ZAWIA News

ZAWIA News Uncensored news from Afghanistan. Banned by the Taliban, but not silenced.
Channel: http://bit.ly/2OL02PF‬⁩
(7)

20/02/2025

د سالنګ لويه لاره د زياتې واورې او توپان له کبله د ټولو ترافيکو پر مخ وتړل شوه.

د طالبانو د ټولګټو وزارت وياند محمد اشرف حق شناس وايي، د زياتې واورې او توپان له کبله پر دغه لار د مالي او ځاني تلفاتو د اوښتو د احتمال زياتېدو سره يې دغه لار تر دويمې خبرتيا پورې د ټولو ترافيکو پر مخ تړلې ده.

د طالبانو امنيتي او تصفيوي کمېسيون له لوري په خپرې شوې اعلامیې کې ويل شوي، دې کميسيون کورنيو او بهرنيو پانګه والو ته د ا...
20/02/2025

د طالبانو امنيتي او تصفيوي کمېسيون له لوري په خپرې شوې اعلامیې کې ويل شوي، دې کميسيون کورنيو او بهرنيو پانګه والو ته د اسانتیاوو په رامنځته کولو بحث وکړ او پرېکړه وشوه؛ ټول هغه خنډونه به له منځه یوړل شي، چې په افغانستان کې د اقتصادي پراختيا مخنيوی کوي.

همداراز وړاندې ويل شوي، قانون تطبيق کوونکې ادارې به د يو مشخص ميکانيزم له لارې د اقتصادي تخريب عاملين مشخص او د قانون منګولو ته وسپاري.

سهار پخير وطنه! 🇦🇫هلمند کې د غېږ نيونې سيالۍ
20/02/2025

سهار پخير وطنه! 🇦🇫
هلمند کې د غېږ نيونې سيالۍ

پاکستان کې د چمپینز ټرافي لوبو د پيل په ورځ، کوربه پاکستان له نيوزيلنډ لوبډلې سره لوبه درلوده، چې نيوزيلنډ ورته په ۶۰ من...
19/02/2025

پاکستان کې د چمپینز ټرافي لوبو د پيل په ورځ، کوربه پاکستان له نيوزيلنډ لوبډلې سره لوبه درلوده، چې نيوزيلنډ ورته په ۶۰ منډو ماته ورکړه.

پاکستان د دغه جام د ګټلو لپاره د خپلو لوبو پيل په ماتې وکړ، خو که دغه هېواد غواړي بل پړاو ته ولاړ شي، نو بايد د فبروري پر ۲۳ له هند سره کېدونکې لوبه حتمي وګټي.

سبا هند له بنګله دېش سره لوبه لري.

د طالبانو د عدليې وزارت وياند برکت الله رسولي وايي، عبدالحکيم شرعي د درملنې لپاره د ملا هبت الله د هداياتو پر اساس د دوي...
19/02/2025

د طالبانو د عدليې وزارت وياند برکت الله رسولي وايي، عبدالحکيم شرعي د درملنې لپاره د ملا هبت الله د هداياتو پر اساس د دويم ځل لپاره دوبۍ ته تللی او ژر به بېرته هېواد ته ستون شي.

نوموړی له دندې څخه د عبدالحکیم شرعي د استعفا راپورونه ردوي او ادعا کوي، چې هغه خپلې دندې ته دوام ورکوي.

په يو غږيز کليپ کې پخپله د طالبانو د عدليې وزير عبدالحکيم شرعي وايي، په چارو کې يې مداخله کېږي او دی حاضر نه دی په دغسې شرايطو کې دنده پر مخ يوسي. استعفا يې ورکړې، خو تر اوسه نه ده منل شوې.

دوه اونۍ وړاندې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم ويلي و، چې سراج الدين حقاني له دوبۍ بېرته وطن ته ستون شوی، خو وروسته يې دغه ادعا درواغ ثابت شوه او سراج الدين حقاني لا هم په دوبۍ کې دی.

د عباس ستانکزي په اړه هم د طالبانو بهرنيو چارو وزارت ويلي و، چې هغه د استراحت او درملنې لپاره دوبۍ ته تللی او ژر به ستون شي.

يو په بل پسې دوبۍ ته د طالب مشرانو د تېښتې ټولې پلمې تر اوسه د درملنې په نوم مطرح شوې دي.

