New Afghanistan نوی افغانستان

New Afghanistan نوی افغانستان Visit dear afghanistan
ګران افغانستان نه ليدنه وکړي

21/12/2023

راځي يو ځل د سالنګ تونل جوړ شوي ځايونه راسره وګوري
انشاﺀالله وطن مو ورځ تر بلې پرمختګ کوي

روستي خبرونه👋د اقتصادي کمېسیون غونډه کې پۀ ۲۵ ملیونه ډالرو پانګؤنې سره د برېښنا اړؤند مهمې پروژې تایید شؤې.پکتیکا کې د ی...
15/12/2023

روستي خبرونه👋

د اقتصادي کمېسیون غونډه کې پۀ ۲۵ ملیونه ډالرو پانګؤنې سره د برېښنا اړؤند مهمې پروژې تایید شؤې.

پکتیکا کې د یؤ لوی دؤلتي بڼ د بیارغؤنې هڅې پیل شؤې.

روسیه: افغانستان ته مو د ګازو صادرات دؤه برابره زیات شؤي.

جوزجان ؤلایتي روغتون کې د انتاني اؤ لېفټ سستم پۀ شمول نؤې څانګې جوړې شؤې.

نن اؤ پرون لۀ ګاونډیو هیؤادونو زرګونه افغان ګډؤال راستانۀ شؤي.

پرؤان کې لۀ یؤې کارخونې روسیې ته لسګونه ټنه ممیز صادر شؤي.

بغلان کې د سیمټي پایو/ ستنو جوړؤلو فابریکه د ټول هیؤاد ۶۰ سلنه اړتیاؤې پوره کؤي. سږ یې ۴ زره ۲۸۸ ډؤل ډؤل د لؤړ کیفیت لرونکې ستنې جوړې کړې‌دي.

اروپایي ټولنې د افغانستان لپاره ۲۵ ملیونه یورو مرسته اعلان کړې.

نن اؤ سبا ته پۀ هرات، فراه، نیمروز، بادغیس، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، ډایکندي، غور، فاریاب، سرپل، بامیان، میدان ؤردګ، غزني، سمنګان، بلخ اؤ جوزجان ولایتونو کې د ؤاؤرې ؤرېدو، اورښت اؤ سېلابونو اټکل شؤی.

راشد خان یؤ ځل بیا لومړی درجه غؤره توپ اچؤونکی اعلان شو.

د خؤړو او درملو ملي ادارې د کورنیو تؤلیداتو پر ملاتړ ټينګار کړی.

ترکي پانګؤال د کندهار مرمرو کان پروسس برخه کې پانګؤنه کؤي.

هرات کې د ۶۰ مليونه افغانيو پۀ لګښت د اوبو ۱۹ بندونه جوړیږي.

ازبکستاني چارؤاکي: د دریېو دستګاؤو تخنیکي ستونزو پر حل چټک کار رؤان دی/ افغانستان کې به د برېښنا ستونزه حل شي.

کابل کې د کورنیو تؤلیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

کندوز کې د برېښنا ۱۸ ترانسفرمرونه نصب شؤي.

روغتیا ؤزارت: هڅه کؤو هېؤاد کې د پوليو ناروغۍ پۀ بشپړ ډؤل لۀ منځه يوسو.

بامیانو کې راستنو شؤیو ۱۰۰ کورنیو ته سؤن ‌توکي ؤېشل شؤي.

د هرات – خؤاف اوسپنې پټلۍ لۀ لارې د سؤداګریزو توکو لېږد پیلېږي.

خبرونه مې لۀ سپوږمۍ راډیو کاپي/ایډېټ کړل

الحمد لله ؤؤایئ.
مخکې به دومره خبرونه یؤازې د مرګ ژوبلې ؤل، ابادۍ ډېرې ؤې خو پۀکې معلومېدې هم نا.

