یوازیتوب

یوازیتوب او ما هلته یوسه ...
چېرته مې چې
شراب نشي وړلی ...!!!
----
‏↩ Sнpσσиkαι ↪

👨🏻‍🦯🐑🐂🐃

یوازېتوب یانې داسې یو وخت، چې ته پکې غواړې یوازې له ځان سره اوسې او بس !

ټول هغه وګړي چې یوازېتوب ستايي یوازې دي، او هغه کسان چې په مینې بد وایي عاشقان دي !

له ما لیرې اوسه، کیدای شي یوازیتوب مې ساري وي او تا هم زما په شان تباه کړي !

یوازیتوب

په الوتکه کې دخپل یوازیتوب په اړه فکر کوې

چې ستا تر څنګه ناسته ښکلې پردۍ

په خواږه خوب ویده شي

او سریې ورو ورو ستا پر ولي دروند شي

ته به ستومانه یې او

خوب به درځي

خو ګاونډۍ راویښولی نه شې

موسکا پر شونډو ځانته ډاډ ورکوې :

یوازیتوب کله په خوب تېریږي ؟

یوازیتوب کله په خوب هېریږي ؟
لیوال

او کور ته په داخلېدو مو باید ځانونه ښه څنډلي وای،پرېږده چې دا ځینې ځینې مو له خیاله پرېوتي وای.. 🙄----‏ღ Shpoonkai ღسهار...
06/12/2023

او کور ته په داخلېدو مو باید ځانونه ښه څنډلي وای،
پرېږده چې دا ځینې ځینې مو له خیاله پرېوتي وای.. 🙄
----
‏ღ Shpoonkai ღ

سهار نېکمرغه..(☕️)

#تعبیر

خـــــدایه:څه شو د تفریح زنګ دې..؟!زه د نڅا له دې کلاسه چې د نړۍ سازته نڅیږي...ستړی یم...!!----‏↩ Sнpσσиkαι ↪سهار نېکمرغ...
26/11/2023

خـــــدایه:
څه شو د تفریح زنګ دې..؟!
زه د نڅا له دې کلاسه چې د نړۍ ساز
ته نڅیږي...
ستړی یم...!!
----
‏↩ Sнpσσиkαι ↪

سهار نېکمرغه..(☕️)

#تعبیر

د نشتون زغم دېآسانه نۀ دییوازېتوبمخکې لۀ تا،او یوازېتوب وروسته لۀتا،دومره توپیر لريلکه زمکه او آسمان..!!{- تعبیر -}  ıll...
25/11/2023

د نشتون زغم دې
آسانه نۀ دی
یوازېتوب
مخکې لۀ تا،
او یوازېتوب وروسته لۀتا،
دومره توپیر لري
لکه زمکه او آسمان..!!

{- تعبیر -} ıllıllı [ тαвεεя ] ıllıllı

سهار نېکمرغه..(🕋)

#تعبیر

ستا نازکې تلې مې پۀزمکه پېرزو نه دي،  چې تۀ کله قدم اخلېما خبروه،زه به مې د لاس ورغوی درغځوم..!{- تعبیر -}  ıllıllı [ тα...
24/11/2023

ستا نازکې
تلې مې پۀ
زمکه پېرزو نه دي،
چې تۀ کله قدم اخلې
ما خبروه،
زه به مې د لاس ورغوی درغځوم..!

{- تعبیر -} ıllıllı [ тαвεεя ] ıllıllı

جومه نېکمرغه..(🕋)

#تعبیر

ورو مې وویلوېرېږمهسې نۀ یوه ورځتا هم لۀ لاسه ورکړملاس یې راته لا زیات ټینګ ونیوهسترګې مې پرانیستېنیمه شپه وهخونه کېپۀ کُ...
19/11/2023

ورو مې وویل
وېرېږم
هسې نۀ یوه ورځ
تا هم لۀ لاسه ورکړم
لاس یې راته
لا زیات ټینګ ونیوه
سترګې مې پرانیستې
نیمه شپه وه
خونه کې
پۀ کُرسۍ یوازې ناست
خوب وړی وم...!