پر ټولنيزو شبکو د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له لوري په خپاره شوي دې مکتوب کې ليدل کېږي، چې د البيروني پوهنتون د شرعيا...
19/02/2025

پر ټولنيزو شبکو د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له لوري په خپاره شوي دې مکتوب کې ليدل کېږي، چې د البيروني پوهنتون د شرعياتو پوهنځي ۱۴ کادري استادان او د پروان پوهنتون د شرعياتو پوهنځي ۲ کادري استادان له کادري بستونو څخه منفک شوي دي.

پر مدرسې د افغانستان د اړولو په لړ کې، ټاکل شوې د ټولو دولتي پوهنتونونو د شرعیاتو پوهنځيو استادانو بيا ارزونه وشي، چې پر اساس به يې پخواني ټول استادان منفک او پر ځای د پاکستاني مدرسو فارغان وګمارل شي.

د اتريش په پلازمېنه ويانا کې د طالب ضد څېرو پنځم کنفرانس د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې يوه اعلاميه خپره کړه او پکې يې په ا...
19/02/2025

د اتريش په پلازمېنه ويانا کې د طالب ضد څېرو پنځم کنفرانس د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې يوه اعلاميه خپره کړه او پکې يې په افغانستان کې د يو ډيموکراتيک نظام پر جوړولو ټينګار کړی دی.

دوی ويلي، د يو ډيموکراتيک نظام اساس بايد ازادې ټاکنې، د اتباعو لپاره برابر حقونه او د قانون حاکميت وي.

دې غونډې د سياسي ګوندونو او مدني ټولنو د ۱۹ کسيز کمېسيون جوړولو باندې هم هوکړه کړې ده: «د افغانستان راتلونکې لپاره د واحدې لار نقشې جوړول، د طالبانو لخوا د بشري حقونو نقض غندل، د طالب مشرانو د محاکمه کولو غوښتنه او تر طالبانو وروسته د يو داسې انتقالي حکومت جوړول، چې نړيوالو ته هم د منلو وي او د يو بل ټاکل شوي حکومت جوړولو ته زمينه برابره کړي، د دغې اعلاميې مهمې برخې دي.»

پر ټولنيزو شبکو د طالبانو وزير عبدالحکیم شرعي خپاره شوي غږيز کليپ کې نوموړی وايي، دا چې په چارو کې يې مداخله کېده، نو له...
19/02/2025

پر ټولنيزو شبکو د طالبانو وزير عبدالحکیم شرعي خپاره شوي غږيز کليپ کې نوموړی وايي، دا چې په چارو کې يې مداخله کېده، نو له خپلې دندې استعفا کوي.

نوموړی وايي، د غصب شويو ځمکو د بېرته ستنولو پر مهال يې د چارو مخنيوی کېده او پکې لاسوهنې دی اړ کړی، چې نور دغه دنده مخته يونسي.

سره له دې چې لا تر اوسه کندهار د نوموړي استعفا نه ده منلې، خو هغه له تېرو دوو اونيو راهيسې خپل دفتر ته نه دی تللی او نوموړی هم له کابله وتلی او دوبۍ ته رسېدلی دی.

کابل ښار، نورمحمد شاه مېنه يا کارته نو!📷: بشير اتل
19/02/2025

کابل ښار، نورمحمد شاه مېنه يا کارته نو!
📷: بشير اتل

راپورونه وایي، د کندهار په خاکريز ولسوالۍ کې يوې ځوانې نجلۍ ځکه ځانوژنه کړې، چې کورنۍ يې غوښتل هغه د پریمانه پيسو په بدل...
19/02/2025

راپورونه وایي، د کندهار په خاکريز ولسوالۍ کې يوې ځوانې نجلۍ ځکه ځانوژنه کړې، چې کورنۍ يې غوښتل هغه د پریمانه پيسو په بدل کې يو پنځوس کلن زاړه کس ته په نکاح ورکړي.

دغې نجلۍ د زهري موادو په خوړلو سره له دې جبري نکاح څخه د ژغورنې په موخه ځان وواژه.

هغه پرون مازيګر د ژغورنې لپاره د کندهار ميرويس روغتون ته هم وړل شوې وه، خو د زهري موادو د اغېز له وجې وفات شوه.

