Qasim jan Qasimi

Qasim jan Qasimi د هیواد،سیمې او نړۍ تازه،دقیق او په زړه پورې راپورونه دلته راسره تعقیب کړئ

د یو داسې ښار د جوړولو ارمان لرم،چیرې چې د خلکو فرهنګ یوازې مینه وي!
13/05/2024

د یو داسې ښار د جوړولو ارمان لرم،چیرې چې د خلکو فرهنګ یوازې مینه وي!

24/07/2022

د جلال اباد ښاروالۍ په دې ولایت کې د غټې غوښې پر پلور بندیز ولګوه.
د ښاروالۍ مسوولین وایي دا پرېکړه تر امر ثاني پورې ده او موخه یې هغه مرګونې ناروغي ده چې په دې وروستیو کې د غټ مال په غوښه کې تشخیص شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې دوی دا پرېکړه د یادې مرګونې ناروغۍ د مخنیوي په اړه کړې ده.
د دوی په خبره له دې وروسته به په ننګرهار کې یواځې د وړوکي مال، خوسکي، پسه، بیزې غوښه پلورل کېږي.

په کندهار کې د کولرا ناروغۍ د درملنې ځانګړی پنځوس بستريز مرکز پرانیستل شو.
20/07/2022

په کندهار کې د کولرا ناروغۍ د درملنې ځانګړی پنځوس بستريز مرکز پرانیستل شو.

دا چې د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې د اتشفشان منځته راتګ ټولې نښې نښانې ښکاره شوي دي او د واقع کیدلو امکانات یې ډېر زیات د...
19/07/2022

دا چې د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې د اتشفشان منځته راتګ ټولې نښې نښانې ښکاره شوي دي او د واقع کیدلو امکانات یې ډېر زیات دي خو بیا هم الله دې خپل رحم وکړي
زمونږ ساده افغانان په هغه ځای کې چې نارمل فالټ( شکست) منځته راغلی دی په همغه ساحه کې ویډیو ګانې کوي او په تیلو کې ګوتې وهي او تر تولو باوري ځاې د پوران لپاره همدغه فالټونه او یا شا و خوا د فالټ بلل کیږي. خدای مه کړه که اتشفشان دغه حالت کې پوران وکړو ولا که دې بیا هډوکي هم معلوم شي. نو د ساحې ټولو خلکو څخه هیله کوم چې له دغه ساحې څخه لیرې اوسئ ځکه چې فشار دومره زیات دی چې د تیلو ذخیرې seal rock یې هم درزداره کړی دي ځکه دغه تیل په کمه اندازه ترینه راوتلي دي.
اوسنی حاکم نظام باید له ګاونډي هیوادونو څخه Seismometer. Strainmeter.Tiltmeter او airbone laser راوغواړي او ورسره یو تخنیکي ټیم تر څو د دغه ساحې خلک د خطر څخه بچ شي.
په 1815 کال کې په انډونشیا کې جیولوجسټانو خلکو ته ویل له دې ساحې لاړ شی خرابیږئ هغه خلک هم لکه د افغانانو سرتمبه خلک وو نه تلل کله چې ولکان پوران وکړو 120000 نفر په کې مړه شول او دومره قوی ولکان وو چې څلوېښت کیلومتره یې اسمان ته ذرات اوچت شوي وو
د ډېرو معلوماتو لپاره Mt Tambora volcano search کړئ.
په 1883 کې Krakatoa ولکان رامنځته شو چې تقریباً 36000 نفر په کې مړه شول او ورسره سمندری طوفان سونامي هم منځته راغلو.

19/07/2022

سلګۍ يا هټکۍ (hiccup) څه شى دى، ولې پيدا کيږي، او څنګه يې تداوي کولاى شو؟!

