حقــیقـت غــږ

حقــیقـت غــږ دلته تاسو نړي ټولــې پېښې وړاندې کیــږي دویډیو ســره

04/06/2020
22/03/2020

ښکلــي نعـــت

آواز دې عثـــمان هاشـــمي صــاحب

22/03/2020

دمکــې شریفــې ملا ډیــر غمجن ده اوســني حالت

باید زر تر زره سعــودي دحج مراسم خوشي کړي

22/03/2020

یخ نیولــي ماشوم

د وای فای د اېښودلو او ورته کېناستلو ښه ځای کوم دی؟که چېرته مو کمپیوټر او موبايل (سمارټ فون) د هوا له لارې په (بې سيم ډو...
22/03/2020

د وای فای د اېښودلو او ورته کېناستلو ښه ځای کوم دی؟

که چېرته مو کمپیوټر او موبايل (سمارټ فون) د هوا له لارې په (بې سيم ډول) له انټرنيټ سره وصل وي نو تاسې له وای فای موډيم سره وصل شوي ياست.
ددې لپاره چې له دغه دوديز د هواوې کمپنۍ وای فای چې سيم کارت ور اچول کېږي او په بېټريو تر ۴ ساعته يا له هغه څخه ډېر کار کوي ، په موبايل او لپ ټاپ کې له فول شبکې او څپو څخه برخمن شوو،او د وای فای سيګنالونه او څپې په ښه او پوره ډول ستاسې کمپيوټر او موبايل ته درورسېږي ، وای فای موډيم د کور په منځ يا د اتاق په منځ کې په تر ټولو لوړ ځای نصب او کېږدئ چې مخه یې خلاصه وي،ځکه چې راډيويي سيګنالونه له فلزي موانعو او کانکرېټي دېوالونو څخه په سختي تېرېږي.او هم به د تري جي انټرنيټ څپې لکه د ايف ايم راډيو څپې مخامخ ځغلي، ځکه د کور په ځينو اتاقونو کې تري جي سم کار نه کوي او دا چې د وای فای سيګنالونه د څپو په ډول حرکت کوي نو په هغه وخت کې ښه کار ورکوي چې وای فای له تاسې جګ او په لوړ ځای کې وي.ځکه چې په عمودي ډول یې د سيګنالونو حرکت قوي دی.
ددې پر ځای چې وای فای موډيم په ځمکه کېږدو کم ازکم په يوه مېز او يا د کور او اتاق په داسې ځای کې یې نصب کړئ چې د باندې يا خلاص لوري ته نږدې وي.
همدارنګه هغه سيګنالونه چې له دباندې څخه ستاسې لخوا د نصب کړي وای فای څخه ستاسې اتاق ته راځي د اتاق په منځ کې یې ځواک ډېر دی نو که غواړئ چې په لپ ټاپ او موبايل کې مو د وای فای سيګنل فول وي نو د کوټې په منځ کې کېنئ.
وای فای موډيم بايد له فلزاتو سره په خوا کې په ځانګړي ډول المونيمو سره کېنښودل شي، ځکه دا فلز د وای فای موډيم د سيګنالونو مخنيوی کوي.

【 د اسلام او حنفي مذهب تر منځ ټکر ـ لومړی برخه】کله چي موږ خلکو ته ووایو چي یواځي د قرآن او نبوي احادیثو پیروي وکړی او د ...
22/03/2020

【 د اسلام او حنفي مذهب تر منځ ټکر ـ لومړی برخه】

کله چي موږ خلکو ته ووایو چي یواځي د قرآن او نبوي احادیثو پیروي وکړی او د مذهبونو او مسلکونو او ډلو پسي مه ځی، نو ځیني ناپوه کسان ژر همدا خبره کوي چي مذهبونه هم د قرآن او حدیث څخه جوړ دي.

خو موږ به اوس تاسو ته ثابته کړو چي په فقهي او خود ساخته مذهبونو کي د قرآن او حدیث پر خلاف بیشمیره مسائل شتون لري چي قرآن او حدیث یو څه وایي او پر خلاف یي فقهي مذهب بل څه وایي.

د مثال په ډول: دلته موږ د حنفي مذهب هغه مسائلو د کتاب، ټوک، صفحي او مطبعي د نوم او پښتو ترجمي سره ذکر کوو چي د قرآن او حدیث سره یي په ډاګه مخالفت کړی دی او د خپل مذهب د پاره په همدغه مسائل کي نه کوم صحیح دلیل لري او نه ضعیف.
بلکه یواځي یي د رای، اندونو، اوهامو او د نفس او شیطان د پیروی په اساس د الله او رسول سره دښمني اخیستي ده.
چي هماغه مسائل په لاندي ډول دي.

بسم الله الرحمن الرحيم

۱ : نیت
عن عُمَر بْن الْخَطَّابِ - رضى الله عنه - قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - يَقُولُ « إِنَّمَا الأَعْمَالُ بِالنِّيَّاتِ ، وَإِنَّمَا لِكُلِّ امْرِئٍ مَا نَوَى ، فَمَنْ كَانَتْ هِجْرَتُهُ إِلَى دُنْيَا يُصِيبُهَا أَوْ إِلَى امْرَأَةٍ يَنْكِحُهَا فَهِجْرَتُهُ إِلَى مَا هَاجَرَ إِلَيْهِ » .

ترجمه : د عمر بن الخطاب رضی الله عنه څخه روایت دی چي ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل ویل یي : خبره دا ده چي عملونه په نیت پوري اړه لري ، او خبره دا ده چي د هر کس د پاره هغه څه دي چي هغه یي نیت کړی وي ، نو د چا هجرت چي دنیا ته وي چي هغي ته ورسیږي یا هم یوي ښځي ته وي چي هغه په نکاح کړي نو د ده هجرت هغه څه ته دی چي هجرت یي ورته کړی وي .

ـ متفق علیه واللفظ للبخاري ، انظر صحیح البخاری کتاب بدء الوحى باب كَيْفَ كَانَ بَدْءُ الْوَحْىِ إِلَى رَسُولِ اللَّه - صلى الله عليه وسلم ، وصحیح مسلم كتاب الإمارة ، باب قوله صلى الله عليه و سلم ( إنما الأعمال بالنية ) .

پاملرنه : د دغه حدیث څخه د نیت أهمیت او لازم والی معلوم شو ، او دا چي عمل په نیت پوري اړه لري او د کوم عمل کونکي چي نیت خالص نه وي هغه ته ثواب نه ورکول کیږي .

خو حنفي مذهب وایي :
ويستحب للمتوضئ أن ينوي الطهارة فالنية في الوضوء سنة( ای لیست بلازمة) .

ترجمه : او د اودس کونکي د پاره مستحب دي چي د پاکوالي نیت وکړي ، نو نیت په اوداسه کي سنت دی ( یعني لازم نه دی ) .
الهداية شرح بداية المبتدي ، کتاب الطهارات ج ۱ ص ۱۳ ، المكتبة الإسلامية
۲ :اودس

عن أبي مالك الأشعري قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم الطهور شطر الإيمان.

ترجمه : د ابو مالک اشعري څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : اودس نیم ایمان دی .

صحیح اخرجه مسلم في صحیحه - كتاب الطهارة ، باب فضل الوضوء .

پاملرنه : د دغه حدیث څخه د اودس اهمیت معلوم شو ، او دا چي هغه یو مستقل عمل بلکه د ایمان نیمه برخه ده ، چي اودس کونکي ته ورباندي ثواب ورکول کیږي که یي څه هم دلمانځه د پاره ونه کړي .

خو حنفي مذهب وایي :
ولنا أنه لا يقع قربة إلا بالنية ولكنه يقع مفتاحا للصلاة .

او زموږ دلیل دا دی چي دنیت پرته ثواب نه لري ، خو د لمانځه کیلي واقع کیږي .

الهداية, کتاب الطهارة المكتبة الإسلامية ج ۱ ص ۱۲ ، ، ومکتبه حبیبیه كانسي روډ کوئټه ج ۱ ص ۳۲ .

نو د دوی مراد دا دی چي اودس پخپله مستقل عبادت نه دی بلکه د یو بل عبادت چي هغه لمونځ دی د هغه د پاره یوه آله او کیلي ده .

۳ : پر لنګوټه باندي مسح

عن ابن المغيرة عن أبيه: أن النبي صلى الله عليه و سلم مسح على الخفين ومقدم رأسه وعلى عمامته .