{- تعبیر -} ıllıllı [ тαвεεя ] ıllıllı

#تعبیر

را بللې مې یېتم کېدو لرهنۀ داچې بېرته لاړه شې،دا منم چېانګور خواږۀ دي،خو شراب بېل خوند او نشه لري..!{- تعبیر -}  ıllıllı...
16/11/2023

را بللې مې یې
تم کېدو لره
نۀ دا
چې بېرته لاړه شې،
دا منم چې
انګور خواږۀ دي،
خو شراب بېل خوند او نشه لري..!

{- تعبیر -} ıllıllı [ тαвεεя ] ıllıllı

لېونتوب
تلپاتې یادونه
اوښکې
باران
Intezar انتظار

#تعبیر

چې ستاسو کیسه کې نه دي؛ هغوي پرېږدئ.. دا منم چې مینه ښکلې ده.. خو عزت له مینې هم ډېر ښکلی دی..(😊)..----‏ღ Shpoonkai ღ   ...
14/11/2023

چې ستاسو کیسه کې نه دي؛
هغوي پرېږدئ..
دا منم چې مینه ښکلې ده..
خو عزت له مینې هم ډېر ښکلی دی..(😊)..
----
‏ღ Shpoonkai ღ

#تعبیر

لۀ هرڅۀ مخاړومبس کۀ خدای جیوځللۀ تاسرهزنګون پۀ زنګونکښېنولم...!!{- تعبیر -}  ıllıllı [ тαвεεя ] ıllıllı—لېونتوباوښکېبارا...
13/11/2023

لۀ هرڅۀ مخ
اړوم
بس کۀ خدای ج
یوځل
لۀ تاسره
زنګون پۀ زنګون
کښېنولم...!!

{- تعبیر -} ıllıllı [ тαвεεя ] ıllıllı

لېونتوب
اوښکې
باران
تلپاتې یادونه
Intezar انتظار

#تعبیر

په سختو ورځو کېغیرحاضر خلکباید تلغیرحاضر پاتې شي..!{- تعبیر -}  ıllıllı [ тαвεεя ] ıllıllı—تلپاتې یادونهلېونتوباوښکېبارا...
06/11/2023

په سختو ورځو کې
غیرحاضر خلک
باید تل
غیرحاضر پاتې شي..!

{- تعبیر -} ıllıllı [ тαвεεя ] ıllıllı

تلپاتې یادونه
لېونتوب
اوښکې
باران
Intezar انتظار

#تعبیر

زۀ ولس یماو تۀ خپلواکي؛چې نۀ یې نوسخت مېلاریون ته زړۀ کېږي...!{- تعبیر -}  ıllıllı [ тαвεεя ] ıllıllı—تلپاتې یادونهلېونت...
04/11/2023

زۀ ولس یم
او تۀ خپلواکي؛
چې نۀ یې نو
سخت مې
لاریون ته زړۀ کېږي...!

{- تعبیر -} ıllıllı [ тαвεεя ] ıllıllı

تلپاتې یادونه
لېونتوب
اوښکې
باران
Intezar انتظار

#تعبیر

زړۀ تنګون مخامخ راته کښېناستښه پۀ زیر زیر یې راکتلیو دم یې چیغه کړهاو زۀ چوپه خولۀ ودرېدم..!{- تعبیر -}  ıllıllı [ тαвεε...
01/11/2023

زړۀ تنګون مخامخ راته کښېناست
ښه پۀ زیر زیر یې راکتل
یو دم یې چیغه کړه
او زۀ چوپه خولۀ ودرېدم..!

{- تعبیر -} ıllıllı [ тαвεεя ] ıllıllı

تلپاتې یادونه
اوښکې
لېونتوب
باران
Intezar انتظار

#تعبیر

کله کله مونږ ناسم نه اوسو، بس مونږ سره هغه الفاظ نه وي.. چې ځان پرې سم ثابت کړو..!!----‏↩ Sнpσσηkαι ↪تلپاتې یادونهلېونتو...
31/10/2023

کله کله مونږ ناسم نه اوسو،
بس مونږ سره هغه الفاظ نه وي..
چې ځان پرې سم ثابت کړو..!!
----
‏↩ Sнpσσηkαι ↪

تلپاتې یادونه
لېونتوب
اوښکې
Intezar انتظار
باران

#تعبیر

خدایه پاک ومې بخښه؛ د ټولو هغو دروازو لپاره.. چې ومې ټکولې.. او ستا کور نه و.. 😔..!!----‏ღ Shpoonkai ღتلپاتې یادونهاوښکې...
30/10/2023