سلګۍ(هټکۍ) د حجاب حاجز (ډيافراګم) هغه غير اردي تقلصات يا حرکات دي چې کېداى شي په يوه دقيقه کې څو ځله تکرار شي.
سلګۍ (هټکۍ) د يوه ريفلکس په base کې منځ ته راځي، چې نوموړى ريفلکس arc نوميږي، کله چې دغه ريفلکس تنبه شي، نو د حجاب حاجز د يو قوي تقلص سبب ګرځي، چې په تعقيب 0.25 ثانيې وروسته صوتي حبول(vocal cords) بنديږي، او د سلګۍ کلاسيک آواز hic (هک) يې په نتيجه کې منځته راځي.
د سلګۍ (هټکۍ) منځته راتګ لاملونه ډير زيات دي او څه د پاسه سل علتونه لري، خو مهم لاملونه يې عبارت دي له؛
* ټوخى (cough)
* د هوا تېرول (swallowing air)
* خولې ته تروې اوبه راتلل(GERD)
* دمعدې چوره (hiatal hernia)
* تېز يا په بېړه خوراک کول (rapid eating)
* وېره (fear)
* انزايټي (anxiety)
* کاربونيت لرونکي مشروبات لکه پيپسي، ډيو، انرژي وغيره
* الکولي مشروبات
* وچه ډوډۍ خوړل (dry breads)
* مصالحه لرونکي خوراکونه (spicy foods)
* آپين يا هغه درمل استعمالول چې په خپل ترکيب کې آپين لري لکه مورفين وغيره
* خندا کول(laughing)
* پښتورګو ناروغۍ
* دماغي حمله (stroke)
* دماغي پردو يا سحاياو التهاب (meningitis)
* اعصابو تخريب کيدل په خاص ډول لسم عصب(vagus)
اوداسې نور... چې دغه ټولو لاملونو په اساس phrenic عصب چې حجاب حاجز يې تعصيب کړى، تخريش کيږي او سلګۍ پيدا کيږي.
تداوي؛ اکثره سلګۍ له لږ څه انتظار څخه وروسته په خپله ښه کيږي. مختلفې فلکلوريکې(رواجي) طريقې هم د سلګۍ په بندولو کې کارول کيږي لکه ناروغ ته داسې خبرې کول چې هيجانه يې کړي، او داسې نورې خو لا تر اوسه کوم ثبوتي شواهد دسلګۍ په بندولو کې نه لري.
د سبب درملنه او تداوي يې ډيره مهمه ده.
په طبابت کې يوازې د هغه سلګۍ درملنه ترسره کيږي، چې دومداره، متکرره،معنده(persistent)، او شديده وي.
دواګانې يې عبارت دي له؛
baclofen, chlorpromazine, metoclopramide,
gabapentin, various type of PPI, Haloperidol
همدارنګه کولاى شو چې په ډيرو شديدو پيښو کې phrenic عصب د 0.5 فيصده پروکاين پواسطه بلاک کړو.
ځينې خپله تطبيق کيدونکي ميتودونه او کورنۍ طريقې؛
@ لکه په سر ودريدل (headstanding)
@ يو ګيلاس اوبه په ملاستې يو اړخ باندې کږيدو په صورت کې څښل
@ د يو کس پواسطه د سلګۍ لرونکي کس ويرول
@ د ژبې لاندې د بورې (Sugar) نيول
@ د اوږد وخت لپاره ساه نيول، او بيا د لاس په موټي کې خوشې کول
@ زنګون تر سېنې لاندې کول او مخکې طرف ته ورباندې ځان ځوړند کول.

نن شپه به سپوږمۍ ځمکې ته ډېره نږدې وي، چې ډېره لويه او رڼه به ليدل کيږي. د فضايي اکتشافاتو اداره (سپيس) وايي، چې دا د ٢٠...
13/07/2022

نن شپه به سپوږمۍ ځمکې ته ډېره نږدې وي، چې ډېره لويه او رڼه به ليدل کيږي.
د فضايي اکتشافاتو اداره (سپيس) وايي، چې دا د ٢٠٢٢ کال تر ټولو زيات د سپوږمۍ او ځمكې نږدې کيدل دي، چې ٣٥٧٢٦٤ کليومتره واټن به ولري.
دغه نږدېوالى د افغانستان په وخت نن چهار شنبه د شپې په ١٢ نيمې بجې ښه مشاهده کيداى شي.