ترجمه : د مغیره رضي الله عنه څخه روایت دی چي نبي صلی الله علیه وسلم پر موزو او د خپل سر پر مخکینی برخه او پر خپل لنګوټه باندي مسح وکړه .

رواه مسلم في صحیحه كتاب الطهارةباب المسح على الناصية والعمامة ، رقم الحدیث ۲۴۷ .

پاملرنه : د دغه حدیث څخه پر لنګوټه باندي د نبي صلی الله علیه وسلم مسح او د هغي جواز ثابت شو .

خو حنفي مذهب وايي :

ولا يجوز المسح على العمامة .

ترجمه : او پر لنګوټه باندي مسح جائز نه ده .

الهداية, کتاب الطهارة , باب المسح على الخفين , المكتبة الإسلامية ج ۱ ص ۳۰ ، ومکتبه حبیبیه كانسي روډ کوئټه ج ۱ ص ۶۱ .
۴ :مستعملي اوبه

د الله تعالی وینا ده :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَقْرَبُوا الصَّلَاةَ وَأَنْتُمْ سُكَارَى حَتَّى تَعْلَمُوا مَا تَقُولُونَ وَلَا جُنُبًا إِلَّا عَابِرِي سَبِيلٍ حَتَّى تَغْتَسِلُوا وَإِنْ كُنْتُمْ مَرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاءَ أَحَدٌ مِنْكُمْ مِنَ الْغَائِطِ أَوْ لَامَسْتُمُ النِّسَاءَ فَلَمْ تَجِدُوا مَاءً فَتَيَمَّمُوا صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُوا بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَفُوًّا غَفُورًا - النساء (۴۳)

ترجمه : ای هغو کسانو چي ایمان یي راوړی دی په داسي وخت کي چي تاسو نشه یاست لمونځ ته مه نږدي کیږی تر دي چي تاسو وپوهیږی چي تاسو څه وایاست ، او مه هم د جنابت په حال کي مګر دا چي د لاري تیریدونکي یاست تر دي چي تاسو غسل وکړی ، او که چیري تاسو ناروغان وی یا هم په سفر کي وی یا هم ستاسو یو کس د اودس مات څخه راشي یا هم د ښځو سره یو ځای والی وکړی نو که تاسو اوبه ونه مومی په پاکه خاوره تیمم وکړی نو خپل مخونه او لاسونه مسحه کړی ، بیشکه الله عفوه کونکی دی بخښونکی دی .

او همدا ډول فرمایي :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلَاةِ فَاغْسِلُوا وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ وَامْسَحُوا بِرُءُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَيْنِ وَإِنْ كُنْتُمْ جُنُبًا فَاطَّهَّرُوا وَإِنْ كُنْتُمْ مَرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاءَ أَحَدٌ مِنْكُمْ مِنَ الْغَائِطِ أَوْ لَامَسْتُمُ النِّسَاءَ فَلَمْ تَجِدُوا مَاءً فَتَيَمَّمُوا صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُوا بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُمْ مِنْهُ مَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيَجْعَلَ عَلَيْكُمْ مِنْ حَرَجٍ وَلَكِنْ يُرِيدُ لِيُطَهِّرَكُمْ وَلِيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ – المائده (۶)

ترجمه : أی هغو کسانو چي ایمان یي راوړی دی کله چي تاسو لمونځ ته ولاړ شی نو خپل مخونه او لاسونه ووینځی او خپل سرونه مسح کړی او پښي هم تر بیجلکو پوري ، او که چیري تاسو د جنابت په حال کي یاست نو ځانونه ښه پاک کړی
، او که چیري تاسو ناروغان وی یا هم په سفر کي وی یا هم ستاسو یو کس د اودس مات څخه راشي یا هم د ښځو سره یو ځای والی وکړی نو که تاسو اوبه ونه مومی په پاکه خاوره تیمم وکړی نو خپل مخونه او لاسونه په هغه مسحه کړی الله دا اراده نه لري چي پر تاسو تنګي راولي بلکه هغه اراده لري چي تاسو پاک کړي او خپل نعمت پر تاسو پوره کړي کیدای شي تاسو شکر وکړی .

پاملرنه : ددغو دوو ایاتونو څخه معلومه شوه چي کله اوبه ونه موندل شي نو په دغه وخت کي به یو کس د بي اودسی د پاره تیمم کوي ، او دلته عامي او په مطلق ډول اوبه یادي شوي دي او د هغو څخه کومي اوبه نه دي خاص کړل شوي ، او نه یي هم دا ویلي دي چي مستعملي اوبه ناپاکي دي او یاهم بل څه نه شي پاکولای ، نو هر هغه اوبه چي د کوم قید او اضافت پرته ورباندي د اوبو اطلاق کیږي نو د بي اودسی د پاره ورباندي پاکي راوستل روا دي .

وعن عائشة قالت : كنت أغتسل أنا ورسول الله صلى الله عليه وسلم من إناء واحد تختلف أيدينا فيه من الجنابة .

ترجمه : د عائشي رضي الله عنها څخه روایت دی چي ما او رسول الله صلی الله علیه وسلم به د یوه لوښي څخه د جنابت غسل کاوه ، چي زما او د هغه لاسونه ورپکښي اوښتل را اویښتل .

متفق علیه واللفظ لمسلم ، انظر صحیح البخاري ، کتاب الغسل ، باب هَلْ يُدْخِلُ الْجُنُبُ يَدَهُ فِى الإِنَاءِ قَبْلَ أَنْ يَغْسِلَهَا إِذَا لَمْ يَكُنْ عَلَى يَدِهِ قَذَرٌ غَيْرُ الْجَنَابَةِ ، ورواه مسلم كتاب الحيضباب القدر المستحب من الماء في غسل الجنابة وغسل الرجل والمرأة في إناء واحد في حالة واحدة وغسل أحدهما بفضل الآخر .

او د دي حدیث څخه هم معلومه شوه چي د مستعملو اوبو کارول د بي اودسی په لیري کولو کي جائز دي ځکه د نبي صلی الله علیه وسلم او د هغه دمیرمني عائشي رضي الله عنها دواړو لاسونه به د جنابت د غسل په وخت کي په یوه لوښي کي اوښتل را اوښتل ، او دا یوه معلومه خبره ده چي په داسي حال کي خامخا د لاس او نور بدن د مستعملو اوبو څاڅکي په لوښي کي ور پریوزي .

خو حنفي مذهب وایي :

والماء المستعمل لا يجوز استعماله في طهارة الأحداث .

ترجمه : او مستعملي اوبه د بي اودسی په لیري کولو کي کارول نه دي جائز .

الهداية , فصل في الغسل , المكتبة الاسلامية ج ۱ ص ۱۹ ، و مکتبه حبیبیه کانسي رود کوئته ج ۱ ص ۴۲ .

۵ : په تیمم کي د استیعاب بدعت

عَنْ سَعِيدِ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ أَبْزَى عَنْ أَبِيهِ قَالَ جَاءَ رَجُلٌ إِلَى عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ فَقَالَ إِنِّى أَجْنَبْتُ فَلَمْ أُصِبِ الْمَاءَ . فَقَالَ عَمَّارُ بْنُ يَاسِرٍ لِعُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ أَمَا تَذْكُرُ أَنَّا كُنَّا فِى سَفَرٍ أَنَا وَأَنْتَ فَأَمَّا أَنْتَ فَلَمْ تُصَلِّ ، وَأَمَّا أَنَا فَتَمَعَّكْتُ فَصَلَّيْتُ ، فَذَكَرْتُ لِلنَّبِىِّ - صلى الله عليه وسلم - فَقَالَ النَّبِىُّ - صلى الله عليه وسلم - « إِنَّمَا كَانَ يَكْفِيكَ هَكَذَا » . فَضَرَبَ النَّبِىُّ - صلى الله عليه وسلم - بِكَفَّيْهِ الأَرْضَ ، وَنَفَخَ فِيهِمَا ثُمَّ مَسَحَ بِهِمَا وَجْهَهُ وَكَفَّيْهِ .

