25/05/2023
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې پر بمونو د نجونو د دوو ښوونځيو الوځول غندي او وایي، دا ډول کړنې د زدهکړو مخه نه شي ډپ کولی.
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Pakhtonistan fm پښتونستان راډیو, Radio Station, 4zone, Jalalabad.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې پر بمونو د نجونو د دوو ښوونځيو الوځول غندي او وایي، دا ډول کړنې د زدهکړو مخه نه شي ډپ کولی.
جلال اباد ښار کې يو بوجۍ تاجکي اوړه 1620 افغانۍ.
سبا پنجشنبه تورخم ته د تلونکو ناروغانو لست
۱۴۰۲/۳/۴
په لاندې لست کې ناروغان له اړینو اسنادو سره د نوم لیکنې ځای ته ورشئ او پښتونخوا ته د تګ لپاره اجازه لیک ترلاسه کړئ.
د افغانستان او چین تر منځ مستقیم پروازونه پیل شول، نن د چین ارومچي ښار ته د اریانا هوایي شرکت لومړنۍ الوتنه ترسره کړه.
په کندهار ولایت کې نن پنځه کسانو ته د لواطت او یوه کس ته د واده شوې ښځې تښتونې له امله تعزيري سزا ورکړل شوه.
تورخم بندر کې یو تن یو عراده ټیلر موټر وهلو له امله شهید شوی دی.
تیره شپه یولس بجې تورخم بندر کې يو تن د یو عراده ټیلر موټر ټيرونو لاندې راغلی دی، چې له امله نوموړی تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، د ځايي مسؤلینو په وینا نوموړي وژل شوي تن رواني ناروغي هم لرله
يادونې وړ ده ټیلر موټر چلوونکی هم د تورخم امنیتي مسؤلینو له لورې نیول شوی دی چې تحقیق وروسته به نوموړی تن عدلې او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
په پاکستان کې چارواکي وايي چې اورپکو په شمالي وزیرستان کې د نجونو دوه ښوونځي سوځولي او نهه ټولګي یې وران کړي دي.
دننګرهار کانال ریاست مسؤلین وایې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې دکانال له اوبو څخه په غیر قانوني توګه کښتونه خړوب کړي
د ننګرهار کانال شرکت رئیس مولوي علام الرحمن کظیم په امر هغه کسان چې د نهر له اوبو کښت لپاره په جنراتور او اړونده نورو وسایلو د نهر څخه اوبه غلا کوي هيڅکله به اجازه ورنکړو.
همدا ډول نن یی هغه یو تن چې د هډې فارم څوارلسمې ویالې په سیمه کې د جنراتور په واسطه اوبه د لوي نهر څخه غیرې قانوني ډول خپل کښتونه اوبول جنراتور او اړونده سامان الات ترې د کانال ریاست محافظ ټولي کارمندانو وړي.
د کانال ریاست د ویاند همایون په وینا هغه نفر چې نهر څخه يې اوبه په غیرې قانونې ډول غلا کوي وبه نیول شي او د لا زیاتو څيړنیو په موخه به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
کوزه پښتونخوا ـ هنګو:
پر یوه پاکستانۍ کمپنۍ وسله وال برید شوی چې ۶ پاکستاني عسکر په کې وژل شوی دي.
د افغانستان د ځوانانو فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا د ۲۰ کلنو سیالیو په دویمه لوبه کې د کوربه هېواد تاجیکستان پر وړاندې لوبه وکړه، چې ۱ پر ۱ مساوي پای ته ورسېده.
دا لوبه نن مازدیګر د تاجیکستان د دوشنبې ښار په «TALCO ARENA» لوبغالي کې وشوه.
د دې لوبې په لومړۍ نیمایي کې تاجیکستان یو ګول وکړ؛ خو افغانستان د دویمې نیمايي په ۴۸ دقیقه کې د همایون امین په شوټ سره دا لوبه مساوي کړه او په پایله کې د دواړو اړخونو له خوا تر ۹۰ دقیقو هڅو وروسته بیا هم لوبه یو پر یو پای ته ورسېده.
د همایون همدرد شاګردان د دې لوبې په مساوي کېدو سره له اوزبیکستان وروسته چې ۶ امتیازي دی، ۴ امتیازي او د جدول دویمه لوبډله شوه.
د افغانستان درېیمه لوبه د ایران پر وړاندې په زسکا لوبغالي کې چهارشنبه د مې پر ۲۳ د کابل په وخت مازدیګر پر ۴:۳۰ ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چین او قطر د هېواد پر تېلو او ګازو پانګونې ته لېواله دي.