28/06/2022

په پاکستان کې د پټرولو د يوه لېټر بيه ۳۱۰ کلدارو ته ورسېده.

د خوست او پکتیکا د زلزلې ټپیانو درملنه روانه او د خوست هوایي ډګر له لارې د زخمیانو انتقال، درملنه او د مرستو د وېش لړۍ پ...
24/06/2022

د خوست او پکتیکا د زلزلې ټپیانو درملنه روانه او د خوست هوایي ډګر له لارې د زخمیانو انتقال، درملنه او د مرستو د وېش لړۍ پیل شوي.

خوست والي مولوي محمد نبي عمري د یو پلاوي په مشرۍ د خوست په هوایي ډګر کې د پکتیکا او سپېرې ولسوالۍ د زلزلې د ټپیانو له درملنې او دوی سره د مرستې لړۍ له نیږدې وکتله.

خوست والي وویل چې خوست نړیوال هوایي ډګر کې د ټپیانو د بیړنیو مرستو او د بهرنیو مرستو د تنظیم او د پروازونو د منظم کولو مرکز پرانستل شوی او ولایتي اداره په بشپړه توګه یاد حالت مدیریت کړی.

خوست والي وویل نن ورځ دپکتیکا له برمل ولسوالۍ څخه دېرش ټپیان د خوست روغتیایي مرکزونو ته راوړل شوي، چې درملنه یې روانه ده.

والي زیاته کړه، د پاکستان، متحده عربي اماراتو، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو مرستې د خوست هوایي ډګر ته راوړل شوي، چې د ځمکې او هوا له لارې به سپېرې ولسوالۍ او پکتیکا ته انتقال شي، چې دا لړۍ پیل شوي.

هغه وویل مرستو ته اړتیا شته او په دې برخه کې د نړیوالو او داخلي بنسټونو مرستې مهمې دي.

خوست والي له هغو ټولو هېوادنو او مؤسساتو مننه وکړه چې د خوست او پکتیکا زلزله ځپلو کورنیو سره مرسته کوي او زیاته یې کړه چې په خوست کې د زلزلې ټپیانو د د درملنې لپاره ټول امکانات برابر شوي.

24/06/2022

#تازه

پکتیکا کې، نن یوځل بیا زلزلې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې.
ځایي چارواکي وایي، نن سهار شاوخوا یولس بجې د پکتیکا پۀ ځینې سیمو کې زلزله شوې، چې لۀ امله یې ۵ تنه مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د کونړ کړه مار ساحه کې همدا شیبه یو کور ښویدلی چې لا یې د مرګ ژوبلې کره شمیره نده معلومه.
23/06/2022

د کونړ کړه مار ساحه کې همدا شیبه یو کور ښویدلی چې لا یې د مرګ ژوبلې کره شمیره نده معلومه.

22/06/2022

دهوا حالاتو اټکل:
افغانستان کې راغلې باراني څپه پای ته رسیږي.
د نن شپې تر ناوخته پورې د اکثره ولایتونو څخه وریځ روانیږي، سبا پنجشنبه په اکثره ولایتونو کې اسمان شین دی. ډېر کم شمېر ولایتونه به وریځ ولري او ممکن بیخي د ګوتو په شمېر ولایتونو کې لږ باران ته زمینه برابره شي.

پکتیکا او خوست ولایتونو سره مرسته.د نغدي مرستو تر څنګ د افغاني سرې میاشتې لۀ ګودامو 15 موټرو کې 4000 کمپلې، 800 خیمې، 40...
22/06/2022

پکتیکا او خوست ولایتونو سره مرسته.
د نغدي مرستو تر څنګ د افغاني سرې میاشتې لۀ ګودامو 15 موټرو کې 4000 کمپلې، 800 خیمې، 4000 ترپالونه، 800 د پخلنځي د لوښو بستې، درمل، د اوبو سلګونه بوشکې او ګڼ نور توکي یادو زلزله ځپلو سیمو ته لېږل شوي.

22/06/2022

په کابل کې د شهزاده سرای صرافانو زلزلې ځپلو سره څه کم دوه ملیونه افغانی نغدي مرسته وکړه.

