نړۍته ستاسوپيژندنه/معرفی شمابه جهان

نړۍته ستاسوپيژندنه/معرفی شمابه جهان که غواړۍ چې دافغانستان دمطرحه اوپياوړو اشخاصو بيوګراف?

شاعره غوټۍ خاورې!خبرياله ، شاعره، نطاقه  او څېړونکې، ارواښاده  غوټۍ خاورې !لیکواله او څيړونکې غوټۍ خاورې په ۱۳۴۰لمریز لی...
27/03/2024

شاعره غوټۍ خاورې!
خبرياله ، شاعره، نطاقه او څېړونکې، ارواښاده غوټۍ خاورې !

لیکواله او څيړونکې غوټۍ خاورې په ۱۳۴۰لمریز لیږدیز کال کې د ننګرهار ولایت د روداتو په ولسوالۍ کې زېږېدلې ده، اغلې خاورې د شاولي خان خاورې لور او د عبدالغفار خان لمسۍ ده.
خپلې لومړنۍ او د لېسې زده کړې یې د رابعې بلخي په لېسې کې پای ته رسولي . وروسته د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه د پښتو ادبياتو له څانگې د لسانس بری لیک اخیستی او بيا يې خپله ماسټري هم ترسره کړې .
په ۱۳۵۷ کال کې يې د وخت له راډيو تلويزيون سره د نطاقې په توګه همکاري راپيل کړه چې ډېر ژر د وياندۍ لوړو مدارکو ته ورسېده
د آغلې دندې له ۱۳۶۳م لمریز څخه د زېري جریدې مرستيالې مسولې په توگه پیل شوي او بيا د علومو اکاډمۍ د فلکلور او گړنيزو ادبياتو د ديپارټمنټ غړې شوه . په ۱۳۶۵م لمریز کې د همدې ډيپارټمنټ پازواله شوه چې وروسته بيا د کابل مجلې چلوونکې ، د باختر آژانس د پښتو څانگې د رسنیو کارکوونکې او غړې هم وه . په رسنیو کې د خبريالې او څېړونکې په توگه هم کار کړی .
ارواښادې غوټۍ د پښتو فلکلوریک ادب په برخه کې څیړنې کړې دي چې په همدې برخه کې ۶ غوره اثار خپاره کړي دي او یو اثر یې لا خپور شوی نه دی.
١- د پښتو شفاهي ادبيات ـ بڼه او مضمون چاپکال ۱۳۶۶لیږدیز لمریز
٢- د پښتني فولکلور جامع کتابښود
٣- د ننگرهار نکلونه
٤- پښتو لنډۍ له يوې څیړنیزې سریزې سره
٥- په پښتو شفاهي ادبياتو کې د ښځې د ټولنیز دريځ انعکاس
٦- کجاوې د لڼدو کیسو ټولگه
زموږ دغه قدرمنه خور دوه کاله مخکې د اپریل پر څلورمه نېټه د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې ۔ الله دې جنتونه ورکړي ۔ یادونه یې تلپاتې ۔ ( یوسف هېواددوست ۔ له ډنمارک څخه د افغان غږ راډیویي مجله )۔

دپښتو ژ بې  لېکوال ، شاعر او ژورنالست ( صحافي ) ښاغلي اجمل اټک یو سفزی ښاغلی اجمل اټک يوسفزی د ننگرهار د کامې په ولسوالۍ...
17/06/2023

