05/12/2022
درنو هېوادوالو!
شری یا سرخکان یوه ساري ناروغي ده، چې له یو انسان څخه بل ته انتقالېږي، دا ناروغي ستاسو کوچنیان له جدي ګواښ سره مخ کوي.
نو مه پریږدئ! چې ماشومان مو پرې اخته شي له ۹ میاشتو تر ۵ کلنۍ پورې ټول ماشومان مو واکسین کړئ تر څو له شري څخه په امان پاتې شي.
د شري واکسین سیار ټیمونه ستاسو د سیمې روغتیایي مرکزنو، ښوونځیو، مسجدونو او ستاسو د کورونو نږدې ځایونو ته درځي، ورشي ماشومان مو وړیا واکسین کړئ!
واکسین ستاسو حق دی.