Watan News

Watan News watan news is agency work in Afghanistan base on situation in Afghanistan which provide news in pash
(1)

07/11/2023

افغانستان او استرالیا لایف

21/06/2023

د پاکستان صدراعظم هغه سوداګریز پلان منظور کړ چې د اړیکو د پراختیا لپاره به دا هېواد چین ته خره، سور مرچک، غوښه او لبنیات صادروي.

20/06/2023

سعودي عربستان:
سږ کال د ۱۶۰ هېوادونو ۲ میلیونه وګړي د حج مراسمو ته راټول شوي.
وایي، ۲۴ زره بسونه، ۹ ټرین سټیشنونه او ۱۴ لوی اورګاډي چې چلوونکې یې ښځې دي، په یو ساعت کې د ۷۲ زره حاجیانو خدمت کوي.
وایي، منی کې مو ورته دوه میلیونه او ۱۹۲ زره متر مربع پراخ د خیمو ښار درولی دی.

19/06/2023

د پي‌ټي‌ایم د مشر منظور پښتین یوه نږدې ملګري‌ ادریس پښتین پر خپل ټویټر لیکلي چې علي وزیر د ۲۰۲۳ کال د بودیجې په تړاو جلسې ته روان و چې "له شمالي وزیرستان وتښتول شو." د یادونې ده چې علي وزیر د روان ۲۰۲۳ کال فبرورۍ کې له دوو کالو او دوو میاشتو زندان وروسته خوشې شو.

19/06/2023

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرپلټونکي اداره 'سیګار' د دوی د حکومت خلاف پروپاګند او تبلیغات کوي.

19/06/2023

تازه:
سعودي عربستان اعلان وکړ چې د ذوالحجې میاشت ولیدل شوه.

19/06/2023

د ډیلي مېل سروې:
د سروې ۷۱ سلنه خلک فکر کوي چې بایډن راتلونکې ولسمشرۍ لپاره تر حده زیات زوړ شوی خو ټرامپ بیا خطرناک احتمالي ولسمشر او نور کاندیدان خېټور او بې ربطه دي.

19/06/2023

نړیوال بانک افغانستان د هغو هېوادونو کتار کې راوست چې ښځې سوداګرې په کې بیخي کمې شوې دي.
دې لیست کې د سومالیا، نایجریا، چاډ، ګانا، جنوبي سوډان، سوریې او یمن نومونه هم راغلي.

17/06/2023

د پاکستان د مخدره توکو پر ضد د مبارزې پولیس:
پېښور کې مو ۸۴ کیلو هیرویین نیولي چې له افغانستانه راوړل شوي او پاکستاني ښارونو ته یې د قاچاق هڅه کېدله.

نارویژي هرټیګرونټن کمپنۍ خبر ورکړی چې ۲۰۳۰ پورې به بحرونو کې په سولر او بادي بریښنا چلیدونکې بېړۍ رواج کړو، چې د بیړۍ چل...
08/06/2023

نارویژي هرټیګرونټن کمپنۍ خبر ورکړی چې ۲۰۳۰ پورې به بحرونو کې په سولر او بادي بریښنا چلیدونکې بېړۍ رواج کړو، چې د بیړۍ چلونې صنعت به ولړزوي.

د امریکا د استازو جرګې غړی ډریل ایسا له افغانستانه د خروج د محرمانه اسنادو له لوستلو وروسته فاکس نیوز ته ویلي، کابل د سپ...
08/06/2023

د امریکا د استازو جرګې غړی ډریل ایسا له افغانستانه د خروج د محرمانه اسنادو له لوستلو وروسته فاکس نیوز ته ویلي، کابل د سپینې ماڼۍ په رضا سقوط شوی دی.

د امریکا خارجه وزیر په درې ورځني سفر سعودي ته رسېدلی.نوموړي له محمد بن سلمان سره د سعودي ـ اسراییل ـ ایران اړیکو، اوکرای...
08/06/2023

د امریکا خارجه وزیر په درې ورځني سفر سعودي ته رسېدلی.
نوموړي له محمد بن سلمان سره د سعودي ـ اسراییل ـ ایران اړیکو، اوکراین مسئله او د تېلو په مسایلو خبرې کړي دي.

07/06/2023

چین ـ سیچوان:
د غر ښوییدنې پېښه کې ۶۰ کورونه او ۲۰ تنه لاندې شوي.
۱۴ مړي را ایستل شوي، ۶ تنه ورک دي.

07/06/2023

کابل کې اوسني حکومت ومنله چې وزیرستاني کډوال له ډیورنډ کرښې بل ځای ته انتقالوي.
وایي، پاکستان د دوی په اړه شک لري.

07/06/2023

د پاکستان خارجه وزیر عراق ته تللی چې دغه هېواد پاکستان سره همکاریو ته وهڅوي.
پاکستاني سیاستوال شیخ رشید موده وړاندې ویلي وو، اوسني حکومت یې نقشه مخته اچولې چې هره ورځ قرض لپاره یو نا اشنا هیواد پیدا کړي او ورشي.

07/06/2023

لومړیتوب ورک دی:
یوناما افعانستان کې یوه برنامه پیل کړه چې خلک د پلاستیکونو له کارولو راوګرځوي.
وایي، خلک پوهوو چې پلاستیک چاپیریال ککړوي.

07/06/2023

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه:
دا مهال افغانستان کې ۱۷۵ بهرنیو بنسټونو ۴۲ سلنه کارمندانې له کوره خپلې دندې پر مخ وړي.

07/06/2023

د هالنډ کمېټې د فراه او نیمروز ۱۶۸۰ بزګرانو ته یوه ـ یوه بیلچه، کلنګونه، یمونه او یوه ـ یوه خلته د پالیز تخمونه ورکړل.

07/06/2023

د روسیې خارجه وزیر:
افغانستان کې د نارامیو دوام د واشنګټن په ګټه دی.
وایي، تر څو چې کابل کې ټول شموله حکومت رانه شي، موږ یې په رسمیت نه منو.

07/06/2023

د امریکا خارجه وزیر اجازه صادره کړه چې له افغانستانه د وتلو اسناد او جزیات دې د کانګرس سناتوران ولولي.

07/06/2023

سویلي اوکراین:
د روسانو تر ولکې لاندې د کاخوفکا د اوبو لوی بند شیکیدلی.
روسیې او اوکراین پر یو بل پړه اړولې چې بند یې بمبار کړی دی.

07/06/2023

د پاکستان اسلام اباد او راولپنډۍ پنځو لوریو نه د افغانانو د نیولو عملیات پیل شوي دي.
دوی، افغانان د ویزو د ختمیدو او غیرقانوني اوسېدو په تور نیسي.

07/06/2023

د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی:
د افغانستان اوسنیو واکمنو سره کابل کې ۲۱ سفارتونه او دوحې نه ۱۶ سفارتونه مستقیم تماس کې دي.
وایي، د رسمیت پریکړه یې د امنیت شورا پنځو لویو غړو په لاس ده.

د پاکستان او ازبکستان استازو د افغانستان له لارې د پاکستان ـ ازبکستان د ریل سوداګرۍ په امکاناتو خبرې کړي.د تاشکند ځانګړي...
04/06/2023

د پاکستان او ازبکستان استازو د افغانستان له لارې د پاکستان ـ ازبکستان د ریل سوداګرۍ په امکاناتو خبرې کړي.
د تاشکند ځانګړي استازي عصمت ارګاشیف او هلته پاکستاني سفیر احمد فاروق ټینګار کړی چې د ترمز ـ مزارشریف ـ کابل ـ پېښور تر منځ به ریل لیکه فعالوو.

باکو ـ د تکواندو نړیوالې سیالۍ:افغان علي اکبر امیري دوهم راونډ کې خپل اسراییلي سیال الګزاندر فلیپو ته ماتې ورکړه.دواړه د...
04/06/2023

باکو ـ د تکواندو نړیوالې سیالۍ:
افغان علي اکبر امیري دوهم راونډ کې خپل اسراییلي سیال الګزاندر فلیپو ته ماتې ورکړه.
دواړه د ۸۷ پلس وزن کټګورۍ کې ورزمېدل، د امیري بله سیالي مقدونیایي سیال سره ده.