دپښتو ژ بې لېکوال ، شاعر او ژورنالست ( صحافي )
ښاغلي اجمل اټک یو سفزی

ښاغلی اجمل اټک يوسفزی د ننگرهار د کامې په ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.
خپلې لومړنۍ زده کړې په کابل او جلال اباد کې او منځنۍ زده کړې يې د کډوالۍ پر مهال د لرې پښتونخوا پر ځمکه د افغان کډوالو په بېلا بېلو ښوونځيو او مدرسو کې سر ته رسولي دي. اټک په ١٣٧٦ ل. کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پښتو څانگې نه دفراغت سند ترلاسه کړی دی.
ښاغلی اټک يوسفزي برسېره پر دې چې ېې فرهنگي هلې ځلې کړې دي ، د بلخ پوهنتون د رئیس په توگه ېې هم دنده ترسره کړې ده . همداسې په کډوالۍ کې ېې د ورځ مجلې ،دخښي کولتوري ټولنې او واخان مجلې مدير او بنسټګر، او واخان سره همکار پاتې شوی دی. اټک يوسفری د خپلو ځينو فرهنگيانو او فرهنگپالو ملگرو په مرسته او ملتيا د (ادبي ناستې) په نوم د يوه افغان فرهنگي بهير بنسټ ايښی چې هره مياشت په پرلپسې ډول ادبي غونډې کوي، پټه دې نه وي چې اټک د خپلو يو شمېر فرهنگپالو انډيوالانو په ملتيا د (افغان غږ ) په نوم يوه راډيو هم فعاله کړې چې د ايف ايم په څپو کې په پښتو ژبه خپرونې کوي او د انټرنېټ پر مټ يې تر هر چا غږ ور رسولی دی.هغه اوس مهال په اروپا کې د ناروې په هېواد کې مېشت دی.
دښاغلي اجمل اټک ډیرشعرونه دځینو پښتو هنرمندانو لخوا زمزمه شوي دي.
دادي دده دکلام یودوه ه بېلګې :
.خدایه لومړی مې د پوره پوره ایمان خاوند کړه
دویم مې بېرته د خپل لوی افغانستان خاوند کړه
په پردۍ ژبه ترانه زه د شاد باد نه وایم
پښتونه پاڅه ما د خپل نوم او نشان خاوند کړه
ټوټې ټوټې یم وېشل شوی په ژوندوني ربه
بیا مې راټول کړه بیا مې بېرته د خپل ځان خاوند کړه
چې له هر خوا او له هر چا پښتو پښتو واورمه
تاریخه ما د خپل وطن پښتونستان خاوند کړه
زه د خپل پلار د خپل نیکه د ټول ملکیت مالک یم
ما د اټک ما د بولان ما د واخان خاوند کړه
--
-----خلک مخکې او موږ شا ته ځو روان یو
چې موږ چېرته او بیا چا ته ځو روان یو
پټې سترګې د هر جنګ میدان ته ځغلو
ته به وایې چې لیلا ته ځو روان یو
د ژوندون له قافلو یوو په دې پاتې
هره ورځ وایوو سبا ته ځو روان یو
ټول کارونه مو په دې هیله دي پرېښي
هسې هم بلې دنیا ته ځو روان یو
په مزل کې مې وېښتان سپین شول اټکه
نه پوهېږم چې کوم خوا ته ځو روان یو
----------------------
دښاغلي اجمل اټک یوسفزي آثار:

۱-رڼې اوښکې (شعرونه -١٣٧٩ چاپکال)
۲-د ازمېښت ډولۍ (د کيسو ټولگه -١٣٧٨)
۳-د ځنگل ځناور(١٣٨١)
۴-ارگ يا مرگ -٢٠٠٢ع
۵-پښتانه مباح الدم دي (تاليف ٢٠٠٤ع)
۶-د جنت دېوالونه (طنزي ټولگه)
۷-زما زړه (شعري ټولگه )
۸-داټک_دردونه(چاپ )
۹-د بودا سلگۍ (د امارت يادښتونه -ناچاپ)
۱۰-نيمه نړۍ يوه هېواد کې ( ورځنۍ شننې -ناچاپ)
۱۱-يو کلی او څو څلي (د ارواښاد مراد علي صاحبزاده ، استاد خادم او موسی ۱۲-شفيق اند او ژوند - ناچاپ )
۱۳-بنډارونه ( ادبي بحثونه - ناچاپ )
۱۴-سيند په منگوټي کې ( د استاد صميم ادبي ليکونه - ناچاپ )
۱۵-ټوکو کې رښتيا ( د سياسي او ادبي ټوکو گډ جونگ - ناچاپ )

د خپلواکۍ ورځ مو مبارک شه.روز استقلال به همه مبارک  باد.❤🇦🇫
19/08/2022

د خپلواکۍ ورځ مو مبارک شه.