12/12/2023

‏کابل ښاریان: د کابل آمن الحمد لله
په کابل کې د یوې صرافي مخ ته یوه غورفه له پیسو ډګه پاتې وه، شپه په تېره خو هیچا یې د پټولو کوشش نه دی کړی

لومړنۍ سروې ښیي چې د افغانستان پۀ لوېدیځ یوازې دریو ولایتونو فراه، هرات او نیمروز کې لۀ باد څخه شپاړس زره میګاواټه بریښن...
08/12/2023

لومړنۍ سروې ښیي چې د افغانستان پۀ لوېدیځ یوازې دریو ولایتونو فراه، هرات او نیمروز کې لۀ باد څخه شپاړس زره میګاواټه بریښنا تولېدېدلی شي

لومړنۍ اټکلیزه سروې ښیي چې افغانستان لۀ اوبو، لمر، باد او ډبرو سکرو څخه لږ تر لږه د   برېښنا د تولیدؤلو وړتیا لري، خو لا...
08/12/2023

لومړنۍ اټکلیزه سروې ښیي چې افغانستان لۀ اوبو، لمر، باد او ډبرو سکرو څخه لږ تر لږه د برېښنا د تولیدؤلو وړتیا لري، خو لا هم هر کال د 320 میلیونو ډالرو برېښنا لۀ تاجکستان ، ازبکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردوي
موګ ته لا دیر کار بکار ده

08/12/2023

پخه خبره

هیواد د ټیکسیو په رنګ نه؛
بلکي د ښوونځیو په زنګ آبادېږي.

‏اړین ګام👋 کابل ته لۀ پنجشېر اوبۀ راؤستل کېږيلګښت یې جاپان ؤرکؤي.تر هغې به پنجشیر کې د 34 چکډېمونو چارې بشپړې شي.پنجشېر ...
07/12/2023

‏اړین ګام👋
کابل ته لۀ پنجشېر اوبۀ راؤستل کېږي
لګښت یې جاپان ؤرکؤي.
تر هغې به پنجشیر کې د 34 چکډېمونو چارې بشپړې شي.
پنجشېر لۀ کابل سره زیاته فاصله نۀلري.
د اوبو پایپ لاین پروژې سره به کابلیان لۀ پاکو اؤ خؤندؤرو اوبو برخمن شي.
د اوبو سطحې ستونزه به حل شي.
اوس خو کابل کې اؤدس مهال خولۀ نۀشو مینځلی/ بل رقم ترخې لګي.
دا پنجشېر خو مو دې لا مخکې نېؤلی ؤای😷

که کور ته کېک، کلچې او خواږه شيان وړئ د هغه پر ځای مېوه يوسئ چې د ډاکټر له مصرفه خلاص شئ.
07/12/2023

که کور ته کېک، کلچې او خواږه شيان وړئ د هغه پر ځای مېوه يوسئ چې د ډاکټر له مصرفه خلاص شئ.

ناروې ۲ چک ډېمونه او ۱۰ سړې خوني جوړويپه افغانستان کي د ناروې کمېټې چارواکو خپلي نوي پروژې د کرهڼي وزارت د کرهڼي او مالد...
06/12/2023

ناروې ۲ چک ډېمونه او ۱۰ سړې خوني جوړوي
په افغانستان کي د ناروې کمېټې چارواکو خپلي نوي پروژې د کرهڼي وزارت د کرهڼي او مالدارۍ له مرستیال صدراعظم عثماني سره شریکي کړي او ویلي ئې دي چي، د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کي دوه چک ډېمونه او ۱۰ سړې خوني جوړوي.
یاده پروژه د ناروې..‏د کمېټې له خوا د خوړو د خوندیتوب، د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو او د حرفوي زده کړو د برابرولو په خاطر پلي کېږي.
د دغو پروژو په پلي کېدو سره به۵۰ زره کسان په مستقیم ډول او ۱۵۰ زره کروندګر به په غیرمستقیم ډول برخمن سي او په دغو پروژو کي به پر درې زره بزګرانو تخمونه هم ووېشل سي.

