VOA د افغان غږ

VOA د افغان غږ News and entertainment

10/04/2024
02/02/2024

ریاست هواشناسی افغانستان، از احتمال بارش برف و باران نسبتاً شدید در ۳۰ ولایت هشدار داده است.

این ریاست، امروز (جمعه، ۱۳ دلو) با پخش اطلاعیه‌ای گفته است که امروز و فردا احتمال بارش برف و باران در ولایت‌های بدخشان، تخار، کندز، بلخ، پروان، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لوگر، پکتیا، نورستان، لغمان، ننگرهار، خوست، پکتیکا، زابل، کندهار، هلمند، ارزگان، دایکندی، غور، هرات، فراه، بادغیس، سرپل، بامیان، میدان‌وردک، غزنی و سمنگان وجود دارد.

ریاست هواشناسی افغانستان، مقدار باران در مناطق مختلف را میان ۱۰ تا ۳۵ ملی‌متر و مقدار برف را میان ۱۵ تا ۴۵ سانتی‌متر پیش‌بینی کرده است.

لوی اختر!!په تېرو دوه ورځو کې هیڅ امنيتي پیښه نده سوې،دا امنيت داسې فوځ نیولی دی چې د شپې تهجد کوي د ورځې یې روژې وي، او...
10/07/2022

لوی اختر!!
په تېرو دوه ورځو کې هیڅ امنيتي پیښه نده سوې،
دا امنيت داسې فوځ نیولی دی چې د شپې تهجد کوي د ورځې یې روژې وي، او په معاش اخيستلو شرمېږي احمق دښمن له همدې پوځ سره بېا د مبارزې خوب ویني

مرسته وکړی د ځان او د نور د ژوند په خاطر۔۔۔۔۔۔🙏
07/07/2022

مرسته وکړی د ځان او د نور د ژوند په خاطر۔۔۔۔۔۔🙏

د کابل امنيه قومندانۍ د هېوادوالو د امنيت خوندي کولو لپاره ۱۰۰ وړیا شمېره ووېشله.
سرچینې ویلي؛ که مشکوک خلک ولیدل شول یا څوک د چا لخوا له کوم ګواښ سره مخ شو؛ نو له سل (۱۰۰) وړیا شمېرې سره دې اړیکه ونیسي، امنیتي ځواکونه به ځان پخپل وخت ورورسوي.

يو تصوير او يو دنيا خبري په لاسو دي برکت شهرت❤☝🙏
07/07/2022

يو تصوير او يو دنيا خبري په لاسو دي برکت شهرت❤☝🙏

👈 کوماندو ، صفر یک او صفر2 پریږده چې د شپې د بیگناه ملکیانو په کورونو خونړی ډاکې واچوي او آن د زانگو ماشومان یې قتل عام ...
20/05/2021

👈 کوماندو ، صفر یک او صفر2 پریږده چې د شپې د بیگناه ملکیانو په کورونو خونړی ډاکې واچوي او آن د زانگو ماشومان یې قتل عام کړي
👈 امنيتي کړی پریږده چې په لويو لارو کې د ږيري ، پتکي او یا عادي فیسبوکي نقد پر سر ځوانان د کلونو ، کلونو لپاره د تورو تمبو میلمانه کړي
خو
⬅ د گیلم جم ملیشو مشر ته د باج په شکل (مارشالي) ورکوي
نازولې لور يې انتصابي وکیله او نازدانه باتور جان یې د ولس سرنوشت ټاکوونکي هئیت غړی مقرر کړي
⬅ د علیپور د زړه ساتلو لپاره د نظامي عملیاتو تر چتر لاندې په منطقه کې خوراکي مواد ویشي
⬅ د خر+آساني او امثالهم اوباشانو او لنډغرو مشران یې ان د ارگ تر معاونیته ورسول
خو بیا هم څو چوشک خولې ماشومان وایي (بابا) بې بدیله دی
رښتيا هم (بابا) په بې ننگي او ذلالت کې (بې بدیله) دی
یادښت: عکس کې دوستمي ملیشې د ټام نیکه د ټاکلي والي پر ضد مسلحانه لاریون ته راوتلي

تر يو څه ځنډ وروسته....
31/03/2021

تر يو څه ځنډ وروسته....

