احسان الله عادل

احسان الله عادل زه به درته ښې نکریزې راوړمه ته دې په ورغوي سوله ولیکه

12/06/2024

د کار او ټولنیزو چارو وزارت: د عرفې او لوی اختر په مناسبت په ټول هېواد کې د ۴ ورځو عمومي رخصتي ده.

د مالاوي هېواد مرستیال ولسمشر لېږدونکې الوتکه ورکه شوې.
11/06/2024

د مالاوي هېواد مرستیال ولسمشر لېږدونکې الوتکه ورکه شوې.

د افریقا ختیځ مالاوي هېواد محلي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د مرستیال ولسمشر سائولوس چیلیما لېږدونکې الوتکه له رادار څخه وتلې. د یاد هېواد ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره کړ...

نرېندرا مودي د درېیم ځل لپاره د هند د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه.
10/06/2024

نرېندرا مودي د درېیم ځل لپاره د هند د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه.

نریندرا مودي د درېیم ځل لپاره د ډیلي په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې د هند د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه. په دې مراسمو کې زرګونه مېلمنو ګډون کړی و، ....

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په ۱۹مه لوبه کې نن ماښام ۷:۰۰ بجې د امریکا په نیویارک کې دوه ستر سیالان هند او پاکستان د لوبې ...
09/06/2024

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په ۱۹مه لوبه کې نن ماښام ۷:۰۰ بجې د امریکا په نیویارک کې دوه ستر سیالان هند او پاکستان د لوبې ډګر ته ښکته کیږي.
له دې وړاندې هند او پاکستان د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام په ۷ لوبو کې مخامخ شوي، چې ۵ یې هند او یوازې یوه یې پاکستان ګټلې ده او یوه یې بیا بې پایلې شوې ده.

09/06/2024

ته يې کړه خوښ چې بنګړي څنګه غواړې
بيا د اختر په ورځ لانجې نه منم

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان په نړیوال جام کې له دویمې بریا وروسته افغان ولس ته مبارکي ویلې او ویلي یې...
08/06/2024

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان په نړیوال جام کې له دویمې بریا وروسته افغان ولس ته مبارکي ویلې او ویلي یې دي، چې له نیوزیلاینډ څخه لوبه ګټل یوه غټه لاسته راوړنه ده.
راشد خان د خپل ولس له بې‌ساري ملاتړ څخه مننه کړې او ترې غوښتنه یې کړې، چې دوی دې په دعاګانو کې نه هېروي.

کرېکټ؛ افغانستان لومړي ځل لپاره نیوزیلاینډ ته ماتې ورکړه.
08/06/2024

کرېکټ؛ افغانستان لومړي ځل لپاره نیوزیلاینډ ته ماتې ورکړه.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې سیالې نیوزیلاینډ لوبډلې ته د ۸۴ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه او د روان کال په شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې یې دویمه پرلپسې بریا خپله کړ....

د افغان اتلانو ستره بریا دې ټولو هېوادوالو ته مبارک ويد افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې سیالې نیوزیلنډ لوبډلې ته د ۸۴ منډو په...
08/06/2024

د افغان اتلانو ستره بریا دې ټولو هېوادوالو ته مبارک وي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې سیالې نیوزیلنډ لوبډلې ته د ۸۴ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه او د روان کال په شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې یې دویمه پرلپسې بریا خپله کړه.

دغه ستره بریا دې ټول افغان ولس او د افغان لوبډلې ټولو مینه والو ته مبارک وي!

🎉🎊🎊

د افغانستان زعفرانو د نهم ځل لپاره د نړۍ په کچه لومړی مقام خپل کړ.
04/06/2024

د افغانستان زعفرانو د نهم ځل لپاره د نړۍ په کچه لومړی مقام خپل کړ.

د افغانستان زعفرانو د نهم ځل لپاره د بلجیم د ذایقې له نړیوال انسټیټوټ څخه د خوند (ذایقې) په برخه کې لومړی مقام ترلاسه کړ. په یاد انسټیټوټ کې د افغانستان په استازیتوب د ....

د ۲۰۲۴ کال کرېکټ شل اوریز نړیوال جام؛ افغانستان یوګانډا ته د ۱۲۵ منډو په توپير ستره ماتې ورکړه.
04/06/2024

د ۲۰۲۴ کال کرېکټ شل اوریز نړیوال جام؛ افغانستان یوګانډا ته د ۱۲۵ منډو په توپير ستره ماتې ورکړه.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو په خپله لومړۍ لوبه کې د یوګانډا ملي لوبډلې ته د ۱۲۵ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه. افغان لوبډلې په (س...

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د نړیوال شل اوریز جام په لومړنۍ لوبه کې یوګانډا ته د ۱۲۵ منډو په توپیر ماتې ورکړهد افغانستا...
04/06/2024

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د نړیوال شل اوریز جام په لومړنۍ لوبه کې یوګانډا ته د ۱۲۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۴م کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې یوګاندا ته په ستر توپیر ماتې ورکړه.
افغان اتلانو له خپل ۱۸۴ منډو هدف په بریالیتوب دفاع وکړه، سیاله لوبډله یې په ۵۸ منډو له ډګره بهر کړه او د ۱۲۵ منډو په ستر توپیر یې بریا خپله کړه.

