The Unseen Afghanistan

The Unseen Afghanistan Hello fans, on this page you can see the beauty of Afghanistan, videos about culture, food, hospit

‏د_افغانستان_40_پاچاهان_په_316_کلنو_کې ‏ له 1707 څخه تر 2023 میلادی او 1086څخه تر 1400 هجري لمريز پورې‏1- میرویس خان 170...
16/12/2023

‏د_افغانستان_40_پاچاهان_په_316_کلنو_کې
‏ له 1707 څخه تر 2023 میلادی او 1086څخه تر 1400 هجري
لمريز پورې

‏1- میرویس خان 1707 - 1715 پورې 8 کاله.
‏2- عبدالعزیز خان 1715 - 1716 پورې 1 کال.
‏3- شاه محمود 1716- 1724 پورې 8 کاله.
‏4- شاه اشرف 1724 - 1728 پورې 5 کاله او 8 مياستې.
‏5- شاه حسین 1729 - 1737 پورې 8 کاله.
‏6- احمدشاه ابدالي 1747 - 1772 پورې 26 کاله.
‏7- شهزاده سلیمان 1772 - 1772 پورې يو څو ورځې.
‏8- تیمور شاه 1772 - 1792پورې 29 کاله.
‏9- شاه زمان 1792 - 1801 پورې 9 کاله.
‏10- شاه محمود 1801 - 1803 پورې 2 کاله.
‏11- شاه شجاع 1803 - 1811 پورې 8 کاله.
‏12- شاه محمود دويم ځل 1811 - 1829 پورې 18 کاله.
‏13- د بارکزيو ګډه واکمني 1829 - 1835 پورې 6 کاله.
‏14- امیر محمد عظیم خان 1835 - 1839 پورې 4 کاله.
‏15- شاه شجاع دويم ځل 1839 - 1842 پورې 3 کاله.
‏16- امیر دوست محمد خان 1843 - 1863 پورې 20 کاله.
‏17- امیر شیر علي خان 1863 - 1866پورې 3 کاله.
‏18- امیر محمد افضل خان 1866 - 1867 پورې 1 کال.
‏19- امیر محمد عظیم خان 1867 - 1868پورې 1 کال.
‏20- شیر علي خان بار دويم ځل 1868 - 1879 پورې 11 کاله.
‏21- امیر محمد یعقوب خان 1879 - 1880 پورې 1 کال.
‏22- امیر عبدالرحمن خان 1880 - 1901 پورې 21 کاله.
‏23- امیر حبیب الله خان 1901 - 1918 پورې 18 کاله.
‏24- امیر آمان الله خان1918 - 1928پورې 10 کاله.
‏25- سردار عنایت الله خان1928 - 1928پورې څو ورځې
‏26- امیرحبیب الله کلکاني ( سقاو زوی)1928 - 1929پورې 9مياشتې.
‏27- محمد نادر شاه1929 - 1933 پورې 4کاله او 1 مياشت.
‏28- محمد ظاهرشاه1933 - 1973پورې 39کاله او 8 مياشتې.
‏29- سردار محمد داود خان1973 - 1978پورې 4 کاله او 9 مياشتې.
‏30- نور محمد تره کی1978 - 1979پورې 1 کال او 4 مياشتې.
‏31- حفیظ الله امین1979 - 1979پورې 3 مياشتې او 12 ورځې.
‏32- ببرک کارمل1979 - 1986پورې 6 کاله او 4 مياشتې.
‏33- حاجي محمد څمکنی1986 - 1986پورې څو ورځې.
‏34- ډاکتر نجیب 1986 - 1992پورې 6 کاله.
‏35- صبغت الله مجددي1992 - 1992پورې 2 مياشتې.
‏36- برهان الدین رباني1992 - 1996پورې 3 کاله او 9 مياشتې.
‏37- ملا محمد عمر مجاهد1996 - 2002پورې 5 کاله.
‏38- حامد کرزی2002 - 2014پورې 13 کاله.
‏39- اشرف غني 2014 - 2021پورې 7 کاله.
‏40- ملا محمد حسن آخند 2021 - 2023 پورې 2کاله او 9 مياشتې.

‏معلومات د ګران افغانستان په اړه یو ځل یي ولولۍ:
‏1. افغانستان 34 ولایتونه لري.
‏2. افغانستان 364ولسوالۍ لري.
‏3. افغانستان تقریباً 38000 کلي لري.
‏4. افعانستان 38000000 نفوس لري.
‏5. افغانستان 652000 km مربع مساحت لري.
‏6. افغانستان 33 ژبو ویونکي توکمونه لري.
‏7. افغانستان 5000 کلن ژوندی تاریخ لري.
‏8. افغانستان 2 رسمی ژبی لری پښتو او دري.
‏9. افغانستان 5800 km سرحدات لري.
‏10. افغانستان 99.6فیصد مسلمانان لري.
‏11.افغانستان په ټولو اسلامي هیوادو کی لومړی هیواد دی چې اسلام ته وفادار پاتي شوي.
‏12. افغانستان اولین مسلمان هیواد دی چی قران شریف یي فضـا ته یوړو.

‏13. افغانستان تر ټولو انقلابي هيواد دى.

‏14. افغانستان د کال 4 موسمونه لري.

‏15. 34 ولایت او 366 ولسوالۍ افغانستان کي موجودي دي.


