Qadam Television

Qadam Television Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Qadam Television, Khushal khan 5th district, Kabul.

23/07/2024

په میدان وردگو کی رغنیزی پروژی د 100 میلیونو دالرو په قیمت ...see more

بامیانو کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانېستل شوید صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو خبر ورکړی ، چې  په بامیان ...
23/07/2024

بامیانو کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانېستل شوی
د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو خبر ورکړی ، چې په بامیان کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانېستل شوی دی. د مالو ماتو دغه نندار تون پرون د روانې زمري میاشتې پر لومړۍ نېټه پیل شوی دی. د مسوولینو په خبره، په دغه نندارتون کې ۱۷۰ غرفې اېښودل شوي چې ۱۰۰ هغه یې ښځو ته ځانګړې شوې دي. ویل کېږي چې دا نندارتون به پنځه ورځې دوام وکړي. د دغه نندارتون د جوړولو موخه کورنیو محصولاتو او تولیداتو ته وده او بازارموندنه، د ملي صنعت پراخول، له کورنیو تولیداتو څخه د کارونې په تړاو د خلکو خبرول او هڅول، د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د سوداګرۍ انګېزې ډېرول، د کورنیو تولیداتو او د هېواد اقتصادي وده او پراختیا او د نندارتونونو او سوداګریزو غونډو جوړولو کلتور دودول ښودل شوې ده

له ۱۵ کلن ځنډ وروسته د مس‌عینک کان د کېندنې چارې پیلېږيد دغه وزارت ویاند همایون افغان تېره روځ (دوشنبه د زمري ۱مه نېټه) ...
23/07/2024

له ۱۵ کلن ځنډ وروسته د مس‌عینک کان د کېندنې چارې پیلېږي
د دغه وزارت ویاند همایون افغان تېره روځ (دوشنبه د زمري ۱مه نېټه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې قرارداني کمپنۍ په دې مکلف شوې چې د روانې اوونۍ په پای کې له خنډ او ځنډ پرته د مس‌عینک کان د کېندنې چارې پیل کړي.

د مس‌عینک کان د کېندنې چارو د پیل خبر داسې مهال ورکول کېږي چې د کانونو او پټرولیم وزیر د روان کال په غویي میاشت کې چینايي شرکت ته یو میاشت وخت ورکړی و چې د یاد کان د استخراج چارې پیل کړي.

د مس‌عینک‌کان تړون په ۲۰۰۷ کال کې د حامد کرزي د حکومت پر مهال له اېم سي سي چینايي شرکت سره شوی و؛ خو د استخراج چارې یې د بېلابېلو لاملونو له کبله تر اوسه پاتې وې.

مس‌عینک کان د نړۍ په کچه د مسو دويمه ستره زېرمه ګڼل کېږي؛ په دې کان کې ۱۱ میلیونه ټنه د مسو زېرمې اټکل شوې دي.

په بدخشان کې د ۱۵۰۰ پسونو یوه رمه له غره لوېدلې او تلف شوېد یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ذبیح‌الله امیري وایي چې د...
23/07/2024

په بدخشان کې د ۱۵۰۰ پسونو یوه رمه له غره لوېدلې او تلف شوې
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ذبیح‌الله امیري وایي چې دغه پېښه په نسي ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده او ځايي خلکو ته شاوخوا ۲۰ ميليونه افغانۍ زيان اوښتی دی.

امیري زیاتوي چې د پېښې ځای ته امنيتي ځواکونه ورغلي او په اړه یې څېړنې روانې دي.

ګومان کېږي چې رمه به د شپې په تیاره کې د لېوانو له وېرې تورېدلې او د تښتې په وخت له غره لاندې لوېدلې وي.