افغانستان د شل‌اوریزو سیالیو نړیوال جام په پینځمه لوبه کې له یوګانډا سره مخ کیږي.دغه سیالۍ سبا سه‌شنبه د افغانستان پر وخ...
03/06/2024

افغانستان د شل‌اوریزو سیالیو نړیوال جام په پینځمه لوبه کې له یوګانډا سره مخ کیږي.
دغه سیالۍ سبا سه‌شنبه د افغانستان پر وخت سهار مهال ۵:۰۰ بجې د ویسټنډیز په پراوېډینس لوبغالي کې پیلیږي.

کرېکټ؛ د ۲۰۲۴ شل اوريز نړيوال جام د امریکا په بریا پيل شو.
02/06/2024

کرېکټ؛ د ۲۰۲۴ شل اوريز نړيوال جام د امریکا په بریا پيل شو.

د ۲۰۲۴ کرېکټ نړیوال جام شل اوریزې سیالۍ د ۲۰ لوبډلو په ګډون نن سهار (یکشنبه، د غبرګولي ۱۳مه) د امریکا متحده ایالاتو او ویسټنډیز په کوربتوب پيل شو. د دې نړیوال جام په لو....

افغانستان په تمریني لوبې کې سکاتلنډ ته په 55 منډو ماتې ورکړهافعان اتلانو د سکاټلنډ پر وړاندې تمریناتي لوبه کې د خپلو ۸ ل...
31/05/2024

افغانستان په تمریني لوبې کې سکاتلنډ ته په 55 منډو ماتې ورکړه

افعان اتلانو د سکاټلنډ پر وړاندې تمریناتي لوبه کې د خپلو ۸ لوبغاړو په زیان سره ۱۷۸ منډې جوړې کړې.
د افغان لوبډلې په ګټه ګلبدین نایب ۶۹، عظمت الله عمرزي ۴۸، محمد نبي ۱۶ او لوبډلمشر راشد خان ۱۵ منډې جوړې کړې.
د افغانستان لپاره په توپ‌اچوونه کې مجيب‌الرحمن او کريم جنت دوه_دوه وېکټې, راشد خان او ننګيال خروټي، دوو اورونو کې درې_درې منډې ورکړې او يو يو لوبغاړي يې وسوځول.
فضل‌الحق فاروقي درې اورونو کې ۱۳منډې، نوين‌الحق درې اورونو کې ۱۶منډې يوه وېکټ، عظمت‌الله عمرزی درې اورونو کې ۲۶منډې يوه وېکټ، فريداحمد يو اوور ۱۴منډې او ګلبدين نايب هم يو اوور، پنځه منډې ورکړې او يوه وېکټ يې ترلاسه کړه.

د مې ۲۹ د پښتو ژبې نړیواله ورځ؛ پښتو د نړۍ په لومړیو لویو ۴۰ ژبو کې ځای لري.
30/05/2024

د مې ۲۹ د پښتو ژبې نړیواله ورځ؛ پښتو د نړۍ په لومړیو لویو ۴۰ ژبو کې ځای لري.

دغبرګولي ۹ مه چې د مې له ۲۹ سره برابره ده، د پښتو ژبې د نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. د معلوماتو له مخې په دې ژبه شاوخوا ۷۰ ميليونه وګړي خبرې کوي چې له کبله یې پايښت ...

افغان کرېکټ ملي لوبډله د نړیوال شل اوریز جام تمریني سیالیو په لړ کې سبا شپه ( چهارشنبه، د غبرګولي ۹مه ) ۰۹:۳۰ بجې په خپل...
28/05/2024

افغان کرېکټ ملي لوبډله د نړیوال شل اوریز جام تمریني سیالیو په لړ کې سبا شپه ( چهارشنبه، د غبرګولي ۹مه ) ۰۹:۳۰ بجې په خپله لومړۍ تمریني لوبه کې د عمان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کيږي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې  په را روان ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام کې د تمریناتي او رسمي سیالیو مهالوېش او د افغانستان پر...
28/05/2024

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په را روان ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام کې د تمریناتي او رسمي سیالیو مهالوېش او د افغانستان پر وخت یې د ترسراوي، ټاکلي وختونه په ډاګه شول.
افغان لوبډ‌له به د دغه مهالوېش له مخې خپله لومړۍ تمریناتي لوبه د عمان پر وړاندې، د روان کال د مې میاشتې په ۲۹مه نېټه د افغانستان پر وخت د شپې ۰۹:۳۰ دقیقي ترسره کړي.

27/05/2024

مالیې وزارت د مسلک او وړتیا اصل ته په کتو د کادرونو د جذب په موخه دوه د امریت بستونه د ازادي سیالۍ له لاري اعلان ته سپارلي دي.
د نورو معلوماتو له پاره لاندي لینکونه وګورئ.
! https://mof.gov.af/dr/104-%D8%A2%D9%85%D8%B1-%D9%BE%D9%84%D8%A7%D9%86-%D9%88-%D9%BE%D8%A7%D9%84%DB%8C%D8%B3%DB%8C-%D8%A8%D9%88%D8%AF%D8%AC%D9%87-%D9%85%D9%84%DB%8C…
https://mof.gov.af/dr/103-%D8%A2%D9%85%D8%B1-%DA%A9%D9%86%D8%AA%D8%B1%D9%88%D9%84-%D8%A7%D8%AC%D8%B1%D8%A7%DB%8C-%D8%A8%D9%88%D8%AF%D8%AC%D9%87-%D9%85%D9%84%DB%8C-re-announced

Address

Kunduz

Telephone

+93771430418

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when احسان الله عادل posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to احسان الله عادل:

Share


Other News & Media Websites in Kunduz

Show All

You may also like