ترجمه : سعید بن عبدالرحمن بن ابزی د خپل پلار څخه روایت کړی دی چي عمر بن الخطاب ته یو سړی راغی او ورته یي وویل چي زه جنوب شم او اوبه مي تر لاسه نه کړي نو عمار بن یاسر عمر بن الخطاب ته وویل آیا تاته یاد نه دي چي زه او ته په یو سفر کي وو ، نو ته لمونځ ونه کړ او زه په خاورو کي ورغړیدم او لمونځ مي وکړ ، نو ما نبي صلی الله علیه وسلم ته دا یادونه وکړه ، نو نبي صلی الله علیه وسلم وویل چي : ستا د پاره داسي بسنه کوي نو نبي صلی الله علیه وسلم خپل دواړه ورغوي پر ځمکه ووهلي او بیا یي پو کړي او بیا یي په دواړو باندي خپل مخ او دواړي ورغوي مسح کړي .

متفق عليه واللفظ للبخاري , انظر صحيح البخاري , كتاب التيمم , باب الْمُتَيَمِّمُ هَلْ يَنْفُخُ فِيهِمَا , ورواه مسلم , باب التيمم .

پاملرنه : په دغه حدیث کي د نبي صلی الله علیه وسلم خپل امت د تیمم د ښودلو طریقه ښودل شوي ده ، خو د استیعاب ( کښیستلو ) یادونه یي نه ده شوي ، بلکه په مطلق ډول د مخ او ورغوو مسح یاده شوي ده لکه څنګه چي عمار رضي الله عنه د نبي صلی الله علیه وسلم دا خبره نقل کړي ده چي : ستا د پاره داسي بسنه کوي نو نبي صلی الله علیه وسلم خپل دواړه ورغوي پر ځمکه ووهلي او بیا یي پو کړي او بیا یي په دواړو باندي خپل مخ او دواړي ورغوي مسح کړي .

خو حنفي مذهب وایي :

ولا بد من الإستيعاب في ظاهر الرواية .

ترجمه : او په ظاهر د روایت کي دا دي چي د استیعاب پرته بله چاره نشته .

الهداية , باب التيمم المكتبة الاسلامية ج ۱ ص ۲۵ ، ومکتبه حبیبیه کانسي رود کوئته ج ۱ ص ۵۲ .

۶ : د ماښام د لمانځه مخکي نفلي لمونځ کول

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ بُرَيْدَةَ قَالَ حَدَّثَنِي عَبْدُ اللَّهِ الْمُزَنِيُّعَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ صَلُّوا قَبْلَ صَلَاةِ الْمَغْرِبِ قَالَ فِي الثَّالِثَةِ لِمَنْ شَاءَ , كَرَاهِيَةَ أَنْ يَتَّخِذَهَا النَّاسُ سُنَّةً .

ترجمه : د عبدالله بن بریده څخه روایت دی چي ما ته عبدالله المزني د نبي صلی الله علیه وسلم څخه حدیث بیان کړ چي هغه وویل : دماښام د لمانځه مخکي لمونځ وکړی او په دریم ځل یي وویل چي دچا خوښه وي . د دي ناخوښی په وجه چي خلک یي لازم ونه ګرځوي .

رواه البخاري أبواب التطوع باب الصلاة قبل المغرب .

وعَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ كَانَ الْمُؤَذِّنُ إِذَا أَذَّنَ قَامَ نَاسٌ مِنْ أَصْحَابِ النَّبِىِّ - صلى الله عليه وسلم - يَبْتَدِرُونَ السَّوَارِىَ حَتَّى يَخْرُجَ النَّبِىُّ - صلى الله عليه وسلم - وَهُمْ كَذَلِكَ يُصَلُّونَ الرَّكْعَتَيْنِ قَبْلَ الْمَغْرِبِ ، وَلَمْ يَكُنْ بَيْنَ الأَذَانِ وَالإِقَامَةِ شَىْءٌ .

ترجمه : او د أنس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چي کله به أذان کونکي اذان وکړ نو د نبي صلی الله علیه وسلم د ملګرو څخه به ځیني خلک ولاړ شول او چیلنګانو ته به یي بیړه کول تر دي چي نبي صلی الله علیه وسلم به را ووتی او دوی به په هم دغه حال کي ول دماښام – دلمانځه – مخکي به یي دوه رکعتونه کول ، او د اذان او اقامت تر منځ به ډیر څه نه ول .
متفق عليه واللفظ للبخاري , انظر : صحيح البخاري كتاب الأذانباب كَمْ بَيْنَ الأَذَانِ وَالإِقَامَةِ وَمَنْ يَنْتَظِرُ الإِقَامَةَ , وصحيح مسلم كتاب صلاة المسافرين وقصرهاباب استحباب ركعتين قبل صلاة المغرب .

وعن عبدالله بن مغفل المزني قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم بين كل أذانين صلاة قالها ثلاثا قال في الثالثة لمن شاء .

ترجمه : او دعبدالله بن مغفل المزني څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل : د هرو دوو آذانونو په منځ کي لمونځ شته دا خبره یي دري ځله وکړه ، به دریم ځل یي وویل چي د چا خوښه وي .

متفق عليه واللفظ لمسلم , انظر صحيح البخاري كتاب الأذانباب بَيْنَ كُلِّ أَذَانَيْنِ صَلاَةٌ لِمَنْ شَاءَ , وصحيح مسلم كتاب صلاة المسافرين وقصرهاباب بين كل أذانين صلاة .

پاملرنه : دا حدیثونه صریح دلائل دي چي د مښام دلماځه مخکي نفلي لمونځ کول روا بلکه ښه کار دی ، او په اول حدیث کي دا خبره چي : كَرَاهِيَةَ أَنْ يَتَّخِذَهَا النَّاسُ سُنَّةً .
دا دراوي تفسیر دی نو مطلب یي دا دی چي دنبي صلی الله علیه وسلم په دریم ځل دا خبره چي دچا خوښه وي ، نو دا یي د دي دپاره وکړه چي خلک دا لمونځ داسي یوه طریقه ونه ګڼي چي بیا همیشه والی ورباندي لازم وګڼي او پريښودل یي بد وګڼي .

او په دویم حدیث کي د انس دا خبره چي : وَلَمْ يَكُنْ بَيْنَ الأَذَانِ وَالإِقَامَةِ شَىْءٌ ، مطلب یي دا دی چي دآذان او اقامت تر منځ ډیر زیات وخت هم نه وو .
او د نبي صلی الله علیه وسلم دا خبره چي : بين كل أذانين صلاة ، د هرو دوو آذانونو تر منځ لمونځ شته .
نو مطلب یي اذان او اقامت دی ځکه چي د دوو اذانونو تر منځ خو لمونځ فرض دی او په دي حدیث کي ویل شوي دي چي دچا خوښه وي .

خو حنفي مذهب وايي :

ولا يتنفل بعد الغروب قبل الفرض لما فيه من تأخير المغرب .

ترجمه : او تر لمر پریوتلو وروسته دي تر فرضو مخکي نفل نه کوي ځکه چي په دي د مښام دلمونځ ځنډول دي .

الهداية , كتاب الصلاة , فصل في الوقات التي تكره فيها الصلاة , المكتبة الاسلامية ج ۱ ص ۴۱ ، ومکتبه حبیبیه کانسي رود کوئته ج ۱ ص ۸۲ .

۷ : د جمعي په ورځ د امام د خطبي په وخت کي لمونځ کول

عن جابر بن عبد الله قال : جاء رجل والنبي صلى الله عليه و سلم يخطب الناس يوم الجمعة فقال ( أصليت يا فلان ) . قال لا قال ( قم فاركع ركعتين ) .

ترجمه : د جابر بن عبد الله څخه روایت دی چي یو سړی راغی او نبي صلی الله علیه وسلم خطبه ویل دجمعي په ورځ ، نو – نبي صلی الله علیه وسلم وویل – آی فلانیه تا لمونځ وکړ ، هغه وویل : نه ، نبي صلی الله علیه وسلم وویل : ولاړ شه دوه رکعته وکړه .

متفق عليه , انظر صحيح البخاري , كتاب الجمعة , باب إِذَا رَأَى الإِمَامُ رَجُلاً جَاءَ وَهْوَ يَخْطُبُ أَمَرَهُ أَنْ يُصَلِّىَ رَكْعَتَيْنِ , وصحيح مسلم , كتاب الجمعة , باب التحية والامام يخطب .

وعن جابر بن عبدالله : أن النبي صلى الله عليه و سلم خطب فقال إذا جاء أحدكم يوم الجمعة وقد خرج الإمام فليصل ركعتين .