آيا داسې د چاي باغونه موږ نشو کرلايد افغانستان د ډيرو ولايتونو آب او هوا ورته جوړه دهګټي يې ډيرې دي د پاکي هوا آکسيجن تو...
06/12/2023

آيا داسې د چاي باغونه موږ نشو کرلاي
د افغانستان د ډيرو ولايتونو آب او هوا ورته جوړه ده
ګټي يې ډيرې دي د پاکي هوا آکسيجن توليد زرغون غرونه او تر نورو لا د اقتصاد په برخه کې افغانستان پر پښو درولاي شي
له حکومت غوښتنه کوه چې دَ چاي په باره کې هيوادوالو ته معلومات او ګټې ورپګوتو کړي

الحمد لله د وطن تولید د جسمي او اقتصادي روغتیا لپاره،سنوفارما د دوا د تولید فابريکه چې په کندهار کي موقیعت لري، (تقريبا)...
06/12/2023

الحمد لله د وطن تولید
د جسمي او اقتصادي روغتیا لپاره،
سنوفارما د دوا د تولید فابريکه چې په کندهار کي موقیعت لري، (تقريبا) تر اوسه یې دغه (په عکسونو کي سته) تولیدات بازار ته عرضه کړیدي. ممکن نوري افغاني کمپنۍ هم وي، چې بازار ته د ضرورت وړ دواوي عرضه کوي. هیله ډاکټر صاحبان یې لزوم دید ته په کتلو سره ناروغانو ته توصيه کړي.
زه نه پوهیږم ، لږ تر لږه هغه دوا چې دلته جوړيږي، ولي یې پر ځاي ډاکټر صاحبان د نورو هیوادونو دواوي ناروغانو ته توصيه کوي؟؟
نوټ: د سنوفارما پر دواوو د پرچون قیمت په افغانیو نوشته دی، هیله ده درملتونونه یې په همهغه قیمت و پلوري. فکر کوم بالا به هغه د ډالر او کلدارو بهانې هم نه وي.
بل نوټ: سنوفارما دي هم اوسني فرصتونو ته په کتلو سره یو څه تولید او عرضه ډیره کړي او هم دي پر مارکیټنګ سمه خواري وکاږي.

‏د 3.8 میلیارده ډالرو په ارزښتد 200 پروژو مهم پلان تائید شو!!د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کي د اوبو ا...
05/12/2023

‏د 3.8 میلیارده ډالرو په ارزښت
د 200 پروژو مهم پلان تائید شو!!
د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په نوبتي غونډه کي د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د برېښنا سکټور پنځه کلن پراختیايي پلان تر ارزوني وروسته تائید او د منظورۍ له پاره به اقتصادي کمېسیون ته واستول شي، د یاد پلان له مخي ‏به د 3.8 میلیارد ډالرو په ارزښت شاوخوا 200 پروژې بشپړي شي او افغانستان به په برېښنا برخه کي ځان بسیایني ته نژدې شي

‏پنځۀ افغانستانه پې جوړېدلی شي👋"هایدروکاربوني سرچینې یا نفت او ګاز دي.د تخمین له مخې د افغانستان په ۲۷۰،۰۰۰ کیلومترمربع ...
02/12/2023

‏پنځۀ افغانستانه پې جوړېدلی شي👋

"هایدروکاربوني سرچینې یا نفت او ګاز دي.
د تخمین له مخې د افغانستان په ۲۷۰،۰۰۰ کیلومترمربع ساحه کې د نفتو او ګازو پوتنشیل موجود دی، یعنې دا د افغانستان د ټول مساحت (۶۵۲،۸۶۴ کیلومتره مربع) ٪۴۱ سلنه برخه تشکیلوي. له دې جملې موږ تر اوسه یوازې ۲٪ ساحې څخه هم استخراج او ګټنه نه ده کړې.
افغانستان د نفتو او ګازو پر پنځو حوزو وېشل شوی دی چې له امودریا، افغان تاجیک، کُشک-تیرپل، هلمند او کټواز څخه عبارت دي.
له دې جملې یوازې د آمودریا او یوه اندازه د افغان تاجیک حوزو کې اکتشافي کارونه شوي دي او په پاتې درې نورو حوزو کې تر اوسه لازم مطالعات او اکتشافات نه دي شوي دي.
د امریکا د جیولوجیکي سروې اداره تخمین کوي چې د افغانستان په شمال کې په یادو دوو حوزو (امودریا او افغان-تاجیک) کې ۱.۶ میلیارد بیرل خام نفت، ۱۶ تریلیون مترمکعب فیټ طبیعي ګاز او ۰.۵ میلیارد بیرله مایع طبیعي ګاز موجود دي. تر اوسه د امودریا حوزې په ۵۷ زره کیلومتره مربع ساحه کې یوازې ۱۵ ساحې تثبیت شوې دي."

