هېواد نوي نسل ته سالمه ښوونه او روزنه ورکوي.
#زده- #کړه #د #ماشومانو #حق #دی.

په مرکز ښرنه کي د التنسیق خصوصي عالي لیسې د پايلو د اعلان غونډي خبرتيا!
08/12/2024

په مرکز ښرنه کي د التنسیق خصوصي عالي لیسې د پايلو د اعلان غونډي خبرتيا!

08/12/2024

له رخصتیو وروسته د روان ښوونيز مرکز د مخکنيو ټولګيو د زده کوونکو د درسونو د بيا پيلېدو اړوند وضاحت:
دا چې د ښوونځيو ازمويني پای ته رسېدلي دي او روانه اونۍ په مسلسل ډول د مرکز او ولسواليو د دولتي او خصوصي لیسو د پايلو غونډي په نظر کي دي نو په همدې اساس،ددې لپاره چې د زده کوونکو درسونه ګډوډ نه شي، د ياد کورس د ادارې د پریکړي په اساس ټول مخکني او فعال ټولګي د راتلونکي شنبې په ورځ چې د روان کال د قوس مياشتي له ۲۴ نيټې سره سمون خوري، پيلېږي.
ټول ګران زده کوونکي دي خبر وي.
یادونه: د ټولګيو نوی مهالوېش به انشاالله سبا ورځ اعلان او د زده کوونکو د واټساپ په ګروپونو کي خپور شي.
مننه

د مرکز ښرني د علي بابا عالي لیسې د غونډي خبرتيا!
08/12/2024

د مرکز ښرني د علي بابا عالي لیسې د غونډي خبرتيا!

په مرکز ښرنه کي د حضرت بلال رض نمونوي ليسې د لومړنیو ټولګیو د ګلالیو زده کوونکو پایلي د يوې شانداره غونډي په ترڅ کي اعلا...
07/12/2024

په مرکز ښرنه کي د حضرت بلال رض نمونوي ليسې د لومړنیو ټولګیو د ګلالیو زده کوونکو پایلي د يوې شانداره غونډي په ترڅ کي اعلان شوې.
علم ښکلا د وطن #

07/12/2024

غريب يې؟
لاس دي تش دي؟
زده کړو کي ستونزي لرې؟
مګر ته پوهېږې یا نه؟ رب ج تاته یو ډېر لوی قدرت درکړی ده. څه فکر کوې؟ دا به څه وي؟
ممکن فکر کوې چې دا به لا څه وي چې تر پيسو، زده کړو او داسي نورو ډېر قوت لري.
دا قوت وخت ده، له دې سمه او معقوله استفاده کول، سم مديريت يې کول او په خپل ژوند کي ورنه سالمه ګټه اخستل يې تاته وړتيا درکوي چې زده کړي وکړې، مهارتونه زده کړې، په نړيواله ژبه خبري وکړې او د پيسو يا کاروبار څښتن شې.
وخت دي صحيح مديريت کړه #

06/12/2024

🌟 په روان تعلیمي مرکز کې خپل وړتیاوې کشف کړئ! 🌍

آیا تاسو چمتو یاست چې د انګلیسي ژبې مهارتونه تر ټولو لوړي کچي ته ورسوئ؟ په روان تعلیمي مرکز کې، موږ هغه ټولې وسیلې، تجربه او ملاتړ درکوو چې تاسو ته په انګلیسي ژبه کې د باور سره خبرې کولو او خپل خوبونه ترلاسه کولو کې مرسته کوي!

📚 ولې موږ انتخاب کړئ؟
✅ موږ د آکسفورډ پوهنتون له لورې خپور شوی مشهور امریکن انګلیش فایل سیریز تدریس کوو.
✅ زموږ پروګرام په سپیکنګ، لیسننګ، ریډنګ او رائټنګ باندې تمرکز کوي، چې تاسو ته د انګلیسي ژبې د بشپړي زده کړي تجربه درکوي.
✅ تجربه لرونکي او جذاب ښوونکي چې ستاسو بریا ته ځانګړې پاملرنه کوي.
✅ په زړه پوري او مناسب چاپیریال چې زده کړه خونده ور او مؤثره کوي.
✅ د انګليسي ژبي د ويډيويې درسونو لپاره لوی سکرین او منظم ساونډ سيستم
✅ په صافه امريکايې لهجه تدريس چې په مټ يې تاسو کولای شئ د راتلونکي لپاره مو ډ تلفظ ستونزه بشپړه هواره کړئ.

💼 دا پروګرامونه د چا لپاره دي:
🌟هغه زده کونکي چې غواړي په اکادمیکو او علمي برخو کې بریالي شي.
🌟 هغه مسلکي کسان چې غواړي خپل مسلک ته وده ورکړي.
🌟 هر هغه څوک چې غواړي بهرنيو هيوادونو ته د زده کړي، کار یا تجارت لپاره سفر وکړي.

✨ څه شی ترلاسه کوئ:
✔️ د امریکن انګلیش مهارتونه زده کړئ ترڅو په ښه توګه خبرې وکړئ.
✔️ د خبرو کولو، اورېدلو او لیکلو لپاره اعتماد ترلاسه کړئ.
✔️ نړیوال فرصتونو او مسلکي پرمختګ ته دروازه پرانیزي.

📅 بیړه وکړئ! وخت کم او داخله محدوده ده – اوس نومليکنه وکړئ!
🏫 ځای: مرکز ښرنه، ښاروالي لين، پوهني رياست ته مخامخ
📞 موږ سره اړیکه ونیسئ: ۰۷۲۹۵۱۵۲۵۸ او ۰۷۶۷۶۷۸۲۹۸

💡 ستاسو د انګلیسي ژبې مهارتونو زده کړه روان تعلیمي مرکز کې پیلیږي! راځئ چې یو ځای کار وکړو ترڅو ستاسو ریښتینې وړتیاوې رابرسيره کړو.

👉 نن ورځ د روښانه راتلونکي لپاره لومړی ګام واخلئ!

راوان تعلیمي مرکز – ستاسو د انګلیسي ژبې مسلک او بریا ته لار!

Address

Sharan

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when هېواد مې posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share