Hanif Mukhtar

Hanif Mukhtar Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Hanif Mukhtar, TV Network, Qrabagh, Ghazni.

29/06/2024

د سترګو ناروغانو ته زيری
د عامې روغتیا وزارت د سترګو د متخصصينو او مجربو ډاکټرانو ټيم چې په روغتيايي وسائلو سنبال دی دا ځل غزني ولايت ته رالېږلی.
دغه صحي ټيم په پام کې لري چې غزني کې د سترګو ۴۰۰ عملیاتونه تر سره کړي.
ياد ټيم د سترګو د ناروغيو وړيا معاينات او درملنه کوي. که د عینکو يا لېنز اړتيا وي هم د دغه ټيم له لوري ناروغ ته وړيا ورکول کېږي
بنا هغه کسان چې د سترګو ناروغي لري کولای شي له راتلونکې شنبې ورځې چې د سرطان مياشتې له ۹ نېټې سره سمون لري، تر پنجشنبې ورځې چې د روانې میاشتې له ۲۰ نېټې سره برابره ده د غزني ولايت حوضوي روغتون ته مراجعه وکړي.

12/06/2024

د غزني والي حافظ محمدامین عمري له غزني ملي راډیوتلوېزیون څخه د لیدني ترڅنګ د غزني ملي راډیو په محور ژوندۍ خپرونه کې ګډون وکړ.

د کار موندنې خبرتیا!غزني ولایت د پوهنې ریاست اړوند د کوار موسسه په لسو ولسوالیو کې د کلیوالي ټولکویو ٣١٩ خالي بستونه د ا...
03/06/2024

د کار موندنې خبرتیا!
غزني ولایت د پوهنې ریاست اړوند د کوار موسسه په لسو ولسوالیو کې د کلیوالي ټولکویو ٣١٩ خالي بستونه د ازادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپارلې په شرایطو برابر کسان کولی شي ورته نوم لیکنه وکړي.

30/05/2024

علمي سفر
د غزني ولايت مرکز اړوند خشک سیمي د مظهر العوم عالي جامعې څخه د لويي او وړې دورې د ديني عالمانو او مفتیانو د فراغت مراسم.

26/05/2024

د غزني ملي راډيو تلوېزيون نوی فیسبوکي ادرس.

د غزني اندړو ولسوالۍ، سردې بند ته د رسمي سفر ترڅنګ لنډه تفريح.Modaser Wafa
01/05/2024

د غزني اندړو ولسوالۍ، سردې بند ته د رسمي سفر ترڅنګ لنډه تفريح.
Modaser Wafa

17/04/2024

سلطان بند!
د پېژندنې يوه لنډه ويډيو يې.
پوره راپور به يې ورسته له ملي تلوېزيون څخه نشر شي.
یادونه: د ويډيو په سر کې څه تياره ده ځکه، چې موږ په هغه وړه کښتۍ کې سپاره و او د هغې مخ لمر لور ته و چې ورسته بېرته ويډيو سمه شوې ده.

د غزني ولايت په ګیرو ولسوالۍ کې د خښ شوي ماين د چاودنې له امله نهه تنه ماشومان په ش ه ا د ت رسېدلي.د غزني ولايت مقام رسن...
31/03/2024

د غزني ولايت په ګیرو ولسوالۍ کې د خښ شوي ماين د چاودنې له امله نهه تنه ماشومان په ش ه ا د ت رسېدلي.
د غزني ولايت مقام رسنيو ته په يوه لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې پېښه د غزني ولايت د ګېرو ولسوالۍ د ځدراڼو په کلي کې نن ماسپښين درېنمي بجې هغه مهال رامنځته شوې، چې ياد ماشومان د روسانو د وخت په يوه خښ شوي ماين ور برابر شول.
خبرپاڼه زياتوي په ش ه ی د شویو ماشومانو کې پنځه نجونې او څلور هلکان شامل دي، چې عمرونه يې له څلورو تر لسو کلونو پورې ښودل شوي دي.

27/03/2024

د غزني ملي راډيو ټلويزيون فیسبوکي ادرس

د کانونو او پټرولیم وزارت: د امو سیند نفتي حوزه کې یې ۶ نوې څاګانې فعالې کړې دي، چې ورسره د استخراج ورځنۍ کچه ۱۳۵۰ ټنو ت...
28/02/2024

د کانونو او پټرولیم وزارت: د امو سیند نفتي حوزه کې یې ۶ نوې څاګانې فعالې کړې دي، چې ورسره د استخراج ورځنۍ کچه ۱۳۵۰ ټنو ته رسېدلې ده. د یاد وزارت ویاند همایون افغان وايي، چې له دې سره د ټولو فعالو څاګانو شمېر ۲۴ ته لوړ شو، چې ورسره ورځنی استخراج هم له ۱۱۰۰ څخه ۱۳۵۰ ټنو ته رسېدلی دی.
د نوموړي په خبره د روان ