28/08/2022
#بی۔پروا۔انجلۍ🌹🌹۔ناول۔دولسمه🌹🌹۔او اخیری۔برخه🌹🌹🌹
لیکوال:سیدادریس🌹🌹 سادات🌹🌹🌹🌹🌹
ترتیب کوونکی: عابدجان🌹🌹🌹🌹🌹
ددرد نه ډکه برخه ده تر اخره یی درسره ضرور مطالعه کړۍ دتیری برخی اخیری ټکي.
خو وروسته می چی دایسای سره کار شروع کړ .
نو هغوی خالی سادات غوښت او زما پیسی پکار وی .
نو ځکه می سادات ایسای والا ته په لاس ورکړ .
خو ماڅو څو ځلی دمرګ هڅه کړی خو دا بهترین مقام نه راپه برخه کیږی .
دولسمه برخه
وس یی بیا رالیګلی یم ترڅو سادات ورته یو زل لپاره بیا په لاس ورکړم .
خو نور می توبه کړی ځکه می خپل ځان دلته په مړو کی وواهه.
تر څو ایسای والا نور راپسی سر ونخوږوي.
خو اوس باید چی زه سادات ته ورسم دخپلو کړو ګناهونو بښنه ورنه وغواړم .
نور هیڅ نه غواړم .
صرف چی یو دایدار یی هم راپه برخه شي زما دپاره جنت دی.
تاسی زما سره مرسته کوۍ.
شیرین کاکا وویل:هو خو باور درباندی په سلو کالو کی هم نکوم .
دپخیمانۍ خندا می وکړه.
زه شیرین کاکا اوبانو ترور یوځای روان شو تر څو سادات پیدا کړو .
په تورخم خو یی پرینښودو دکندهار په لاره مو یوځل بیا تکل وکړ .
په کندهار کی سخت جنګ شروع وو .
دجمهوریت اخیری ورځی وی .
هرچا به راته ویل چی کندهار ته مه ځی که چیری تاسی هلته ولاړۍ .
نو خدای مکړه څه درباندی ونشي .
موږ نه خپلو غلطیانو خپل مرګ هیر کړی وو .
غوښتل مو سادات پیدا کړو.
دډیر مزل څخه وروسته وروورو کندهار ته نږدی کیدو .
ریشتیا هم کوم هاوانونه چی به مخکی په غزني کی لګیدل هغه اوس دکندهار په خار او ټولو ساحو کی لګیدل .
دخار په هری خوا کی دامارت عسکر ولاړول .
امارتیان ډیر قوی شوی وو .
داسی ښکاریدل لکه چی وطن په لاس ورځي .
ډیر په جوش اوجذبه به یی جنګ کاوه .
جنګ کوم لری ځای کی نه وو .
موټری به په عادي حالت کی روانی وی اوجګړه به ګرمه وه .
مسافرینو او ځایی خلکو ته ځکه چا څه نه ویل :چی که جنګ هر چا وګټه بیابه مشري په همدی خلکو هماغه ډله کوي.
ریشتیا هم چی جنګ دوطن نه دامریکایانو دوباسلو لپاره نه وو بلکی دواک لپاره وو .
ځکه چی امریکایان یی په وطن کی دسقوط نه وروسته هم شپږ ورځی ګرځیدل خو چاورته څه نه ویل.
زه خپله دامارت پلوی یم خو په ځینو حقیقتونو باید سترګی پټی نکړو .
جنګ سخت په توده کی وو ۔
موټری تیریدلی هر موټر کی نفر لګیدل خو موټروان نه دریده .
روان وو .
زموږ موټر کی هم یوه سپین سری بوډۍ په لاس ولګیده .
هر کله چی دجنګ دساحی نه ووتو .
یوی خالي دشتی ته ورسیدو .
ټول زخمیان یی دموټرونو نه راکیباسل دسادات پلار خپل دسمال وشکو .
دبوډۍ ښځی لاس یی وروتاړه .
ټولی موټری روانی شوی لاړی .
زموږ ناروغ لګ څه ډیر وخت ونیو موږ ویل زه وروسته به لاړ شونو .
هر کله چی بیرته موټر ته ختلو زموږ دموټر یو ټایر لګیدلی وو .
نور دټولو خلکو موټرونه رک روغ وو صرف زموږ دموټر ټایر لګیدلی وو .
ډریور سټپني راواخیسته خو یو څه وخت یی نیوه .
ډیر ورته په تمه شو خو کار یی نه کیده .
اخر یی وویل چی سټپنی می غلطه اخیستی.
خدازده چی ولی به مو دلته قسمت کار نه وي کړی .
ځکه ددی ځای څخه په پښو روان شو .
موږ دستړیانه په ډکو قدمونو روان وو .
دسادات پلار شیرین کاکا سره یوه راډیو په لاره یی لګولی وه.
