Âbdülghãføør ghãføørî عبدالغفور غفوری

Âbdülghãføør ghãføørî عبدالغفور غفوری سلامونه زمونږ فیسبوک پاڼه
وګورې او ښکلي مطالب ترلاسه
کړي او ګټه ترې پورته کړي
⁉️ عبدالغفور غفوري ⁉️

سلامونه ملګرو د الله تغالی رضا او د وطن حدمت د اسلام د مقدس دین په رڼا کې می حدف او مقسد دی

د تهجد لمونځ طریقه او فضیلت!د تهجد معنا (خوب ماتول او پاڅېدل).د فرضي لمانځه وروسته تر ټولو غوره لمونځ، د شپې د [تهجد] لم...
17/12/2023

د تهجد لمونځ طریقه او فضیلت!
د تهجد معنا (خوب ماتول او پاڅېدل).
د فرضي لمانځه وروسته تر ټولو غوره لمونځ، د شپې د [تهجد] لمونځ دی.
په حديث شريف کې راغلي دي:
رسول اللهﷺ فرمایلي:
د شپې په ورستۍ برخه کې اللهﷻ د ځمکې آسمان ته راځي او وايي:
-شته څوک ما ته فرياد او آواز کونکی چې، ما ته آواز وکړي او زه يې فرياد واورم، له ما څخه څه وغواړي چې، زه يې ورکړم، له ما څخه د خپلو ګناهونو بخښنه وغواړي چې، زه ورته بخښنه وکړم.
(رواه بخاری)
حضرت ابو امامه"رض" روايت كوي چې، رسول اللهﷺ وفرمايل:
-تاسې ته ښايې چې په شپه كې خپل رب ته ودريږئ؛ ځكه چې ستاسو نه د وړاندې تيرو شويو نيكو وګړو هم عادت همدا وو، دا ستاسو رب ته تاسو نيږدې كوي، ګناهونه مو له منځه وړي او ترې مو ساتي.
(رواه ترمذى)
د تهجد د لمانځه وخت د ماسختن له لمانځه څخه وروسته تر ریښتيني سبا پورې کيږي؛ خو غوره وخت يې د شپې آخره برخه ده.
د تهجد د لمونځ تر ټولو كم مقدار دوه۲ متوسط يې څلور۴ او زيات يې اته۸ يا دولس۱۲ ركعتونه دي.
یا اللهﷻ!
هر هغه څوک چې مونږ سره ددې معلوماتو په شریکولو کې مرسته کوي، ته یې د دوزخ له سختو عذابونو څخه وساتې!
امـــين
شیر کول صدقه جاریه ده

16/11/2023

السلام علیکم ورحمت الله ملګرو دغه لاندې د واټساف چينل فالو کړئ (زريني کرښي) ښکلي معلومات ترلاسه کولای شی
Follow the ♥️زرینې کرښې ♥️ channel on WhatsApp: https://whatsapp.com/channel/0029Va7m2Uv72WU5BOWeQm3X

15/11/2023

السلام علیکم ورحمت الله ملګرو A+ وينه ډيره اجله پکار ده صحت عامه ننګرهار
اړيکه 0774320854

10/11/2023

د انسان کردار په جوماتونو کې د ډیرو سجدو له امله نه بلکی،په بازار کې تجارت، خپله دنده کې ایمانداري او خلکو سره د ناستې ولاړې په ترڅ کې معلومیږي.
#ژباړه

د خزان مطبوعاتي دفتر :نن په مهمه موضوع غږېدلی وه یې لولئ!               (د جاهلانو جاهلانه پوښتنې )فارغ شوې؟وزګار یې؟ولې...
09/11/2023

د خزان مطبوعاتي دفتر :نن په مهمه موضوع غږېدلی
وه یې لولئ!
(د جاهلانو جاهلانه پوښتنې )
فارغ شوې؟
وزګار یې؟
ولې وظيفه نه لرې ؟
ستا په دې تاليم یې څه؟
اسې دې پانتون وویلو؟
چفټنام (ثبت نام) دې چرته کړی که نه کوم بست ته؟
ثبت نامونه کوه ځان نه اوده مه جوړوه؟
يوه چيوي(سيوي cv) جوړه که فقط یو شی پکې د زانه ولیکه؟
وظیفه دې ختمه شوه؟
څه مشکل و؟
را شووټ يې کړې اخیرم؟
ښځې غم چرته کی که نه نور زوړ شوې؟
واده به دې کله یې هيڅ پته یې نه لګي؟
بچي دې ولې نه کيږي تا کې مشکل دی که ماشومانو کې دې مشکل دی؟
ته د څو کالو یې ؟ زما په نظر له دېرشو اوښتی یې نور زوړ یې؟
معاش دې څو دی؟
شوړې وهې که نه ؟
ودې لمبل ؟ کوه دا خوشې لمباګانې ؟
خه نور څنګه یې ؟
سخت را غټ شوې یې دا چيشی خورې خېټه دې وکړه؟
ولا را غوړ شوی یې لکچې شوړو کې دې لاس دی؟
مزې دې وکړې؟
دا ماشوم دې وراره دی ؛کلاروه دا پردي بچي امدېله خه یې؟
ته لا مالیم یې؟
نوټ: نور یې تاسې را ووایې!