ترجمه : او د جابر بن عبدالله څخه روایت دی چي نبي صلی الله علیه وسلم خطبه وویل بیا یي وویل : کله چي د جمعي په ورځ ستاسو یو سړی راشي او امام وتلی وي نو دوه رکعته لمونځ دي وکړي .

رواه مسلم في صحيحه , كتاب الجمعة , باب التحية والامام يخطب .

پاملرنه : دا دوه حدیثونه قاطع دلیلونه دي چي کله امام خطبه وایي نو هم چي کوم سړی راشي لمونځ به کوي .

خو حنفي مذهب وايي :

ولا يتنفل بعد الغروب قبل الفرض لما فيه من تأخير المغرب ولا إذا خرج الإمام للخطبة يوم الجمعة إلى أن يفرغ من خطبته لما فيه من الاشتغال عن استماع الخطبة .

ترجمه : او تر لمر پریوتلو وروسته دي تر فرضو مخکي نفل نه کوي ځکه چي په دي د مښام دلمونځ ځنډول دي ، او نه به هم هغه وخت لمونځ کوي چي د جمعي په ورځ امام د خطبي د پاره را ووزي تر دي چي د خطبي څخه فارغ شي ځکه چي په دي کي خطبي ته د غوږ ایښودلو څخه بوختیا ده .

الهداية , كتاب الصلاة , فصل في الوقات التي تكره فيها الصلاة , المكتبة الاسلامية ج ۱ ص ۴۱ ، ومکتبه حبیبیه کانسي رود کوئته ج ۱ ص ۸۲ .

۸ : د أذان او إقامت تر مینځ فاصله

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ بُرَيْدَةَ قَالَ حَدَّثَنِي عَبْدُ اللَّهِ الْمُزَنِيُّ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ صَلُّوا قَبْلَ صَلَاةِ الْمَغْرِبِ قَالَ فِي الثَّالِثَةِ لِمَنْ شَاءَ , كَرَاهِيَةَ أَنْ يَتَّخِذَهَا النَّاسُ سُنَّةً .

رواه البخاري أبواب التطوع باب الصلاة قبل المغرب .

ترجمه : د عبد الله بن بریده څخه روایت دی چي ماته عبد الله المزني – رضي الله عنه – د نبي صلی الله علیه وسلم حدیث بیان کړ چي هغه وویل : د ماښام د لمونځ وړاندي لمونځ وکړی ، په دریم ځل یي وویل چي د چا خوښه وي ، دا – يي د دي ناخوښی په وجه وویل چي خلک يي بیا یوه لازمه طریقه ونه ګڼي .

وعَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ كَانَ الْمُؤَذِّنُ إِذَا أَذَّنَ قَامَ نَاسٌ مِنْ أَصْحَابِ النَّبِىِّ - صلى الله عليه وسلم - يَبْتَدِرُونَ السَّوَارِىَ حَتَّى يَخْرُجَ النَّبِىُّ - صلى الله عليه وسلم - وَهُمْ كَذَلِكَ يُصَلُّونَ الرَّكْعَتَيْنِ قَبْلَ الْمَغْرِبِ ، وَلَمْ يَكُنْ بَيْنَ الأَذَانِ وَالإِقَامَةِ شَىْءٌ .

متفق عليه واللفظ للبخاري , انظر : صحيح البخاري كتاب الأذانباب كَمْ بَيْنَ الأَذَانِ وَالإِقَامَةِ وَمَنْ يَنْتَظِرُ الإِقَامَةَ , وصحيح مسلم كتاب صلاة المسافرين وقصرهاباب استحباب ركعتين قبل صلاة المغرب .

ترجمه : او د انس بن مالک څخه روایت دی چي کله به اذان کونکي اذان وکړ ، نو د نبي صلی الله علیه وسلم د ملګرو څخه به ځیني خلک ولاړ شول او – د مسجد – پایو ( چیلنګانو ) ته به یي بیړه کول تر دي چي به د الله رسول صلی الله علیه وسلم راوتی ، خو دوی به همداسي ول د ماښام مخکي به يي دوه دوه رکعته لمونځ کاوه ، او د اذان او اقامت تر منځ څه شئ نه وو .

عن عبدالله بن مغفل المزني قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم بين كل أذانين صلاة قالها ثلاثا قال في الثالثة لمن شاء .

متفق عليه واللفظ لمسلم , انظر صحيح البخاري كتاب الأذانباب بَيْنَ كُلِّ أَذَانَيْنِ صَلاَةٌ لِمَنْ شَاءَ , وصحيح مسلم كتاب صلاة المسافرين وقصرهاباب بين كل أذانين صلاة .

ترجمه : د عبد الله بن مغفل المزني څخه روایت دی چي د الله رسول صلی الله علیه وسلم وویل د هرو دوو اذانونو تر منځ لمونځ شته ، په دریم ځل یي وویل چي د چا خوښه وي .

پاملرنه : د دي احادیثو شرحه نږدي تیره شوه ، لکه څنګه چي دا احادیث د ماښام د لمونځ مخکي پر نفلي لمونځ باندي دلالت کوي ، نو دا ورڅخه په طبعي ډول څرګنده ده چي د ماښام د أذان او اقامت ترمنځ څه وختي فاصله هم وه ، یواځي دا نه بلکه د هر آذان او اقامت تر منځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کي څه فاصله وه .

خو حنفي مذهب وایي

ويجلس بين الأذان والإقامة إلا في المغرب وهذا عند أبي حنيفة رحمه الله –ثم قال - ولأبي حنيفة رحمه الله أن التأخير مكروه فيكتفى بأدنى الفصل احترازا عنه .
الهداية , كتاب الصلاة , باب الأذان , المكتبة الاسلامية ج ۱ ص ۴۲ ، ومکتبه حبیبیه کانسي رود کوئته ج ۱ ص ۸۴ .

ترجمه : د اذان او اقامت تر منځ به کښیني خو نه د ماښام په وخت کي ، او دا د ابو حنیفه رحمه الله په اند ، او د ابوحنیفه رحمه الله دلیل دا دی چي ځنډول مکروه دي ، نو لږ بیلوالی هم بسنه کوي د هغه څخه د احتراز په وجه .

۹ : پر تندي او پوزه سجده کول

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضى الله عنهما قَالَ قَالَ النَّبِىُّ - صلى الله عليه وسلم - « أُمِرْتُ أَنْ أَسْجُدَ عَلَى سَبْعَةِ أَعْظُمٍ عَلَى الْجَبْهَةِ - وَأَشَارَ بِيَدِهِ عَلَى أَنْفِهِ - وَالْيَدَيْنِ ، وَالرُّكْبَتَيْنِ وَأَطْرَافِ الْقَدَمَيْنِ ، وَلاَ نَكْفِتَ الثِّيَابَ وَالشَّعَرَ » .

متفق عليه , انظر : صحيح البخاري كتاب الأذانباب السُّجُودِ عَلَى الأَنْفِ , وصحيح مسلم كتاب الصلاةباب أعضاء السجود والنهي عن كف الشعر والثوب وعقص الرأس في الصلاة .

ترجمه : د عبد الله بن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چي نبي صلی الله علیه وسلم وویل : زه پر دي امر شوی یم چي پر او هډوکو سجده وکړم او په خپل لاس یي اشاره وکړه چي پوزه ، او دواړه لاسونه ، او دواړه ځنګنونه ، او د دواړو قدمونو اړخونه ، او دا چي موږ جامي او ویښتان ونه پیچو .

پاملرنه : دا حدیث صریح نص دی د دي خبري دپاره چي سجده کول پر اوو هډوکو لازمه ده چي د هغو د جملي څخه تندی او پوزه هم دي او د دي دوو پرته سجده نه تر سره کیږي .

خو حنفي مذهب وایي :

فإن اقتصر على أحدهما ( الجبهة أو الأنف ) جاز عند أبي حنيفة.
الهداية , كتاب الصلاة , باب صفة الصلاة , المكتبة الاسلامية ج ۱ ص ۵۰ ، ومکتبه حبیبیه کانسي رود کوئته ج ۱ ص ۱۰۰.

ترجمه : که يي چیري د دي دواړو ( تندي او پوزه ) څخه پر یوه هم اقتصار یا بس والی وکړ د ابو حنیفه په اند روا دی .