دی ځای کی دراډیو خبری هم په قندهارۍ ژبه وی .
زه پری خاص نه پوهیدم ځکه چی ما پیخور کی وخت تیر کړی وو .
خو ننګرهاریان بیا پری خه پوهیږی .
ځکه هغوی ورسره ډیرو ځایونو کی مخ کیږی .
دخپل وطن یوه مشهوره ژبه یی ده .
شرین کاکا راډیو غوږ ته نږدی نیولی وه.
ټولو خلکو دراډیو خبری اوریدلی .
پیل یی په دی ټکو وکړ .
بسم الله الرحمن الرحیم .
په سلامونو مو هرکلۍ کووم یوځل بیا زه فرید خان په یو ساعته خبری ټولګه کی تاسی محترمو ورونو ته شه راغلاست وایمه .
په افغانستان کی دسقوت خبری ډیری ګرمی روانی دی دروان کال 1400داسد اتمه نن ورځ هم دافغانستان دوو ولایتونو سقوط کړی دی .
شنونکی پدی باور دی چی ولایتونه په خپله دمشرانو په امر ایله شوی .
تر څو جنګ ونسی او حکومت په ارامه مقابل لوری ته وسپارل شي .
خو دافغانستان و لسمشر جمهور ریس اشرف غني امر کړی تر څو سقوط شوی ولایتونه ژر تر ژره خپل واک کی واخلی .
او ولس ته یی دامن او سولی دفضا دایمولو ډاډ ورکړی .
نن سهار پوره دیرش ډرون الوتکی موږ قندهار ته لیګلی سره دځمکنیو قوتونو انشالله دوطن یوه برخه به راوګرځوی .
ددی خبری په اوریدلو سره مو غوږ دبی پیلوټه طیاری اوازونه راغلل .
زموږ په سر یی دوری وهلی یو څو دوری یی ووهلی نور ولاړی .
موږ لا لګ نه وو تللی چی بیا راغلی او دلری ځای نه یی فایر وکړ .
ما د پروت چل زده کړی وو ځکه سم دواره پریوتم .
سترګو ته می دواړه مړوندونه ونیول .
لوخړی پورته شوی دانسانانو دردوونکی اوازونه می واوریدل اوف سخت درد لری .
هغه خلک چی درسره په یوه لاره روان وی .
دغرور خبری دی یی اوریدلی وي .
خو ستا مخکی دیو دردوونکی اواز نه وروسته په حق ورسیږی .
ما خو چاته ونه کتل .
خو دردوونکی زګیروی می واوریدل سخته ودردیدلم .
دیو څه چپتیا وروسته می مړوندونه تر سترګو لری کړل .
سر می راوچت کړ .
په سر می دورې راتللی چی راوچته شوم ومی کتل چی یو نفر هم ژوندی ندی ټول په حق رسیدلی دی .
ترټولو زیات می دسادات په مور اوپلار زړه زیات درد وکړ .
په ځان پوهه شوی نه وم سر راباندی وچورلید او راوغورځیدم .
یو وخت می سترګی پرانیستلی چی ومی کتل هماغه خړه دښته کی پرته وم .
ما ددی خلکو جنازه په نشوه کولای .
او نه هم په ما کیده
پدی دښته کی می سوک پیدا کړی وای چی ددی خلکو جنازه وکړی .
خوخه وو یو موټر دمسافرو نه ډک وو راغی ددی ټولو مسافرینو جنازه یی وکړه .
همدلته دی دښته کی یی ورته قبرونه وکیندل .
او پکی خخ یی کړل .
زه هم دی مسافرو سره کښیناستم خیر دی یوسي یو ورور ودرید ماته یی خپله چوکۍ راکړه .
دننګرهار په پرتله بیا قندهاریان په غیرتی خبرو کی ډیر تکړه دی .
دیو څه مزل څخه وروسته چمن بارډر ته ورسیدم .
چا راته خبر راکړ .
چی غزنی هم سقوط وکړ .
دخدای نه می زړه دخلاصه یوه دعا وغوښته .
یا ربه ته داسی نظام راولیچی مرګ قتل او بی غیرتی پکی نه وی درزق وعده خو هسی هم تاکړی خدایه ددی نعمت نه جو هم هیڅکله موږ مه محروموه امین .
دسپین بولدک په لاره بیا روانه شوم ډیر ژر تر پنډۍ پوری ورسیدم .
همداسی غوښتل می پیخور صدر کی زرین مارکیټ ته ولاړه سم .
ځکه چی دانتظار ځای هملته وو .
ورغلم خو انتظار هلته نه وو لاندی یی لیکلی و.
خامار مري کی دی پاس منزل .
پوهه سوم چی نوره برخه یی پاس لیکلی چی ورغلم لیکلی یی وو .
