Pashtoon Ghag Radio / پښتون غږ راډیو

  • Home
  • Sharan
  • Pashtoon Ghag Radio / پښتون غږ راډیو

Pashtoon Ghag Radio / پښتون غږ راډیو پښتون غږ راډیو مو په بې لوري توګه د هېواد، سیمې او نړۍ له مهمو پېښو خبروي!
(1)

افغان اتلانو بنګله دېش ته ستره ماتې ورکړهد افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د خپلو ۲۳۵ منډو په خورا ښه توګه دفاع وکړه او له یوې...
06/11/2024

افغان اتلانو بنګله دېش ته ستره ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د خپلو ۲۳۵ منډو په خورا ښه توګه دفاع وکړه او له یوې په زړه پورې توپ اچونې وروسته یې په لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې سیالې بنګله دېش لوبډلې ته د ۹۲ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.

د افغان اتلانو دغه ستره بریا دې ټولو هېوادوالو او د کرکټ مینه والو ته مبارک وي.

𝐀𝐅𝐆𝐇𝐀𝐍𝐈𝐒𝐓𝐀𝐍 𝐖𝐈𝐍! 🙌

06/11/2024

Afg vs ban live

06/11/2024

afg vs ban live today

نن ورځ 02:30 دوه نیمې بجې افغانستان او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه ترسره کېږې.د لوبي اړوند م...
06/11/2024

نن ورځ 02:30 دوه نیمې بجې افغانستان او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه ترسره کېږې.

د لوبي اړوند مو خپل نظرونه دلته راسره شریک کړئ،چې د کمنټرې په جریان کې یې درته نشر کړو.

#کوربه: نصرالدین افغان
پښتون غږ راډیو په هر ډګر کې له تاسو سره

89.4 FM

د لوبي ورځافغان اتلان به نن د افغانستان پر مهال د ماسپښین په ۲:۳۰ بجو د بنګله دیش پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ ...
06/11/2024

د لوبي ورځ
افغان اتلان به نن د افغانستان پر مهال د ماسپښین په ۲:۳۰ بجو د بنګله دیش پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
دغه لوبه پښتون غږ راډیو په ژوندۍ بڼه د ایف ایم په 89.4 څپو خپروي.

افغان اتلان، د افغانستان ویاړ!

𝐌𝐚𝐭𝐜𝐡 𝐃𝐀𝐘! 🏏

د افغانستان او بنګله دېش کرکت ملي لوبډلو ترمنځ د دریو واړو یو ورځنیو لوبو ژوندی بهیر پښتون غږ راډیو خپروي، اورېدل یې مه ...
04/11/2024

د افغانستان او بنګله دېش کرکت ملي لوبډلو ترمنځ د دریو واړو یو ورځنیو لوبو ژوندی بهیر پښتون غږ راډیو خپروي، اورېدل یې مه هیروئ.
#کرکټ

د ګټونکي خپرونې ګرانو مینوالو!دا خپرونه چې هره شنبه د ورځې 11:30 تر 12:30 بجو خپرېږي، او په ژوندئ بڼه ستاسې تليفوني اړيک...
31/10/2024

د ګټونکي خپرونې ګرانو مینوالو!

دا خپرونه چې هره شنبه د ورځې 11:30 تر 12:30 بجو خپرېږي، او په ژوندئ بڼه ستاسې تليفوني اړيکې اخلي. تاسې کولای شئ چې په ټاکلي وخت خپرونې ته مخامخ زنګ ووهئ، او ترتیب شوو لسو شمېرو کې، په يوه شمېره جايزه هم ترلاسه کړئ.

له سټوډيو سره د اړيکې شمېرې: 0774640642/0797298298

د خپرونې کوربه: سيف الرحمن شهاب

او لاندې پوښتنې ته ځواب ويونکي هم خپرونه کې شاملوو.

د دروازې د خلاصولو لپاره باید کومه تڼۍ ووهل شي؟

پکتيکا کې پنځه روغتيايي مرکزونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شولد پکتيکا ولايت په پنځو لرې پرتو ولسواليو کې د څه باندې (۱۴۷) زر...
31/10/2024

پکتيکا کې پنځه روغتيايي مرکزونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

د پکتيکا ولايت په پنځو لرې پرتو ولسواليو کې د څه باندې (۱۴۷) زره امريکايي ډالرو په لګښت د پنځو روغتيايي مرکزونو د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

ياد روغتيايي مرکزونه، روغتيايي ځالې يا ايچ ايچ کلينيکونه دي، چې ټول لګښت پرې ۱۴۶۵۰۰ ډالره راغلی دی.
دغه مرکزونه د پکتیکا په نکه، سروبي، وازېخوا، تروې او وړممۍ ولسواليو کې (AYSO) يا د افغان ځوانانو خدماتي مؤسسې له لوري، د عامې روغتیا وزارت په هڅو د (UNFPA) يا د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق په مالي ملاتړ جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شول.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د دغه ولايت په برمل او ګيان ولسواليو کې هم د (۶۶) ميليونه افغانيو په ارزښت دوه روغتيايي مرکزونه ګټې اخيستنې ته سپارل شوي وو.

کرېکټ بورډ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، افغان ملي لوبډله به د روان کال په ‌ډسمبر میاشت کې د زېمبابوې په کوربتوب د نړۍوالو ...
29/10/2024

کرېکټ بورډ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، افغان ملي لوبډله به د روان کال په ‌ډسمبر میاشت کې د زېمبابوې په کوربتوب د نړۍوالو شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ سیالیو بشپړه لوبلړۍ ترسره کړي.

د خبرپانې پر بنسټ، دغه لوبلړۍ به د ډسمبر میاشتې له نهمې نېټې پیل او د ۲۰۲۵زیږدیز کال د جنورۍ میاشتې تر شپږمې نېټې به دوام وکړي.