خدایه پاک ومې بخښه؛
د ټولو هغو دروازو لپاره..
چې ومې ټکولې..
او ستا کور نه و.. 😔..!!
----
‏ღ Shpoonkai ღ

تلپاتې یادونه
اوښکې
لېونتوب

#تعبیر

او کله کله مې وجود کې دننهد ځینې څیزونود مړینې له وجېهدیرې ته اړتیا شي...!{- تعبیر -}  ıllıllı [ тαвεεя ] ıllıllı—شپونکی...
29/10/2023

او کله کله مې وجود کې دننه
د ځینې څیزونو
د مړینې له وجې
هدیرې ته اړتیا شي...!

{- تعبیر -} ıllıllı [ тαвεεя ] ıllıllı

شپونکی - Shpoonkai

#تعبیر

سترګو کې دېدوه د کارغه د بچوڼو ځالې ديدا کیسه له کلونو راروانه دهتر ننه دوام لريتراوسه د چا لاس نه دی ور رسېدلی..!{- تعب...
28/10/2023

سترګو کې دې
دوه د کارغه د بچوڼو ځالې دي
دا کیسه له کلونو راروانه ده
تر ننه دوام لري
تراوسه د چا لاس نه دی ور رسېدلی..!

{- تعبیر -} ıllıllı [ тαвεεя ] ıllıllı

شپونکی - Shpoonkai

#تعبیر

تر تولو غوره تعریف:چې ما د یوازېتوب په اړه اورېدلی ..هغه دا و چې [ زه له مودو را په دېخوا نه وم] او د هېچا راته پام نشو....
25/10/2023

تر تولو غوره تعریف:
چې ما د یوازېتوب په اړه اورېدلی ..
هغه دا و چې [ زه له مودو را په دېخوا نه وم]
او د هېچا راته پام نشو..
__
{- تعبیر -} ıllıllı [ тαвεεя ] ıllıllı

#تعبیر

او کاش داسې څوکپیدا شيچې ووائي؛د دې ټولو ستړیاونرخ دې څو دی ....؟چې ترې خلاص دې کړم..!{- تعبیر -} ıllıllı [ тαвεεя ] ıll...
22/10/2023

او کاش داسې څوک
پیدا شي
چې ووائي؛
د دې ټولو ستړیاو
نرخ دې څو دی ....؟
چې ترې خلاص دې کړم..!

{- تعبیر -} ıllıllı [ тαвεεя ] ıllıllı

شپونکی - Shpoonkai

#تعبیر

ځینې پېښې د انسان زړه ماتوي؛خو سترګې یې خلاصوي.. داسې پېښې باید د بریا په لېست کې حساب شي...!{- تعبیر -} ıllıllı [ тαвεε...
07/10/2023

ځینې پېښې د انسان زړه ماتوي؛
خو سترګې یې خلاصوي..
داسې پېښې باید د بریا په لېست کې حساب شي...!

{- تعبیر -} ıllıllı [ тαвεεя ] ıllıllı

Shpoonkai - شپونکی

#تعبیر

رښتینې بښنه درې برخې لري1. زه بخښنه غواړم2. دا زما ګناه وه3. زه یې د جبران لپاره څه کولی شم؟موږ ډېری وختونه دریمه برخه ه...
02/10/2023

رښتینې بښنه درې برخې لري
1. زه بخښنه غواړم
2. دا زما ګناه وه
3. زه یې د جبران لپاره څه کولی شم؟

موږ ډېری وختونه دریمه برخه هیروو.

تعبیر..سهار نېکمرغه..(☕️)..

موږ دواړه بایدد خپلو موخو ترلاسه کولو په خاطرهریو په خپله لار لاړ شوته زما په طرفاو زه ستا په طرف.—تعبیر..سهار نېکمرغه.....
01/10/2023

موږ دواړه باید
د خپلو موخو ترلاسه کولو په خاطر
هریو په خپله لار لاړ شو
ته زما په طرف
او زه ستا په طرف.

تعبیر..سهار نېکمرغه..(☕️)..

