Afghan News

Afghan News Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Afghan News, Media/News Company, Nangarhar, Jalalabad.

سرپرست حکومت: سږ کال په هېواد کې په لویو پروژو پانګونه کووسرپرست حکومت وايي، چې سږ کال به په لویو پروژو له هغې ډلې د اوب...
26/03/2023

سرپرست حکومت:
سږ کال په هېواد کې په لویو پروژو پانګونه کوو

سرپرست حکومت وايي، چې سږ کال به په لویو پروژو له هغې ډلې د اوبو مدیریت، د کانونو د را ایستلو او ورته نورو پروژ کې پانګونه وکړي. د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال ټینګار کوي چې حکومت له کورنیو او بهرنیو پانګوالو ملاتړ کوي او هغوی ته لا زیاتې اسانتیاوې برابروي. نوموړی وايي، سرپرست حکومت په تېر کال کې د اقتصاد په برخه کې ډیر کارونه کړي او سږ کال به هم په نورو بنسټیزو پروژو پانګونې وشي. اقتصادي کارپوهان په تېر یوه کال کې په افغانستان کې ترسره شوي فعالیتونه بسیا نه بولي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې په افغانستان کې په تېر څه باندې یو نیم کال کې شاوخوا اووه سوه زره کسانو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.

قطر له افغانستان سره ۱۷ میلیونه ډالره مرسته کوي.د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د قطر هېواد سره میاشت په افغانستان کې د...
24/03/2023

قطر له افغانستان سره ۱۷ میلیونه ډالره مرسته کوي.
د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د قطر هېواد سره میاشت په افغانستان کې د دوو روغتونونو د تمویل او ملاتړ لپاره ۱۷ میلیونه امریکايي ډالر مرسته کوي.
دغه مطلب د عامې روغتیا وزارت ویاند په یوه ټویټ کې څرګند کړی او ویلي یې دي چې یادې پیسې به په نږدې راتلونکې کې د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکړل شي. هغه د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته لیکلي چې یادې پیسې به د روغتونونو او روغتیايي مرکزونو د یو شمېر نوو فعال شوو برخو معیاري کولو برخو کې ولګېږي. هغه په خبره، د قطر سرې میاشتې دغه راز ژمنه کړې چې د هېواد په ۳۰۰ ولسوالیو کې د روغتیايي مرکزونو جوړولو کې مرسته کوي.

د لومړي ځل لپاره د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ په ملیل او مشفي کلیو کې یو روغتیايي مرکز پرانستل شو. ځايي چارواکي واي...
23/03/2023

د لومړي ځل لپاره د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ په ملیل او مشفي کلیو کې یو روغتیايي مرکز پرانستل شو. ځايي چارواکي وايي، دغه روغتيايي مرکز د څه باندې ۲۱ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوی دی.

د یو شمېر سترو نړیوالو بنسټونو موندنې ښیي چې، پر اوکراین د روسیې د څه باندې یو کلن برید له امله د اوکراین بیارغونه څلور ...
23/03/2023

د یو شمېر سترو نړیوالو بنسټونو موندنې ښیي چې، پر اوکراین د روسیې د څه باندې یو کلن برید له امله د اوکراین بیارغونه څلور سوه یولس ملیارده ډالرو ته اړتیا لري.
نړیوال بانک، ملګرو ملتونو، اروپایي کمېسیون او اوکراین په دې اړه د خپلو ارزونو نتیجه پرون خپره کړې ده.

په هېواد کې د تېرې شپې زلزلې د تلفاتو وروستي جزیات: تر دې دمه په ټول هېواد کې د تېرې شپې د زلزلې له کبله د ۴ کسانو د مړه...
22/03/2023

په هېواد کې د تېرې شپې زلزلې د تلفاتو وروستي جزیات: تر دې دمه په ټول هېواد کې د تېرې شپې د زلزلې له کبله د ۴ کسانو د مړه کېدو او ۴۶ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی. په مړه شويو کسانو کې دوه د لغمان ولایت او دوه نور د تخار ولایت اوسېدونکي دي، دغه راز په ټپیانو کې ۱۶ تنه د لغمان او پاتې نور د هېواد د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي دي.