د یادونې ده چې د بدخشان د نسي ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي په مالدارۍ بوخت دي او له دې لارې خپل ورځنی ژوند مخته وړي

11/07/2024

ذبيح الله مجاهد د یوناما راپور ته په غبرګون کې: افغانستان بايد د يوې مسلمانې ټولنې په څېر وارزول شي
‏په افغانستان کې د امربالمعروف، نهي عن المنکر او سمع شکایاتو وزارت د پروسیجر په اړه د یوناما نیوکی بې ځایه دي،کوم احکام چې د امربالمعروف، نهی عن المنکر اوسمع شکایاتو وزارت لخوا توصیه کیږي هغه معلوم اسلامي احکام دي.
متأسفانه د یوناما راپور جوړونکي هڅه کوي،چې افغانستان د غربي لید لوري څخه وارزوي چې دا کار ناسم دی، افغانستان باید د یو مسلمانې ټولنې په څير و ارزول شي او د دې هیواد د ملت چې مطلق اکثریت مسلمانان دي او د شرعي نظام د جوړیدو لپاره یې سترې قربانۍ ورکړې غوښتنې په پام کې ونیول شي.‏په افغانستان کې د اسلامي امارت په حاکمیت سره د اتباعو ټول شرعي حقوق تامین دي، که ښځينه دې که نارینه شرعی برخورد ورسره کیږي او د اسلامي شریعت احکام د قوانینو په څير د اجرا وړ دي، په دې اړه له چا سره هیڅ ډول زور زیاتی او ظلم نه کیږي

تازه په تازه مسعود پزشکان دايران ريس جمهور وټاکل شو
06/07/2024

تازه په تازه مسعود پزشکان دايران ريس جمهور وټاکل شو

نيپال په مقابل د افغانستان کي 3 t20 وخت يي په ډاګه شو
06/07/2024

نيپال په مقابل د افغانستان کي 3 t20 وخت يي په ډاګه شو

افغان لوبډلې ته د غوره فرفارمــــنس پخاطر کرکټ نړيوالې شورا 7,32 کروړه هندي کلدارې جايزه اعلان کړي واوادابل خو خداي ليدل...
02/07/2024

افغان لوبډلې ته د غوره فرفارمــــنس پخاطر کرکټ نړيوالې شورا 7,32 کروړه هندي کلدارې جايزه اعلان کړي واوا
دابل خو خداي ليدلاي چي دپولۍ ټک ته ناست ده

nepal tour to afghanistan نيپال هيواد لوبډله افغانستان ته رازي دري شل اوره لوبي لري مبارک مو شه
02/07/2024

nepal tour to afghanistan نيپال هيواد لوبډله افغانستان ته رازي دري شل اوره لوبي لري مبارک مو شه

ایران کې ولسمشر کوم صلاحیتونه لري؟په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړی پړاو پای ته ورسېد او دوه نوماندان پکې ولسمشرۍ ته وړ ...
02/07/2024

ایران کې ولسمشر کوم صلاحیتونه لري؟
په ایران کې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړی پړاو پای ته ورسېد او دوه نوماندان پکې ولسمشرۍ ته وړ وګڼل شول: سمون‌غوښتونکی مسعود پزشکیان او سخت‌دریځی محافظه‌کار سعید جلیلي. دوی به بیا ټاکنو ته درېږي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت ویاند محسن اسلامي د شنبې په ورځ وویل: "هېڅ کوم یوه نوماند د ټاکنو مطلق اکثریت تر لاسه نه کړای شو، نو لومړی او دویم نوماند چې ډېرې رایې یې ګټلې دي، د اساسي قانون له مخې دویم پړاو ټاکنو ته ځي، چې د جولای پر پنځمه به ترسره شي."

د کورنیو چارو وزارت وايي، هېڅ یوه نوماند ۵۰ سلنه رایې ونه شوای ګټلی. ټول ټال شاوخوا ۲۴ میلیون رای کارتونه کارول شوي دي.

