24/12/2022
ملايان که طالبان يوو مونږ او تاسې!
ښه سوچه مسلمانان يوو مونږ او تاسې
چې د خداى تعالى کتاب باندې پوهېږو!
نو په هر څه کې پوهان يوو مونږ او تاسې
ښځې ښه دي په کورونو کې ايسارې!
مړه ښه دى چې نران يوو مونږ او تاسې!
اوس اصلي اسلام سعودي عرب کې نشته
بس يواځې مومنان يوو مونږ او تاسې!
د سپين ږيرو په خبرو پورې خاندو!
له پلرونو نه مشران يوو مونږ او تاسې!
د الله رضا لپاره خلک وژنو !
چا ويل چې ظالمان يوو مونږ او تاسې؟
نړيوال رانه حقوق د بشر غواړي!
په همدې ورسره وران يوو مونږ او تاسې!
د يو ټيز د پنجابي د ټينګي نه يوو!
پښتانه يوو افغانان يوو مونږ او تاسې!
د ځواب د ميکدې شعرونه اورو!
جينکۍ او هلکان يوو مونږ او تاسې!