که زړه دې سمندر کړ؛ نو خدای به یې کښتۍ هم درکړي ..!!!— تعبیر .. سهار نېکمرغه..(☕️)..
30/09/2023

که زړه دې سمندر کړ؛
نو خدای به یې کښتۍ هم درکړي ..!!!

تعبیر .. سهار نېکمرغه..(☕️)..

بې له تا..د یوې ساده کلمې پرتهبل څه نه یم .مګر تر څنګ دې ،لکه..یو رومانتیک کتابډېر آرام یم..پاڼه په پاڼه مې لوله،کرښه په...
29/09/2023

بې له تا..

د یوې ساده کلمې پرته
بل څه نه یم .
مګر تر څنګ دې ،
لکه..
یو رومانتیک کتاب
ډېر آرام یم..
پاڼه په پاڼه مې لوله،
کرښه په کرښه درسره مینه لرم..!!

تعبیر .. جومه نېکمرغه..(☕️)..

خوښۍ درې اصول لريد پرون تراخه هېرولد نن ورځ له خواږو څخه ګټه پورته کولد سبا فرصتونو ته هیله لرل...!—تعبیر.. سهار نېکمرغه...
28/09/2023

خوښۍ درې اصول لري

د پرون تراخه هېرول
د نن ورځ له خواږو څخه ګټه پورته کول
د سبا فرصتونو ته هیله لرل...!

تعبیر.. سهار نېکمرغه..(☕️)..

احساسات او فکر په زړه دومره اغېز نکويلکه څومره چې خبرې کوي،ناسمه کلمې ، یا خبرې په زړه دننه غرونه په حرکت راولي، او  ښې ...
27/09/2023

احساسات او فکر په زړه دومره اغېز نکوي
لکه څومره چې خبرې کوي،
ناسمه کلمې ، یا خبرې په زړه دننه غرونه په حرکت راولي، او ښې خبرې د زړونو ترمنځ دېوالونه ړنګوي،
یو بل ته د خبرو کولو اجازه ورکړئ، چوپتیا مو تر منځ واټن زیاتوي.!

تعبیر
سهار نېکمرغه..(☕️)..

بیا سهار شواو د زړه تنګون سترګې مېوغوړېدې،له همدې ځایه سلام ومنهته مې د زړه مهمه اړتیااو درزا یې خبره ختمه..!—تعبیر     ...
26/09/2023

بیا سهار شو
او د زړه تنګون سترګې مې
وغوړېدې،
له همدې ځایه سلام ومنه
ته مې د زړه مهمه اړتیا
او درزا یې
خبره ختمه..!

تعبیر

موږ ټول یو څوک لرو ، خو نه یې لرو!په دې خو پوهېږئ چې څه وایم ؟مینه ورسره لرواو له زړه غواړو ترڅنګ یې ژوند وکړو…د شپې مخک...
25/09/2023

موږ ټول یو څوک لرو ، خو نه یې لرو!
په دې خو پوهېږئ چې څه وایم ؟
مینه ورسره لرو
او له زړه غواړو ترڅنګ یې ژوند وکړو…
د شپې مخکې له ویده کېدو یې یادوو…
ګېډۍ ګېډۍ دعاګانې یې په حق کې کوو..
په یاد یې له خوبه را ویښېږو…
او غواړو چې
د زړه تنګون کڅوړه یې تل له نورو تشه
او له مونږه ډکه اوسي…
یو داسې څوک چې ـ
که نړۍ ټوله خالي هم شي،
خو هغه باید شتون ولري..
زمونږ ترڅنګ ،
زمونږ ستړي ژوند ته اوږه ورکړي ،
ژوند مو دمه کړي..
دا هماغه څوک دی چې له مونږ سره دی
خو له موږ پرته ….!

پوه خو شوئ کنه چې څه وایم او څوک یادوم ..!؟

تعبیر

کلتور یعنې لاندې انځور...زه چې سیاست، کار، تعلیم، تفریح، او ...کوم، زما خور یې هم باید وکړي، دلته هیڅ کوم څه استثنا او م...
24/09/2023

کلتور یعنې لاندې انځور...
زه چې سیاست، کار، تعلیم، تفریح، او ...کوم، زما خور یې هم باید وکړي، دلته هیڅ کوم څه استثنا او ملاحظه باید نه وي، له دې ورپورته کرښې او حدود بې معنا دي، که د کلتور په شکل وي، یا بل کوم چوکاټ کې...
زه یې لومړی د خپلې خور لپاره غواړم.

