Afghan Star TV

Afghan Star TV (N.H.I)

06/10/2023

Afghanistan Vs Pakistan Asian Games 2023 2nd Semifinal
Gulbadin Naib's all-round performance powers Afghanistan to a thrilling win against Pakistan! Chasing 116 on a tricky batting surface, Naib scored a quickfire 26 to guide his side to the finals of the !

08/01/2023

Hi everyone! 🌟 You can support me by sending Stars - they help me earn money to keep making content you love.

Whenever you see the Stars icon, you can send me Stars!

20/10/2022

Floods In Afghanistan and In Pakistan

پوهیژی کله  چي په ۲۰۰۴م کال کي فسبوک جوړ سو ،  لومړنۍ پوسټ يي همدا انځور وو !ڼوټ په ۲۴ ساعتونو کې يي يو لايک اخيستې و
28/07/2022

پوهیژی
کله چي په ۲۰۰۴م کال کي فسبوک جوړ سو ، لومړنۍ پوسټ يي همدا انځور وو !
ڼوټ په ۲۴ ساعتونو کې يي يو لايک اخيستې و

حریص موږکـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ یو حریص موږک له جوارو ډکه ټوکرۍ ولېدله. غوښتل یې ټول جوار وخوري؛ نو د همدې لپاره یې په ټوکر...
28/07/2022

حریص موږک
ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ
یو حریص موږک له جوارو ډکه ټوکرۍ ولېدله. غوښتل یې ټول جوار وخوري؛ نو د همدې لپاره یې په ټوکرۍ کې سوری وکړ. ځان یې نری کړ ټوکرۍ ته ننوت. له ښه ډېرو جوارو خوړلو وروسته موړ او ډېر زیات خوشاله شو.

غوښتل یې په خپله لاړ شي، هڅه یې وکړه چې له سوري بهر شي، خو ونه توانېد، ځکه سوری کوچنی او خېټه یې له جوارو پړسېدلې وه. بیا یې د وتلو هڅه وکړه، خو د ډېرو جوارو خوړلو له کبله یې هڅه ناکامه شوه.

موږک په ژړا سر شو. یو سوی چې له دې ځایه تېرېده. د موږک غږ یې واورېد او پوښتنه یې ځنې وکړه: "زما ملګریه، ولې ژاړې؟"

موږک ورته وویل: "په ټوکرۍ کې مې سوری وکړ، رادننه شوم چې جوار وخورم، خو اوس د دې سوري له لارې بهر نه‌شم وتلی."

سوی ورته وویل: "دا ځکه چې تا ډېر زیات خوراک کړی دی. اوس نور تر هغې صبر وکړه چې خېټه دې تشه شي." سوی د دې خبرې په کولو سره په خندا شو او په خپله لار لاړ.

موږک په ټوکرۍ کې خوب یوړ. راتلونکې سهار چې له خوبه راپاڅېد، خېټه یې تشه شوې وه، خو یو ځل بیا یې وغوښتل چې نور جوار هم وخوري. د خېټې په غم کې یې له ټوکرۍ د بهر وتلو په اړه هر څه هېر شول. ښه ډېر جوار یې وخوړل او یو ځل بیا یې خېټه وپړسېدله.

کله یې چې خېټه مړه شوه، له ټوکرۍ د وتلو په فکر کې شو، خو هر څومره هڅه یې چې وکړه، هېڅ ګټه یې و نه‌کړه. فکر یې وکړ چې سبا به له ټوکرۍ ووځي.

خو دا ځل د سوی پر ځای پیشو له هغه لارې تېرېدله چې د موږک بوی یې حس کړ. د ټوکرۍ سرپوښ یې لرې کړ او موږک یې وخوړ.

پند
حرص مو د تباهۍ لامل ګرځي. که ډېر څه درکړل شول، حرص په‌کې مه کوئ چې ستاسو د تباهۍ سبب شي. لکه د دې حریص موږک په څېر مه کېږئ چې د حرص له وجې ځان په لوی لاس په خطر کې واچوئ. هغه متل دی چې وایي: "که چاړه د سرو زرو شي، په خېټه یې مه منډئ." همداسې ډېر حرص هم انسان نسکوروي.

📷 DIY Rodent Control
ژباړن:
#عبرت‌ناکې_کیسې

Address

Kandahar
3801

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan Star TV posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category


Other TV Channels in Kandahar

Show All