د هندوستان د کرکټ بورډ ادارې ویلي چې د آی پي اېل هره لوبډله باید خپل یو اننګز یا شل اورونه په ۹۰ دقیقو کې پای ته ورسوي.

مخکې به وروستی اوور له نویمې دقیقې څخه پیلېده؛ خو اوس پنځه دقیقې د توپ وهنې اننګز پیل او پای ته ځانګړې کېږي.

یعنې لوبډلې مجبوره دي، چې ۸۵ دقیقو کې یې اورونه د پای کرښې ته رسولي وي او په نوي یمه دقیقه کې باید اننګز ودرول شي.

د لوبڅار اشاره (Soft Signal

د هندوستان کرکټ بورډ پرېکړه کړې، چې په آی پي اېل کې به سافټ سېګنال یا د لوبڅار د اوټ اشاره نه وي.

د کرکټ بورډ په خبره هغه لوبڅار چې د لوبغاړي د اوټ پرېکړه کوي، باید د شک په صورت کې درېیم لوبڅار ته ور وګرځي.

اوس به ونه شي کولای، چې د ان فیلډ یا د لوبغالي لوبڅار پرېکړه د درېیم لوبڅار یا د تلویزیون د لوبڅار په پرېکړه اغېز ولري.

مخکې اصول داسې وو، چې د لوبغالي لوبڅار به د کېچ، ایل بي ډبلیو او یا هم سټم اوټ په اړه پرېکړه وکړه، نو درېیم لوبڅار به هم خپله پرېکړه د ان فیلډ یا د لوبغالي د لوبڅار د لومړۍ پرېکړې په ګټه څرخوله؛ خو اوس به درېیم لوبڅار خپل مستقل دریځ د لوبغاړي د اوټ او یا هم نه اوټ په اړه نیسي او خپله پرېکړه به صادروي.

د هند لوبډلمشر ویرات کولي دا پرېکړه ناسمه بللې او ویلي یې دي، چې زوړ سیستم درست و.

یعنې کله چې د میدان لوبڅار اوټ او یا د نه اوټ پرېکړه وکړي، بیا نو توپوهونکی او یا هم توپ اچوونکی کولای شي، چې ریوو واخلي.

خو هندوستان کرکټ بورډ او د آی پي اېل چارواکي وایي، چې هغې پروسې زیات وخت نیوه او وخت یې ضایع کاوه، نو د آن فیلډ لوبڅار صلاحیت یې هم درېیم یا ټي وي لوبڅار ته ورکړ.

سافټ سېګنالSoft Signal

کله چې په لوبغالي کې دوه ولاړ لوبڅاران د لوبغاړي د اوټ او یا هم نه اوټ په اړه پرېکړه وي.

یعنې مطلب دا چې بالر توپ ترسره کړي او د اېل بي ډبلیو اپیل یا غوښتنه وکړه؛ نو لوبڅار ګوته پورته کوي او اوټ ورکوي، چې دا د اوټ لپاره سافټ سېګنال دی.

که چېري بالر بال وکړي او د اېل بي ډبلیو او یا هم کېچ اوټ اپیل وکړي او لوبڅار اوټ ورنه کړي دا هم د لوبڅار سافټ سېګنال دی، یعنې هم د اوټ لپاره سافټ سېګنال شته او هم د ناټ اوټ لپاره.

که چېري د لوبڅار سافټ سېګنال د بالر په ګټه وي، نو وروسته توپوهونکی ریوو اخلي او درېیم لوبڅار ته پرېکړه ځي.

خو درېیم لوبڅار ډېره پورې د لومړي لوبڅار طرفی کوي او اوټ ورکوي.