ژوند شیندمۀ له کړکۍ لکۀ خځلې.ستا د څڼو پۀ رکم منظم نۀ دی!
24/09/2023

ژوند شیندمۀ له کړکۍ لکۀ خځلې.
ستا د څڼو پۀ رکم منظم نۀ دی!

په نړۍ کې تر ټولو سخت کار؛ په خپلو کې «خپل» موندل دي..!!—جومه نېکمرغه..(💐)
22/09/2023

په نړۍ کې تر ټولو سخت کار؛
په خپلو کې «خپل» موندل دي..!!

جومه نېکمرغه..(💐)

د نورو په خط کش به خپل ژوند نه اندازه کوې. خلکو به پلار درلوده، پلار به یې قومندان و او هغه به ډیرې ورته ګټلې وي. یې تا ...
21/09/2023

د نورو په خط کش به خپل ژوند نه اندازه کوې. خلکو به پلار درلوده، پلار به یې قومندان و او هغه به ډیرې ورته ګټلې وي. یې تا پلار څه کاره و چې اوس ځان نیغ، نیغ کوې؟


ایلم - یو کتاب خبره..(📖)

هر وخت چې کوم چاه سره مخ کيږې دا جملي مه  ورته واياست: 1: څه وظيفه لرې2: څومر معاش لرې3: په قوم څه ياست4: د کوم ځاي ياست...
21/09/2023

هر وخت چې کوم چاه سره مخ کيږې دا جملي مه ورته واياست:
1: څه وظيفه لرې
2: څومر معاش لرې
3: په قوم څه ياست
4: د کوم ځاي ياست
5: څومره سرمايه لرې
6: څه ډول وسايل لرې ( موټر , موټرسيکل, باسيکل)
7: کور مو څنګه دې يو څه برابر دې
8: رشتيا وواياست په کور کې څه خوری
9: څه ډول مبايل کاروې ( ولي ايفون نه )
10: پلار او ورونه مو څه کار کوی
11: تر ټولو مهمه😜 ولي کوزده نه کوي
12: وېښتان دی سنګه ډیر کړي
نور يي تاسو وليکې
داټول په ژوند کې دومره نه دې مهم لکه د يو شخص انسانيت او اخلاق نو تاسو که يو څوک خوښوې ددې پورته جملو په اساس يې مه خوښوې د هغه شخصيت ته احترام ولرئ

یو، یو ټکی به زده کوو. یوه، یوه جمله به زده کوو. اخر دې کال کې به ۳۶۵ ټکي او جملې شي.—سهار نېکمرغه..(☕️)
17/09/2023

یو، یو ټکی به زده کوو. یوه، یوه جمله به زده کوو. اخر دې کال کې به ۳۶۵ ټکي او جملې شي.

سهار نېکمرغه..(☕️)

په 1898م کال الماني امپراتور دوهم ګلیوم دمشق ته سفر وکړ، د دمشق ټول وګړې یې هرکلي ته راووتل، د کلا په خوله کې د ګلیوم د ...
16/09/2023

په 1898م کال الماني امپراتور دوهم ګلیوم دمشق ته سفر وکړ، د دمشق ټول وګړې یې هرکلي ته راووتل، د کلا په خوله کې د ګلیوم د مېرمنې سترګې په تک سپین خره ولګېدې، خوښ یې شو، د دمشق له والي مصطفی عاصم نه یې غوښتنه وکړه چې دا خر دوی ته د یو یادګار په توګه ډالۍ کړي.
والي د خره په څښتن پسې خلک واستول، خر د ( أبو ﺍﻟﺨﻴﺮ ﺗﻠﻠﻮ )، په نامه د یو تن و، ورته یې وویل خر دې امپراتورې ته ډالۍ کړه، هغه بخښنه وغوښته، والي په غوسه شو او ابوالخیر ته یې د پیسو وړاندیز وکړ، خو هغه په خپله خبره ټینګ ولاړ و، والي ته یې وویل: "ښاغليه، زه شپږ زبردست اسونه لرم، که دې خوښه وي، ټول به ورډالۍ کړم، خو خر نه
ورکوم"
والي حیران شو او د دې خبرې علت یې وپوښته، ابوالخیر ورته په موسکا وویل:
”محترمه که یې خر خپل هیواد ته یووړ نو ټول مطبوعات به د خره خبر راواخلي، پوښتنه به کوي چې دا خر د کوم ځای دی؟
خلک به ورته وایي : ” د شام دی “. او “شامي خر ” به د مجلس نقل شي، د ملنډو به شو، خلک به وایي، المانۍ امپراتورې په دمشق کې له خرو پرته نور څه ونه موندل؟ له همدې امله یې نه خرڅوم او نه یې ډالۍکوم “ .
والي خبره امپراتورې ته وکړه، دوی ډېر وخندل، ځواب یې خوښ شو او امپراتور ابوالخیر ته د دې ځواب په مقابل کې یو مډال ورکړ.
ډېر هېواد پال خلک شته چې د خپل هیواد نوم او نښان ساتي، او ډېر خره شته چې خپل هېوادونه پلوري.