نورستان کې د موټر چپه کېدو له امله ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتېد نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ د یو داټسن موټر د چپه کېدو...
22/03/2023

نورستان کې د موټر چپه کېدو له امله ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ د یو داټسن موټر د چپه کېدو له امله درې تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د سیمې اوسیدونکي وايي، چې یاده پېښه پرون له غرمې وروسته د یادې ولسوالۍ د ثوریل په نامه سیمه کې رامنځته شوې ده .د نورستان د والي ویاند سیف الدین لټون وایې دغه پېښه کې درې تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي، چې په خبره یې ټپیان د نورګرام ولسوالۍ او لغمان ولایتي روغتونونو ته رسول شوي او حالت يې د ډاډ وړ دی .

د کندهار- هرات لویې‌ لارې اړوند د کندهار ښار لوېدیځ لوري په «باغ پُل» ساحه کې پر ارغنداب سیند د یوه لوی پله د ترمیم چارې...
22/03/2023

د کندهار- هرات لویې‌ لارې اړوند د کندهار ښار لوېدیځ لوري په «باغ پُل» ساحه کې پر ارغنداب سیند د یوه لوی پله د ترمیم چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د دغه پله د ترمیم چارې شاوخوا دوې نیمي میاشتې وړاندې د ۷۷ ترکي کمپنۍ له خوا پيل شوې وې چې لسګونو افغانانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

د وطن د ابادۍ یوه څنډه! #ننګرهار ولایت جلال اباد
22/03/2023

د وطن د ابادۍ یوه څنډه!

#ننګرهار ولایت جلال اباد

لغمان کې سختې ږلۍ۷۰۰ جریبه بېلابېلې کروندې له منځ وړيد لغمان له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست وايي، د دغه ولایت په...
21/03/2023

لغمان کې سختې ږلۍ۷۰۰ جریبه بېلابېلې کروندې له منځ وړي

د لغمان له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکز مهترلام او الېشنګ ولسوالۍ کې سخت اورښت او ږلۍ خلکو ته مالي زیانونه اړولي دي. د دغې ادارې رییس وايي، هغه معلومات چې دوی له مرکز مهترلام او الیشنګ ولسوالیو تر لاسه کړي، ښيي چې د تېرې شپې اورښت او ږلۍ ۷۰۰ جریبه بېلابېلې کروندې له منځه وړې دي. هغه زیاته کړه، دغه‌راز په مرکز او یاده شوې ولسوالۍ کې د استوګنې ۲۵ کورونه هم نړېدلي، له ۱۰۰ ډېرې د لمریزې برېښنا هیندارې ماتې شوې او د باغونو لسګونه مېوه لرونکي ونې چپه شوې دي. د مرکز مهترلام اوسېدونکي وايي، پرون شپه هلته شدیده ږلۍ و اورېده چې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه واړول.

د اقتصاد وزارت وايي، چې د امریکا له لوري د افغانستان د شتمنۍ کنګل کېدو او بانکي محدودیت سره سره یې د صادراتو کچه زیاته ا...
21/03/2023

د اقتصاد وزارت وايي، چې د امریکا له لوري د افغانستان د شتمنۍ کنګل کېدو او بانکي محدودیت سره سره یې د صادراتو کچه زیاته او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ ساتلی دی.

د پاکستان پر وړاندې راتلونکو سیالیو ته افغان لوبډله وټاکل شوهد افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د پاکستان کر...
21/03/2023

د پاکستان پر وړاندې راتلونکو سیالیو ته افغان لوبډله وټاکل شوه

د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د پاکستان کرکټ لوبډلې پر وړاندې د راتلونکو درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ۱۷-کسیز نوملړ وټاکه. د مهالوېش له مخې به دغه سیالۍ د روانې مارچ میاشتې پر ۲۴مه، ۲۶مه او ۲۷مه نېته د شارجې په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

ګلبدين نايب د کابل احمدشاه بابا مېنه کې له "البدر" معالجوي روغتون سره تړون لاسليک کړى، چې د روژې مبارکې مياشتې پرمهال به...
21/03/2023

ګلبدين نايب د کابل احمدشاه بابا مېنه کې له "البدر" معالجوي روغتون سره تړون لاسليک کړى،
چې د روژې مبارکې مياشتې پرمهال به د بې وزله هېوادوالو سره په مالي لګښت کې مرسته کوي.

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو پرمختيايي ادارې د ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت یو روغتيايي مرکز جوړ او فعال...
20/03/2023

د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو پرمختيايي ادارې د ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت یو روغتيايي مرکز جوړ او فعالیت یې پیل کړ. د دغه ولایت د عامې روغتيا رییس دغه یو پوړیزه ودانۍ د ۲۱ میلیون افغانيو په لګښت جوړه شوې ده. هغه وویل، پخوا په دې سیمه کې روغتون ودانۍ نه درلوده او په یوه کرايي کور کې يې فعاليت کاوه.

په پروان ولایت کې د ګلبهار د اوبو بند ۶ لسيزې وړاندې جوړ شوی دی. چين هېواد په ۱۳۴۰ لمریز کال کې د ګلبهار بند او د چاریکا...
20/03/2023

په پروان ولایت کې د ګلبهار د اوبو بند ۶ لسيزې وړاندې جوړ شوی دی.
چين هېواد په ۱۳۴۰ لمریز کال کې د ګلبهار بند او د چاریکارو عمومي کانال پروژه پیل او په لسو کالونو کې يې بشپړه کړه. له دغه بند څخه کابو ۲۴ زره او ۸۰۰ هکتاره ځمکه خړوبېږي. ددې تر څنګ د اوبو رسولو له دې پروژې څخه د پروان ولایت په ګډون د کابل د ځینو ولسوالیو بزګر هم ګټه اخلي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت سرپرست وزیر وايي، سږ کال په طبیعي پېښو کې ۱۱۰۲ کسان مړه او ۲۱۵۹ نور ټپیان شوي دي.
20/03/2023

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت سرپرست وزیر وايي، سږ کال په طبیعي پېښو کې ۱۱۰۲ کسان مړه او ۲۱۵۹ نور ټپیان شوي دي.

راشد خان وايي چې افغان لوبغاړي له پاکستان سره دریو ۲۰ اوریزو سیالیو ته تمرینونه کړي‌ او دغو لوبو ته چمتو دي. نوموړي نن ل...
19/03/2023

راشد خان وايي چې افغان لوبغاړي له پاکستان سره دریو ۲۰ اوریزو سیالیو ته تمرینونه کړي‌ او دغو لوبو ته چمتو دي. نوموړي نن له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې دا لوبې د افغانستان لپاره ډېرې مهمې دي او د را روان نړیوال جام سیالیو ته د چمتوالي یو ښه پړاو هم دی.

سوداګرۍ وزارت:  سږ کال به د روژې په میاشت کې د خوارکي توکو نرخونه کنټرول او راښکته کړي. د دې وزارت ویاند وايي، چې د احتک...
14/03/2023

سوداګرۍ وزارت:
سږ کال به د روژې په میاشت کې د خوارکي توکو نرخونه کنټرول او راښکته کړي.
د دې وزارت ویاند وايي، چې د احتکار د مخنوي لپاره يې ځانګړي ټیمونه کار کوي او سږنۍ روژه کې به د لومړنیو توکو نرخو کنټرول کړي.

د ترافیک پولیسو عمومي رییس په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، سر له نن څخه د یو کیلي ښي لاس موټرو د ثبت پروسه د هېواد په...
11/03/2023

د ترافیک پولیسو عمومي رییس په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، سر له نن څخه د یو کیلي ښي لاس موټرو د ثبت پروسه د هېواد په ټولو ولایتونو کې پیل شوه او دا لړۍ به درې میاشتې دوام وکړي.

Address

Nangarhar
Jalalabad
2601

Telephone

+93787790788

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan News posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Afghan News:

Share