(د ژوند هنداره)ګرانو اوریدونکو او د دې خپرونې مينوالو!د دې اوونۍ د ژوند هندارې خپرونه کې  (د کورنۍ، خپلوانو او ملګرو ترم...
29/10/2024

(د ژوند هنداره)
ګرانو اوریدونکو او د دې خپرونې مينوالو!

د دې اوونۍ د ژوند هندارې خپرونه کې (د کورنۍ، خپلوانو او ملګرو ترمنځ په ګيلو او شکايتونو ) له تاسې سره بحث او خبرې لرو.
ولې ځينې ملګري په وړو خبرو ګيله مند وي؟ کوم خپلوان ډېرې ګيلې کوي؟ او ستاسې په نظر ګيلې کول ګټې او که زيانونه لري؟

دا او دې ته ورته پوښتنې، او په دې اړه ستاسې نظرونه هم خپرونه کې سره شريکوو.
خپرونه نن د سه شنبې ماخستن په 8:00 بجې پیلېږي.
نظرونه مو کمنټ کړئ او هم په خپرونه کې په دې شمېرو راسره برخه واخلئ.
079729898
0774640642

افغان ابدالیان ډک لاس هېواد ته راستانه شول او د کرېکټ بورډ له لوري یې هر کلی وشو.ابدالیانو د اسیا د ځوانو کرېکټ لوبډلو ا...
29/10/2024

افغان ابدالیان ډک لاس هېواد ته راستانه شول او د کرېکټ بورډ له لوري یې هر کلی وشو.
ابدالیانو د اسیا د ځوانو کرېکټ لوبډلو اتلولي خپله کړه او د لومړي ځل لپاره یې دغه جام په خپل نوم کړ.
صدیق الله اتل د یادو سیالیو تر ټولو ډېرې منډې جوړوونکی لوبغاړی ونومول شو، هغه په پنځو لوبو کې پرله پسې پنځه نیمه سلیزې ووهلې او 368 منډې یې تر سره کړې.

28/10/2024

پکتیکا:
سرچو موسېسې د يونسيف په مالي ملاتړ له ۲۵۰ بیوزله يتيمو او په شاقه کارونو بوخت ماشومانو سره نقدې مرسته وکړه.
نور حال په راپور کې...

27/10/2024

پکتیکا کې د لومړي ځل لپاره ډله ییز واده ترسره کېږي.
د ولسي جرګې پخواني استازي سید احمد سیلاب او ملي سودا ګر میرویس وزیرزي له لوري د دې ولایت له مسوولینو او بېلا بېلو ولسوالیو له قومي مشرانو سره، غونډه، نېولې وه، چې له یوه منظم ترتیب څخه وروسته به په دغه ولایت کې د لومړي ځل لپاره ډله ییز واده ترسره کېږي.
نور حال په راپور کې....

افغان ابدالیان په پایلوبه کې!افغان ابدالیان لوبډله نن د افغانستان پر مهال د ماښام ۶:۰۰ بجې د اېمرجېنګ اسیا جام سیالیو په...
27/10/2024

افغان ابدالیان په پایلوبه کې!

افغان ابدالیان لوبډله نن د افغانستان پر مهال د ماښام ۶:۰۰ بجې د اېمرجېنګ اسیا جام سیالیو په پایلوبه کې د سريلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي. د دې سيالۍ ژوندی بهیر د نصرالدين افغان په کوربتوب له پښتون غږ راډيو څخه مه هېروئ.

د افغان ابدالیانو د بریا په هیله!
افغان ابدالیان، د افغانستان راتلونکی
ویاړلی ملت، بریالۍ لوبډله

پکتیکا: امنيتي چارواکو ځینې مهمات نيوليد پکتیکا امنيه قومنداني د خبر پاڼې له مخې د دې ولایت زېړوک ولسوالۍ په مربوطاتو کې...
26/10/2024

پکتیکا: امنيتي چارواکو ځینې مهمات نيولي

د پکتیکا امنيه قومنداني د خبر پاڼې له مخې د دې ولایت زېړوک ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې(۱۸) اتلس فیره د لوی هوان، (۸) فیره د واړه هوان او (۷) صندوقه د زکویک مرمۍ ترلاسه کړې دي.

داراز په ترلاسه شویو کې دوه کړۍ وسایط ضد ماینونه او دری کړۍ لاسي ګرنېټونه هم شامل دي.

26/10/2024

د سېلاب خیریه بنسټ پکتیکا کې د شاوخوا ۱۶۰ بېوزله ځوانانو لپاره د واده پروګرام نیسې
د دغه ډلئیز واده ټول مالي لګښت د یو تن پکتیکاوال سوداګر الحاج میرویس وزیرزي کټوازي له لوري ورکول کېږي.
په دې اړه پوره جزیات په لاندې وېډیو کې...

25/10/2024

حاجې سید احمد سېلاب پکتیکا ته راغلی او زموږ همکار عبدالباري نعیمي ورسره خبري کړې، سېلاب صیب پکتیکاوالو ته د ورورولي او یوالي پیغام لرې.

افغان ابداليان د هندوستان د الف کرکټ لوبډلې پر وړاندېد دې سيالۍ ژوندی بهير نن ماښام د پښتون غږ پر څپو مه هېروئ.
25/10/2024

افغان ابداليان د هندوستان د الف کرکټ لوبډلې پر وړاندې

د دې سيالۍ ژوندی بهير نن ماښام د پښتون غږ پر څپو مه هېروئ.

Address

Sharan, Paktika
Sharan
124

Telephone

+93779435558

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Pashtoon Ghag Radio / پښتون غږ راډیو posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share

Nearby media companies