‏اوس د افغانستان د ولسوالیګانو نوملړ ..📖*
‏1، کابل 15 ولسوالۍ لري:
‏استالف , بگرامی , فرزه , پغمان , قره باغ , کابل , چهارآسیاب , کلکان , خاک جبار , گلدره , موسهی , ده سبز , سروبی , میربچه کوت , شکردره.

‏2 ، خوست 12 ولسوالۍ لري:
‏اسماعیل خیل او مندوزي , باک , تڼی , عليشير/تیریزايئ , ځاځي میدان , خوست متون , سپیره , شمل ,
‏صبری/یعقوبی , قلندر, گربز , موسی خیل , نادرشاه کوت.

‏3، ننگرهار 22 ولسوالۍ لري:
‏آچین , رودات , بټی کوټ , سرخ رود , بهسود , شیرزاد , پچیرآگام , غنی خیل , کامه , کوټ , حصارک , هسکه مینه , چپرهار , گوشته , خوگیاڼی , دربابا , لعل پور , دره نور , مهمند دره , خیوه , نازیان، سپین غر.

‏4 ، بلخ 14 ولسوالۍ لري:
‏بلخ , چاربولک , چارکنت , چمتال , خلم , دولت آباد , دهدادی , زاری , شورتپه , شولگره , کشنده , کلدار , مارمل , نهرشاهی.

‏5، قندهار 17 ولسوالۍ لري:
‏آرغستان , شاه ولی کوټ , ارغنداب , شورابک , پنجوائی , غورک , خاکریز, دامان , معروف , ریگستان , میانشین , ژیړی , میوند , نیش , سپین بولدک ، تخته پل .ډنډ

‏6، غور 10 ولسوالۍ لري:
‏فیروزکوه , تیوره , لعل و سرجنگل , دولینه , چهارسده , تولک , شهرک , ساغر , دولتیار , پسابند .

‏7، لغمان 6 ولسوالۍ لري:
‏دولت شاه , قرغه ئی , علیشنگ , علینگار , مهترلام , بادپخ.

‏8، کندوز 7 ولسوالۍ لري:
‏امام صاحب , چهاردره , خان آباد , دشت آرچی , علی آباد , قلعه ذال , کندوز . 2/1

‏‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌9، پکتیا 14 ولسوالۍ لرپ:
‏گردیز، احمد آباد , جانی خیل , څمکنی , ډنډ پټان , وزی ځدراڼ , زرمت , سیدکرم , شواک , گرده څیړی , لجه احمدخیل , لجه منگل , میرزکه ، ځاځى اريوب.

‏10، زابل 11 ولسوالۍ لري:
‏آتغر , ارغنداب , ترنگ و جلدک , دایچوپان , شاه جوی , شملزائی , شینکی , قلات , کاکر , میزان , نوبهار.

‏11، بغلان 15 ولسوالۍ لري:
‏نهرین , اندرآب , بغلان جدید , پل حصار , پل خمری , تاله و برفک , جلگه , خنجان , خوست و فرنگ , دوشی , دهانه غوری , ده صلاح , فرنگ و غارو , گذرگاه نور , برکه .

‏12، بدخشان 28 ولسوالۍ لري:
‏آرغنج خواه , شغنان , آرگو , شکی , اشکاشم , شهدا , بهارک , شهربزرگ , تگاب/کشم بالا , شهر فیض آباد , کران و منجان , تیشکان , جرم , کشم , خاش , کوف آب , خواهان , کوهستان , درایم , واخان , درواز پائین/نسی , وردج , یاوان , درواز بالا/مایمی , یفتل پائین , راغستان , یمگان/گیروان , زیباک.

‏13، بامیان 7 ولسوالۍ لري:
‏بامیان , کهمرد , پنجاب , سیغان , شیبر , ورس , یکاولنگ .

‏14، بادغیس 7 ولسوالۍ لري:
‏آب کمری , جوند , قادس , قلعه نو , بالامرغاب , مقر, غورماچ .

‏15، میدان وردک 9 ولسوالۍ لري: میدان شهر , جلریز , جغتو , چک وردک , حصه اول بهسود , دایمیرداد/جلگه , سیدآباد , مرکز بهسود , نرخ .

‏16، لوگر 8 ولسوالۍ لري:
‏آزره , برکی برک , پل علم , چرخ , خروار , خوشی , محمد آغه ،بابوس .

‏17، سمنگان 7 ولسوالۍ لري:
‏آیبک , حضرت سلطان , خرم و سارباغ , دره صوف بالا , دره صوف پائین , روی دو آب , فیروزنخچیر .

‏18، تخار 17 ولسوالۍ لري:
‏دشت قلعه , اشکمش , بنگی , روستاق , بهارک , فرخار , تالقان , چال , کل افغان , چاه آب , نمک آب , خواجه بهاء الدین , ورسج , خواجه غار , هزار سموچ , درقد , ینگی قلعه.

‏19، نورستان 8 ولسوالۍ لري:
‏برگ متال , پارون , دو آب , کامدیش , مندول , نورگرام , واما , وایگل.

‏20، فاریاب14 ولسوالۍ لري:
‏آلمار , آندخوی , شیرین تگاب , قرغان , بلچراغ , قرم قل , پشتون کوت , قیصار , خان چارباغ , دولت آباد , کوهستان , خواجه سبزپوش ولی , گرزیوان , میمنه.

‏21، سرپل 7 ولسوالۍ لري:
‏بلخاب , سرپل , سانچارک , سوزمه قلعه , صیاد , کوهستانات , گوسفندی .