ایراني چارواکي وایي، له پاکستان سره سرحد ته نږدې د وسلهوالو په یوه برید کې یې پنځه سرحدي ساتونکي وژل شوي دي.
د افغانستان، پاکستان او تاجکستان ځینې سیمې زلزلې ولړزولې
د امریکا د ځمکې پېژندنې اداره وايي، چې نن د رېښتر په کچه ۴٫۹ درجې زلزلې د افغانستان، پاکستان او تاجکستان ځینې برخې لړزولي دي. د دې زلزلې مرکز د افغانستان بدخشان ولایت ښودل شوی دی.
ورته مهال د کانونو او پټرولیم وزارت د چاپېریال ساتنې جیولوژي ریاست وايي، نن سهار ۱۰:۱۳ دقیقې د رېښتر په کچه ۵٫۲ درجې زلزلې د بدخشان ولایت زېباک ولسوالۍ لړزولې ده.
تر دې دمه د دې زلزلې د احتمالي زیانونو او تلفاتو په اړه څه نهدي ویل شوي.
افغانستان د مرکزي اسیا د ۲۰ کلنو فوټبال سیالیو په لومړۍ لوبه کې ترکمنستان ته ۲ پر ۱ ماته ورکړه.
پاکستان د لومړي ځل لپاره د هوايي تکسي خدمات پیل کړل او خلک کولی شي د موبایل اپلیکیشن له لارې د هوايي تکسي غوښتنه وکړي. په جرمني کې جوړ شوی هوايي تکسي کولی شي څلور مسافر ولېږدويۍ او چټکتیا یې په یوه ساعت کې ۱۶۰ کیلومترو ته رسېږي.
سمنګان:
خُلم ولسوالۍ کې يوه چورلکه د وارداتي برېښنا له لين سره جنګېدلې او سقوط شوې.
یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې دې پېښې کې دوو افغان پيلوټانو خپل ژوند بايللی.
د توپ غونډۍ توپ اوس د ښار په منځ کې کېښودل کېږي
هغه توپ، چې شاوخوا له دوو پېړیو راهیسې د جلال اباد ښار توپ غونډۍ ساحه کې نصب وو او د وخت د معلومولو په موخه ترې استفاده کېده اوس د ولایت مخې ته کېښودل کېږي.
د جلال اباد ښاروال په لارښونه یاد توپ د ننګرهار ولایت مخې ته پښتونستان واټ کې اېښودل کېږي، اوسمهال یې د ځای د جوړولو چارې روانې دې، چې په ښه او معیاري ډیزاین به جوړ شي.
د دې چارې موخه د تاریخې اثارو ساتل او راتلونکې نسلونو ته یې ښکاره کول دي.
د هلمند اطلاعات فرهنګ ریاست:
تېره اونۍ په هلمند کي د خپلمنځي شخړو او جنائي پېښو له امله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ایران یوه چارواکي ویلي چې د دوی په هېواد کې تر پنځو میلیونو ډېر افغان کډوال ژوند کوي چې د دې سترې شمېرې مدیریت نړیوالې پاملرنې او ملاتړ ته اړتیا لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان دا خبره د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونیو ګوټېرېش سره د ټیلفوني مکالمې پرمهال وکړه.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې راغلي چې ګوټېرېش د دې خبرو پرمهال ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه دې د افغان کډوالو په برخه کې د ایران ملاتړ وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغان کډوال په ایران کې له بد چلنده شکایت کوي.
ځينو افغانانو رسنیو ته په وروستیو کې وویل چې، د ایران د کډوالو د تګلارې له مخې دوی بانکي کارتونه نهشي ترلاسه کولای چې په دې ډول د موبایل ټیلفونونه نهشي اخیستلی، په میټرو کې سفر نهشي کولای او حتی د وچې ډوډۍ له اخیستلو محرومه شوي دي.
د حج او اوقافو وزارت اعلان کړی، چې د افغان حاجیانو لومړۍ ډله نن سعودي عربستان ته روانېږي. ټاکل شوې، چې دغه الوتنه نن له کابل څخه مدینې منورې ته وشي.
په پاکستان کې د جمعیت اسلامي ګوند مشر سراجالحق پر موټریز کاروان ځانمرګی برید شوی دی.
د دې ګوند پر ټویټر لیکل شوي، نوموړي غوښتل په بلوچستان ایالت کې یوې غونډې ته وینا وکړي، خو پر لاره له دې برید سره مخامخ شو او له بریده روغ وتلی دی.
د دې ګوند د معلوماتو له مخې، پهدې پېښه کې د جمعیت اسلامي ګوند اووه کارکوونکي ټپیان شوي او د څلورو کسانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
تر دې دمه د دې برید مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نهدی اخیستی.
