Sediq Seddiqi

Sediq Seddiqi Writer

07/11/2024
24/07/2024

له پنځلس کلن ځنډ وروسته نن د ميس عينک کان په شاو خوا چينايي شرکت لخوا يي رسمآ ساختماني رغنيزي چاري پيل شوي.
که په عصري علم سمبال ونه اوسو ددي کان په راويستلو کي د تخنيکي او اقتصادي تيورۍ بلد ونه اوسي ددي کان زياتره ګټه چين وړي
ولي يي داپنځلس کاله نه پيلولي دنورو ستونزو سره سره يي تخنيکي محاسبه او پيژندل اسانه ندي.
دا په کوم کيفيت راويستل کيږي?
دراتلونکي لپاره کوم منطقي پلان موجود دي?

زموږ له طرفه کوم مسلکي او پياوړي تخنيکی ټيم شته که نه?
اوس وخت کي ورته کومه اړتيا موجوده ده?
دلته بايد هر څه د ولس په خوښه او دراتلونکي ممکنه سوالونه ځواب سي دولس په منځ کي تخنيکي وړ کسان شته له هغوي بايد مرسته او مشوره واخيستل شي.

له دريمئ نړۍ لومړۍ ته!ايا سنګاپور په پوره مانا معدنيات لري?د سنګاپور جغرافيوي موقيعت داقتصادي او سياسي ارزښت له لحاظه څن...
13/01/2024

له دريمئ نړۍ لومړۍ ته!
ايا سنګاپور په پوره مانا معدنيات لري?
د سنګاپور جغرافيوي موقيعت داقتصادي او سياسي ارزښت له لحاظه څنګه ده?
دسنګاپور وګړي د هيواد دآبادۍ په اړه سره څومره همنظره وه?
سنګاپور هم د نورو پسمانده هيوادونو له ډلئ وه اما په ولس مينو مشرانو د خپلو موانعو او فرصتونو په ريښتينئ محاسبه سره دنړۍ لومړۍ درجه هيواد کړ.
هغوئ دهرو پيچلو ذهنيتونو سره سره يوازې اويوازي سنګاپور ته اولويت ورکړ او د متحرک او منطقئ تصميم په نيولو سره دوي د هغه وخت د چين د کمونیستئ او کپيتليزم د ذهنيت د تاثيراتو سره سره د سنګاپور د راپورته کولو هڅه وکړه
نن سنګاپور د يوشتمي پيړئ د اقتصادئ,سوداګريز, تعليمئ او د سيلانيانو د جذب منبع ده.
#افغانستان #اقتصاد #تعليم

Sediq Seddiqi

يو ځاي لولم وايئ څئ ژوند د سطرنج لوبه ده دلوبي نيم ميدان له تاسره ده او د نيم ميدان د ترلاسه کول هرو مرو تفکر , تعقل ,څي...
08/01/2024

يو ځاي لولم وايئ څئ ژوند د سطرنج لوبه ده دلوبي نيم ميدان له تاسره ده او د نيم ميدان د ترلاسه کول هرو مرو تفکر , تعقل ,څيړنه , دوخت ټاکنه او هر اړخيزه محاسبه غواړي.
#بريا #هڅه #افغانستان

ديوه مملکت بي طرفانه تاريخ ليکنۀ چي په هغه کي ټولئ پيښي, جغرافيئ او نيټئ بئ له سمتې ,ژبنئ,قومې ,مذهبئ تعصبونو څخه خالئ و...
17/12/2023

ديوه مملکت بي طرفانه تاريخ ليکنۀ چي په هغه کي ټولئ پيښي, جغرافيئ او نيټئ بئ له سمتې ,ژبنئ,قومې ,مذهبئ تعصبونو څخه خالئ وي اړين او ضروري ده.
دا به دراتلونکئ نسل ته دهغه مسير په ټاکلو کئ اسانتیاوئ وي چئ ددئ خاورئ دراتلونکئ په اړه يئ نيسئ
دتيرو پنځوسو کلونو افغانې تاريخ چي د چپ او ښي ترمنځ فرق پکي وسي مهمه او اړينه ده.
موږ به اوسنئ دور څخه بريالي وځو موږ به داحساساتي تصميمونو پرځاي هرومرو منطقئ تصميمونو نيسو ,موږ به داحساساتې سوداګرو له سودا پيرلو خلاصيږو,موږ به دبي شعوره يوالئ څخه شعورئ يوالي ته ځو.
که شپه تياره ده مڼئ په شمار دئ
Sediq Sediqqi
#افغانستان #تاريخ #شعور

14/12/2023

کتاب او قلم د زورواکۍ توره پڅوئ.

14/12/2023

که کتاب نه وئ دانسان روح به څنکه روزل کيږئ!🍂📚

دمسلکې کتابونو د لوستلو ورهاخوا د ځينو کېسو, ناولونو لوستل هم ښه وي.داځکه څئ انسان ته دټولنئ د دردونو, زخمونو او محروميت...
19/10/2023

دمسلکې کتابونو د لوستلو ورهاخوا د ځينو کېسو, ناولونو لوستل هم ښه وي.
داځکه څئ انسان ته دټولنئ د دردونو, زخمونو او محروميتونو په شا کئ د هغو دلاملونو څخه پرده پورته کوئ.
او د هغو توپانونو په راتګ سره چئ هڅه کوې لدغئ جغرافيې څخه د تاريخ , ادب , عنعناتو او کُلتور لمن ټوله کړې په ادبي او ذهني لحاظه مو بيداره ساتې او راته ښيي چي د تورو تيارو پسي به هرومرو سهار راځي.