‏22، پکتیکا 19 ولسوالۍ لري:
‏آرگون , شرن , اومنه , گومل , برمل , گیان , تروو , متاخان , جانی خیل , نکه , وازه خواه , دیله و خوشامند , ورممی , زرغون شهر , زیروک , یحیی خیل , سرحوضه , یوسف خیل , سروبی.
‏23، فراه 11 ولسوالۍ لري:
‏اناردره , بالابلوک , بکواه , پرچمن , پشت رود , خاک سفید , شیب کو
‏ه , فراه , قلعه کاه , گلستان , لاش و جوین ).

‏24، هلمند 15 ولسوالۍ لري:
‏بغران , دیشو , ریگ خان نشین , سنگین , کجکی , گرمسیر , لشکرگاه , موسی قلعه , نادعلی , ناوه بارکزائی , نوزاد , نهرسراج , واشیر، گرشک ، مرجه .

‏25، نیمروز 5 ولسوالۍ لري:
‏چغانسور , چهاربرجک , خاش رود , زرنج , کنگ .

‏26، غزنی 20 ولسوالۍ لري:
‏آب بند , جغتو , آجرستان , قره باغ , گیرو , اندر , گیلان , بهرام شهید , مالستان , جاغوری , مقر , عمری , ناور , ده یک , ناوه , رشیدان , واغز , زنه خان , ولی محمد شهید خوگیانی , غزنی .

‏27، ارزگان 6 ولسوالۍ لري: ترینکوت , چوره , خاص ارزگان , دهراوود , شهید حساس , گیزاب .

‏28، کاپیسا 7 ولسوالۍ لري:
‏آله سائی , تگاب , حصه اول کوهستان , حصه دوم کوهستان , کوه بند , محمود راقی , نجراب.

‏29، پروان 10 ولسوالۍ لري:
‏بگرام , جبل السراج , چاریکار , سالنگ , سرخ پارسا , سیدخیل , شیخ علی , شینواری , غوربند , کوه صافی.

‏30، پنجشیر 8 ولسوالۍ لري:
‏آنابه , بازارک , پریان ,2/2

لوی افغانستان څنګه کوچنی شو ؟د لوی افغانستان کرونولوژيکه ټوټه کېدنه.۱- د اټک کلا چي د سند د رود پر غاړه پرته ده، په 1812...
05/11/2023

لوی افغانستان څنګه کوچنی شو ؟
د لوی افغانستان کرونولوژيکه ټوټه کېدنه.

۱- د اټک کلا چي د سند د رود پر غاړه پرته ده، په 1812 عیسوي کال کي د پنجاب سکهانو تر پرېښوول سوه.
۲ - ملتان ولایت په 1818 عیسوي کال کي د پنجاب سکهانو ته په لاس ورغئ.
۳- د محمدزو په دوره کښي، په 1819عیسوي کال کښي کشمیر ولایت د پنجاب سکهانو ته په لاس ورغئ.
۴- په 1821 عیسوي کال کي ډېره غازي خان د پنجاب سکهانو ته په لاس ورغئ.
۵- ډېره اسماعيل خان په 1821عیسوي کال کي د پنجاب سکهانو ته په لاس ورغئ.
۶- پېښور په 1823عیسوي کال کي د افغانستان له کنټروله ووت او سکهانو ته په لاس ورغئ.
۷-سند ولایت په 1843عیسوي کال د انګلیسانو لاس ته ورغئ.
۸- بلوچستان ولایت د 1854تر-1876 عیسوي کاله د انګلیسانو له خوا ونیول سو.
۹-مروه ولایت په اوسني ترکمنستان کي له 1884م کال کي د روسانو له خوا ونیول سو.
۱۰- شال ،پښین ،کوږک ،کورمه،لنډي کوتل په 1878 کال کي د ګندمک د تړون په اساس انګلیسانو ته ورکړل سو.
۱۱- سوات ،باجوړ ، چترال،او وزیري،ا رنوي،داورچاګي،او چمن په 1893 عیسوي کال کښي د ډیورنډ د تړون په اساس د سلو کلونو دپاره انګلیسانو ته ورکړل سو.
۱۲-د پنجده سیمه په اوسني ترکمنستان کښي روسانو په 1885عیسوي کال کښي د افغانستان څخه لاندي کړه .
۱۳-دسیستان ولایت ډېره برخه په 1872عیسوي کال کښي د انګلیسي هیئت له خوا ایران ته ورکړل سوه.

- زموږ دعوا د اوسني ګاونډیانو له سطحې ډېره لویه ده ، ځکه ځېنه خو بلکل موجود نه وو !
- وخت او یو ښه دکتاتور ته اړتیا ده !

د خپل زحمت ثمره به حتمآ يوه ورځ وګورې !دا کس ښاغلی فضل رحيم رحيمي نوميږي او د ننګرهار ولايت د دره نور ولسوالۍ سره تعلق ل...
30/10/2023