سبا شنبه تورخم ته د تلونکو ناروغانو لست
۱۴۰۲/۲/۳۰
په لاندې لست کې ناروغان له اړینو اسنادو سره د نوم لیکنې ځای ته ورشئ او پښتونخوا ته د تګ لپاره اجازه لیک ترلاسه کړئ.
د ایران ولسمشر د افغانستان سرپرست حکومت ته په ګواښنه لهجه خبرداری ورکړی چې د هلمند اوبو کې یې حق ورکړي، ګنې بیا به د ګیلې حق ونه لري.
لغمان کي د ترافيکي حادثی له امله يو ۱تن ماشوم وفات شوی او ۴څلور تنه ټپيان شوې.
نن ماسپښين يوه بجه لغمان ولايت مهترلام ښار دويمي حوزي چهاردهي سيمه کي يو ريکشا ډوله موټر يو تن ۸اته کلن ماشوم وهلی چي ماشوم وفات شوې او په ريکشه کي د چپه کيدو له امله د ډريور په شمول څلور تنه ټپيان شوې.
يادي سيمي ته د لغمان ولايت امنيه قوماندانۍ ترافيکو مديريت مسؤلين پر وخت رسېدلي او ټپيان د لغمان مهترلام ښار ولايتي روغتون ته انتقال کړي د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوي.
تورخم بندر له لارې افغانستان ته د انفجاري موادو انتقال مخه نیول شوې ده.
ننګرهار کې۲ څلوېښت ميلیونه افغانیو په لګښت بیارغونې چارې جریان لري.
د يونېسف مؤسسې په مالي ملاتړ د COAR مؤسسې په همکارۍ په ختيځ زون کې د اوبو رسونې او فاضلابو ریاست تر نظارت لاندې د پلان مطابق بیارغونې چارې دوام لري.
په دغه پروګرام کې د شپږو حلقو څاګانو، محافظینو لپاره کوټو، ۲۲۰متره په اوږدوالي تحویل خانې او احاطې دیوال جوړونه شامل دي.
همدا ډول ياد پروکرام کې د درې نوې څاګانې، چې ۷۰متره په ژوروالي سره به وکندل شي او اساسي توکه به ورغول شي هم شاملې دي.
يادونې وړ ده، چې یادو څاګانو جوړولو سره به د ننګرهار ولایت ۶زره ۳ سوه کورنې د پاکو او صحي اوبو څخه برخمنې شي.
تازه د برق په اړه:
د نغلو او لغمان ترمنځ ساحه کې شارټي رامنځته شوې. د لین د بېرته چالانۍ هڅه روانه ده.
برېښنا ریاست
ننګرهار امنیې قوماندان د نهه ګونو حوزو له آمرینو او د ښار د پنځو دروازو له مسوولینو سره وکتل.
د ننګرهار امنیې قوماندان مولوي فرید عمر د ښار د نهه ګونو حوزو آمرینو او د پنځو دروازو له مسوولینو سره د یادې قوماندانۍ د غونډو په تالار کې وکتل.
د امنيې قوماندانۍ ویاند حافظ مولوي عبدالبصیر زابلي په وینا: په دغه ناسته کې امنیې قوماندان وویل:د افغانستان سرپرست حکومت د همدې ولس د ناموس او سر و مال د ساتلو لپاره اوږده مبارزه کړې، چې اوس دا مسوولیت د پخوا په پرتله څو چنده زیاته شوې او باید پاملرنه ورته لا ډېره شي.
مولوي فرید وویل: تاسو د حوزو او د دروازو مشران مسوولیت لرئ، چې خلکو ته د ډاډ من امنیت فضاء برابره کړئ، له ښاریانو سره مو چلند باید داسې وي، چې له حکومت سره د خلکو لېوالتیا لا نوره هم زیاته او هېچا ته د غیر قانوني کړنو اجازه مه ورکوئ.
په پای کې د ورغلیو مسوولینو له لوري امنیې قوماندان ته ځينې ستونزې او پیشنهادات وړاندې شول، چې د هغه له لوري د حل ډاډ ورکړل شو.
په غزني کې د دوړو توپان
د غزني په مرکز او ځینو ولسوالیو کې نن چهارشنبه سختې دوړې راغلي دي.
دغو دوړو او ګردونو خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.
د پاکستان مخکیني صدراعظم وايي، پولیسو یې کور کلابند کړی او دی وېرېږي چې بیا به ونیول شي.
عمران خان دا څرګندونې نن وروسته له هغه وکړې چې حکومت ده ته خبرداری ورکړ چې د وروستیو مظاهرو په ترڅ کې د پوځ پر تاسیساتو په حملو تورن کسان وسپاري.