د وزارت له لوري د لومړنیو پایلو پربنسټ اعلان شویو شمېرو له مخې، مسعود پزشکیان پر خپل ټاکنیز سیال جلیلي څه باندې ۱۰ میلیون رایې مخکې دی، خو جلیلي بیا څه باندې ۹،۴ میلیون رایې خپلې کړې دي.‌
په داسې حال کې چې د دویم پړاو ټاکنو نېټه په نژدې کېدا ده، چې د ایران راتلونکی ولسمشر به پکې ټاکل کېږي، مهم پوښتنه دا راولاړېږي چې ولسمشر به کوم واکونه ولري او په ایران کې ریښتینی واک له چا سره دی؟

په ایران کې له ستر مذهبي لارښود وروسته – چې په اصل کې ریښتینی واک له همده سره دی، ولسمشر دویم جګپوړی مسؤول کس دی.

ولسمشر د حکومت د ورځنیو چارو د اداره کولو مسؤولیت لري او تر ډېره یې په کورني سیاست او بهرنۍ تګلاره کې اغېز زیات وي.

خو واکونه یې نسبتا محدود دي – په تېره د امنیت اړوندو مسلو په برخه کې.
د کورنیو چارو وزارت چې د ولسمشر اړوند بنسټ دی ملي پولیس اداره کوي. خو د‌ پولیسو مشر د ستر مذهبي مشر له لوري ګومارل کېږي او هغه یې د مستقیمې ګومارنې مسؤل دی.‌

دا کار د ایران د انقلابي ګارډ د قومندان په حق کې هم همداسې دی، چې د (بسیج) په نامه رضاکاره ځواکونه پکې رانغښتل کېږي.

پارلمان چې نوي قوانین وړاندې کوي، د ولسمشر پر واک غور کولی شي.

په بدل کې یې، د اساسي قانون ساتندویه شورا چې د ستر مذهبي مشر نژدې کسان پکې دي، د نویو قوانینو تاییدولو مسؤلیت لري او ردولی یې هم شي.د اساسي قانون د ساتنې شورا یو نامنتخب شوی پلاوی دی چې محافظه‌کاران ‌پرې واکمن دي. دوی له ټول ټال ۸۰ کاندیدانو شپږ نوماندان کاندیداتورۍ ته وړ وګڼل.‌ د نوماندانو امیر حسین قاضي زاده هاشمي او علي رضا زاکاني له شا ته کېدا وروسته، د تېرې جمعې ورځې ترسره شویو ټاکنو لومړي پړاو ته یوازې څلور نوماندان ولاړ وو.‌

د ایران پخواني ولسمشر حسن روحاني د سمونګر کاندید مسعود پزشکیان په پلوۍ د رایو اچولو غوښتنه کړې.‌ پزشکیان د پخواني سمونګر ولسمشر محمد خاتمي له ملاتړ هم برخمن دی.

خو په دویم پړاو ټاکنو کې د هغه سیالی او سخت‌دریځی محافظه‌کار سعید جلیلي له لوېدیځ سره د ایران د اټومي مسلې په تړاو خبرو پخوانی مرکچي دی، چې په ایران کې د محافظه‌کارانو او دیني بنسټونو غوره کاندید دی.
https://www.facebook.com/Qadam.television?mibextid=ZbWKwL

د دوحې درېیمه ناسته پای ته ورسېده؛ ملګرو ملتونو او د طالبانو حکومت استازي "ګټوره" بللېد قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان...
02/07/2024

د دوحې درېیمه ناسته پای ته ورسېده؛ ملګرو ملتونو او د طالبانو حکومت استازي "ګټوره" بللې
د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو دوه ورځنۍ ناسته پای ته ورسېده. په دې دوه ورځنۍ ناسته کې د شاوخوا ۲۵ هېوادونو او پنځو نړیوالو سازمانونو استازو د طالبانو له پلاوي سره د رسنیو له حضور پرته خبرې وکړې.

دې ناستې ته د طالبانو حکومت د استول شوي پلاوي مشر ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې "د افغانستان پیغامونه ټولو ګډونوالو هېوادونو ته ورسېدل."