د خپل زحمت ثمره به حتمآ يوه ورځ وګورې !
دا کس ښاغلی فضل رحيم رحيمي نوميږي او د ننګرهار ولايت د دره نور ولسوالۍ سره تعلق لري،چې لومړنۍ زده کړې د ننګرهار عالي لېسې څخه وکړې او لوړې زده کړې يا ليسانس يې په الفلاح پوهنتون کې د ژورناليزم په برخه کې ترلاسه کړ.
اصلي خبره !
پاس مې فقط د نوموړي په لنډ معلومات شريک کړل.
ښاغلی رحيمي زموږ د لیسې هم دوره ده چې شاوخوا له لسو کلنو څخه يې له نږدې پيژنم او د هماغه د ښوونځي له دورې څخه د کرېکټ سره بې حده مينه درلوده،چې په هغه وخت کې د لیسې د لوبډلې مشري يې هم په غاړه درلوده.
فضل رحيم رحيمي له کرېکټ سره د لیونۍ مینې دې حد ته ورساوه،چې لوړې زده د ژورناليزم په برخه کې وکړي او د کرکټ سره تړلې مهمه برخه کمينټري له لارې وطن ته خدمت وکړي.
نوموړي له هماغه وخته له سيمه ايزو رسنيو سره د کمينټري په برخه کې کار کاره، چې الحمدالله ورځ تر بلې يې پرمختګ وکړ،چې يوه ورځ پرې د شپږیزې لپاره غږ وشو، خو له بده بخته په هغه وخت کې د هغه د زړه ټوټه مور بي بي خپل روح پاک رب ته وسپاره،چې په هماغه وخت کې ورته ځينو ملګرو د ښو مشورو وروسته کمينټري ته دوام ورکړ.
د مور غم يې لا په سر وو چې د سر سيوري پلار يې هم خپل روح پاک رب ته وسپاره، چې د کورنۍ ټول مسوليت ورپه غاړه شو.
ښاغلی رحمي په افغانستان کې که مبالغه ونشي په پښتو ژبه کې تر ټولو مخکښه کس ده چې په کرکټ مسلکي او واضح تبصره کوي او لا هم ورځ تر بلې يې په دغه برخه کې مخته روان ده.
رحيمي د افغانستان په ټولو سترو ايوينټونو کې د کرکټ کمينټري خه سابقه لري او وخت نا وخت يې موږ سره خپلې تجربې شريکې کړي او دا وياړ هم لرم چې هغه سره مې اوږده په اوږده تبصره کړې.
نوټ: که غواړۍ چې د ليسټ ای سيالېو کې د نوموړي غږ واورئ، نو ملي سپورټ ټلويزيون انتخاب کړئ او د ښې تبصرې ضمانت يې زه کووم.
Dawar Gull Nasari
Fazal Rahimi

02/10/2023

تاسو خو دا وګورئ...😁😁😁
شاپوره غرق دی کړو ههههههههههه


له انـګريزي ښکـېلاک څـخه د ازاډۍ د 104 کلـيزې ټـولو وياړلو افغانانـو تـه مـبارک وایـم ..له انګريزي ښکېلاک څخه د ازاډۍ د ...
18/08/2023

له انـګريزي ښکـېلاک څـخه د ازاډۍ د 104 کلـيزې ټـولو وياړلو افغانانـو تـه مـبارک وایـم ..

له انګريزي ښکېلاک څخه د ازاډۍ د 104 کليزې په مناسبت
ټولو وياړلو افغانانو ته مبارکي وايم...
🇦🇫🇦🇫🇦🇫

غازي د جلاوطنۍ او د عمر اخرو شپو کې وطن پسې بیخي بل ډول شوی و.روم ته یو وار د افغانانو یوه ډله ورغله، د ده دیدن ته ورغلل...
18/08/2023

غازي د جلاوطنۍ او د عمر اخرو شپو کې وطن پسې بیخي بل ډول شوی و.
روم ته یو وار د افغانانو یوه ډله ورغله، د ده دیدن ته ورغلل، غازي ډېر عجیب حرکت وکړ، د یو میلمه د ویستلیو بوټانو تلي یې بوی کړل، ویې ویل دې بوټانو پسې به زما د وطن د خاورې خوشبو راغلې وي.😢😥🇦🇫🇦🇫🇦🇫

18/08/2023

ښوونځي ډک کړئ! چې زندانونه مو تش شي.

ستر غازي امان الله خان
📖📚🖊👩‍🎓🇦🇫🍀

د خپلواکۍ د ۱۰۴ مې کلیزې په مناسبت مې مبارکي هم ومنئ او دا هم ولولئ:ـ غازي امان الله خان (رحمه الله) داسې ازادي راوړه چې...
18/08/2023