07/11/2023

افغان لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره اسټراليا لوبډلې ته د ۲۹۲ منډو هدف ورکړ.
ستاسې په نظر سياله لوبډله به دغه هدف پوره کړي؟

06/11/2023

د کرکټ په نړیوال جام کې کوربه هند او د جنوبي افریقا لوبډلې وار د مخه نیمه پای لوبې یا سیمي فاینل ته وتلي دي. دریمه لوبډله چې ډیر امکان لري د هند او جنوبي افریقا سره یو ځای شي، اسټرالیا ده چې تر دې دمه د نمرو په جدول کې دریم مقام لري او ۱۰ پواینټه لري. څلورمه لوبډله چې غواړي نیمه پای لوبې ته لار پیدا کړي، د افغانستان، پاکستان او نیوزلینډ تر منځ توده سیالي روانه ده. ستاسو په نظر د کومې لوبډلې چانس ډیر دی؟

داعصابو یو مشهور معالج وايي :1 – کله چي دي داسي يو څوک ولېد چي ګړندۍ خبري کوي پوه شه چي شرمناک دی !2 - څوک چي تر نېمه ور...
27/10/2023

داعصابو یو مشهور معالج وايي :
1 – کله چي دي داسي يو څوک ولېد چي ګړندۍ خبري کوي پوه شه چي شرمناک دی !
2 - څوک چي تر نېمه ورځ زيات خوب کوي پوه شه چي زيات دردېږي !
3 – څوک چي په ناڅه ډېر خاندي پوه شه چي غمجن او پرېشانه دی !
4 – څوک چي تل مسکا وينې پوه شه چي متواضع دی او زړه يې پاک دی !
5 – يو څوک چي تل درسره شخړه جوړوي پوه شه چي مينه درسره لري !!
6 – کله چي داسي يو څوک ووينې چي هيچاته ارزښت نه ورکوي پوه شه چي زيات دوکه شوی دی !
" حقیقت دی "
د يوه دکان په لوحه ددې په ځای چي "دلمانځه لپاره تړل شوی دی" ليکلي وو: "مونږ لمانزه ته لاړو ته هم پسي راځه" ،
" په څومره مثبت انداز کي حق ويل دي "........
کله چي يې وړه لورکۍ مړه شوه !!
په سترګو کي يې اوښکي راغلې او وې ويل :
په جنت کي به دروازه ور وټکوم او دا به يې را خلاصه کړي!!
" دمصېبت په وخت کي صبر دېته وايي ".......
مخکي لدې چي ديوچا غیبت وکړې، سترګي دي پټي کړه او داسې وانګېره چي په وېنو ککړه تازه اومه غوښه په خوله کي اړوې او په غاښونو يې ژويې، که دې سوچ خوند درکړ بیا دي سترګي خلاصي کړه او غیبت جاري وساته !!.......
دماشومتوب نه هېرېدونکیه خاطره !!
په کور کي به يوځای وېده وې ،
خو چي کله به راپاڅېدلې پخپل ځای کي به پروت وې ..
"اې ربه داسي يې وپالې لکه زه چې وړوکی پاللم".......
په روغتون کي !!
ښۍ خواته يو سړی دی چي د زوی د زېږتون سند يې په لاس کي دی ،
کېڼ لوري ته بل سړی دی چي دپلار د مړېني سند يې په لاس کي دی ..
" دا منظر د ژوند واټن درښيي ".......
يو ځوان وايي !!
کله چي هم په يوه پېغله تېرېږم ساه بندوم ،
ترڅو دهغې دعطرو بوی رانشي بیا به زناکاره وليکله شي
" دیانت او اخلاق همداسي وي ".......
چي کله هم داستغفار ويونکو قافله درباندي تېرېدله که دي غوښتل چي ملګری يې شې دا ووايه :
(أسْتَغْفِرُ اللهَ العَظِيمَ الَّذِي لاَ إلَهَ إلاَّ هُوَ، الحَيُّ القَيُّومُ، وَأتُوبُ إلَيهِ)

15/10/2023

السلام علیکم ورحمة اللّٰه
ټولو افغانانو ته دئ مبارک وئ afg eng ته ماته ورکړه
اؤ مننه کوم د مجيب الرحمن نه چې کپ يي زلزلې زپلو ته ډالۍ کړه

د فلسطین په پاکه خاوره هېڅ کله هم د کفر جنډه نشي رپیدلی،په دې خاوره د پاکو شهیدانو د وینو دارې لاهم د الله اکبر نارې وهي...
11/10/2023

د فلسطین په پاکه خاوره هېڅ کله هم د کفر جنډه نشي رپیدلی،

په دې خاوره د پاکو شهیدانو د وینو دارې لاهم د الله اکبر نارې وهي،

زما په ژوند دې الله داسې ورځ راولي چې د صلااح الدین ایوبي غوندې یو نامتو جنګ سالار د فلسطین پر ځمکه بیا د الله اکبر ناره پورته کړي،

او دې کفري نړۍ ته وښایي چې لاهم هغه میندې نه دې بورې شوې چې د صلااح الدین ایوبي، نورالدین زنګي، محمد بن قاسم، او د طاهر پڅیر بچیان زیږوي،

شکر خدایه د څو کلونو وروسته په مسجد اقصی کې لمونځ.