صوفي خان مارکیټ .
ژر تر ژره خپل موټر کی کښیناستم نیمه شپه وه باران وریده یخنی هم لکه دپخوا پشان یوځل بیا شروع سوی وه .
هغه شپه می رایاده شوله چی دلومړی ځل لپاره سادات ما پسی هغه چمن ته راغلی وو .
همداسی باران ورید همدا رقم کرولا ګاډی ورسره و.
په لنډو شیبو کی صوفی خان مارکیټ ته ورسیدم مخامخ راته انتظار ناست وو .
تروه کبان یی دژمی په یخه شپه کی ځانته ایخی وو .
په پښو یی برګ پټو اوار کړی وو .
دکبانو نغری لګ څه ګرمایښت هوټل کی جوړ کړی وو .
زما هم په سر کی نور دسادات له غمه سپین لګیدلی وو .
خو انتظار راته داسی خبره وکړه چی داسمان بریښنا زما په زړه کی پړک وکړ .
زما سترګو تور وخوړ انتظار وویل هو بی پروا انجلۍ په تاباندی یی هڅی بی پروا نوم نه وو ایښی څلور کاله دی دخپلی مینی پښتنه ونکړه .
وس چی مړ شو پښتنی ته یی راغلی .
پخیمانۍ نور ژوند ته نه پریښودم بس ویل می چی ددی ځای ووزم او سیده خودکشی وکړم .
نور می هیڅ هم ندی پکار .
خوانتظار راته وویل سادات درته یو لیک پریښی دی هغه ولوله بیا خودکشی وکړه .
هغه هم پوه شوی وو .
چی دخودکشی نه علاوه بله لار نلری .
سادات په خپل خوش نویسی او خکلی خط لیکلی وو .
زما ننګرهار بیا قندهار بیا دغزنی او بیا دسپین بولدګ او ورپسی بیا دکراچی اواخر کی دپیخور ددوکی بی پروا انجلۍ ته .
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکة داچی دری کاله می په زندان کی ستا انتظار وکړ .
خو ته رانغلی نو ځکه اوس راغلم دانتظار سره ستا انتظار کووم .
زه پوهیږم چی ته به یوه ورځ پخپلو ټولو کړو پخیمانه کیږی اورازی به .
خو امکان لری زه تر هغی وخته پوری صبر ونشم کړای .
ځکه نو زه د سهار په اتو بجو داټک په سیند کی خودکشی کووم .
او ته هم یوه ورځ راشه او سهار اته بجی خودکشی وکړه .
خو ها که دی زما نه بغیر ژوند کولای سو پام کوه چی خود کشی ونکړی .
ځکه چی زه غواړم ته ژوند وکړی ځانته یوه خکلی کورنۍ پیدا کړه ژوند ورسره وکړه .
دخوند نه ډک ژوند تیر کړه ستا بدرنګه هلک سادات .
ما منډه کړه موټر ته خو انتظار دلاس نه راونیولم ویل یی :لکه چی پوره دی ونه لوسته دسهار اته بجی یی خودلی چی خود کشی وکړه .
امکان لری ستا پدی کړنه هغه تا وبخی فکر می وکړ .
ریشتیا هم ځکه خو یی سهار اته بجی خودلي.
شپه می دانتظار سره تیره کړه .
مخکی می پری دخه انسان ګومان نکاوه خو اوس واقعا چی خه انسان شوی وو .
خدای خبر سادات پری کومه جادو کړی وه .
ټوله شپه می خوب ونکړ دمرګ درد او دسادات جدایی می سترګو ته ودریده خو غوښتل می چی مرګ ووینم .
دابه خپل ځانته تر ټولو غوره سزا ورکړم .
ځکه سهار وختی په موټر کی داټک سیند په طرف روانه سوم .
هر کله چی ورسیدم .
دپول په سر ودریدم .
هری خوانه موټری راته ودریدلی خلک راغونډ شول .
خلکو په کیمره دار موبایل لایف ویډیو ګانی وکړی .
ما سترګی پټی کړی وی .
خو دلری ځای نه می یو اواز واورید .
چغی یی وهلی بی پروا او بی پروا چی لاندی می وکتل دسیند دغاړی نه څوک چغی وهی .
یو هلک وو په تور نقاب یی مخ پوخلی وو .
ما چی ورته وکتل نو سم دواره یی خپله څهره راښکاره کړه .
چی ومی لیده.
سترګی می روڼی سوی دلوی خوخۍ احساس می وکړ .
یوه دخوشحالی بی پروا چغه می دخولی څخه ووته .
ځکه تور نقاب والا سړی کوم بل څوک نه وو بلکی سادات وو .
په لګ وخت کی پولیس راورسیدل طیاری راغلی .
زه یی وګرځولم.