د خپلواکۍ د ۱۰۴ مې کلیزې په مناسبت مې مبارکي هم ومنئ او دا هم ولولئ:
ـ غازي امان الله خان (رحمه الله) داسې ازادي راوړه چې افغانستان ته یې له جرمني لومړنی ریلګاډی راوړ، ملایانو به ویل دې کې د چلولو لپاره شیطان ناست وي، خو ده د هالنډي او جرمني نامتو انجینرانو په مرسته د ټول افغانستان د ریل سروې پیل کړه.
ـ هغه په لومړي ځل خارج ته د درس لپاره د افغان ځوانانو لېږل پیل کړل، خو ملایانو او حضرتانو ویل، دی نوی نسل کافر کوي، حکومت مجبور شو چې هر استول کېدونکي ځوان نه لومړی ژمنه واخلي چې خارج کې به لمونځ کوي، روژه به نیسي او د قرانکریم تلاوت به کوي.
ـ امان افغان یوازنۍ جریده چاپ شوه چې د بیان د ازادۍ انقلاب یې برپا کړ او ګڼ جراید او خبرنامو په چاپ پیل وکړ.
ـ هغه چې د اروپا په سفر ووت، د کندهار خلکو ته یې وینا کې وویل، بهر ته زما د سفر مقصد تاسو ته ګټې رسول دي او غواړم هغه پرمختګونه راوړم چې موږ یې اوس نه لرو.
ـ داسې ازادي یې راوړه چې خلکو ته یې وویل، پاچا د امر او حکم کولو حق نه لري، بلکې موږ باید خلکو سره مشورې وکړو.
ـ هغه ویل، زما سلطنت یوازې د خان، ملا او مخورو سلطنت نه دی، بلکې د بیوزله، کروندګرو، کسبګرو د ښیګڼو لپاره هم دی.
ـ هغه د افغانستان په تاریخ کې لومړنی واکمن و چې خپلو خلکو ته یې ځان تر هر چا ورنږدې کړ او د هغوی منځ کې کیناست.
ـ هغه د پغمان په دریمه لویه جرګه کې د ښځو د کار، تعلیم او رایې حق تثبیت کړ.
ـ هغه لومړنی واکمن و چې افغانستان کې یې د غلام، وینځې او مریي ساتل رسما لغو کړل.
ـ داسې ازادي یې راوړه چې دولت په لومړي وار د بودیجې د تصویب تهداب کیښود عاید یئ په یو کال ۱۸۰ میلیونه کابلۍ روپۍ شو او بیا د افغانستان د پیسو نوم افغانۍ کېښودل شو.
ـ هغه لومړنی واکمن و چې ګردې نړۍ ته یې خپل تجارتي استازي واستول او هلته یې د افغاني تولیداتو لپاره بازارونه لټول پیل کړل.
ـ هغه په افغانستان کې د چاپخونو، غوړیو، درمل جوړونې، ټوکر اوبدنې او نساجۍ، د وسپنې د ذوب، کاغذ سازۍ، ښیښه جوړونې، صابون، د میوو د کنسروا، قندو، بورې، چرم جوړونې، سپینو باروتو، عطرو، د موټرو د ترمیم او پرزو جوړونې، لبنیات، سیمنټو، ګوګردو او یخ د فابریکو بنسټونه کیښودل.
ـ هغه د اروپا له سفره په ستنېدو وویل، زه عیش و عشرت لپاره نه وم تللی، د پرمختګونو راوړلو پسې تللی وم، خو د کابل حضرتانو او د کندهار ملایانو د هغه پر ضد پوره کار کړی او د کفر فتوا یې پرې ورکړې وه.
ـ حتی د هغه د میرمنې په عکسونو کې د بربنډو میرمنو بدنونه د وخت په ابتدایي فوټوشاپ د ملکه ثریا له سر سره پیوند شوي او هغه فاحشه معرفي شوې وه.
ـ هغه د کابل ـ کندهار او هرات لویې لارې جوړې کړې.
ـ هغه په افغانستان کې د جوماتونو، ودانیو جوړولو او ښځینه او نارینه روغتونو جوړولو ته کار ووایه او دې کار کې تر ډېره بریالی هم شو.
ـ هغه تعلیم جبري کړ، حتی اهل هنودو ته یې ښوونځي ورکړل او کابل کې یې لومړنۍ عامه کتابخانه پرانیسته.
ـ هغه له جرمني او روسیې نه الوتکې واخیستې او د افغانستان داخلي پروازونه یې پیل کړل.
ـ هغه د هیواد اساسي قانون یا نظام نامه جوړه کړه خو نور قوانین یې هم تدوین او جاري کړل لکه:
۱ـ د حاکمانو او مامورینو د دندو د وېش قانون
۲ـ پوځي خدمتونو او تعلیماتو قانون
۳ـ د سرشمېرنې او تذکري اخیستنې قانون
۴ـ مطبوعاتو قانون
۵ـ د دولتي ودانیو جوړولو قانون
۶ـ د دولتي املاکو د پلورلو قانون
۷ـ د تحصیل او ارزونې قانون
۸ـ د سوداګرۍ چارو شرعي محاکمو قانون
۹ـ مقیاساتو قانون
۱۰ـ د صنایعو او تشویق قانون
۱۱ـ د زندانونو د څار قانون
۱۲ـ للمې قانون
۱۳ـ یتیم پالنې او روزنې قانون
۱۴ـ د کرنې د مامورینو د ښوونې قانون
۱۵ـ تعزیه دارۍ قانون
۱۶ـ د دولتي القابو او نښو نښانو قانون
۱۷ـ کورنیو ښوونځیو د خدمتونو قانون
۱۸ـ د شرعي نکاح او ختنې(سُنتې) قانون
ـ هغه لومړی ځل افغانستان کې د پوسته خانې خدمات پیل کړل او ولایتونه یې د لومړنیو مخابراتي خدمتونو (ټلګراف) سره ونښلول.
ـ هغه د هوایي چلن اداره او هوايي ځواکونه لومړي ځل لپاره جوړ کړل.
ـ د اوبو او برښنا بندونو جوړولو بنیاد یې کیښود چې غازي او سراج بندونه یې واړه مثالونه دي.
حتی افغانستان چې نن هر څه نوي ویني، بنسټ غازي ایښی او هغه پرمختګ لومړی ځل افغانستان ته غازي امان الله خان راوړی دی.

چشم بدور راشد خان
04/08/2023

چشم بدور راشد خان

‎نه! داسې نه ده، چې زموږ به نه یادیږي بیرغ دلته، سینه کې دی، د زړه غوندې درزیږي بیرغ‎🇦🇫💔🇦🇫🤲🤲
30/07/2023

‎نه! داسې نه ده، چې زموږ به نه یادیږي بیرغ
دلته، سینه کې دی، د زړه غوندې درزیږي بیرغ
‎🇦🇫💔🇦🇫🤲🤲

بېرغ څه دی؟ دا زما د مور پړونی بېرغ ویاړ دی او سپېڅلې کلیمه ده🇦🇫🇦🇫🇦🇫
30/07/2023

بېرغ څه دی؟ دا زما د مور پړونی
بېرغ ویاړ دی او سپېڅلې کلیمه ده
🇦🇫🇦🇫🇦🇫

وطنئ ميوې ماشاءالله🇦🇫🇦🇫🇦🇫
23/07/2023

وطنئ ميوې ماشاءالله
🇦🇫🇦🇫🇦🇫

Laghman Charbagh | Afghanistan | The Unseen Afghanistan
18/06/2023

Laghman Charbagh | Afghanistan | The Unseen Afghanistan

17/06/2023

د غریبۍ ډک ژوندون
په زړه پوری شاعری
د هډی د کلی عاجز شاعر
جان محمد عاجز پوره خپرونه لاندی لینک باندی کلیک وکړۍ 👇https://youtu.be/OkpClaskroM

10/06/2023

د ننګرهار هندواڼه
د وطن حاصلات پوره خپرونه 👇 لینک باندی کلیک کئ چینل هم ضرور سبسکرایب کړئ مننه
https://youtu.be/a6RcVtm1A0A

05/06/2023

Pride of Afghanistan
Life for Others



دکامی ګاڼۍ او ګوړه ننګرهار ولایتپوره خپرونه لاندی لینک باندی کتلی شۍ 👇https://youtu.be/6LD_XD2yIiI
27/05/2023

دکامی ګاڼۍ او ګوړه ننګرهار ولایت
پوره خپرونه لاندی لینک باندی کتلی شۍ 👇
https://youtu.be/6LD_XD2yIiI

4 Wickets 79 Runs  👏🏻🌟❤️🇦🇫YES, this the real STAR of Afghanistan.
12/05/2023

4 Wickets
79 Runs

👏🏻🌟❤️🇦🇫

YES, this the real STAR of Afghanistan.

12/05/2023

دافغانستان (40) ولسمشران په
275 کلنو کې
دپنځو لومړنیو ولسمشران په واکمنی کی دافغانستان نوم خراسان و لکه
(1) میرویس نیکه
(٢)عبدالعزیزخان دمیرویس نیکه ورور
(3) شاه محمود دمیرویس نیکه مشرزوی
(4)شاه اشرف دعبدالعزیزخان زوی
(5)شاه حسین دمیرویس نیکه کشرزوی
دافغانستان پنځه زره 5000
کلن تاریخ
دافغانستان لومړنی نوم اریانا و چه دانوم
3600 کاله دوام وکړ له اریانا وروسته داسلام دسپیڅلی دین له راتګ سره دافغانستان نوم خراسان سو چه دی نوم
1100 کاله دوام وکړ دخراسان دنوم ورستی ولسمشر شاه حسین دمیرویس نیکه کشر زوی و
اوپه کال 1747 م کی داحمدشاه بابا له واکمنیدوسره سم دافغانستان نوم له خراسان څخه افغانستان ته واوښت دافغانستان دواکمنانو تاریخونه واک ته رسیدل او اودواکمنی پای ته رسیدل په لاندی ډه ول دی
له ١٧٤٧ څخه تر٢٠٢٢ میلادی او ١١٢٥ هجری لمریزکال څخه تر ۱۴۰۰ هجري لمريز کال پورې
۱- میرویس خان ۱۷۰۷ - ۱۷۱۵ پورې ۸ کاله.
۲- عبدالعزیز خان ۱۷۱۵ - ۱۷۱۶ پورې ۱ کال.
۳- شاه محمود ۱۷۱۶- ۱۷۲۴ پورې ۸ کاله.
۴- شاه اشرف ۱۷۲۴ - ۱۷۲۸ پورې ۵ کاله او ۸ مياستې.
۵- شاه حسین ۱۷۲۹ - ۱۷۳۷ پورې ۸ کاله.
۶- احمدشاه ابدالي ۱۷۴۷ - ۱۷۷۲ پورې ۲۶ کاله.
۷- شهزاده سلیمان ۱۷۷۲ - ۱۷۷۲ پورې يو څو ورځې.
۸- تیمور شاه ۱۷۷۲ - ۱۷۹۲پورې ۲۹ کاله.
۹- شاه زمان ۱۷۹۲ - ۱۸۰۱ پورې ۹ کاله.
۱۰- شاه محمود ۱۸۰۱ - ۱۸۰۳ پورې ۲ کاله.
۱۱- شاه شجاع ۱۸۰۳ - ۱۸۱۱ پورې ۸ کاله.
۱۲- شاه محمود دويم ځل ۱۸۱۱ - ۱۸۲۹ پورې ۱۸ کاله.
۱۳- د بارکزيو وروڼو ګډه واکمني ۱۸۲۹ - ۱۸۳۵ پورې ۶ کاله.
۱۴- امیر محمد عظیم خان ۱۸۳۵ - ۱۸۳۹ پورې ۴ کاله.
۱۵- شاه شجاع دويم ځل ۱۸۳۹ - ۱۸۴۲ پورې ۳ کاله.
۱۶- امیر دوست محمد خان ۱۸۴۳ - ۱۸۶۳ پورې ۲۰ کاله.
۱۷- امیر شیر علي خان ۱۸۶۳ - ۱۸۶۶پورې ۳ کاله.
۱۸- امیر محمد افضل خان۱۸۶۶ - ۱۸۶۷ پورې ۱ کال.
۱۹- امیر محمد عظیم خان۱8۶۷ - ۱۸۶۸پورې ۱ کال.
۲۰- شیر علي خان بار دويم ځل ۱۸۶۸ - ۱۸۷۹ پورې ۱۱ کاله.
۲۱- امیر محمد یعقوب خان ۱۸۷۹ - ۱۸۸۰ پورې ۱ کال.
۲۲- امیر عبدالرحمن خان ۱۸۸۰ - ۱۹۰۱ پورې ۲۱ کاله.
۲۳- امیر حبیب الله خان ۱۹۰۱ - ۱۹۱۸ پورې ۱۸ کاله.
۲۴- امیر آمان الله خان۱۹۱۸ - ۱۹۲۸پورې ۱۰ کاله.
۲۵- سردار عنایت الله خان۱۹۲۸ - ۱۹۲۸پورې څو ورځې.
۲۶- امیرحبیب الله کلکاني ( سقاو زوی)۱۹۲۸ - ۱۹۲۹پورې ۹مياستې.
۲۷- محمد نادر شاه۱۹۲۹ - ۱۹۳۳ پورې ۴کاله او ۱ مياست.
۲۸- محمد ظاهرشاه۱۹۳۳ - ۱۹۷۳پورې ۳۹کاله او ۸ مياستې.
۲۹- سردار محمد داود خان۱۹۷۳ - ۱۹۷۸پورې ۴کاله او ۹ مياستې.
۳۰- نور محمد تره کی۱۹۷۸ - ۱۹۷۹پورې ۱ کال او ۴ مياشتې.
۳۱- حفیظ الله امین۱۹۷۹ - ۱۹۷۹پورې ۳ مياستې او ۱۲ ورځې.
۳۲- ببرک کارمل۱۹۷۹ - ۱۹۸۶پورې ۶کاله او ۴ مياستې.
۳۳- حاجي محمد څمکنی۱۹۸۶ - ۱۹۸۶پورې څو ورځې.
۳۴- ډاکتر نجیب ۱۹۸۶ - ۱۹۹۲پورې ۶ کاله.
۳۵- صبغت الله مجددي۱۹۹۲ - ۱۹۹۲پورې ۲ مياستې.
۳۶- برهان الدین رباني۱۹۹۲ - ۱۹۹۶پورې ۳کاله او ۹ مياستې.
۳۷- ملا محمد عمر مجاهد۱۹۹۶ - ۲۰۰۲پورې ۵ کاله.
۳۸- حامد کرزی۲۰۰۲ - ۲۰۱۴پورې ۱۳ کاله.
۳۹- اشرف غني ۲۰۱۴ - ۲۰۲۱پورې ۷ کاله.
۴۰- ملا محمد حسن آخند ۲۰۲۱ - ۲۰۲۱ فعلاً له یو کال نه زیات وخت شوی