هغه زیاته کړې "افغانستان د خصوصي سکتور سره د همکارۍ او د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې او بدیل معیشت په برخه کې د هېوادونو همکارۍ ته ضرورت لري چې اکثره هېوادونو په دې برخه کې د همکارۍ خبره وکړه."

په سولې اوسیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزماري دي‌کارلو هم چې د دې ناستې مشري یې کوله، د پای په خبري کنفرانس کې وویل، هیله‌منه ده چې د طالبانو له حکومت سره د ترسره شويو خبرو او تعامل له لارې به د حکومتولۍ برخه کې پرمختګونو راشي.

هغې د دوحې دا ناسته "کارنده" وبلله او د قطر له حکومته یې د ښه کوربتوب له کبله مننه وکړه.

اغلې روزمري وویل چې که څه هم دا د دوحې درېیمه ناسته ده، خو په لومړي ځل د دې فرصت برابر شو چې نړیواله ټولنه او د افغانستان واکمن چارواکي [د طالبانو حکومت] په دومره تفصیل سره خبرې اترې وکړي.

"دا خبرې ډانګ پیېلې او زه فکر کوم ګټورې وې."

نوموړې زیاته کړه بحثونه د هغې خپلواکې ارزونې د لومړیتوبونو د نوملړ له مخې وو چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېر نومبر کې تصویب کړی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه به د نړیوالې ټولنې او ښځو اړوند خپل ماموریت راکم نه کړي او دا چې د طالبانو مشرانو ته یې هم مخکې کابل ته د سفر پر مهال په دې تړاو ویلي دي.له هغې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي دي، دغه هېواد ته د بانکونو له لارې د پيسو استول ډېر ستونزمن شوي او آن په ځینو حالاتو کې له سره نه استول کېږي.

دغې غونډې ته د شاوخوا ۲۵ هېوادونو هېوادونو او پنځو نړیوالو بنسټونو استازي ورټول شوي او له طالبانو سره د افغانستان پر راتلونکې خبرې کوي.

طالب استازي په نننیو غونډو کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه هم وکړه.

د طالبانو حکومتي ویاند ذبیح الله مجاهد چې په غونډو کې د طالب پلاوي مشري هم کوي، د نشه‌يي توکو د کرکېلې پر ځای له بزګرانو سره په نورو برخو کې پر مرستې ټینګار وکړ.
له هغې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي دي، دغه هېواد ته د بانکونو له لارې د پيسو استول ډېر ستونزمن شوي او آن په ځینو حالاتو کې له سره نه استول کېږي.

دغې غونډې ته د شاوخوا ۲۵ هېوادونو هېوادونو او پنځو نړیوالو بنسټونو استازي ورټول شوي او له طالبانو سره د افغانستان پر راتلونکې خبرې کوي.

طالب استازي په نننیو غونډو کې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو غوښتنه هم وکړه.

د طالبانو حکومتي ویاند ذبیح الله مجاهد چې په غونډو کې د طالب پلاوي مشري هم کوي، د نشه‌يي توکو د کرکېلې پر ځای له بزګرانو سره په نورو برخو کې پر مرستې ټینګار وکړ.
https://www.facebook.com/Qadam.television?mibextid=ZbWKwL

د افغانستان، ازبکستان، پاکستان او قطر ترمنځ د افغان ټرانس پروژې ژر ‌پیلېدا په اړه خبرې وشوېد طالبانو حکومت ویاند او د دو...
02/07/2024

د افغانستان، ازبکستان، پاکستان او قطر ترمنځ د افغان ټرانس پروژې ژر ‌پیلېدا په اړه خبرې وشوې
د طالبانو حکومت ویاند او د دوحې درېیمې غونډې ته د تللي پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد وايي، دوحه کې یې د ازبکستان، افغانستان، پاکستان او قطر ترمنځ څلور اړخیزه غونډه کې د افغان ټرانس پروژې په اړه چې له ازبکستانه به د افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ غځوي، خبرې وشوې.‌

نوموړي پر خپل اېکس پاڼه لیکلي چې ټولو اړخونو د یادې پروژې د ژر پیلېدا او بشپړېدا غوښتنه وکړه.