دجاپاني ډاکټرحیرانوونکې څېړنه❗د معدې د تزابيت سبب ګډوډ خوراکونه نه دي، بلکې بې قراري د معدې د تزابيت تر ټولو ستر سبب دی....
04/10/2023

دجاپاني ډاکټرحیرانوونکې څېړنه❗
د معدې د تزابيت سبب ګډوډ خوراکونه نه دي، بلکې بې قراري د معدې د تزابيت تر ټولو ستر سبب دی.
د فشار لوړېدو لامل په خوراک کې د مالګې زياتوالی نه بلکې د احساساتو او جذباتو نه قابول کول د فشار لوړېدو اصلي لامل دی.
د انسان په بدن کې د وينې غوړ د وازګې له امله نه بلکې د سستيا له امله زياتېږي.
د سينې د ټولو ناروغيو سبب د اکسيجن کمی نه بلکې غم او خپګان کول، انسان د سينې په ګڼو ناروغيو اخته کوي.
د شکرې لامل په بدن کې د ګلوکوزو زياتوالی نه بلکې غرور او په خپلې خبرې کلک درېدل د شکرې ناروغۍ ته بلنه ورکوي.
د جګر (ينې) ناروغيو سبب بې وخته خوب او رواني خلل نه بلکې مايوسي او د زړه ماتېدنه هم د ينې د ناروغيو په اسبابو کې شامل دي.
د زړه د ناروغيو سبب د وينې کمی نه بلکې د اطمینان او سکون نشتون د زړه د ناروغيو اصلي سبب دی.
لنډه دا چې پورتني مرضونه چې د کومو اسبابو له امله پيدا کېږي، فيصده يې په لاندې ډول ده:
۵۰٪ روحاني اسباب
۲۵٪رواني اسباب
۱۵٪ ټولنيز اسباب
۱۰٪ کيمياوي اسباب
نو ځکه که چېرې تاسې يو صحتمند او روغ ژوند غواړئ، نو د خپل زړه او دماغو ساتنه وکړئ او له کينې، حسد، نفرت، غوسې، تکبر، سستيا، کنځلو او د نورو له سپکولو ډډه وکړئ!

که پورته لیکنه مولوستي وي په کمینټ کې ولیکۍ چې ولوستل شوه!
مننه 👈 ستاسو ورور عبدالغفور غفوري

د قوشتیپې په اړه لنډ او مهم معلومات:•  د قوشتېپې کانال پروژه د سردار محمد داود خان په حاکمیت کې طرح شوه خو ایله اوس یې د...
30/09/2023

د قوشتیپې په اړه لنډ او مهم معلومات:

• د قوشتېپې کانال پروژه د سردار محمد داود خان په حاکمیت کې طرح شوه خو ایله اوس یې د بشپړېدو هیلې راټوکېدلي.
• قوشتیپې کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږد دی، د بلخ ولایت ـ کلداري ولسوالۍ د امو له سیند څخه پیلیږي او د فاریاب ولایت اندخوۍ ولسوالۍ کي ختمیږي.
• بر يې ۱۰۸ متره او ژوروالی یې ۸/۵ متره دی.
• په هره ثانیه کې د ۶۵۰ متر مکعب اوبو د انتقالولو ظرفیت لري، چې ۵۵۰ زره هکټاره ځمکه خړوبولی شي.

قوشتیپې کانال درې پړاوونه لري:
• اول پړاو : ۱۰۸ کیلومتره اوږدوالی لري، د آمو له سیند څخه پېل او د بلخ دولت آباد ولسوالۍ ته رسېږي، چې اوس تقریبا بشپړ شو.
• ‏دوهم پړاو : اوږدوالی ۱۷۷ کیلو متره دی چې د بلخ له دولت آباد څخه پېل او د جوزجان ولایت له اقچې ولسوالۍ څخه تېریږي او د فاریاب ولایت اندخوۍ ولسوالۍ ته رسېږي.
• درېیم پړاو: پر زراعتي ځمکو د فرعي کانالونو د تقسیم دی، چې د لومړي پړاو د بشپړتیا لپاره یو کال او د پاتې دوو پړاوونو لپاره پنځه کاله وخت په نظر کې نیول شوی دی. (ټول ۶ کاله کیږي)

تخمیني بودیجه ورته شپږ ملیارده افغانۍ ټاکل شوې.

ګټې:
• د اوبو مدیریت
• افغانستان به د غنمو په لحاظ پر ځان بسیا شي، آن صادرونکی هېواد به شي.
• د کانال په زمکو د سلګونو بېلابېلو زراعتي فارمونو جوړېدل.
او
ډېرې نورې ګټې....