19/02/2025

د شهيد ډاکتر نجیب په مقبرې ځړول شوی «ملي بيرغ» او د افغانستان يو موټی خاوره، چې ملي شهيد ګيله من وزير په ژوند غوښتي وو، د هغه ملګري اسماعيل پښتين ورته مزار ته وړي دي.

د ننګرهار له شېرزادو ولسوالۍ څخه يو شمېر ښوونکو په شريکه زاويه نيوز ته په استولي شکايت ليک کې ويلي، دغلته د پوهنې وزارت ...
19/02/2025

د ننګرهار له شېرزادو ولسوالۍ څخه يو شمېر ښوونکو په شريکه زاويه نيوز ته په استولي شکايت ليک کې ويلي، دغلته د پوهنې وزارت معتمد د هر ښوونکي له معاش څخه پنځوس افغانۍ ګرځوي.

دغه ښوونکي وايي، د پوهنې وزارت استازی دوی ته د دغو ګرځول کېدونکو پنځوس افغانيو هېڅ دليل او مدرک نه ښيي: «د طالبانو د پوهنې امر شاپور مبارک هم پر دې قضيې خبر دی، خو د ښوونکو پر شکايتونو سربېره هم اقدام نه کوي. عکس د پوهنې د طالب امر دی.»

په شېرزادو ولسوالۍ کې د ښوونځيو او مدرسو شاوخوا زر ښوونکي او مدرسين پر دندو بوخت دي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په يوې اعلاميې کې په اسلام آباد او راولپنډۍ کې د پاکستاني پوليسو له لوري د افغان کډوالو...
19/02/2025

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په يوې اعلاميې کې په اسلام آباد او راولپنډۍ کې د پاکستاني پوليسو له لوري د افغان کډوالو د نيولو، ځورولو او اخراج په اړه ويلي، دغه پروسه په نااعلان شوي ډول پيل شوې ده، موږ او «يو اين ایچ سي ار» ته هېڅ راز رسمي اطلاع نه ده راکړل شوې.

اعلاميه د پاکستاني چارواکو له قوله وايي، له اسلام آباد او راولپنډۍ او همداراز نږدې راتلونکي کې له ټول پاکستان څخه د ټولو افغان کډوالو د ایستلو پلان قطعي او حتمي دی: «دا د پاکستان د حکومت رسمي فیصله ده چې له دې وروسته به په اسلام آباد او پېنډۍ کې یوازې هغه افغانان اوسېدلی شي، چې قانوني ويزه لري.»

وړاندې ليکل شوي، پاکستاني چارواکو پرېکړه کړې چې د ACC او PoR لرونکو کډوالو په ګډون، ټول افغان مهاجرین سمدلاسه له اسلام آباد او پېنډۍ څخه وباسي؛ او په نږدې راتلونکي کې به له ټول پاکستان څخه اخراج شي.
سفارت وايي، په دومره لنډ وخت کې دا پرېکړه د اندېښنې وړ ده او له کابل سره مو دغه موضوع شریکه کړې، ترڅو د خپلو وطنوالو د باعزته عودت او په دې برخه کې د موجودو ننګونو په اړه غور وشي.

راپورونه وايي، چې د کابل پر وخت نن غرمه مهال د کورنيو چارو وزارت مخې ته وسله واله نښته رامنځته شوې ده. له دې نښتې وروسته...
19/02/2025

راپورونه وايي، چې د کابل پر وخت نن غرمه مهال د کورنيو چارو وزارت مخې ته وسله واله نښته رامنځته شوې ده.
له دې نښتې وروسته وزارت ته تلونکې ټولې لارې تړل شوې وې، خو د تلفاتو او د نښتې څرنګوالي په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

هاخوا بيا له غرمې مخکې په مزار شريف ښار کې د کفايت صرافۍ مارکېټ مخې ته د مقناطيسي ماين چاودنې درې تنه ټپيان کړي دي.

د کندهار ولايت مقام لپاره د طالبانو مطبوعاتي ادرس وايي، په دامان ولسوالۍ کې مو له غلو څخه هغه څه کم پنځه ميليونه افغانۍ ...
19/02/2025

د کندهار ولايت مقام لپاره د طالبانو مطبوعاتي ادرس وايي، په دامان ولسوالۍ کې مو له غلو څخه هغه څه کم پنځه ميليونه افغانۍ بېرته واخيستې، چې له يو کس څخه يې د وسلې په زور اخيستې وې. پيسې مو بېرته خپل مالک ته وسپارلې.