روز استقلال به همه مبارک باد.
❤🇦🇫

‏ ‎بیوگرافی مختصر دوکتورس زهرا حسین عزیزی ‏‎داکتر زهرا حسین عزیزی فرزند مرحوم داکتر غلام حسین عزیزی در  سال  ۱۳۷۲  ه ش د...
06/06/2022

‏ ‎بیوگرافی مختصر دوکتورس زهرا حسین عزیزی

‏‎داکتر زهرا حسین عزیزی فرزند مرحوم داکتر غلام حسین عزیزی در سال ۱۳۷۲ ه ش در ولایت بلخ در یک فامیل متدین و روشنفکر ‌دیده به جهان گشود.

‏‎وي تعلیمات ابتدائیه خويش را در مکتب لیسه عالی هاشم برات و دوره متوسطه ولیسه را در مکتب لیسه عالی تجربوی مزارشریف به درجه عالی به اتمام رسانیده است .
‏‎بعد از سپري نمودن موفقانه امتحان کانکور درسال ۱۳۸۹ ه ش با اخذ ۳۲۷ نمره در فاکولته طب راه یافت و در سال ۱۳۹۶ ه ش به درجه عالیMD فارغ شده است .
از اينكه خانم عزيزي تلاش بيشتر جهت پيشرفت هاي علمي خويش داشتند به اساس لياقت و شايستگي شان در سال ۱۳۹۷ ه ش شامل پروگرام اکمال تخصص در بخش گوش وگلو شفاخانه حوزه وی آموزشی ابوعلی سینا بلخی گردیده است.
بمنظور خدمت هر چه بيشتر براي مردم خويش
موصوف فعلا در شفاخانه ملکی‌ مزارشریف به‌حیث داکتر گوش‌گلو و بینی ايفاي وظيفه مي نمايند و از مدت دو‌سال بدینسو بحیث عضو كادر علمي مصروف تدريس در دانشگاه آریا و دانشگاه رهنورد ميباشند.

بیوگرافی فرخ لقا اونچی زاده،فرخ لقا اونچی زاده  در یک خانواده روشنفکر و متدین تورک در ولسوالی ﭘﺸﺘﻮﻧﮑﻮﺕ ﻭﻻﯾﺖ ﻓﺎﺭﯾﺎﺏ ﭼﺸﻢ ﺑ...
06/06/2022

