28/11/2024
د مور و کوچني زوی ترمنځ جنجال و. مور يې زوی بازار ته سودا پسې لېږه، خو زوی یې خبره نهمنله، کله به یوه کوټه کې ترې پټ شو، کله بل. پلار يې ورته متوجې و او دې کار ورته هېڅ خوند ورنهکړ چې زوی یې د خپل مور خبره نهمني. آخر ورغی، زوی ته یې وویل:
_ دا زما د پنځوسو کلونو د تجربو نچوړ دی چې څوک د مور خبره نهمني، دنیا کې به هم رسوا وي او آخرت کې خو به هسې نه هم دوزخ ته ځي.
د ماشوم مور د دې خبرو په اورېدو غوسه شوه:
_ ستا دا پنځوس کلنې تجربې دې دوزخ ته لاړې شي، زما زوی څه ملامت دی؟ ولې دوزخ ته لاړ شي؟ ته ولې سودا پسې نهځې؟
د ماشوم پلار مړه غوږونه سودا پسې روان شو او په هغې ورځ يې پنځوس کلنو تجربو کې يوه بله تجربه هم ور زیاته شوه او هغه دا چې که یوه مور له خپل زوی څخه هر څومره خوابدې شي، د دوزخ په اور يې نه لورېږي...!
#ژباړه