نوټ: "پردی"دايمل پسرلی نوي ناول ده چي په ګاوند ملک کي د مهاجرت په اړه ليکل سوي.
pasarly

د ښوونکې ورځ دلومړي زما محترم پلار او ټولو محترمو ښوونکو ته نيکمرغه وي.زه ځکه دغه مبارکي ښه ګڼم چي زموږ د هيواد د روانو ...
05/10/2023

د ښوونکې ورځ دلومړي زما محترم پلار او ټولو محترمو ښوونکو ته نيکمرغه وي.
زه ځکه دغه مبارکي ښه ګڼم چي زموږ د هيواد د روانو ناخوالو جرړي او ریښئ یئ راته ښودلې دې.
زه چئ په کوم جهان کي اوسيږم دلته د حقايقو , عدالت ,صبر , هڅو , تصميمونو , استقامت , پرمختګ لاري او ځواک ښوونکې راښودلۍ ده.
ښوونکې ده چي دملتونو د ژبي , تاريخ , كُلتور , عنعناتو ,او ولسواکۍ يادونه ,ساتنه او روزنه کوې.

#تعليم #ښوونکې #افغانستان

زموږ د ټولني دروانو کړاوونو يوه اساسي برخه د اکثريت غړو (ښځينه , نارينه) بي سوادي دي هر څومره چي مو پدي اړه دحلارو ژور ت...
11/07/2023

زموږ د ټولني دروانو کړاوونو يوه اساسي برخه د اکثريت غړو (ښځينه , نارينه) بي سوادي دي هر څومره چي مو پدي اړه دحلارو ژور تحليلونه وکړو او نوري برخي يي ولټوو نو بيا به يي پايله همدي برخه ته راځي ځکه يواځي علم ده چي دانساني ژوند دبريا دپايښت تضمين کوي,علم ده چي دجوړښتونو ,نوښتونو , يو دبل منلو , نظرونو ته غوږ ایښودل ,اوانساني او اسلامي ليدلوري د پراخوالي حوصله راکوي.علم ده چي موږ د تشدد , افراطيت , شاتګپالۍ څخه ژغوري.
#افغانستان #تعليم #اقتصاد
Sediqqii

په متمرکزو ادارو کي په اقتصادي تصميم او اقتصادي بازار کي نوښت نوي هغه له شروع د سقوط مرګوني مرحلي طي کوي!ممکن په بعضي مو...
27/06/2023

په متمرکزو ادارو کي په اقتصادي تصميم او اقتصادي بازار کي نوښت نوي هغه له شروع د سقوط مرګوني مرحلي طي کوي!
ممکن په بعضي مواردو کي زيات له حدس څخه وړاندې والي ولري پر خپل وخت اما په عموم کي اقتصادي حالت به يئ يو محدود انتروال کي وي

(ملتونه څنګه ماتيږئ)
پدي کتاب کي د پخواني شوروي اتحاد له شروع تر سقوطه چي يوه متمرکزه اداره وه د اقتصادي سقوط په اساس پکي ليکل سوي.

دنن څو لسريزي وړاندې دپخواني شوروي اتحاد داقتصاد سقوط يي ژوندي مثالونه دي دوي په اقتصادي بازار کي د تکنالوژي او نوښت ته نه بلکي په سنتي ډول مخته تلل ځکه نوښت د نوي او مسلکي بشري قوي تر څنګ نوي دتوليد ماشينري غواړي کوم چي دوي ورته نه وه مايل.
يواځي په هوايي او فو ځي برخه کي څنګه چي ما په مقدمه کي اشاره کړي دوي زيات وړاندي تګ درلود اما نور ندي تللي.
هدف مي داده چي تنها په اقتصادي تصميمونو کي د ادارو تر څنګ ولس هم تصميم نيونکي وي يواځي دبازار دنرخونو کنترول چي کوم نور سهولت نوي د ولس لپاره زبیښونکي ده.

په يوستمه پيړي کي عرب هيوادونه ولسواکئ اداري نه بلکي متمرکزي اداري دي اما اقتصادي تصميم او بازار يي نوښت لري موږ يي اقتصادي وړاندي تګ په رڼو سترګو ګورو.

#افغانستان #اقتصاد #تعليم

12/06/2023

بصيرت دانسان داخلي ځيرکتيا ده.

12/06/2023

بريا دوه وزرونه لري يو اختيار او بل احتياط.

دانسان په ژوند کي په منطقي ډول بريا ته د رسیدو لپاره يوه مرحله د خپل شعوري مخالفتونو په ساحه کي (خپلي غوښتنې ,لاسته راوړ...
29/05/2023

دانسان په ژوند کي په منطقي ډول بريا ته د رسیدو لپاره يوه مرحله د خپل شعوري مخالفتونو په ساحه کي (خپلي غوښتنې ,لاسته راوړلو اوسني شرايط , اړيکي ,کار ,مالي مسائيل ,او روغتيا )منطقي څيړل دي چی انسان ته په شخصيتي ډول د حل لارو انګيزه , فکر او لالچ ورکوي.

يعني دغه مخالفتونو دټولو زاويو مشخص کول انسان ته د اصلي غوښتنو په روڼتيا کي مرسته کوي.

نوټ : انځور د کندهار توت

د علم يوه ښيګڼه داده چي انسان په شعوري ډول ورانيو او ویجاړيو ته نه پريږدی.انځور د زرغون وطن يوه څنډه ❤❤
24/05/2023

د علم يوه ښيګڼه داده چي انسان په شعوري ډول ورانيو او ویجاړيو ته نه پريږدی.

انځور د زرغون وطن يوه څنډه ❤❤

Address

Kabul

Telephone

+93778482282

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Sediq Seddiqi posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Sediq Seddiqi:

Share