بیوگرافی فرخ لقا اونچی زاده،

فرخ لقا اونچی زاده در یک خانواده روشنفکر و متدین تورک در ولسوالی ﭘﺸﺘﻮﻧﮑﻮﺕ ﻭﻻﯾﺖ ﻓﺎﺭﯾﺎﺏ ﭼﺸﻢ ﺑﻪ ﺟﻬﺎﻥ گشود؛ ﻫﻨﻮﺯ ﭼﻨﺪ ﺑﻬﺎﺭﯼ از عمرش نگذشته بود که در سال 1362 برای فراگیری آموزش معیاری و معاصر شامل لیسه ستاره در شهر میمنه گردید؛
با شوق تمام و شور و شعف که داشت با موفقیت تمام مکتب را به پایه کمال رسانید و برای فراگیری آموزش بیشتر، وارد دانشگاه شد، اونچی زاده رشته ادبیات انگلیسی یعنی کلید علوم معاصر را فرا گرفت؛
پر واضح است که در دوره سیاه حکومت طالبان در همه ابعاد گستره فعالیت های بانوان محدود گردیده بود، اما شرایط دشوار و نا ملایمات روزگار از عزم و اراده اونچی زاده کاسته نتوانست بلکه او بیشتر از پیش با عزم و همت بلندی که داشت کمر همت بست و قامت راست نمود و در اعماق آن شب های تار با راه اندازی کورس های آموزشی برای بانوان در منزل شخصی خود شمعی افروخت؛
پس از فروپاشی حکومت طالبان و شکل گیری حکومت جدید اونچی زاده به فعالیت های اجرایی دست یازد و برای مسوولیت های بیشتر شانه گذاشت؛
در اینجا به برخی از مسوولیت های اونچی زاده می پردازیم،:
در سال 2004 ﺑﻪ ﺣﯿﺚ ﻣﺴﻮﻭﻝ ﻧﻈﺎﺭﺕ ﻭ ﺍﺭﺯﯾﺎﺑﯽﺩﺭ ﺩﻓﺘﺮ ﻫﻤﺒﺴﺘﮕﯽ ﻣﻠﯽ ﺩﺭ ﺍﻧﮑﺸﺎﻑ ﺩﻫﺎﺕ ﺍﻧﺠﺎﻡ وظیفه نمود؛
در سال 2007 ﺑﻪ ﺣﯿﺚ ﻣﺴﻮﻭﻝ ﺑﺨﺶ ﺯﻧﺎﻥ ﮐﻤﯿﺴﯿﻮﻥ ﻣﺴﺘﻘﻞ ﺣﻘﻮﻕ ﺑﺸﺮ ﻭﻻﯾﺖ ﻓﺎﺭﯾﺎﺏ ﺍﻧﺠﺎﻡ ﻭﻇﯿﻔﻪ ﻧﻤﻮﺩ ﮐﻪ ﺑﻪ ﺯﻭﺍﯾﺎﯼ ﻣﻬﻢ ﻣﺸﮑﻼﺕ ﺯﻧﺎﻥ ﺩﺭ این ولایت پرداخت و از بام تا شام برای بهبودی سطح زندگی زنان آن ولایت کوشید؛
همچنان در سال های 2012 و 2013 اونچی زاده به حیث ﻣﺴﻮﻭﻝ ﺣﻘﻮﻕ ﺑﺸﺮ ﺩﺭ ﻣﻌﺎﻭﻧﺖ ﺳﯿﺎﺳﯽ ﺩﻓﺘﺮ ﻣﻠﻞ ﻣﺘﺤﺪ ﺩﺭ ﻭﻻﯾﺖ ﻓﺎﺭﯾﺎﺏ، ﺗﺤﻘﯿﻖ ﺭﻭﯼ ﻗﺘﻞ ﻫﺎﯼ ﻧﺎﻣﻮﺳﯽ ﺗﻮﺳﻂ ﺩﻓﺘﺮمرکزی کمیسیون مستقل ﺣﻘﻮﻕ ﺑﺸﺮ، ﺍﯾﺠﺎﺩ ﺷﺒﮑﻪ ﺟﺎﻣﻌﻪ ﻣﺪﻧﯽ ﺩﺭ ﻭﻻﯾﺖ ﻓﺎﺭﯾﺎﺏ ، ﺍﯾﺠﺎﺩ ﺷﺒﮑﻪ ﺭﻫﺒﺮﯼ ﺯﻧﺎﻥ ﺩﺭ ﻭﻻﯾﺖ ﻓﺎﺭﯾﺎﺏ، ﺍﺷﺘﺮﺍﮎ ﺩﺭ ﺟﺮﮔﻪ ﻣﺸﻮﺭﺗﯽ ﺻﻠﺢ ﺍﺯ کارهای کلیدی دیگری است که اونچی زاده به همت بلند خود از پس مسوولیت آن موفق سر بلند نموده است..