پوپل
د رحیمی پاڅون ص له پاڼې.

17/04/2023

  چارمارو بازار 1995/09/12
01/04/2023

چارمارو بازار 1995/09/12

د کامې ننی مازیګر 💛🇦🇫❤️📸
08/03/2023

د کامې ننی مازیګر 💛🇦🇫❤️

📸

رامیز راجه:«راشد خان ددې عصر د کریکټ یو داسې لوبغاړی دی چې بدیل یې نشته. هغه که هره لوبډله کې وي، د هغوی د ګټلو چانس ډېر...
06/03/2023

رامیز راجه:
«راشد خان ددې عصر د کریکټ یو داسې لوبغاړی دی چې بدیل یې نشته. هغه که هره لوبډله کې وي، د هغوی د ګټلو چانس ډېر وي. هغه د لوبې بڼه بدلولی شي. هغه ډېر بهترین کریکټر دی».

ثقلین مشتاق:
«زه د راشد خان له توپ اچونې څخه ځانګړی خوند اخلم. که د افغانستان د کریکټ لوبډله فقط دوه یا درې ښه توپ وهونکي پیداکړي، د راشد خان غوندې لوبغاړي ورسره شتون کې به داسې لویې لوبډلې ماتې کړي چې تصور به یې هم نه کیږي».

وقار یونس:
«راشد خان، واقعاً یو ښه او د لوبې د بڼې بدلونکی لوبغاړی دی. هغه دا وخت د کریکټ نړۍ کې ډېر مینه وال لري. راشد داسې لوبغاړی دی چې د مقابلې لوبډلې په توپ وهونکو ډېر اغېز پرېباسي».

یونس خان:
«زما زړه غواړي چې د راشد خان د بالینګ پر وړاندې توپ وهنه وکړم».

هارث رءووف:
«راشد خان مې لکه سکه ورور داسې راته ګران دی. زه، راشد خان او شاهین افریدي ډېر نېږدې سره پاتې کېږو.».

