23/05/2022
دا به مو ژوند کې پکار شي.
د يو کس يا ماشوم په ستوني کې د بند شوی څيز د راويستلو طريقه څه ډول ده ؟؟
هيمليچ کوم ډول مانور ته ويل کيږي؟؟
کله چې د لويانو يا د ماشومانو په ستوني يا په تنفسي لاره کي يو څيز ( ډوډۍ يا کوم بل څيز) بند يا خښ شي د دغه څيز رايستلو طريقې ته هيمليچ مانور ويل کيږې.
هر کال زياتره کسان د دي له امله مړه کيږي کله يي چي يو څيز په ستونې يا تنفسي لار کي بند شي. چې دا حالت د ساه د بندوالي لامل کيږي، څرنګه چي دا يو ايمرجنسي حالت ده که سمدستي اقدام ونشي ممکن د ياد کس يا ماشوم د مړينې لامل شي. د دې په خاطر لازمه ده تر څو لاندې مانور ذده کړو او د يو کس ژوند وژغورو ځکه چې په داسې حالت کې د وخت ضايع کول نه دي په کار د وخت ضايع کول د ياد کس د مړينې لامل کيداي شي
او که چيرې سمدستي لاس رسۍ ډاکتر ته ممکن وي ياد کس بايد فورآ ډاکتر ته وروړل شي
# د لويانو په ستوني کې د بند شوي څيز د رايستلو طريقه يا هيمليچ مانور په لاندې ډول ده
1) هغه کس چي په ستوني کې يي يو څه خښ شوي ولاړ کړئ
2) تاسې د همدغه کس شاته ولاړ شئ
3) خپل دواړه لاسونه د ياد کس د سينې څخه لږ لاندې راتاو کړئ
3) چپ لاس ته د سوک وضيعت ورکړئ او ښی لاس په چپ لاس څرنګه چي په لاندې تصوير کې ښکاري د معدې په ساحه کې کيږدئ
4) د ښي لاس په واسطه چپ لاس ته پورته او داخل طرف ته ناڅاپي فشار ورکړئ
5) بار بار تر هغه پورې ناڅاپي فشار ورکړئ تر څو د ياد کس په ستوني کي بند يا خښ شوی څيز خارج او ياد کس ساه واخلي او يا ټوخله وکړي
# د يو کال څخه د کم عمره ماشوم په ستوني کې د بند شوي څيز د رايستلو طريقه يا هيمليچ مانور په لاندې ډول ده
1) ماشوم پړمخې په چپ لاس لکه څنګه چې په تصوير کې ښکاري واچوئ او خپل ورون هم کات کړي
ماشوم د ملا په ساحه کې د خپل لاس د ورغوي په واسطه 5 ځلې وه وهئ
2) که چيرته په ستوني کې بند شوی څيز خارج نه شې په دې صورت کې ماشوم بيرته پر مخ کړئ او سر يي د غاړې څخه ټيټ کړئ لکه څنګه چې په لاندې تصوير کې ښکاري
3) خپلې دوه ګوتې مو د ماشوم په سينه کيږدئ او 5 ځله په سينه فشار ورکړئ
4) بيا ځلې ماشوم پړ مخ کړئ او 5 ځلې يي د لاس په ورغوي د ملا په ساحه کې وه وهئ تر څو بند شوی څيز خارج يا ماشوم ساه واخلي او يا ټوخله وکړي