۱۰ - پر لاسونو او ځنګنونو سجده کول

عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضى الله عنهما قَالَ قَالَ النَّبِىُّ - صلى الله عليه وسلم - « أُمِرْتُ أَنْ أَسْجُدَ عَلَى سَبْعَةِ أَعْظُمٍ عَلَى الْجَبْهَةِ - وَأَشَارَ بِيَدِهِ عَلَى أَنْفِهِ - وَالْيَدَيْنِ ، وَالرُّكْبَتَيْنِ وَأَطْرَافِ الْقَدَمَيْنِ ، وَلاَ نَكْفِتَ الثِّيَابَ وَالشَّعَرَ » .

متفق عليه , انظر : صحيح البخاري كتاب الأذانباب السُّجُودِ عَلَى الأَنْفِ , وصحيح مسلم كتاب الصلاةباب أعضاء السجود والنهي عن كف الشعر والثوب وعقص الرأس في الصلاة .

ترجمه : د عبد الله بن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چي نبي صلی الله علیه وسلم وویل : زه پر دي امر شوی یم چي پر او هډوکو سجده وکړم او په خپل لاس یي اشاره وکړه چي پوزه ، او دواړه لاسونه ، او دواړه ځنګنونه ، او د دواړو قدمونو اړخونه ، او دا چي موږ جامي او ویښتان ونه پیچو .

پاملرنه : دا حدیث صریح نص دی چي پر لاسونو او ځنګنونو سجده لازمه ده ، ځکه دلته پر یادو اندامونو د سجدي کولو امر ذکر دی .

خو حنفي مذهب وايي

ووضع اليدين والركبتين سنة ( اي ليس بفرض ولاواجب ) عندنا لتحقق السجود بدونهما .
الهداية , كتاب الصلاة , باب صفة الصلاة , المكتبة الاسلامية ج ۱ ص ۵۰ ، ومکتبه حبیبیه کانسي رود کوئته ج ۱ ص ۱۰۰.

پاملرنه : اوزموږ په اند د لاسونو او ځنګنونو ایښودل سنت دي ، ځکه چي د دي دواړو پرته هم سجده کیدای شي .

مطلب : دا چي دا کار لازم نه دی ځکه دوی سنت هغه کار ته وایي چي لازم نه وي .

۱۱ – مریي او د لمونځ امامت کول

عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ لَمَّا قَدِمَ الْمُهَاجِرُونَ الأَوَّلُونَ الْعُصْبَةَ - مَوْضِعٌ بِقُبَاءٍ - قَبْلَ مَقْدَمِ رَسُولِ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - كَانَ يَؤُمُّهُمْ سَالِمٌ مَوْلَى أَبِى حُذَيْفَةَ ، وَكَانَ أَكْثَرَهُمْ قُرْآنًا .
رواه البخاري ، کتاب الأذان ، باب إِمَامَةِ الْعَبْدِ وَالْمَوْلَى .

ترجمه : د ابن عمر څخه روایت دی چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر راتګ مخکي کله لومړني مهاجرین عصبه ( په قباء کي یو ځای دی ) ته راغلل ، نو د ابو حذیفه مریي سالم د هغوی امامت کاوه .

پاملرنه : دا مریي د امامت د جواز د پاره دا حدیث صریح او ښکاره دلیل دی .

خو حنفي مذهب وايي :

ويكره تقديم العبد لأنه لا يتفرغ للتعلم .
الهداية , كتاب الصلاة , باب الامامة , المكتبة الاسلامية ج ۱ ص ۵۶ ، ومکتبه حبیبیه کانسي رود کوئته ج ۱ ص ۱۱۰.

ترجمه : او د مریي مخکي کول مکروه دي ځکه هغه د زده کړي د پاره ځان نه وزګاروي .

۱۲ : ړوند او د لمونځ امامت کول

عن عائشة أن النبي صلى الله عليه و سلم استخلف ابن أم مكتوم على المدينة يصلي بالناس .

اخرجه أبویعلی في مسنده واللفظ له وابن حبان في صحیحه والبیهقي في معرفة السنن والآثار واسناده صحیح .

ترجمه : د عائشي رضي الله عنها څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه کي خپل تر شا ابن ام اکتوم پریښود چي خلکو ته به لمونځ ورکوي .

پاملرنه : دا حدیث ښکاره دلیل دی چي د لمونځ د پاره د ړوند کس امامت صحیح او جائز دی ، ځکه عبد الله بن ام مکتوم ړوند وو خو بیا یي هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کي په مدینه کي خلکو ته لمونځ ورکاوه .

خو حنفي مذهب وايي :
ويكره تقديم العبد ..........................والأعمى لأنه لا يتوقى النجاسة .
الهداية , كتاب الصلاة , باب الامامة , المكتبة الاسلامية ج ۱ ص ۵۶ ، ومکتبه حبیبیه کانسي رود کوئته ج ۱ ص ۱۱۰.

ترجمه : او د ړوند کس امامت کول مکروه دی ځکه هغه د نجاست څخه ځان نه شي ساتلای .

۱۳ : د نفلي لمونځ کونکي پسي د فرضي لمونځ کونکي لمونځ کول

عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ قَالَ كَانَ مُعَاذٌ يُصَلِّي مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْعِشَاءَ ثُمَّ يَأْتِي مَسْجِدَ قَوْمِهِ فَيُصَلِّي بِهِمْ .

متفق عليه , صحيح البخاري كتاب الأذانباب إِذَا صَلَّى ثُمَّ أَمَّ قَوْمًا , وصحيح مسلم كِتَاب الصَّلَاةِبَاب الْقِرَاءَةِ فِي الْعِشَاءِ واللفظ له .

د جابر بن عبد الله رضي الله عنه څخه روایت دی چي معاذ به د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره لمونځ وکړ ، بیا به د خپل قوم مسجد ته راغی او هغوی ته به یي لمونځ ورکاوه .

وعَنْ عَمْرِو بْنِ دِينَارٍ أَخْبَرَنِى جَابِرُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ أَنَّ مُعَاذًا كَانَ يُصَلِّى مَعَ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- الْعِشَاءَ ثُمَّ يَنْصَرِفُ إِلَى قَوْمِهِ فَيُصَلِّى بِهِمْ هِىَ لَهُ تَطَوُّعٌ وَلَهُمْ فَرِيضَةٌ.

اخرجه الدارقطني في سننه كتاب الصلاة , باب ذِكْرِ صَلاَةِ الْمُفْتَرِضِ خَلْفَ الْمُتَنَفِّلِ , واللفظ له , واخرجه عبدالرزاق في مصنفه وغيره واسناده صحيح .

او د عمرو بن دینار څخه روایت دی چي ماته جابر بن عبد الله خبر راکړ چي معاذ به د نبی صلی الله علیه وسلم سره د ماخوستن لمونځ وکړ ، بیا خپل قوم ته ورګرځیدی او هغوی ته به يي لمونځ ورکاوه ، چي دا به د ده د پاره نفل وو او د هغوی د پاره به فرض وو .

پاملرنه : دا حدیث څرګند دلیل دی چي د نفل کونکي پسي د فرض لمونځ کونکي اقتداء صحیح ده ، او فرضي لمونځ اداکونکی کولای شي چي د نفلي لمونځ کونکي تر شا خپل فرض لمونځ ادا کړي ، ځکه دا کار به د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کي معاذ او د هغه قوم کاوه خو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه د دي کار څخه منعه نه کړ .

خو حنفي مذهب وايي :

ولا يصلي المفترض خلف المتنفل.
الهداية , كتاب الصلاة , باب الإمامة , المكتبة الاسلامية ج ۱ ص ۵۸ ، ومکتبه حبیبیه کانسي رود کوئته ج ۱ ص ۱۱۴.

ترجمه : او فرض لمونځ کونکی به د نفل لمونځ کونکي پسي لمونځ نه کوي .