©️

پوهیږئ❓ دافرعون دئ.دټولي نړۍ واک ورسره وو څومره چي تاسو فکر کوئ تر هغه سل چنده دی مغروره وو.ځان ته یې خدای ویل خو اوس ور...
27/09/2023

پوهیږئ❓ دافرعون دئ.
دټولي نړۍ واک ورسره وو څومره چي تاسو فکر کوئ تر هغه سل چنده دی مغروره وو.ځان ته یې خدای ویل خو اوس ورته وګورئ تاسو ته به یو جسد ښکاري مګر دی اوس هم داور په لمبو کې دی دسوځیدو احساس کوي پوهیږئ موږ بختور ځکه یو چي دنړۍ په( ۴۲۰۰)مذهبونو کي اللّٰه موږ مسلمانان پیدا کړي یو او بیا په مسلمانانو کي د اخیري پیغمبر حضرت محمد ﷺ امت یو کوم چي یې زموږ دبخښني لپار 1400کاله مخکي اللّٰه ته ژړلی دی نو مونږ او تاسی باید ددعه لوی نعمت شکر ویستونکي شو...

کله چې د ځان خلاف خبري اوري.سکوت اختیار کړه،شور لوبغاړي نه بلکي تماشه چیان کوي.👇Âbdülghãføør ghãføørî عبدالغفور غفوری
27/09/2023

کله چې د ځان خلاف خبري اوري.
سکوت اختیار کړه،
شور لوبغاړي نه بلکي تماشه چیان کوي.
👇
Âbdülghãføør ghãføørî عبدالغفور غفوری

که وخت لرئ نو حتمن یی ولولئ !😢😢یوہ_ورحٌ_جبرائیل علیه السلام د نبی کــریم صلی الله علیه وسلم خواته راغی محمد صلی الله علی...
11/08/2023

که وخت لرئ نو حتمن یی ولولئ !😢😢

یوہ_ورحٌ_جبرائیل علیه السلام د نبی کــریم صلی الله علیه وسلم خواته راغی محمد صلی الله علیه وسلم چې وکته جبرائیل علیه السلام ورته پریشانه ښکاره شو نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل یا جبرائیل عليه سلام څه خبره ده نن ډیرخفه ښکاری جبرائیل علیه السلام ورته عرض وکړه ای د ټول جهان محبوبه نن ماته الله تعالی حکــم کړي دی چې جهنم وګوره د هغه په کتلو سره ما باندی خفګان اثرات را پیدا شو نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل ماته د جهنم حالات ووایه جبرائیل وویل. د جهنم اووه(۷) درجی دی ترټولو لاندینی درجه کی منافقین اچول کیږی شپږمه(۶) طبقه کی الله تعالی مشرکین اچوی پنځمه(۵) طبقه کی د لمر او سپوږمی عبادت کوونکی اچول کیږی څلورمه(۴) طبقه کی د اور عبادت کوونکی اچول کیږی په دریمه(۳) طبقه کی یهود اچول کیږی په دوهمه(۲) طبقه کی الله تعالی عیسویان جهنم ته اچوی د دې نه وروسته جبرائیل علیه السلام خاموش شو نبی کریم صلی الله علیه وسلم ترې پوښتنه وکړه چی جبرائیله! ولی غلې شوې اوله طبقه کی څوک اچول کیږي؟ جبرائیل علیه السلام عرض وکړه ای د الله رسوله په اوله درجه کی الله ستا د امت ګناهګاران اچوی کله چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم دا خبره واوریده چی زما امت به هم جهنم ته اچول کیږی نونبی کریم صلی الله علیه وسلم بی حده ډیر غمجن شو نبی کریم صلی الله علیه وسلم د الله تعالی په حضورکی دعا شروع کړه دری ورځي هم داسی تیریدی نبی علیه السلام به جومات ته راتللو لمانځه پس به بیرته خپلی حجری ته تشریف وړه او دروازه به یی بندوله او د الله تعالی په حضورکی به یی ژړا فریاد کوو صحابه کرام رضی الله تعالی عنهم حیران شول چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم چې کله جومات ته تشریف راوړی بیا کور ته هم نه ځی حجری ته ځي کله چی دریمه ورځ شوه ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه صبر ونه کړای شو دروازی ته راغی او دروازه یی ووهله بیا یی سلام واچوو لیکن د سلام ځواب رانغی هغه په ژړا شو عمر رضی الله خواله راغی وی ویل ما سلام وکړه خو سلام ځواب نه راځی لحاظه تاسی ورشۍ کیدای شی ستاسی ته ځواب درکړی هغه هم ورغلی هغه دری ځله سلام وکړه لیکــن سلام ځواب رانغی عمر رضی الله عنه حضرت سلمان فارسی ته راغی سلمان فارسی د دی واقعی یادوونه علی کرم الله وجه ته وکړه هغه سوچ وکړه چی د دومره عظیم شخصیت د سلام جواب رانغی ماته هلته تګ نه دی پکار بلکی زه دهغه مبارک د سترګو نور لور فاطمه رضی الله تعالی عنها دننه لیږم هغه همداسی وکړه چی فاطمه رضی الله تعالی عنها ته ټول احوال ته ووایی هغه دحجری دروازی ته راغله باباجانه! السلام علیکم کله چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم د خپلی لور اواز واوریده راوچت شو دروازه یی خلاصه کړه د سلام جواب یی ورکړه بیا ورته بی بی فاطمی وویل باباجانه ! څه خبره ده چی دری ورځي کیږی چی دلته تشریف راوړی نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وویل چی جبرائیل زه خبرکړم چی زما امت به هم جهنم ته ځي فاطمی لوری زه د خپل امت ګناه ګارانو په غم کی ډوب یم او خپل مالک نه دعا غواړم چی هغه معاف کړی او د جهنم د اوره یی خلاص کړی نبی کریم صلی الله علیه وسلم بیا په سجده پریوته اوپه ژړا یی شروع کړه . یاالله زما د امت په ګناه ګارانو رحم وکړه او هغه د جهنم د اوره خلاص کړه الله تعالی حکم وکړه : (ولسوف یعطیک ربک فترضی)ای زما دوسته غم مه کوه تاله به دومره څه درکړم چی ته به ورباندی خوشحاله یی هغه په خوشحالۍ راپاڅیده اوویې فرمایل خلکو الله تعالی ماسره وعده کړی چی زه به د قیامت په ورځ ستا امت سره داسی معامله وکړم چی ته به پری خوشحاله یی او زه ترهغی نه خوشحالیږم ترڅو چی زما اخرنی امتی جنت ته نه وی داخل شوی زمونږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم په مونږ باندی دومره مشفق اومهربان وو او تل زمونږ په غم کی وو زه ستاسی نه په عاجزانه ډول خواهش کوم چی د خپل نبی کریم صلی الله علیه وسلم شفقت او مهربانۍ پیغام نورو مسلمانانو ته ورسوۍ او په محمد صلى الله عليه وسلم درود شريف ووایی.
فقط د ثواب لپاره یی شیر کړئ ؟
که لوستلی مو وی نوصرف دومره په کمینټ کی ولیکئ چی ولوستل شوه.

داسې فکر وکړه چې په يو ځای کې روان يې ناببره دې يوه لوحه وليدله چې، پرې ليکلي دي:(خبردار! مخکې مه ځه ماينونه خښ دي!) نو ...
10/08/2023

داسې فکر وکړه چې په يو ځای کې روان يې ناببره دې يوه لوحه وليدله چې، پرې ليکلي دي:
(خبردار! مخکې مه ځه ماينونه خښ دي!)
نو د هغۀ کس څومره منندوی به شې چې، دا لوحه يې درولې ده؟ دا فکر به بيخي درسره پيدا نه شي چې، زما خپلواکي يې وننګوله، بلکې دا به وايې چې زما د سلامت او روغ پاتې کېدلو ضمانت يې کړی دی.

همدا ډول د الله تعالی حدود او د شريعت پولې ستا ازادي نه ننګوي، بلکې د سلامتيا ضمانت درکوي الله تعالی فرمايي:

"وَمَن يَتَعَدَّ حُدُودَ اللَّهِ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُۥ ۚ لَا تَدْرِى لَعَلَّ اللَّهَ يُحْدِثُ بَعْدَ ذٰلِكَ أَمْرًا"
(سُوۡرَةُ الطّلاَق : ۱)

ژباړه:
او څوک چې د الله له حدودو څخه تېرى وکړي، هغه به پر خپل ځان خپله ظلم وکړي.

 ❗د لوئ اختر درارسیدو په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو اؤ په خاصه توګه د افغانستان باتور ملت ته د لوئ اختر مبارکي وايم عبا...
27/06/2023



د لوئ اختر درارسیدو په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو اؤ په خاصه توګه د افغانستان باتور ملت ته د لوئ اختر مبارکي وايم عبادت او صدقات اؤ قرباني د الله تعالی جل جلاله په دلبار کې قبول اؤ منځور شه
ستاسو ورور عبدالغفور غفوري

 ❗ #1پاڼې     #2شاخونه     #3ریښې :* ځیني خلک داسې دي چې ستا ژوند ته فقط د یو سیزن  لپاره راځي. تۀ پۀ دوی باور نشې کولای...
10/06/2023



#1پاڼې #2شاخونه #3ریښې

:* ځیني خلک داسې دي چې ستا ژوند ته فقط د یو سیزن لپاره راځي.
تۀ پۀ دوی باور نشې کولای؛ ځکه دوی کمزورې دي.
دوی فقط ددې لپاره راځي، چې خپل ضروریات در څخه پوره کړي کله چې باد راځي نو دوی ځي.
نو پکار دی چې تۀ له دوی سره محتاط و اوسې؛ ځکه دوی هغه وخت درسره مینه کوي چې حالات ښۀ وي خو کله چې باد راځي نو دوی تا پریږدي.

:* دوی قوي دي لاکن دوی سره هم احتیاط کوه؛ ځکه کله چې ژوند سخت شي او بادونه درانۀ شي نو دوی هم ماتیږي. دوی شاید له تا سره پۀ ځیني سختیو کې مله وي خو کله چې شرائط سخت تر شي نو دوی هم بالاخره ماتیږي.