خو سادات دخلکو په ګڼه ګوڼه کی ورک شو .
پولیسو زه راوستم قید خانی ته .
یوه ورځ می دلته تیره کړه.
ما ویل اوس که می ټول عمر هم دلته تیر شی غمه کی یی نه یم .
دسادات په امتحان کی کامیابه سوی یم .
وس به می نو ضرور وبخی .
په سبا یی سادات او انتظار ټوپک په ولی راغلل او دایسای کارډونه یی پولیس ته وروخودل .
ورته ویی ویل :داهغه انجلۍ ده چی ایسای ته زه په لاس نه ورکولم .
او دااوس هم ژوندۍ ده .
اوه ما فکر وکړ زه لکه چی خپل انتقام رانه اخلی خو یو څو لحظی وروسته راغی .
دخوندوری خندا نه وروسته یی په سترګو کی اوښکی راغلی .
ما یی لاسونه مچو کړل .
پخی می یی مچو کړی ریشتیا هم چی دانسان ارزښت انسان ته دمرګ نه وروسته معلومیږی .
سادات راته وویل:ما تاسره پخوا هم دزړه نه مینه لرله او اوس یی هم لرم .
زه دسختی په تیرولو ډیر تجربه کار شوم .
ځکه نو اوس بغیر دازمایښته هیڅوک هم خپل ژوند ته نه پریږم .
ته زماپه ازموینه کی بریالۍ شوی .
مبارک دی شه .
دزندان نه خوشی شوم .
ما او سادات واده وکړلو پیسی ډیری وی تراوسه خو ژوند مو سم نه وو.
ځکه نو سادات دانتظار سره عمری مخه خه وکړله .
اولاړو دسادات سره دهغی کور ته باقی ټول عمر می دسادات دپلار په کور کی تیرکړ .
سادات به هره میاشت کی یوځل ضرور دخپل پلار قبر ته تللو.
اوس خو فل حال دپاره شکر زما او دسادات دری بچیان دی .
هغه یو مین شوی وو .
ځکه مو ورته پخپله خوخه واده وکړ .
چی سادات ډیری تجربی لرلی .
او هیڅکله یی نور نه غوښتل چی په کړاوونو کی ژوند تیر کړی .
مانه اوس هم کله ناکله په حیرانی پښتنی کوی .
چی ایا ته خو ریشتیا وایی کنه زه به می مور اوپلار بښلی یم کنه .
ما دیو بیګانه جینی سره مینه کړی وه .
ما ډیره لویه غلطی کړی وه .
خو دا خبره یی هر وخت زوروی چی دمور اوپلار دپښتنی نه بغیر له کور څخه راوتی وو.
یوڅو ورځی مخکی می تری پښتنه وکړه چی ساداته ته ولی بیا کور ته نه تلی خو چی پلار دی درته وویل چی ددی جینی سره واده مکوه نو ورغلی به وای سوال اوزاری به دی ورته کړی وای .
ویل:ځینی وخت ځوانان خطاوی کوي او دا زما تر ټولو لویه خطا وه .
خو هرکله چی تا ماته دوهمه دوکه راکړه .
ما خپل مور اوپلار ته ددری کاله زندان نه پسزنګ ووهلو تر څو کور ته ورشم خو پلار می راته انکار وکړ .او ویی ویل :که کور ته راغلی فکر وکړه چی زه دی ووژلم .
زه اوس ماشومانو ته ښونځی کی درس وایم .
دخپلی مینی یوه یوه قیصه چی ورته کووم هغوی ورنه ډیر خوند اخلی او په پوره شوق یی اوری .
وس می سترګی هم سم کار نکوی لکه چی زړه شوی یم .
خو چی سادات او مور او پلار یی وبښلم کیدای شی چی خدای می هم وبښی .
زه اوس ژونددخپلو بچو لپاره کووم تر څو لوی خلک ورځینی جوړ شی .
زه پخپل ژوند کی هیڅ خواهش نلرم .
خو کاش چی زه دوکه بازه نه وای که ما خدای هم وبښي زما ټول ګناهونه رامعاف کړی اوراته ووایی چی جنت ته داخله شه .
ایا زه به خپل ځان دجنت مستحقه وګڼم ایا زما دخپل ځان نه کرکه به ختمه شی هیڅکله هم نه .
دادنیا خو به دوزخ تیر کړم خو هغه بله دنیا می هم ځانته دلړمانو اومارانو نه ډکه کړی .
اخر ولی یوڅوک ظلم وکړی چی وروسته خپل ځان نشی بښلی او هرڅومره چی ځانته ددروغو قناعتونه ورکوی.
خوزړه یی ورسره نه مني .
پای
دبی پروا انجلۍ ناول پوره شو تاسی ټولو ورونو ته دی ډالۍ وی بل ناول ډير ژر انشاءالله