حضرت علي کرم الله وجه: کله چې کومه دعا په قبلیدو کې وخت نیسي، نو بیا د قبلیدو په وخت کې ټول وخت بدلوي..!!—ورځ نېکمرغه، پ...
12/09/2023

حضرت علي کرم الله وجه:
کله چې کومه دعا په قبلیدو کې وخت نیسي،
نو بیا د قبلیدو په وخت کې ټول وخت بدلوي..!!

ورځ نېکمرغه، په خپلو دعاوو باور ولرئ..(☕️)

یو پلار؛د خپلو اولادونو لپاره هغه ځای ته لاسونه وړاندې کوي،کوم ځای ته چې پښې وړل هم مناسبه نه وي..!! —د خپلو پلرونو قدرد...
11/09/2023

یو پلار؛
د خپلو اولادونو لپاره هغه ځای ته لاسونه وړاندې کوي،
کوم ځای ته چې پښې وړل هم مناسبه نه وي..!!

د خپلو پلرونو قدرداني وکړئ… ورځ نېکمرغه..(🦋)

چې نکاح په پنځه لکه وي؛ او زنا په زر افغانۍ.. نو خلک نکاح نه، زنا ته مخه کوي..!!—جومې ورځ نېکمرغه..(🕋)
08/09/2023

چې نکاح په پنځه لکه وي؛
او زنا په زر افغانۍ..
نو خلک نکاح نه، زنا ته مخه کوي..!!

جومې ورځ نېکمرغه..(🕋)

څومره ښه یې لیکلي!د اروپایې هېواد په یو پوهنتون کې یې دغې مجسمې سره لیکلي:ګدایې وکړه؛ خو په اولاد تعلیم وکړه.
29/08/2023

څومره ښه یې لیکلي!
د اروپایې هېواد په یو پوهنتون کې یې دغې مجسمې سره لیکلي:
ګدایې وکړه؛ خو په اولاد تعلیم وکړه.

ځيني تضادونه ډېر ښکلي وي؛لکه ته زما تر ټولو قوي ترينه د ضعف نقطه يې..!! ----‏↩ Sнpσσиkαι ↪
28/08/2023

ځيني تضادونه ډېر ښکلي وي؛
لکه ته زما تر ټولو قوي ترينه د ضعف نقطه يې..!!
----
‏↩ Sнpσσиkαι ↪

د مجیب لوبه داسې وه لکه د غره په سر ټپهپه هر لوري یې ازانګې دي—
27/08/2023

د مجیب لوبه داسې وه لکه د غره په سر ټپه
په هر لوري یې ازانګې دي

تر څو چې یو انسان ځان وژنه ونه کړي، موږ دا نه منو چې هغه دې د ژور خفګان يا ستونزو ښکار وو. #ډاکټر هیټس کمار #زړه-تنګون #...
23/08/2023

تر څو چې یو انسان ځان وژنه ونه کړي، موږ دا نه منو چې هغه دې د ژور خفګان يا ستونزو ښکار وو.
#ډاکټر هیټس کمار
#زړه-تنګون
#ستونزی
#ژورخفګان

سهار نېکمرغه..(☕️)

Address

Kabul

Telephone

+93788888528

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when یوازیتوب posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to یوازیتوب:

Videos

Share


Other Digital creator in Kabul

Show All

You may also like