:* دا ډول ملګري ډیر زیات اهمیت لري، ځکه دوی ددې لپاره مرسته در سره نه کوي چې خلک یې وویني دوی کومک کوي خو ځان نۀ ښکاره کوي.
دوی تاته قوت در بښي تاته اوبه درکوي حتی که تۀ پۀ ډیرو سختو حالاتو کې هم وې.
دوی فقط تا سره همدا ډول مینه کوي هیڅوک نه پوهیږي چې دوی مین دي.
دا ډول خلک پۀ هر موسم کې له تاسرہ ولاړ وي

نوټ.👇
تل د ريښې په شان ملګرو سره ملګرتیا اوکړئ
ستاسو. خادم عبدالغفور غفوري

لومړئ " څلورو سره جفاء مه کوه ①پلار ②مور ③ورور ④خوردوهم " څلورو نه ځان ساته :-①غم②خفګان③کمزوري④بخیليدریم " په څلور سختي ...
25/01/2023

لومړئ " څلورو سره جفاء مه کوه
①پلار
②مور
③ورور
④خور

دوهم " څلورو نه ځان ساته :-
①غم
②خفګان
③کمزوري
④بخیلي

دریم " په څلور سختي مه کوه :-
①یتیم
②مسكين
③ فقير
④مريض

څلورم " څلورو کې هڅه او کوښښ کوه :-
①صبر
②نرمی
③علم
④عزت

پنځم " څلورو ته ځان نږدې کړه:-
①مخلص
②وفادار
③نیک خویه
④ریښتیاویوونکي

شپېږم " دڅلورو خبره مه منه :-
①دروغجن
②غل
③کینه ګر
④خودغرض

اووم " څلورو ته تل مینه ورکوه:-
①ښځه
②بچي
③کورنۍ
④ملګري

اتم " څلور شیان کم کوی :-
①خوراک
②خوب
③سستي
④خبرې

نهم " اوڅلور شیان مه پرېږده
① لمونځ
② قرآن
③ذكر
④خپلوي

السلام عليکم ورحمة اللّٰه وبرکاته
12/01/2023

السلام عليکم ورحمة اللّٰه وبرکاته

26/12/2022

*دانسان څخه څه مه غواړه که دریی نه کړی شرم دی که دریی کړی احسان دی هرسه دالله ﷻ نه غواړه که دریی کړی نعمت دی که در یی نه کړی حکمت دی
ليکوال: وارس صاحب

30/11/2022





1: د P k هندي فلم چې په دي فلم کې يو هندي هيرو امير خان کار کړی چې مشهور په PK دی PK د مریخ ستوري نه راښکته شي او او ځمکې ته د څيړنې لپاره راشي ځکه PK د مریخ ستوري ساينس پوه يي خو کله چې د هندوستان په راجستان کې راکوز شي نو د PK نه يو سړي دده د مریخ ته تلو ريمونټ پټ کړي
او دا بیا په دې فکر کې يي چې ځه به مریخ ته څنګه زم PK ته د مځکې د انسانانو ژبه هم نه وي زده خو کله چې ژبه زده کړې چانه چې پوښتنه کوي زما ريمونټ ورک دي څوک ورته وائي بود خانی ته لاړ شه څوک ورته وائي جماعت ته لاړ شه څوک ورته وائي مندر ته لاړ شه خو لنډه دا چې هيڅ يو ځای کې دي ريمونټ لاس ته ور نه شي . ملګرو کیسه ډيره اوږده ده خو آخير دا چې PK اويايې چې مونږ ټول الله تعالی جل جلاله پیدا کړي يو نو مونږ باید د يو الله تعالی جل جلاله عبادت اوکړو دا نور دينونه خو مونږ د ځانه جوړ کړي الله تعالی جل جلاله خو ټول انسانان يو کسم پيدا کړئ . نو ملګرو ريښتيا هم اوس لګ سوج اوکړئ مونږ په کمو علتو لارو روان يو څوک وائي دا وهابي دي څوک وايي دا فير څوک وايي دا پنجفير دي څوک وايي دا تبليغي دي څوک وايي دا دا دي او دا دا دي تیر شئ دئ خبرو نه ټول الحمد لله مسلمانان يو نو ملګرو لګ سوج او فکر سره ژوند وکړئ❓❓❓❓❓

2: د 3Idiots هندي فلم فلم دي په فلم کې هندي هيرو امير خان کار کړی چې مشهور په رينچو ئي رينچو د انجنيرۍ پوهنتون کې کې زده کړې کې خو هلته موسابکه شورو ئي هر سړی په نمرو پسې اؤ يوازې د د کتابونو په تاريفونه زاده کېي خو رينچو تجربي کولي چرته چې ماشين ګورئ يو وار يي ګورئ او پجکش ور سره هر وخت په جيب کې يي او چرته ماشین ګوري نو سپړي یا جوړ کړي يا له هغه لا خراب کړي خو د پوهنتون رييس ويروس وايي ژوند يوه منډه ده چې منډه ونه وهي نو خلک دي د پخو لاندی کوي
خو رينچو وايي چې زویه په کاميابۍ پسې مګرځه په غوره والي پسې شه کاميابۍ به په تا پسې راځي
او رينچو وايي دا زمونږ زړه ډير بيريدونکي دي
په ژوند کې که هرڅومره غټ مشکل وو نو په خپل زړه لاس کيده وائي زویه هر څه سم دئ
دا زړه تير باسه
آخر دا چې رينچو سو سو وانګڼو ساينس دان شي او 400 اختراع وي اوکړئ
او د پوهنتون رييس ويروس ماته ومني او رينچو يي وګټي ⚠️⚠️⚠️⚠️⚠️