حکومت کې سرچینې وایي د مشرتابه د تازه امر په اساس به راتلونکی پسرلی په بې ساري ډول ټول هیواد کې سلګونه نوې لویې او وړې د...
02/12/2023

حکومت کې سرچینې وایي د مشرتابه د تازه امر په اساس به راتلونکی پسرلی په بې ساري ډول ټول هیواد کې سلګونه نوې لویې او وړې د آبادۍ پروژې پیل شي.سرچینې وایي په همدې اساس ټولو حکومتي ادارو ته دنده سپارل شوې چې د مرغومې میاشتې تر پایه په خپلو مربوطاتو کې د آبادۍ د پروژو لپاره اساسي لومړیتوبونه تشخیص کړي

‏د شبرغان ـ مزار د ګازو نل لیکې چارې سږکال له ټاکل شوې مودې وړاندې بشپړې شوې دي.له شبرغان څخه مزار شریف ښار ته د غځېدونک...
02/12/2023

‏د شبرغان ـ مزار د ګازو نل لیکې چارې سږکال له ټاکل شوې مودې وړاندې بشپړې شوې دي.
له شبرغان څخه مزار شریف ښار ته د غځېدونکې نل ‌ليکې هغه چارې چې د سږکال پلان کې نیول شوې وې له وخته مخکې بشپړې شوې دي.

د امریکا د جیولوجیکي سروې اداره تخمین کوي چې یواځې د افغانستان د شمال په دوو حوزو (امودریا او افغان-تاجیک) کې ۱.۶ میلیار...
02/12/2023

د امریکا د جیولوجیکي سروې اداره تخمین کوي چې یواځې د افغانستان د شمال په دوو حوزو (امودریا او افغان-تاجیک) کې ۱.۶ میلیارد بیرل خام نفت، ۱۶ تریلیون مترمکعب فیټ طبیعي ګاز او ۰.۵ میلیارد بیرله مایع طبیعي ګاز موجود دي. تر اوسه د امودریا حوزې په ۵۷ زره کیلومتره مربع ساحه کې یوازې ۱۵ ساحې تثبیت شوې دي
تر دی لا ډيری خزانی لری افغانستان

راتلونکې مياشت به دَ هر رقم موټرو پر مخ خلاص شي انشاﺀالله
01/12/2023

راتلونکې مياشت به دَ هر رقم موټرو پر مخ خلاص شي انشاﺀالله

30/11/2023

الحمد لله وطن مو ورځ تر بلې پرمختګ کوي
هرات خوف پټلۍ څلورمې برخي کارونه ښه په چټکۍ سره روان دي

ماشاﺀالله د کابل دارلامان نوی جوړ شوی سرک
30/11/2023

ماشاﺀالله
د کابل دارلامان نوی جوړ شوی سرک

نن به د آمو دریا اته نفتي څاګانو پرانیسته وشي.يوازې د اکتوبر په ۲۱مه د 20 مليونه ډالرو په ارزښت 40زره ټنه نفت په داخلي س...
30/11/2023

نن به د آمو دریا اته نفتي څاګانو پرانیسته وشي.
يوازې د اکتوبر په ۲۱مه د 20 مليونه ډالرو په ارزښت 40زره ټنه نفت په داخلي سوداګرو پلورل شوي.
مخکې به دغه نفت په ټيټ رېټ ازبکستان ته استخراجيدل

30/11/2023

الحمد لله افغانستان د تبل لرونکو او تيل راښکونکو هيوادونو په قطار کې ودريد
30/11/2023