د اسلام اباد لویې محکمې نن له دې مخکې په ضمانت سره د عمران خان د خوشې کېدو د حکم اعتبار د روانې مې میاشتې تر پايه تمدید کړ.
دې محکمې د می په نهمه د فساد د یوې قضیې په اړوند د عمران خان له نیول کېدو او د هغه په دوام له تاوتریخجنو اعتراضونو وروسته د تېرې جمعې په ورځ نوموړی په ضمانت خوشې کړ.
د عمران خان مدافع وکیل نن وویل چې څارنوالانو غوښتنه کړې ده چې د ده د اړوندې قضیې د څېړنې لپاره وخت ته اړتیا لري.
د عمران خان نیول کېدو په پاکستان کې خونړي اعتراضونه وپارول.
د نجونو د سنتولو خلاف مسلمانې افریقايي مبارزې ۱.۴ میلیون ډالر جایزه وګټله
د تخار ولايت د تخنيکي انستيتوت يو تن محصل حیات الله "جيف آهو" ډوله موټر جوړ کړی دی.
دغه موټر د تخار د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ریاست لخوا په جوړ شوي نندارتون کې نندارې ته وړاندې شو.
ياد محصل ويلي، د دغه موټر پر جوړولو ۴۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلى دى.
په کونړ کې اوه څلویښت جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه شوه
په پاکستان کې د عمران خان د پرېښودو په ضد مظاهره شوې
لغمان کي د ترافيکي حادثی له امله ۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ننګرهار ترانسپورتي شرکتونو او د وسایطو مالکینو ته !
د افغانستان د سرپرست حکومت د مشرتابه د قدرمن مقام د لارښونی سره سم ټول جرایم معاف شوي دي ، نو د ستاسو څخه دوهم ځل په ډیر درنښت سره هیله کیږي چه د خپلو وسایطو د ترانسپورتي اسنادو نوي کیدو لپاره د ننګرهار واټ ترانسپورت ریاست ته مراجعه وکړئ او ددي طلایی چانس څخه استفاده وکړئ.
ننګرهار کې د ۲۵ ميليونه افغانيو په لګښت يو شمېر ولسواليو کې ښوونځي ترميمېږي
د پوهنې رياست لخوا د ماشومانو ساتنې نړيوالې موسسې د ۲۵ ميليونه افغانيو په مالي ملاتړ د اچين، کوټ او هسکې مېنې پوهنې آمريتونو اړوند ښوونځيو کې د بيارغونې او ترميم چارې د يوې غونډې په ترڅ کې پيل شوې، چې پکې د ښوونځيو نوي خونې، تشنابونه، احاطې او د پاکو اوبو څاه ګانې شاملې دي.
د پوهنې رئيس د يادې موسسې له مسوولينو مننه وکړه، چې له دوی سره د ښوونې او روزنې په برخه کې مرستې کوي.
یوه نوې وسله واله ډله ادعا کوې چې د پاکستان ۶ سرتیري یې وژلي
تورخم ګمرک آمریت له لورې قېمتي تېږې نیول شوي دي.
د تورخم ګمرک صادراتو څانګې له لورې څلور ډوله بیلا بېل ډوله قیمتي او نیمه قیمتي تيږو د قاچاق مخ نیول شوې ده.
په یادو تیږو کې ۴.۱۸کیلو ګرامه بیروچ، ۹۷.۵۰کیلو لیتېم تيږه، ۵.۳۰کیلو ګرامه سولر تیږه او ۹۳۰کیلو ګرامه نفرايټ قيمتي تيږه شامله وه، چې یو خاور ډوله موټر کې پاکستان هېواد ته قاچاق کیدل چې د ګمرک تشریح کارمندانو له لورې يې مخه نیول شوې ده.
همدا ډول د تورخم ګمرک آمر انجینېر مسلم خاکسار باختر خبري اژآنس سره د یادو قېمتي او نیمه قیمتي تيږو ترڅنګ دا هم تائید کړه، چې تیره ورځ يې ۲۴۱کارتن TEA WITNERشېدې هم نیولي دي، چې د نیولو وروسته مو ننګرهار ګمرک ریاست ته سپارلي دي.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د شنبې په ورځ چارواکو ته امر کړی چې د پخواني صدراعظم عمران خان د نیول کېدو وروسته په رامنځته شوي تاوتریخوالي کې ښکېل ټول کسان په نښه کړي او ونیسي.
4zone
Jalalabad
Be the first to know and let us send you an email when Pakhtonistan fm پښتونستان راډیو posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.