خان ته❤️🇦🇫

ګرانه وطنه د دې انځور په لیدو دې دومره خوشال شوم لکه یو جدا شوی عاشق چې بعد له ډیرو مودو خپل معشوق وګوري الله ج دې نور د...
25/02/2023

ګرانه وطنه د دې انځور په لیدو دې دومره خوشال شوم لکه یو جدا شوی عاشق چې بعد له ډیرو مودو خپل معشوق وګوري الله ج دې نور
د تل لپاره ودان که آمین 🇦🇫🇦🇫🇦🇫

د نوې ټکنالوژۍ په وسیله د لوی افغانستان د بنسټګر ستر امپراتور احمدشاه بابا رحمة الله علیه نوی رغول شوی انځور خورا په زړه...
24/02/2023

د نوې ټکنالوژۍ په وسیله د لوی افغانستان د بنسټګر ستر امپراتور احمدشاه بابا رحمة الله علیه نوی رغول شوی انځور خورا په زړه پورې دی. ❤️❤️❤️ 🇦🇫🇦🇫🇦🇫


22/02/2023

12/02/2023

تا انسان کړم
مولا وايي فرشته شه
خان مي وجني
راته وايي په سجده شه🧎

غني خان

Our majestic Bamyan Afghanistan 🇦🇫🇦🇫🇦🇫
07/02/2023

Our majestic Bamyan Afghanistan 🇦🇫🇦🇫🇦🇫

له رنګونو اوتبصیرو ډګ افغانی انځور..!   📷 کلیک
06/02/2023

له رنګونو اوتبصیرو ډګ افغانی انځور..!

📷 کلیک

پکتیا همدا اوس..🇦🇫🇦🇫Farid Nang🎥❤🇦🇫
30/01/2023

پکتیا همدا اوس..🇦🇫🇦🇫
Farid Nang
🎥❤🇦🇫

29/01/2023

سپینه واوره دې په خپل وجود پېرزو شوه
دښمنان دې صدقــــــــه شه کابل جــانــه
🇦🇫🇦🇫🇦🇫

ده افغانستان دې، ده زما کور دې، دلته زما کورنئ اوڅېږي !!  #پټهانډېره مننه شارخ خان چې نړئ ته دې‌ ده پښتانو مثبت عکس وښود...
28/01/2023

ده افغانستان دې، ده زما کور دې، دلته زما کورنئ اوڅېږي !!
#پټهان
ډېره مننه شارخ خان چې نړئ ته دې‌ ده پښتانو مثبت عکس وښود !! 🙏🇦🇫🙏

کلتور او فرهنګ يوه مانا ورکوي، په سوچه پښتو کې ورته هڅوب غوره شوی.دا ليکنه ولوله، په بشپړه توګه به پوه شې.د کلتور ګړڼه/ا...
27/01/2023

کلتور او فرهنګ يوه مانا ورکوي، په سوچه پښتو کې ورته هڅوب غوره شوی.

دا ليکنه ولوله، په بشپړه توګه به پوه شې.

د کلتور ګړڼه/اصطلاح پخوانۍ لرغونې رېښه لري، د دې اصطلاح رېښه د لاتني ژبې (Cultura) ويی/کلیمې ته رسېږي، چې د کرنې د ځمکې د چمتو کولو او د څارنې مراقبت او پالنې مانا لري.
کلتور ته په فرانسوي کې کلتور او په عربي کې ثقافت، په انګليسي کې کلچر، په پاړسي کې فرهنګ، په لاتيني کې کلټس او په پښتو کې هڅوب وايي.
د هڅوب ويی/کلمه په پښتو ژبه کې محمد ګل مومند د کلتور لپاره غوره کړې ده او مانا يې هغه څه کې ولسونه سره بېلوي.
د فرهنګ ويی/کلیمه د دوو وييونو کلیمو څخه جوړه شوې ده، چي فر په مانا د ښايست او ښه والي او هنګ په مانا د زور، قوت، هوش، پوهه، هوښياري، وقار او پت/عزت په مانا راغلې دي.
د کلتور ډېر تعريفونه شوي دي، خو مشهور تعريف يې په لاندې ډول دی. هيله دي بشپړه ځان ورباندې پوي کړي
درنښت
کلتور: د يوې ټولني مادي او منعوي لاسته راوړنو ته ويل کېږي. يانې د يوې ټولني مادي او منعوي لاسته راوړنې، چې د تاريخ په اوږدو کې د يو پښت/نسل څخه بل پښت/نسل ته پاتې شوې وي او ټولو ته د منلوړ وي، وار په وار صقيل شوې وي، کلتور بلل کېږي. لکه: ژبه، جامه، ودانۍ، کرهڼه، ناسته، پاسته، غم، ښادي، خوراک، څښاک، رسم، دود، ولسي موسيقي، سندرې او ادبيات د کلتور سره تړلي توکي دي، ځيني پوهان تاريخ او ملي افتخاراتونه هم د کلتور برخه/جز ویل کېږي.

تازه کلیک اوبېتونه !دهــــــــــنر جزبو مې شور اخیستی دیزورور دی سخت یې زور اخیســتی دیتور زلفــــــــــانو سرولبانو شــ...
24/01/2023

تازه کلیک اوبېتونه !

دهــــــــــنر جزبو مې شور اخیستی دی
زورور دی سخت یې زور اخیســتی دی
تور زلفــــــــــانو سرولبانو شــنو خالونو
دې رنګـــــــــونو پکې اور اخیســتی دی
هغه زما ده زه یې جــــــهر باندې وایــم
ما یې سر باندې پیــــغور اخیســـتی دی
دعــــــــــزت زړګي ته لار دورتـــلو نه وه
لیــــــــــونۍ پکې سم کور اخیسـتی دی
Ezat Art
🇦🇫🇦🇫🇦🇫

15/01/2023

لیمو والا چای
سبز چای

Address

Kabul

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when The Unseen Afghanistan posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share

Category


Other Video Creators in Kabul

Show All