الحمد لله
افغانستان د تبل لرونکو او تيل راښکونکو هيوادونو په قطار کې ودريد

07/07/2023

د افغانستان تر خاورو لاندې ټريليونه ډالره شتمني

01/06/2023

‏دوه نیم سانتي
دو نیم سانتی
دوه نیم کیلومتره نه
دوه نیم متره نه
دو نیم سانتي چې یو فټ هم نه کیږي
د افغانستان ـ ایران صفري نقطه
ځوانان ورته ولاړ دي، ایرانیان زارۍ کوي چې ۲نیم سانتي په دي لویه دښت کې هیڅ معنی نه لري، لنګوټي والا وایې میږوی وکاږه سم یې کړه.
خپله خاوره

Mad in afghanistan 🇦🇫خپل تولید خپل وياړ
30/05/2023

Mad in afghanistan 🇦🇫
خپل تولید خپل وياړ

د افغانستان نفت دا د نفتو څاګانې د سرپل ولایت په قشقرې سیمه کې موقعيت لري  دلته په تېر کې د نفتو د استخراج څلورو څاګانو ...
25/05/2023

د افغانستان نفت
دا د نفتو څاګانې د سرپل ولایت په قشقرې سیمه کې موقعيت لري
دلته په تېر کې د نفتو د استخراج څلورو څاګانو فعالیت شتون درلود چې څه موده وړاندې د لاسليک شوي چینايي شرکت سره د تیلو د استخراج تړون له سره تمدید شو چې په دې سره د انګوت په سیمه کې درې نورو څاګانو هم پيدا شوې
د کانونو وزارت د خبرپاڼې په اساس تر دې دمه د څلورو څاګانو څخه 13966 ټنه خام نفت را اېستل شوي دي
او درې هغه څاګانې چې د انګوټ په سیمه کي تازه کار پرې پیل شوی له هغوی څخه هم 3659 ټنه خام نفت ترلاسه شوي دي.

که چېرې له شته غني زيرمو څخه د هېواد په ابادۍ او بنسټيز پروګرامونه کې ګټل واخيستل شي نو افغانستان به په ډېر کم وخت کې د پرديو له محتاجۍ او مجبوريتونو خلاصون ومومي
انشاﺀالله

که چیرته مونږ دخپل هیواد نفت استخراج کړو څه به وشي؟که چیرته مونږ خپل نفت را استخراج کړو مونږ کولای شو ۳.۵ لکو پورې بشکه ...
23/05/2023

که چیرته مونږ دخپل هیواد نفت استخراج کړو څه به وشي؟
که چیرته مونږ خپل نفت را استخراج کړو مونږ کولای شو ۳.۵ لکو پورې بشکه نفت دورځې را استخراج کړو که نفت بشکه ۷۵$ وي نو دکال به 9.5 میلیارده ډالر عاید ولرو.
ډیزل پطرولو دواردولو څخه به خلاص شو.
دالوتکو دتیلو له واردولو به خلاص شو.
که فابریکې جوړې کړو ورته: ګریس به تولید کړو.
دکښتیو تیل به تولید کړو او په پاکستان یا نورو هیوادو ته به یې صادر کړو د موټرو دټیرونه تولید لپاره به مواد ورڅخه ترلاسه کړو.
هغه ضروری وړ څه چې تلیفونو کې کاریږي هغه به برابر شي.
دLPG گاز به تولید کړو
خلاصه دنفت په استخراج سره شاوخوا ۶۰۰ صنعتی برخو یا سکتورو کې استفاده کیږي نو مونږ به د۶۰۰ سکتورو یا صنعتی برخو مواد تیار کړو چې په نتیجه کې به یی هیواد یو عظیم پرمتخک وکړي.
-نفت توره طلا ده نو باید دولت ورته پام وکړي.
*لیکنه شیر کړئ.
*ګرانو هیوادوالو مونږ هم درسره فالو یا بلنه راولیږئ ترڅو دهیواد په اړه له خوندور مطالبو خبر شئ.

Address

Kabul

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when New Afghanistan نوی افغانستان posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share

Category



You may also like