راځو کتابونو ته 👇
1: د جو جو ناول
دا کتاب نصير احمد احمدي صاحب ليکلی
په دی کتاب کې جوجو هم سپوږمکۍ نه راغلی ئي اؤ مځکې ته د څيړنې لپاره خو کله چې مځکې ته راکوز شي افغانستان ته راشي او تواب د ښوونځي زده کوونکي ئي د هغه سره شي اؤ څيړنې پيل :نوټ ملګرو ناول ډير اوږد دي پوره تفصيل سره نه شم کولای چې وړاندې کړو نو ملګرو په لومړي کمینټ کې زمونږ د کتابتون📚 د واټساف ګروپ🔔 لینک دي هلته دا کتاب ترلاسه کولای شی🕘🕟🕔🕤🕙🕚

2: د بغداد پير ناول
دا ناول نصير احمد احمدي صاحب ليکلی
او د افغانستان د خلکو 100 کاله مخکې کړه اوړه راته په ګوته کړي چې فيرنګيانو زمونږ مشران څنګه وغولول او يو آباد او سوکاله افغانستان جوړ نه شو دا وجه ټوله د تعليم وه
:نوټ ملګرو دا ناول هم ډير اوږد ناول دی
نو په pdf کې ئي راسره ولولئ
په اول کمینټ کې د کتابتون 📚 د واټساف ګروپ 🔔 لينک دي د هغي نه ترلاسه کړي
❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️❤️
❤️مننه ستاسو ورور عبدالغفور غفوری❤️

https://chat.whatsapp.com/J4ArxLNPAQeGRBdiGY6XgV

29/11/2022




👇

د پوستکي خارش
خارش يو نه غوښتونکی احساس دی چي يو کس مجبوره کوي چي پوستکی و ګروي.
د خارش علتونه
د خارش علتونه ډېر زيات دي خارش کيدای سي د پوستکي يوه ساحه، يا هم ټول بدن په اخته و اوسي.
خارش کيدای سي په لاندي حالاتو کي وليدل سي.
۱: د پوستکي ناروغۍ
• وچ پوستکی
• د پوستکي التهاب( اګزيما )
• لړمه کي( اتوکاريا )
• ليکن پلان
• سوريازس
• ګرمکي
• و لمر ته برابريدل
۲: د پوستکي حساسيت او عکس العمل
• آرايشي مواد
• د کالو پريولو صابون او پوډر
• نيکلي فلزونه
• ځيني غذاوي او دواوي
• ځيني نباتات
۳: حشرې او مکروبونه (پرازيټونه)
• سکبيز پرازيټ ( د شپې لخوا د خارش سبب ګرځي)
• د سر شپږي، د تناسلي الې او بدن شپږي
• هغه حشرې چي نېښ لري
۴: ساري ناروغۍ
• شری
• ويروسي انتانات
• د پوستکي فنګسي ناروغۍ ( د پښو د ګوتو منځ ) ورزش کونکو پښې کيدای سي خارش ولري، د ورنونو طرفونه يا هم د بدن تناسلي برخي
۵: سيسټمي ناروغۍ
• شکره
• د ټايرويډ غدې ناروغۍ
• د ينې (ځکر) ناروغۍ
• د پښتورګو ناروغۍ
• لوکيميا يا د ويني سرطان
• هوجکن ناروغي
• د ويني کمښت
• حاملګي
د خارش درملنه
د خارش درملنه د سبب په پېژندلوسره کيږي نو ښه به داوي چي د پوستکي ډاکټر ته مراجعه وکړئ تر څو په دقيقه توګه مو د خارش تشخيص او درملنه وسي.

   #موضوع👇  خو هغوى دانسانانو څخه ډاريږى دسورت جن ددى ايت په تفسير کى دعکرمه نه ابن کثير نقل کړى وانه کان رجال من الانس ...
15/08/2022



#موضوع👇
خو هغوى دانسانانو څخه ډاريږى دسورت جن ددى ايت په تفسير کى دعکرمه نه ابن کثير نقل کړى وانه کان رجال من الانس يغوذون برجال من الجن( کان الجن يفرقون من الانس کمايفرق الانس منهم اواشد) ــــ وايي چى پيريان دانسانانو ډيرويريږى اوحتى چى کله انسانان يو ځاى ته لاړ شى اوهلته پيريان وى نو هغوى تختى خودجاهليت دوخت نه عربو کى داعقيده وه چى هغوى به کله دشتو کى سفر کاو اوکوم ځاى کى دشته کى به شپه په راغله نو دانسانانو مشر به وويل نعوذ بسيد هذالوادى يعنى ددى ځاى چى کوم مشر پيرى په هغه پنا غواړو پيريانو به چى داواوريدل نو هغوى به زړور شو چى داخو انسانان م مونږ نه ويريږى نوبس بيا نو هغه ماموته بيادى موته کبر اوغرور به يي نورم زيات شو قران کى الله قيصه بيان کړى وانه کان رجال من الانس يعوذون برجال من الجن فزادوهم رهقا نولهذا خلکوته پيځايه تشويش مه پيداکوى هيڅ خبره نشته دځمکى خلافت الله انسانانو ته ورکړى دى نه پير يانو ته
C

   #موضوع👇 🦅 ځاله جوړوي، لومړی خنډلرونکې څانګې راټولوي او په ځاله کې یې ږدي، بیا نرمې بڼکې راټولوي چې خنډونه پرې وپوښي.ک...
04/08/2022



#موضوع👇
🦅
ځاله جوړوي، لومړی خنډلرونکې څانګې راټولوي او په ځاله کې یې ږدي، بیا نرمې بڼکې راټولوي چې خنډونه پرې وپوښي.

