24/04/2024
من حیث د یو مسلمان یې باید درک کړو چې غربیان او د نړۍ یو شمېر نور هېوادونه رسنۍ د خپلو ګڼو ګټو حتی د اسخباراتي پروژو لپاره استفاده کوي چې دا د تعصب وړ دی ، د نړیوالو دغه ظالمانه چلند د رسنوال او رسنیو پاک رسالت ته شدیده ضربه ورسوله او ملتونه یې پرې سخت بې باوره کړل، دا چې اوس په افغانستان اسلامي نظام قایم دی الحمدلله ، موږ هڅه کوو چې رسنۍ او رسنوال خپل اصلي رسالت ته راستنې کړوو چې هغه د حقایق خپرول د اذهانو تنویر د هیواد اساساتو او له سرو کرښو دفاع د یو ملت پر وړاندې د دروغجنو او پوچو تبلیغاتو مخنیوی او ګڼ نور اهداف دي، هڅه به کوو چې رسنۍ مو هم د پردیو له پروژو لا ډیرې خوندي شي رسنوال مو لا بیداره او د مکارې نړۍ په فریب وپوهېږي
دلته اوس یو شمېر عناصر د خبریال په نوم هڅه کوي چې په یوه بهانه ځان له نظامه تهدید کړي او پدې د خارج وتلو لپاره دوسیه او قضیه پرانیزي، ملت او نظام ویخ دی موږ به نور دوکه نشو، رسنۍ د ملت او نظام تر منځ رغنیز پل دی باید کم ظرفه او کم علمه خلک یې تخریب نکړي
د راپورونو پر اساس، د طالبانو استخباراتو د هېواد په مشرقي زون کې د شمشاد ټلوېزیون خبریال شکییل احمد د یکشنبې په ورځ نیولی او نامعلوم لوري ته یې انتقال کړی دی.
معلومات څرګندوي، شکیل احمد د همدې یکشنبې پر ورځ د خپلو اداري کارونو لپاره کابل ته تللی و، چې د شمشاد ټلوېزیون له انګړ څخه د طالبانو استخباراتو پورته کړی او تر اوسه یې هېڅ ډول معلومات نشته.