د ازبکستان، افغانستان او پاکستان چارواکو د ۲۰۲۱ کال فبرورۍ کې – هغه مهال چې افغانستان کې لا تېر جمهوري حکومت واکمن و- د ترمز-مزار شریف- کابل-پېښور ترمنځ د اورګاډي د پروژې د لارې نقشه لاسلیک کړه.‌

د پروژې د برخه‌والو د محاسبې له مخې، د نژدې ۵ میلیاردو ډالرو په لومړني لګښت نوی ټرانسپورټي دهلېز چې له ۲۰ میلیون ټنو کارګو ټرانزیټ ظرفیت لري، باید اروپايي هېوادونه، روسیه، ازبکستان، افغانستان، پاکستان، هند او نورو سوېل ختیځ اسیايي هېوادونه سره نښلوي.د ۲۰۲۳ کال اکتوبر کې د ازبکستان د اورګاډي پټلۍ د قطر د ترانسپورت وزارت ته د 'ټرافګان' رېل پټلۍ پروژه وړاندې کړه. د دې وړاندیز په تعقیب ښکېلو اړخونو د پروژې په پلي کولو کې د قطر د ګډون د یقیني کولو څرنګوالي په اړه بحث وکړ.

د تېرې اپرېل میاشتې نیمايي کې، د ازبکستان ولسمشر شوکت میر ضیایف په مشرۍ د قطر د لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په مشرۍ پلاوو کتنې وکړې او د رېل د دې ۷۰۰ کیلومتره پروژې په اړه یې بحث وکړ.

Please subscribe my channel
24/06/2024

Please subscribe my channel

داسراییلو او فلسطین مشکل په څه کې ده او له کومه وخته ده ددي لپاره چي ددي مشکل ريښې پيداکړو نو ۳۷۰۰ کاله مخته زو.ترپايه ر...
24/06/2024

داسراییلو او فلسطین مشکل په څه کې ده او له کومه وخته ده ددي لپاره چي ددي مشکل ريښې پيداکړو نو ۳۷۰۰ کاله مخته زو.
ترپايه راسره اوسۍ ويډيو په زړه پورې ده

دفلسطین او اسرایلو اصلی مشکل څه ده؟ ?What is the real problem of Palestine and Israelددی لپاره چی ددی مشکل ریښی پیداکړو مجبور یو چی دتاریخ پاڼی واړه وو ترپ...

ګلبدين نايب دسختې ورزي ملګري داستراليا په وړاندې 2024 نړيوال کپ
23/06/2024

ګلبدين نايب دسختې ورزي ملګري داستراليا په وړاندې 2024 نړيوال کپ

داستراليا په وړاندې دافغانستان بريا دي ټولو هيوادوالو ته مبارک وي
23/06/2024

داستراليا په وړاندې دافغانستان بريا دي ټولو هيوادوالو ته مبارک وي

دفلسطين تاريخي معضلي ته کتنه ډير ژر
23/06/2024

دفلسطين تاريخي معضلي ته کتنه ډير ژر

هغه هيواد دي چي ښه ورځ يي نده ليدلې ددي معضلي ۴۰۰۰ کلن تاريخ راسپړو ترڅو يي اصلي ريښې درته وښايم له مونږ سره اوسي

Subscribe my channel چينل سبسکرايب کړۍ
22/06/2024

Subscribe my channel
چينل سبسکرايب کړۍ

Address

Khushal Khan 5th District
Kabul
1001

Telephone

+93777469066

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Qadam Television posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Qadam Television:

Videos

Share