۱۴ : الصلاة خلف الصبي

عَنْ أَيُّوبَ عَنْ أَبِى قِلاَبَةَ عَنْ عَمْرِو بْنِ سَلِمَةَ قَالَ قَالَ لِى أَبُو قِلاَبَةَ أَلاَ تَلْقَاهُ فَتَسْأَلَهُ ، قَالَ فَلَقِيتُهُ فَسَأَلْتُهُ فَقَالَ كُنَّا بِمَاءٍ مَمَرَّ النَّاسِ ، وَكَانَ يَمُرُّ بِنَا الرُّكْبَانُ فَنَسْأَلُهُمْ مَا لِلنَّاسِ مَا لِلنَّاسِ مَا هَذَا الرَّجُلُ فَيَقُولُونَ يَزْعُمُ أَنَّ اللَّهَ أَرْسَلَهُ أَوْحَى إِلَيْهِ ، أَوْ أَوْحَى اللَّهُ بِكَذَا . فَكُنْتُ أَحْفَظُ ذَلِكَ الْكَلاَمَ ، وَكَأَنَّمَا يُغْرَى فِى صَدْرِى ، وَكَانَتِ الْعَرَبُ تَلَوَّمُ بِإِسْلاَمِهِمِ الْفَتْحَ ، فَيَقُولُونَ اتْرُكُوهُ وَقَوْمَهُ ، فَإِنَّهُ إِنْ ظَهَرَ عَلَيْهِمْ فَهْوَ نَبِىٌّ صَادِقٌ . فَلَمَّا كَانَتْ وَقْعَةُ أَهْلِ الْفَتْحِ بَادَرَ كُلُّ قَوْمٍ بِإِسْلاَمِهِمْ ، وَبَدَرَ أَبِى قَوْمِى بِإِسْلاَمِهِمْ ، فَلَمَّا قَدِمَ قَالَ جِئْتُكُمْ وَاللَّهِ مِنْ عِنْدِ النَّبِىِّ - صلى الله عليه وسلم - حَقًّا فَقَالَ « صَلُّوا صَلاَةَ كَذَا فِى حِينِ كَذَا ، وَصَلُّوا كَذَا فِى حِينِ كَذَا ، فَإِذَا حَضَرَتِ الصَّلاَةُ ، فَلْيُؤَذِّنْ أَحَدُكُمْ ، وَلْيَؤُمَّكُمْ أَكْثَرُكُمْ قُرْآنًا » . فَنَظَرُوا فَلَمْ يَكُنْ أَحَدٌ أَكْثَرَ قُرْآنًا مِنِّى ، لِمَا كُنْتُ أَتَلَقَّى مِنَ الرُّكْبَانِ ، فَقَدَّمُونِى بَيْنَ أَيْدِيهِمْ ، وَأَنَا ابْنُ سِتٍّ أَوْ سَبْعِ ، سِنِينَ وَكَانَتْ عَلَىَّ بُرْدَةٌ ، كُنْتُ إِذَا سَجَدْتُ تَقَلَّصَتْ عَنِّى ، فَقَالَتِ امْرَأَةٌ مِنَ الْحَىِّ أَلاَ تُغَطُّوا عَنَّا اسْتَ قَارِئِكُمْ . فَاشْتَرَوْا فَقَطَعُوا لِى قَمِيصًا ، فَمَا فَرِحْتُ بِشَىْءٍ فَرَحِى بِذَلِكَ الْقَمِيصِ .
رواه البخاري , كتاب المغازي باب وَقَالَ اللَّيْثُ .

ترجمه : د ایوب څخه روایت دی چي ماته ابو قلابه وویل : ایا ته د عمرو بن سلمه سره ملاقات نه کوي چي پوښتنه ورڅخه وکړي نو ما پوښتنه ورڅخه وکړه ، هغه ( عمرو بن سلمه ) وویل : موږ د داسي اوبو سره اوسیدلو چي د خلکو د تیریدني لار وه ، او پر زموږ سره سپاره خلک تیریدل نو موږ پوښتني ورڅخه کولي د خلکو څه حال دی ؟ د خلکو څه حال دی ؟ دا څنګه سړی دی ؟ نو دوی به ویل چي هغه دا انګیري چي هغه ته الله رالیږلی دی ، الله وحي ورته کړي ده ، یا هم الله ورته داسي وحي کړي ده ، نو ما به دغه خبري ( قرآن ) یاداوه ، او هغه ( قرآن ) داسي وو لکه زما د سیني سره چي یو ځای کیږي ، او عربو د خپل اسلام په اړه د فتحي انتظار کاوه ، او ویل به یي چي هغه او قوم یي سره پریږدی ، ځکه که چیري هغه پر دوی برلاسی شو نو هغه یو رښتینی نبي دی .
نو کله چي د فتح دخاوندانو ( فتح مکه ) واقعه را منځته شوه نو هر قوم به اسلام راوړلو ته بیړه وکړه ، او زما پلار زموږ تر قوم مخکي اسلام ته بیړه وکړه ، نو کله چي راغی نو هغوی ته یي وویل په الله قسم زه تاسو ته پيه رښتیا ډول د نبي صلی الله علیه وسلم له لوري راغلی یم ، نو هغه ویل :

چي فلانی لمونځ په فلاني وخت کي کوی ، او فلانی لمونځ په فلاني وخت کي کوی ، نو کله چي د لمونځ وخت راشي نو په تاسو کي دي یو کس اذان وکړي ، او په تاسو کي چي کوم کس ډیر قرآن لوستی وي هغه دي ستاسو امامت وکړي .
نو دوی وکتل زما څخه يي ډیر قرآن لوستونکی ونه موند ، ځکه ما به د تیریدونکو خلکو څخه زده کاوه ، نو دوی زه مخته کړم و او زه په دي وخت کي د شپږو یا هم د اوو کالو وم ، او زما سره یو څادر وو نو کله چي به ما سجده کول هغه به را څخه لیري شو ، نو د کلي یوي ښځي وویل: ایا تاسو زموږ څخه د خپل قاري ورنونه نه پتوی ؟ نو هغوی زما د پاره یو قمیص واخیست ، نو زه په هیڅ شي دومره نه یم خوشحال شوی لکه څومره چي په دغه قمیص خوښحال شوم .

پاملرنه : د دغه حدیث څخه په ډاګه شوه چي د لویانو خلکو او ښځو لمونځ د ماشوم شاته د هغه په امامت روا دی ، ځکه عمرو بن سلمه د شپږو او یا هم اوو کلونو وو چي د خپل قوم امامت یي کاوه ، خو هغه چا ورباندي بد ونه ویل او نه یي هم د دي کار څخه منعه کړ .
او نه هم په کوم بل نبوي حدیث کي دا راغلي دي چي ماشوم دي امامت نه کوي .

خو حنفي مذهب وايي : ولا يجوز للرجال أن يقتدوا بامرأة أو صبي .

ترجمه : د نارینه وو د پاره دا نه دي جائز چي د ښځي یا هم ماشوم اقتداء وکړي .

الهداية , كتاب الصلاة , باب الامامة , المكتبة الاسلامية ج ۱ ص ۵۶ ، ومکتبه حبیبیه کانسي رود کوئته ج ۱ ص ۱۱۱.

۱۵- د ضرورت له وجي په لمونځ کي خبري کول

عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ - رضى الله عنه - . أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - انْصَرَفَ مِنِ اثْنَتَيْنِ فَقَالَ لَهُ ذُو الْيَدَيْنِ أَقُصِرَتِ الصَّلاَةُ أَمْ نَسِيتَ يَا رَسُولَ اللَّهِ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - « أَصَدَقَ ذُو الْيَدَيْنِ » . فَقَالَ النَّاسُ نَعَمْ . فَقَامَ رَسُولُ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - فَصَلَّى اثْنَتَيْنِ أُخْرَيَيْنِ ثُمَّ سَلَّمَ ثُمَّ كَبَّرَ فَسَجَدَ مِثْلَ سُجُودِهِ أَوْ أَطْوَلَ ثُمَّ رَفَعَ .

ژباړه : د ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چي د الله رسول د دوو رکعتونو څخه وګرځید ( سلام یي وګرځاوه ) . نو ذو الیدین ورته وویل : ایا لمونځ کم شو او که تا هیر کړ ؟ ای د الله رسوله ! .
نو د الله رسول صلی الله علیه وسلم وویل : ایا ذو الیدین رښتیا وایي ؟
نو خلکو وویل : هو .
نو د الله رسول – صلی الله علیه وسلم – ولاړ شو نو دوه رکعته یي نور هم وکړل ، بیا یي سلام وګرځاوه ، بیا يي تکبیر ووایه ، نو د خپل – مخکینی – سجدي په څیر یا یي هم تر هغي اوږده سجده یي وکړه ، بیا پورته شو .

متفق عليه واللفظ للبخاري , صحيح البخاري كتاب السهو , باب مَنْ لَمْ يَتَشَهَّدْ فِى سَجْدَتَىِ السَّهْوِ , وصحيح مسلم , كتاب المساجد ومواضع الصلاةباب السهو في الصلاة والسجود له .