د پاکستان صدراعظم د قرض او خوږو اړیکو په بهانه د اردغان مبارکۍ ته ځان رسولی.خپره شوې ویډیو کې شهباز شریف بیا ـ بیا اردغا...
04/06/2023

د پاکستان صدراعظم د قرض او خوږو اړیکو په بهانه د اردغان مبارکۍ ته ځان رسولی.
خپره شوې ویډیو کې شهباز شریف بیا ـ بیا اردغان ته وایي ما تاته امونه هم راوړي، نیم ستا ـ نیم دې د مېرمنې.

04/06/2023

برښنا شرکت:
تېر کال مو منځنۍ اسیا او ایران نه د ۲۹۹ میلیونه ډالرو برق اخیستی.

04/06/2023

ایران پرون په یوه ورځ ۲۱۰۶ افغانان بیرته افغانستان ته رااړولي دي.

04/06/2023

پاسپورټ ریاست:
د میاشتې ۱۰۰ زره افغانان پاسپورټونه اخلي.

اردغان خپله نوې کابینه اعلان کړه.یوازې یوه میرمنه په کې ده، خارجه وزارت نه چاوش اوغلو ایسته او د استخباراتو پخوانی رییس ...
04/06/2023

اردغان خپله نوې کابینه اعلان کړه.
یوازې یوه میرمنه په کې ده، خارجه وزارت نه چاوش اوغلو ایسته او د استخباراتو پخوانی رییس هاکان فیدان ورته ټاکل شوی.

04/06/2023

اسلام اباد ـ بري امام:
پاکستاني پولیسو نن په افغانانو پسې ۳۰۰ کورونه تالاشي کړي او ۱۷۵ تنه یې د قانوني اسنادو نه لرلو په تور ځان سره بیولي.

04/06/2023

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر ـ چانګن:
د پاکستاني ځواکونو باروړونکی موټر نیلم سیند ته لویدلی، ۴ پوځیان یې هلاک دي.

12/04/2023
06/03/2023

د افغانستان او ایران تر منځ قاچاقی لاره
د افغانانو حالات 😭

26/01/2023

Afghanistan kabul

ااا وایی چی فداییانو کورنی  ته زمکی ورکوی کوم چی محکی یی فدایی بریدونه کری. سوال ده دی چی آیا هغه بی گناه. حلکو چی په دی...
19/10/2021

ااا وایی چی فداییانو کورنی ته زمکی ورکوی کوم چی محکی یی فدایی بریدونه کری. سوال ده دی چی آیا هغه بی گناه. حلکو چی په دی فدایی حملو کی حپل کورنی غری له لاسه ورکی هغوی ته سه ورکوی کنه

16/10/2021

طالبانو نه یو حواست د ملی بیرغ سپکوای مه کوی کنی د ااا بیرغ ته به حلک سپکوای و کری. نفرت محه ونیول شی.

ااا سره تول ۷۰ زره پرسونال دی چی د افغانستان تول جغرافیه ته رسیدگی نه شی کوی حه به ده وی چی د افغانستان محکنی نیظام سرتی...
15/10/2021

ااا سره تول ۷۰ زره پرسونال دی چی د افغانستان تول جغرافیه ته رسیدگی نه شی کوی حه به ده وی چی د افغانستان محکنی نیظام سرتیری روغواری
د هم نن ورز بمی چودانه.

دا د افغان ځواکونو  M4 ، M16 او  بریټا توپنچې دي چې په واڼه وزیرستان  کې په مختلفو قیمتونو خرڅیږي . M4 په اته لکه، M16 پ...
13/10/2021

دا د افغان ځواکونو M4 ، M16 او بریټا توپنچې دي چې په واڼه وزیرستان کې په مختلفو قیمتونو خرڅیږي . M4 په اته لکه، M16 په څلور لکه او بریټا توپنچې په درۍ لکه پلورل کیږي د ااا مو هیله ده ددې بدبخته ولس مخه ونیسي داسې سزا دې ورکړي چې ټول عمر یې یاد وي .

Address

Kabul

Telephone

+93799505050

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Watan News posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Watan News:

Videos

Share


Other Book & Magazine Distributors in Kabul

Show All