ناز کېنکز د نن  پر وړاندې دوهمه بریا تر لاسه کړهخوست کې د رسنیز کریکټ جام د اووم پړاو سیالیو په جریان کې  ناز کېنکز او د...
18/06/2022

ناز کېنکز د نن پر وړاندې دوهمه بریا تر لاسه کړه

خوست کې د رسنیز کریکټ جام د اووم پړاو سیالیو په جریان کې ناز کېنکز او د نن اف ام راډیو لوبډلې سره مخامخ شوې.
د سیالۍ پچه د ناز کینګز لوبډلې وګټله او د توپوهنې پریکړه يې وکړه، چې په دوولسو اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره مقابلې لوبډلې ته ۱۴۰ منډې هدف ورکړ.
دناز کینګز لپاره حضرت عمر عمري تر ټولو زیاتې ۵۹ او ګلاب مړوند ۴۳ زیاتې منډې ترلاسه کړې
دنن اف ام لوبډلې یاد هدف پوره نه کړ او د لوبې په دوولسم اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یوازې ۱۰۹ منډې جوړې کړې
سیالي ناز کېنګز لوبډلې په ۳۱ منډو وګټله او غوره لوبغاړی حضرت عمر عمري ونومول شو.
د خوست رسنیو ترمنځ د کرکټ دغه سیالۍ د تڼیوال پارک په میس عینک کرکټ لوبغالي ترسره کیږي، چې هره ورځ دوه لوبې تر سره کوي.

17/06/2022

د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکی نور احمد:

داسې بې عزتې ده چې پاکستاني پوځيان له نارینه وو افغان مېرمنې جلا کوي او کانټینرونو ته يې ننه‌باسي دغه شان ایف سي والا له مسافرو پیسې اخلي، په زور يې ترې اخلي، ډېر بد حال دی.

د زونونو په کچه د نجیب الله تره کي د معلولیت لرونکو لوبغاړی شل اوریزې سیالۍ پای ته ورسیدې.یادې سیالۍ چې د افغان کرکټ ادا...
17/06/2022

د زونونو په کچه د نجیب الله تره کي د معلولیت لرونکو لوبغاړی شل اوریزې سیالۍ پای ته ورسیدې.
یادې سیالۍ چې د افغان کرکټ ادارې له لوري په خوست ولایت کې د پنځو زونونو ترمنځ، له تیرو اتو ورځو رهیسې پیل شوي وې، نن جمعه یې اتلوالي د سپین غر معلولینو لوبډلې خپله کړه.

17/06/2022

په پاکستان کې یو امریکايي ډالر 209 کلدارې پلورل کیږي.

طلوع نیوز ته د (ون ورلډ) جایزه ورکړل شوهدغه جایزه هر کال هغو رسنیو ته ورکول کېږي چې په بې پرې ډول يې د بیان د آزادۍ، د خ...
17/06/2022

طلوع نیوز ته د (ون ورلډ) جایزه ورکړل شوه

دغه جایزه هر کال هغو رسنیو ته ورکول کېږي چې په بې پرې ډول يې د بیان د آزادۍ، د خلکو غږ رسولو، بشري حقونو او مېرمنو حقونو له پاره کار کړی وي.

17/06/2022

پر بایسکل حج ته تلونکی افغان ناهیلی وطن ته راغی.

نور احمد وايي، اوس هرات کې یم خو څو ځل مې د عراق او کویټ د وېزو غوښتنه رد شوه.
زیاتوي، حج اوقافو وزارت مو ښايي له کابله الوتکه کې واستوي.
نوموړي شاوخوا یوه میاشت ایران کې ایسار و.

16/06/2022

سپین بولدک:
د پاکستاني ملیشو له خوا، یو افغان سپین ږیری تر وهلو ټکولو وروسته مړ شوی.