پاملرنه : دغه حدیث په دي اړه صریح نص دی چي د ضرورت او اړتیا له وجي په لمونځ کي خبري کول جائز دي ، ځکه د الله پیغمبر د لمونځ په منځ کي تر لومړیو دوو رکعتونو وروسته او تر اخري دوو رکعتونو مخکي خبري وکړي ، نو د خبرو له امله يي لمونځ باطل ونه ګرځاوه ، بلکه هغه یي د سهو په سجدي سره پو دي وجه پوره کړ چي وروستني دوه رکعتونه يي هیر کړي وه .

خو حنفي مذهب وایي :
ومن تكلم في صلاته عامدا أو ساهيا بطلت صلاته .

الهداية , كتاب الصلاة , باب ما یفسد الصلوة وما يكره فيها, المكتبة الاسلامية ج ۱ ص ۶۱ ، ومکتبه حبیبیه کانسي رود کوئته ج ۱ ص ۱۱۹.

ژباړه : او څوک چي په لمونځ کي قصدا یا په سهو خبره کړي نو لمونځ یي باطل شو .

۱۶ – لمونځ کونکي ته فتح ورکول یا ښودنه کول

عن عروة بن المغيرة بن شعبة عن أبيه قال : تخلف رسول الله صلى الله عليه و سلم وتخلفت معه فلما قضى حاجته قال أمعك ماء ؟ فأتيته بمطهرة فغسل كفيه ووجهه ثم ذهب يحسر عن ذراعيه فضاق كم الجبة فأخرج يده من تحت الجبة وألقى الجبة على منكبيه وغسل ذراعيه ومسح بناصيته وعلى العمامة وعلى خفيه ثم ركب وركبت فانتهينا إلى القوم وقد قاموا في الصلاة يصلي بهم عبدالرحمن بن عوف وقد ركع بهم ركعة فلما أحس بالنبي صلى الله عليه و سلم ذهب يتأخر فأومأ إليه فصلى بهم فلما سلم قام النبي صلى الله عليه وسلم وقمت فركعنا الركعة التي سبقتنا .

رواه مسلم كتاب الطهارة باب المسح على الناصية والعمامة .

د مغیره بن شعبه - رضي الله عنه – څخه روایت دی چي د الله رسول شاته پاته شو نو زه هم ورسره شاته پاته شوم ، نو کله چي یي خپل حاجت پوره کړ و ویي ویل : ای ستا سره اوبه شته ؟ نو ما هغه ته د اودس لوښی راوړ ، نو هغه خپل مخ او ورغوي ووینځل ، بیا یي خپل لیڅي لوڅول ، نو د چپني لستوڼی تنګ وو ، نو هغه خپل لاسونه تر چپني لاندي را وویستل ، او چپنه يي پر اوږو واچول ، او خپل دواړي لیڅي یي ومینځلي ، او خپل پر ناصیه او لنګوټه او موزو باندي يي مسح وکړه ، نو بیا – پر سوارلی – سپور شو ، او زه هم سپور شوم ، او موږ خلکو ته ورسیدو ، او هغوی لمونځ درولی وو ، چي عبد الرحمن بن عوف لمونځ ورکاوه ، او یو رکعت یي ورکړی وو ، نو کله چي یي د الله د رسول احساس وکړ و نو غوښتل یي چي شاته شي ، نو هغه ( رسول الله ) ورته اشاره وکړه ، - چي لمونځ ور پوره کړه – نو کله چي هغه سلام وګرځاوه ، نبي صلی الله علیه وسلم ولاړ شو ، او زه هم ولاړ شوم ، نو کوم رکعت چي زموږ څخه تیر شوی وو هغه مو وکړ .

او همدا ډول سهل بن سعد الساعدي رضي الله عنه د ابوبکر رضي الله عنه د لمونځ قصه کوي او بیا وایي چي کله د الله رسول راغی نو ابوبکر رضي الله عنه شاته کیدل غوښتل :

فَأَشَارَ إِلَيْهِ رَسُولُ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - يَأْمُرُهُ أَنْ يُصَلِّىَ .

نو د اله رسول ورته اشاره وکړه دا امر یي ورته کاوه چي لمونځ وکړه.

متفق علیه واللفظ للبخاری ، انظر صحیح البخاري کتاب السهو ، باب الإِشَارَةِ فِى الصَّلاَةِ ، وصحیح مسلم كتاب الصلاةباب تقديم الجماعة من يصلي بهم إذا تأخر الإمام ولم يخافوا مفسدة بالتقديم .

پاملرنه : د دي دوو حدیثونو څخه ثابته شوه چي لمونځ کونکی د کوم چا فتحه او تعلیم په لمونځ کي اخستلای شي ، که څه هم هغه فتح ورکونکنکی یا تعلیم ورکونکی په لمونځ کي شریک نه وي بلکه خارج وي ، ځکه چي د الله رسول عبد الرحمن بن عوف او ابوبکر رضي الله عنهما ته اشاره وکړه چي خپل لمونځ مو پوره کړی ، نو عبد الرحمن بن عوف خپل لمونځ پوره کړه ، خو د ابوبکر رضي الله عنه په اړه راځي چي – فرجع القهقری ، هغه د شا پر خوا روان شو .

خو حنفي مذهب وایي :

ولو كان الإمام إنتقل إلى آية أخرى تفسد صلاة الفاتح وتفسد صلاة الإمام لو أخذ بقوله لوجود التلقين والتلقن من غير ضرورة .

ژباړه : او که چیري امام بل ایت ته انتقال شو ، نو د فتح ورکونکي لمونځ فاسد شو ، او که چیري امام د هغه خبره واخیسته نو د امام لمونځ هم فاسد شو ، ځکه چي دلته پرته دکوم ضرورت څخه د تلقین ورکول او اخیستل دي .

الهداية , كتاب الصلاة , باب ما یفسد الصلوة وما يكره فيها, المكتبة الاسلامية ج ۱ ص ۶۲ ، ومکتبه حبیبیه کانسي رود کوئته ج ۱ ص ۱۲۱.

۱۷ : په لمونځ کي د لاس په اشاره سره د سلام جواب ورکول

عَنْ صُهَيْبٍ ، أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَرَجَ إِلَى قُبَاءٍ فَأَتَاهُ نَاسٌ فَجَعَلُوا يُسَلِّمُونَ عَلَيْهِ وَهُوَ يُصَلِّي فَيَرُدُّ عَلَيْهِمْ إِشَارَةً .

ژباړه : د صهیب رضي الله عنه څخه روایت دی چي نبي – صلی الله علیه وسلم – د قباء طرفته ووتی ، نو خلک ورته راغلل ، نو هغه ته یي سلام کاوه ، او هغه لمونځ کاوه ، نو هغوی ته يي په اشاره جواب ورکاوه .

اسناده صحیح , اخرجه البزار في مسنده من مُسْنَدُ صُهَيْبِ بْنِ سِنَانٍ ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ باب ابْنُ عُمَرَ ، عَنْ صُهَيْبٍ.

وعَنْ صُهَيْبٍ قَالَ مَرَرْتُ بِرَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- وَهُوَ يُصَلِّى فَسَلَّمْتُ عَلَيْهِ فَرَدَّ إِلَىَّ إِشَارَةً.
وَقَالَ لاَ أَعْلَمُ إِلاَّ أَنَّهُ قَالَ إِشَارَةً بِإِصْبَعِهِ.

او د صهیب څخه روایت دی چي زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره تیر شوم ، او هغه لمونځ کاوه ، نو ما ورته سلام وکړ ، نو هغه ماته په اشاره جواب را کړ ، راوي وايي زه چي څومره پوهیږم نو هغه دا وویل چي د ګوتي په اشاره سره .

إسناده صحيح , رواه ابوداود والترمذي في سننيهما واللفظ للترمذي كتاب الصلوة باب مَا جَاءَ فِى الإِشَارَةِ فِى الصَّلاَةِ.

پاملرنه : دا حدیثونه په دي اړه صریح دلیل دی چي په لمونځ کي د سلام جواب په اشاره سره ورکول جائز دی ، ځکه د الله پیغمبر دا کار په مدینه کي کاوه .

خو حنفي مذهب وایي :

ولا يرد السلام بلسانه لأنه كلام ولا بيده لأنه سلام .

ژباړه : او د سلام جواب دي په ژبه نه ورکوي ځکه دا خبري دي ، او نه دي هم په لاس ورکوي ځکه دا سلام دی .