خو که د سافټ سېګنال وروسته توپ وهونکی اوټ ورنه کړل شي، بیا بالر ریوو اخلي او بالاخره درېیم لوبڅار ته پرېکړه ځي.

اوس د هندوستان کرکټ بورډ ویلي، چې د لومړي لوبڅار پرېکړه به د تلویزیون په لوبڅار یا په درېیم لوبڅار اغېز ونه لري او د هغه په طرفۍ به پرېکړه نه کوي، بلکې څه چې حقیقت وي، هغه به د خپل دریځ له مخې وړاندې کوي.

15/03/2021
هغه ټولو ته سلام چی په پتلون کی ويده کيږی...
15/03/2021

هغه ټولو ته سلام چی په پتلون کی ويده کيږی...

06/03/2021
😥😥😥
02/03/2021

😥😥😥

02/03/2021

کومه ناوې د لاسه کړم کوم یتیم کرار کرار کـړم😥
ټول وطن شهید شهید دی زه کفن په چا اوار کړم😥

انعکاس راډيو شهيدان

26/02/2021

امريکايي ځواکونو د جو بايډن په امر په سوريه کې پر هغه ملېشه ځواک چې د ايران له لوري يې ملاتړ کيږي بمباري کړې ده. امريکا دا کار د عراق په اربيل ښار کې ددوى په اډه د توغنديز بريد په ځواب کې کړى، تر اوسه د يادې بمبارۍ له امله د اوښتي زيان په اړه څه نه دي ويل شوي.

19/02/2021
چی په دی اوس فخر وکوو او که وشرمیگوو...... 🤔🤔😇😇🤔
19/02/2021

چی په دی اوس فخر وکوو او که وشرمیگوو...... 🤔🤔😇😇🤔

کابل پوهنتون کې یوه ډله محافظۀکاره او د ټیټ وجدان پښتانه مشري لري، دغه لیکدړه څه موده مخکې لګؤل شوې وه چې پښتو کرښه یې و...
12/02/2021

کابل پوهنتون کې یوه ډله محافظۀکاره او د ټیټ وجدان پښتانه مشري لري، دغه لیکدړه څه موده مخکې لګؤل شوې وه چې پښتو کرښه یې ورته په سپرې سپینه کړې!
دوی په لوی لاس تعصب بنسټیزوي!

ليكنه. Zalland

06/02/2021

💯💯 for Joe Root 👏

The first to score a double-hundred in Test No. 100 es.pn/2021INDENGTest1

31/01/2021

100 % رښتيا دي وفرمايل لالا مى...

د خپل کلي زمرى مه وژنه، کنه د بل کلي ګيدړان به دى وخوري....

واوره جمهوریته🤣......
31/01/2021

واوره جمهوریته🤣......

31/01/2021

د ولسمشر یوشمیر باوری ملگرو هم لنډمهاله حکومت ته ډول وهل پیل کړل.
نن د ولسی جرګی مشر میر رحمان رحماني د ولسي جرګې په استازيتوب د لنډمهاله حکومت څخه ملاتړ څرګند کړ.

#اسدزیار

🤣🤣
31/01/2021

🤣🤣

د ولسي جرګې رییس:
مونږ ته هم د موقت حکومت طرحه رسېدلې او ملاتړ ترې کوو

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وايي، چې د روانې جګړې له کبله هره ورځ لسګونو افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي، خو حکومت او طالبانو بیا د واک او امتیاز ترلاسه کولو لپاره ‎د سولې بهیر له خنډونو سره مخ کړی دی. رحماني زیاتوي، چې روان وضعیت نور ورته د منلو نه دی او دواړې خواوې دې ژر تر ژره د سولې په خبرو کې په ټپه درېدلی حالت پای ته ورسوي.نوموړي دغه راز په دې تړاو یوه ۲۱ کسیز کمېسیون ته دنده سپارلې چې د سولې په ټپه درېدلی حالت له نږدې و ارزوي. د رحماني په خبره، یاد کمېسیون به د مصالحې له عالي شورا، د سولې وزارت، سیاسیونو او د سولې له دواړو مرکچي پلاوو سره په دې تړاو خبرې وکړي، ترڅو په خبرو کې روان بن‌بست پای ته ورسېږي.نوموړي دغه راز وویل چې دوی ته هم د سولې لپاره د موقت حکومت جوړولو طرحه رسېدلې او ملاتړ ترې کوي.