اعلاميه کې ويل شوي، دغه پيسې مو بېرته ترلاسه کړې، خو وسله وال غله په تېښته بريالي شوي او لټون يې روان دی.

په رياض کې د اوکراین د سولې په تړاو د امريکا او روسيې ترمنځ د مذاکراتو پيلېدو ته د زيلنسکي له غبرګون وروسته، د امريکا ول...
19/02/2025

په رياض کې د اوکراین د سولې په تړاو د امريکا او روسيې ترمنځ د مذاکراتو پيلېدو ته د زيلنسکي له غبرګون وروسته، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، دا چې اوکراين په سعودي کې پيل شوي مذاکرات نه مني دی يې ډېر حيران کړی، نو په اوکراين کې دې هم ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي، ترڅو وکتل شي چې ولاديمير زيلنسکي هم ټولو اوکراينيانو ته د منلو وړ دی او کنه.

ټرمپ زيلنسکي ملامته کړ او په تړاو يې د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې وويل: «تاسو د هغه اوکراين رهبري کوله، چې جګړه يې پيل کړه، هغه جګړه چې بايد هېڅ پيل شوې نه وای.»

ټرمپ د زيلنسکي په مديريت هم انتقاد وکړ او وې ويل، په اوکراين کې له ټاکنو ډېر وخت تېرېږي، د وخت اړتيا ده چې بايد نوې ټاکنې ترسره شي.

ټرمپ په دې توګه زيلنسکي ته خبرداری ورکړ، چې که د اوکراين په تړاو د نوموړي پيل شوي مذاکرات نفيې کړي، نو دی به هم د زيلنسکي انتخاب نفيې او تر پوښتنې لاندې راولي. نوموړي ويلي: «په اوکراين کې د ټاکنو ځنډ موضوع زما او د ډېرو نورو هېوادونو لپاره د اندېښنې وړ ده.»

زيلنسکي ټينګار لري، چې د اوکراين په تړاو هره غونډه کې بايد دوی موجود وي او د دوی نه موجوديت به اوکراين د افغانستان پر سرنوشت اخته کړي.

د اسلامي همکاريو سازمان پلاوي کابل ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو د عدليې وزارت مرستيال سره کتلي او له دې وزارت څخه يې د...
19/02/2025

د اسلامي همکاريو سازمان پلاوي کابل ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو د عدليې وزارت مرستيال سره کتلي او له دې وزارت څخه يې د قوانينو جوړولو په تړاو د معلوماتو غوښتنه کړې ده.

د طارق علي بخيت په مشرۍ د اسلامي همکاريو سازمان پلاوي د طالبانو وزارت ته ويلي، بايد د قانون جوړونې پروسه تشريح او روښانه کړي.

په مقابل کې د طالبانو د وزارت مرستيال برکت الله رسولي ورته ويلي، زموږ ټول قوانين د قران او احاديثو په رڼا کې تسويد، تدقيق او نهايي کېږي.

د کندهار ولايت مقام لپاره د طالبانو مطبوعاتي ادرس وايي، د لا زياتې همغږۍ په موخه د کندهار د والي حاجي ملا صاحب په مشرۍ د...
19/02/2025

د کندهار ولايت مقام لپاره د طالبانو مطبوعاتي ادرس وايي، د لا زياتې همغږۍ په موخه د کندهار د والي حاجي ملا صاحب په مشرۍ د سويل لويديځ زون د ولايتونو د واليانو همغږۍ غونډه ترسره شوه.

د کندهار، هلمند، اروزګان او زابل ولايتونو لپاره د طالبانو واليانو په دې غونډه کې د ملا هبت الله په امر د نشه يي توکو کر، قاچاق، پېر او پلور مخنيوي او د امنيت ښه تطبيق پر لارو چارو بحث کړی دی.

Address

Shar-e-Naw, Shahid Road
Kabul
1003

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ZAWIA News posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share

60-second news| 5:00 ۶۰ ثانيې خبر ۵:۰۰

www.zawia.af