الهداية , كتاب الصلاة , باب ما یفسد الصلوة وما يكره فيها, المكتبة الاسلامية ج ۱ ص ۶۴ ، ومکتبه حبیبیه کانسي رود کوئته ج ۱ ص ۱۲۵.

۱۸ – په هغه لمونځونو کي په لوړ اواز قرائت کول په کوم کي چي په پټه ویل کیږي

عن عَبْداللَّهِ بْن أَبِى قَتَادَةَ عَنْ أَبِيهِ أَنَّ النَّبِىَّ - صلى الله عليه وسلم - كَانَ يَقْرَأُ بِأُمِّ الْكِتَابِ وَسُورَةٍ مَعَهَا فِى الرَّكْعَتَيْنِ الأُولَيَيْنِ مِنْ صَلاَةِ الظُّهْرِ وَصَلاَةِ الْعَصْرِ ، وَيُسْمِعُنَا الآيَةَ أَحْيَانًا ، وَكَانَ يُطِيلُ فِى الرَّكْعَةِ الأُولَى .

ژباړه : عبد الله بن ابي قتاده د خپل پلار څخه روای کړی دی چي : نبي - صلی الله علیه وسلم – به د ماپښین او مازدیګر په دوو لومړنیو رکعتونو کي سورت فاتحه او یو بل سورت لوستل ، او کله کله به یي موږ ته هم کوم ایت را اوریدی ، او په لومړي رکعت کي به یي اوږد قرائت کاوه .

متفق علیه واللفظ للبخاری ، انظر : صحیح البخاري کتاب الاذان باب إِذَا أَسْمَعَ الإِمَامُ الآيَةَ ، وصحیح مسلم كتاب الصلاةباب القراءة في الظهر والعصر .

پاملرنه : په دغه حدیث کي یي دا خبره ښه په صراحت سره کړي ده چي د الله رسول صلی الله علیه وسلم به د ماپښین او مازدیګر په لمونځونو کي کله کله د کوم ایت قرائت لوړاوه ، تر دي چي په دوی به يي اوروی .

خو حنفي مذهب وایي :

ولو جهر الإمام فيما يخافت أو خافت فيما يجهر تلزمه سجدتا السهو .

ژباړه : او که چیري امام په هغه - لمونځونو - کي په لوړ اواز قرائت وکړ په کوم کي چي پټ لوستل کیږي ، یا يي په هغه کي پټ ولوست په کوم کي چي په لوړ اواز لوستل کیږي ، نو پر هغه د سهو سجدي لازمیږي.

الهداية , كتاب الصلاة , باب سجود السهو , المكتبة الاسلامية ج ۱ ص ۷۴ ، ومکتبه حبیبیه کانسي رود کوئته ج ۱ ص ۱۴۱ .

۱۹ : په هیره سره څلور رکعته لمونځ پنځ رکعته کول

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ - رضى الله عنه - أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ - صلى الله عليه وسلم - صَلَّى الظُّهْرَ خَمْسًا فَقِيلَ لَهُ أَزِيدَ فِى الصَّلاَةِ فَقَالَ « وَمَا ذَاكَ » . قَالَ صَلَّيْتَ خَمْسًا . فَسَجَدَ سَجْدَتَيْنِ بَعْدَ مَا سَلَّمَ .

د عبد الله – رضي الله عنه – څخه روایت دی چي د الله رسول د ماپښین لمونځ پنځه رکعته وکړ ، نو ورته وویل شول ، ایا په لمنونځ کي زیادتراغی ؟ هغه وویل : ولي څه خبره ده ، ورته ویي ویل : تا پنځه رکعته وکړه ، نو هغه تر سلام کولو وروسته دوي سجدي وکړي .

متفق علیه ، انظر صحیح البخاري کتاب السهو ، باب إِذَا صَلَّى خَمْسًا ، وصحیح مسلم كتاب المساجد ومواضع الصلاةباب السهو في الصلاة والسجود له .

پاملرنه : دا حدیث صرح دلیل دی پر دي خبره چي کوم څوک په هیره سره د څلورو رکعتونو پر ځای پنځه وکړي نو لمونځ یي له منځ نه ځي ، بلکه دوي سجدي دي وکړي بیا دي سلام وګرځوي .

خو حنفي مذهب وايي :

وإن سها عن القعدة الأخيرة حتى قام إلى الخامسة رجع إلى القعدة مالم يسجد لأن فيه إصلاح صلاته وأمكنه ذلك لأن ما دون الركعة بمحل الرفض ، قال وألغى الخامسة لأنه رجع إلى شيء محله قبلها فترتفض وسجد للسهو لأنه أخر واجبا وإن قيد الخامسة بسجدة بطل فرضه .

او که يي چیري وروستی ناسته هیره شوه تر دي چي پنځم رکعت ته پورته شو ، بیرته دي ناستي ته راوګرځي که يي سجده نه وه کړي ، ځکه په دي کي د هغه د لمونځ سمون دی ، او هغه دا کار ممکن دی ځکه چي تر رکعت کم خو د غورځول شوي پر ځای دی ، ویلي یي دي چي پنځم رکعت دي لغوه کړي ځکه هغهخ داسي یو شي ته را وګرځید چي ځای يي وړاندي وو نو دا پریښودل کیږي او د سهو سجده دي وکړي ځکه چي ده واجب ځنډولی دی ، او که یي چیري پنځم رکعت ته د سجدي قید ورکړ فرض یي باطل شول .

الهداية , كتاب الصلاة , باب سجود السهو , المكتبة الاسلامية ج ۱ ص ۷۵ ، ومکتبه حبیبیه کانسي رود کوئته ج ۱ ص ۱۴۲ .

۲۰ – په لمونځ کي ولاړه

الله تعالی فرمایي : حَافِظُوا عَلَى الصَّلَوَاتِ وَالصَّلَاةِ الْوُسْطَى وَقُومُوا لِلَّهِ قَانِتِينَ () فَإِنْ خِفْتُمْ فَرِجَالًا أَوْ رُكْبَانًا فَإِذَا أَمِنْتُمْ فَاذْكُرُوا اللَّهَ كَمَا عَلَّمَكُمْ مَا لَمْ تَكُونُوا تَعْلَمُونَ - البقرة (۲۳۸ – ۲۳۹ )

ژباړه : تاسو د لمونځونو ساتنه وکړی او په ځانګړي ډول د مینځوي لمونځ او الله ته منونکي ودریږی – نو که تاسو ویریدلی بیا یي په پیاده یا سپور ډول کوی ، نو کله چي تاسو په امن شوی نو بیا الله داسي یادوی لکه څنګه چي یي تاسو ته ښوونه وکړه د هغه څه چي پخوا پري نه پوهیداست .

وعَنْ عِمْرَانَ بْنِ حُصَيْنٍ - رضى الله عنه - قَالَ كَانَتْ بِى بَوَاسِيرُ فَسَأَلْتُ النَّبِىَّ - صلى الله عليه وسلم - عَنِ الصَّلاَةِ فَقَالَ « صَلِّ قَائِمًا ، فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَقَاعِدًا ، فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَعَلَى جَنْبٍ » .

او د عمران بن حصین – رضي الله عنه – څخه روایت دی چي پر ما باندي بواسیر وو ، نو د نبي صلی الله علیه وسلم څخه مي د لمانځه په اړه پوښتنه وکړه نو هغه وویل : په ولاړه لمونځ کوه ، که دي دا توان نه درلود ، بیا یي په ناسته کوه ، که دي دا توان هم نه درلود بیا یي پر اړخ کوه .

رواه البخاري فی صحیحه کتاب تقصير الصلاة ، باب إِذَا لَمْ يُطِقْ قَاعِدًا صَلَّى عَلَى جَنْبٍ .

پاملرنه : د دي ایا او حدیث څخه دا خبره په ډاګه شوه چي په لمونځ کي قیام ( ولاړه ) یو لازمي کار دی ، او په فرض لمونځ کي د توان په اندازه له منځه نه ځي ، او نه هم د هغه چا فرض لمونځ درست دی چي د ولاړي توان لري او هغه یي بیا هم په ناسته یا پر اړخ کوي ، او نه هم هیڅکله د الله د ر سول څخه د عذر پرته په فرض لمونځ کي د ولاړي پریښودل ثابت دي .

او پاته شو نفلي لمونځ نو د الله رسول خپل امت

Address

کابل کوټه سنګی
Kabul
1124

Telephone

+93776985448

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when حقــیقـت غــږ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share



You may also like