31/01/2021

رویټرز:
بهرني سرتېري په ټاکلې نېټه له افغانستانه نه وځي

رویټرز اژانس ویلي چې بهرني عسکر به د مې تر میاشتې وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي. یوه امریکایي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط رویټرز ته ویلي چې تر اوسه له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو د وتلو لپاره ټاکل شوي شرایط نه دي پوره شوي نو د بایډن اداره به په خپلو پالیسیو کې ځینې بدلونونه راولي. هغه زیاته کړې، طالبانو خپلې ژمنې نه دي پوره کړې، واشتګټن دې پروسې ته ژمن دی خو تر اوسه یې د پوځیانو ایستلو په اړه پرېکړه نه ده کړې. په راپور کې له سره تر پایه د بهرنیو عسکرو خبره شوې ده او دا مشخصه نه ده چې امریکایي سرتېري به وځي او کنه. د یادونې ده چې تر دې وړاندې د بایډن د ملي امنیت سلاکار جک سلېوان هم ویلي وو چې دوی به د دوحې هوکړه له سره وارزوي او دا به هم وګوري چې طالبان څومره شویو وعدو ته ژمن پاتې کېږي.

31/01/2021
30/01/2021

ننګرهار ځایي چارواکي:
نننۍ چاودنه کې اته افغان سرتېري وژل شوي دي

په ننګرهار کې د یوه ځانمرګي برید له امله اته افغان سرتېري وژل شوي دي. د راپورونو له مخې پېښه نن سهار د ننګرهار ولایت په شیرزادو ولسوالۍ کې شوې ده. د ننګرهار ولایت مقام په خپره کړې اعلامیه کې دغه پېښه تایید کړې ده او زیاتوي له چاودېدونکو توکو ډک هاموې ټانک د شیرزادو ولسوالۍ په مندیګک سیمه کې له یوې پوستې سره څېرمه چاودنه کړې ده چې له امله یې اته افغان سرتېري وژل شوي دي. سرچینه همدا راز کاږي چې امنیتي ځواکونو له چاودېدونکو توکو یو بل ډک مازدا ډوله موټر نیول دی. د ننګرهار ولایت مقام وایي چې امنیتي ځواکونه به په سیمه کې د ترهګریزو فعالیتونو د ختمولو لپاره ډېر ژر عملیات ترسره کوی.

30/01/2021

امنیت و جرايم وزارت امور داخله: افراد غیر مسوول علیپور در بهسود بالای نیروهای امنیتی حمله نمودند احمد صهیب حسرت 29 Jan 2021 - 21:41 احمد صهیب حسرت 29 Jan 2021 - 21:41 کابل (پژواک، ۱۰ د...

30/01/2021

په کابل ښار کې دوو چاودنو څلور کسه ټپيان کړي دي

د راپورونو له مخې لومړنۍ چاودنه د پنځمې امنیتي حوزې اړوند له کمپنۍ پله سره څېرمه شوې چې له امله یې چا ته تلفات نه دي اوښتي. د کابل امنیه قومنداني هم دغه پېښه تاییدوي. بلخوا د کابل ښار د څلورمې ناحیې اړوند له سلیم کاروان مېنې سره څېرمه پر یوه کرولا ډوله موټر د مقناطیسي ماین چاودنه شوې ده. د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي چې په پېښه کې څلور کسه ټپیان شوي دي. د دې دواړو چاودنو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

Address

Mazar-e Sharif

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when VOA د افغان غږ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share

Category