جوهر ماه احمدي او عناب بيګزاد چې د کابل په يو خصوصي پوهنتون کې محصلين وو, نن يې په خپل ټولګي کې د نوي ژوند پيل کړى او د ...
11/06/2022

جوهر ماه احمدي او عناب بيګزاد چې د کابل په يو خصوصي پوهنتون کې محصلين وو, نن يې په خپل ټولګي کې د نوي ژوند پيل کړى او د واده ټول مصرف يې يوازې ۱۵ زره افغانۍ شوى.
دا جوړه وايي: له شانداره مراسمو او مجلل فضاء ور هاخوا په کيک او کلچو يې خپلو مېلمنو چتموالى نيولى وو. او له دې کار يې موخه دا وه چې ځوانانو ته وښي په کم مصرف هم واده کيدلى شي.

07/05/2022

‏د جوزجان - فاریاب پر لویه لار ترافیکي پېښه کې ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ځايي چارواکي وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې فلانکوچ ډوله موټر له ګرزیون ولسوالۍ څخه شبرغان ښار ته په حرکت کې و، چې له سړک اوښتی دی.
یاده پېښه کې ۴ تنه مړه او ۱۲ نور ژوبل شوي دي.

 #کابل:د کابل ښار په تیمني سیمه کې د هوایي ډزو له امله په یوه مارکیټ کې اورلګېدنه رامنځته شوې.
30/04/2022

#کابل:
د کابل ښار په تیمني سیمه کې د هوایي ډزو له امله په یوه مارکیټ کې اورلګېدنه رامنځته شوې.

01/04/2022

د کار او ټولنیزو چارو وزارت:
سبا شنبه د روژې د اولې ورځې په مناسبت په ټول هیواد کې عمومي رخصتي ده.

پاسپورت ریاست: د حمل په ۱۶ مه په ټول هېواد کې د پاسپورت وېش پیلېږي.
29/03/2022

پاسپورت ریاست:
د حمل په ۱۶ مه په ټول هېواد کې د پاسپورت وېش پیلېږي.

په متحده عربي اماراتو کې د ابوظبی پوليسو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غلو هغه ډله نيولي چې د هغه ځای اوسېدونکو څخه یې  ۴۶۰۰۰۰...
24/03/2022

په متحده عربي اماراتو کې د ابوظبی پوليسو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غلو هغه ډله نيولي چې د هغه ځای اوسېدونکو څخه یې ۴۶۰۰۰۰ درهم غلا کړې وو.

22/03/2022

اغلې شکیبه، حبیب دلویې پکتیا ښکلې او لرغونې ځوابي لنډۍ او اتڼیز سروکي په استاد بهرام جان د نوي کال په مناسبت ویلی دی.
تاسو یې هم راسره واورئ.

19/03/2022

پوهنې وزارت:
روانه اونۍ د نجونو ښوونځي په بشپړ ډول پرانیستل کیږي.

04/03/2022

پکتیا ـ ډنډ پټان:
د خروټو په یو مسجد کې چاودنې لږ تر لږه دوه کسان وژلي، ۲۰ نور ژوبل دي.

په لغمان کې د خیبر نوښت راډیو نشرات بند شول.د خیبر نوښت راډیو مسولین وایي چې د مالي او اقتصادي ستونزو له امله نشي کولی چ...
02/03/2022

په لغمان کې د خیبر نوښت راډیو نشرات بند شول.

د خیبر نوښت راډیو مسولین وایي چې د مالي او اقتصادي ستونزو له امله نشي کولی چې نور د دغې راډیو رسنیز فعالیتونه پرمخ یوسي.
خیبر نوښت راډیو له شاوخوا تېرو لسو کلونو را پدیخوا د لغمان ولایت له مهترلام ښار څخه 94.5FM څپو نشرات کول، چې اوس مهال د مالي او اقتصادي ستونزو له امله بنده شوه او نور به رسنیز فعالیت ونه لري.
یاده دې وي چې له تحوالاتو وروسته په لغمان کې دا دوهمه راډیې شبکه ده، چې د اقتصادي ستونزو او مالي امکاناتو د نشتون له امله بندېږي.

Address

Khost
KHOST

Telephone

+93771746946

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Qasim jan Qasimi posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Qasim jan Qasimi:

Videos

Share



You may also like