محترم اونچی زاده با حضور خود در رسانه های ملی و بین‌المللی همواره از مواضع ملی کشور دفاع نموده و برای تأمین عدالت اجتماعی صدا بلند نموده است، او نظر به شوق و علاقه خاصی که در عرصه نوشتن و تحلیل مسائل مهم سیاسی دارد، گهگاهی هم به نوشتن موضوعات و پدیده های اجتماعی می پردازد، تا اکنون دهها مقاله اونچی زاده در رسانه های ملی و بین‌المللی بازتاب یافته است؛ اونچی زاده بنابر فعالیت ها و تلاش های پیگیری که برای تحقق اهداف و آرمان های بلند انسانی خود داشت، در سال 2011 از سوی رئیس جمهور وقت جلالتمآب محترم حامد کرزی مورد تقدیر و تمجید قرار گرفته و موفق به کسب مدال افتخاری گردید؛
افزون بر این اونچی زاده از سوی نهاد های ملی و بین المللی بارها مورد تقدیر و تمجید قرار گرفته است؛
اونچی زاده ﻃﯽ ﻣﺪﺕ ﻓﻌﺎﻟﯿﺖ های ﮐﻪ ﺩﺍﺷﺘﻪ ﺍست ﺳﻔﺮﻫﺎﯼ ﻣﺘﻌﺪﺩ به ﮐﺸﻮﺭﻫﺎﯼ ﻣﺨﺘﻠﻒ ﺍﺯ ﺟﻤﻠﻪ ˓ ﺍﻧﺪﻭﻧﯿﺰﯾﺎ ˓ ﺑﻨﮕﻼﺩﯾﺶ،ﻫﻨﺪﻭﺳﺘﺎﻥ ˓ﺗﺎﺟﯿﮑﺴﺘﺎﻥ ˓ ﺍﻭﺯﺑﮑﺴﺘﺎﻥ ﻭ ﺟﺮﻣﻨﯽ ﺩﺍﺷﺘﻪ است، ﺍﯾﻦ ﺳﻔﺮﻫﺎ ﺩﺭ ﻗﺎﻟﺐ ﺑﺮﻧﺎﻣﻪ ﻫﺎﯼ ﮐﺎﺭﯼ ﺩﺭ ﻧﻈﺮﮔﺮﻓﺘﻪ ﺷﺪﻩ ﺑﻮﺩ؛
اونچی زاده بر علاوه زبان های ملی کشور به زبان انگلیسی نیز تسلط کامل دارد؛
اونچی زاده ﺩﺍﺭﺍﯼ ﺗﺤﺼﯿﻼﺕ ﻋﺎﻟﯽ ﺩﺭ ﺭﺷﺘﻪ ﻫﺎﯼ ﺯﺑﺎﻥ ﻭﺍﺩﺑﯿﺎﺕ ﺍﻧﮕﻠﯿﺴﯽ ﻭ ﺣﻘﻮﻕ ﻭﻋﻠﻮﻡ ﺳﯿﺎﺳﯽ بوده ﻭﻣﺎﺳﺘﺮﯼ ﺩﺭ ﺑﺨﺶ ﮐﺎﺭ ﺷﻨﺎﺳﯽ ﺍﺭﺷﺪ ﺣﻘﻮﻕ ﺑﯿﻦ ﺍﻟﻤﻠﻞ دارد.
اونچی زاده به تاریخ 22 عقرب 1399 طی فرمان شماره 110 ریس جمهور محمد اشرف غنی بحیث کمیشنر کمیسیون مبارزه با فساد اداری افغانستان تعین گردید و بعد از انتخابات داخلی کمیسیون با اخذ رایی تائیدی کمیشنران بحیث معاون کمیسیون انتخاب و شروع به کار نمود.
اونچی زاده یکی از کدر های برجسته تورکتباران افغانستان بوده ، فعالیت های سیاسی و اجتماعی وی در رسانه ها بازتاب گسترده داشته است.

به امید موفقیت های مزید ایشان در تمام عرصه های زندگی

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when نړۍته ستاسوپيژندنه/معرفی شمابه جهان posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category