18/03/2022
حسین راډیو دیوې غونډې په ترڅ کې دژورنالېزم له درې میاشتني او یو میاشتني پروګرام څخه زده کوونکي فارغ کړل!
دیادو فارغانو په ډله کې ۱۴ تنه هلکان او ۸ انجونې شاملې وې چې دغه پروسه یی په بریالیتوب پای ته ورسوله؛
دحسین راډیو مسؤل مدیر رحمت الله حسین دغونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ فارغو زده کوونکو ته مبارکي ورکړه او دلا ډېرو هڅو سپارښتنه یی ورته وکړه؛
نوموړي وویل مونږ تاسو ته دژورنالېزم لاره وښودله تاسو پکې لا ډېرې زده کړې او هڅې وکړئ؛
په غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ ریاست داطلاعاتو امر عتیق الله قریشي ژورنالېزم یو پراخ مسلک یاد کړ او فارغ شوو زده کونکو ته یې په دې برخه کې د لا زده کړې لارښونه وکړه؛
دغونډې بل ویناوال دلغمان پوهنتون استاد محمد فرید ګلابزي هم دغه پروګرام ګټور یاد کړ او د ژورنالېزم او مطالعې په ارزښت یی هم خبرې وکړې
په غونډه کې کیهان محمدزي دسوله ارمان راډیو رئیس عابد الله عابد او نورو فعالو ځوانانو هم ګډون درلود
په پای کې فارغ شوو زده کونکو دخپل فراغت په اړه خوښي وښوده او دحسین راډیو له ادارې یی د نورو ورته پروګرامونو دجوړولو غوښتنه وکړه
یاد پرو ګرام حسین راډیو ادارې په دې موخه جوړکړی و تر څو د ژونالیزم زده کړیالان په عملی برخه کې ورزل شي.