کله چې د باز بچیان رالوی شي، باید له ځالې والوځي، خو ځاله دومره نرمه وي، د بچیانو یې زړه نه کېږي چې ترې والوزي. په دې وخت کې ښځینه بازه له ځالې نرمې بڼکې لرې کوي چې بچیان یې په ځاله کې درد احساس کړي او لوړ والوزي.

ژوند هم همداسې یو څه دی. کله چې خدای غواړي تاسو لوړو ځایونو ته پورته کړي، کوچنۍ راحتي درنه اخلي، په بدل کې یې زحمت او زیار درکوي چې د لوړو ژورو درد احساس کړئ، د دې لپاره نه چې تاسو خوږ او ژوبل شئ، بلکې د دې لپاره چې په مرسته یې لوړو ځایونو ته ورسېږئ.🦅

Âbdülghãføør ghãføørî عبدالغفور غفوری

   #موضوع👇  ساینسي څیړونکي وایي چې د انسان منځنی عمر 70 کاله دی، چې په دغه وخت کې 13 کاله خبرې کوي. 6 کاله خواړه خوري، 2...
01/08/2022



#موضوع👇
ساینسي څیړونکي وایي چې د انسان منځنی عمر 70 کاله دی، چې په دغه وخت کې 13 کاله خبرې کوي. 6 کاله خواړه خوري، 23 کاله ویدیږي (خوب کوي). په منځني ډول انسان سلګونه ټنه خواړه خوري، که د انسان وزن نیږدې 70 کېلو وبلل شي نو انسان به تر 1300 ټنه ځله پورې غذا خوړلې وي.
په 24 ساعته کې هر انسان 1000 لېټره هوا تنفس کوي، نو په کلني به هر انسان 9,332,137,500 لیټره هوا تنفس کړې وي.
همدارنګه د انسان زړه په یوه دقیقه کې تر له 80 تر 100 ځله پورې غورځي، نو ویلی شو چې د انسان زړه په ټول ژوند کې 2 میلیارده او 58 میلیونه ځله غورځي.
د انسان په سترګو کې 576 میګاپیکسله کېمرې دي، چې په یوه ثانیه کې 1،300,000 عکسونه اخېستلی شي او د انسان په بدن کې تر ټولو چټک غړی هم سترګه ده چې په یو وخت د 10 زره عکسونو ترمنځ توپیر کولی شي، خو کوچني ماشوم تر 6 میاشتو کې هر څه تور او یا سپین معلومیږي.
انسان یوازنی په پښو ولاړ مخلوق دی چې په منځنۍ توګه په ورځ کې 20 زره، په کال کې 70 میلیونه او په ټول ژوند کې 500,000,000 سوه میلیونه ګامونه اخیستلی شي، چې کولی شي تر سپوږمۍ پلی تګ وکړي او کولی شي 9 ځله د ځمکې پر کُره راوګرځي.
د انسان پر پوستکې هره ګړۍ (ساعت) 30 میلیونه میکروبونه کښېني، چې نږدې 29 میلیونه یې وژل کیږي او ورورسته له 2 ساعتونو یې یوازې 7 زره پاتیږي.
د انسان بدن تر °45 درجو تودخې پوري زغملی شي او په تدریجي ډول کولی شي په فضا کې تر °150 درجو پورې تودوښه وزغمي.
همدارنګه انسان کولی شي تر °27 درجو کښته د سړښت درجه وزغمي.

الله ﷻ فرمایي [سُوۡرَةُ التّغَابُن : 3]
《 بِسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ 》
خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ وَصَوَّرَكُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ ۖ وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ.
ژباړه: هغه اسمانونه او ځمکه پر حق پيدا کړي دي؛ او ستاسي صورتونه یې جوړ کړل، ښه ښايسته يي جوړ کړل؛ او د همغه لوري ته په پاى کښي ورګرځېدل
که مو لوستی وی نو کمنټ کی ولیکی ولوستل شوو مننه
د هر ډول معلوماتو لپار

www.facbook.com//Abdulghafoorghafoori.page

Black color represents a dark troubled pastGod is greatestA mosque with a mihrab and minbar within, a representation of ...
28/07/2022

Black color represents a dark troubled past

God is greatest

A mosque with a mihrab and minbar within, a representation of the flag of Afghanistan on either side

Red represents the blood of those who fought for independence

Green represents hope and prosperity for the future

Two sheaves of wheat

Year of indep. Hijri year 1298 and Gregorian year 1919

The kalima: There is no god but God, and Muhammad is the messenger of God

Address

Batikot
Jalalabad
JALALABAD

Telephone

0777851869

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Âbdülghãføør ghãføørî عبدالغفور غفوری posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Âbdülghãføør ghãføørî عبدالغفور غفوری:

Videos

Share


Other Music production in Jalalabad

Show All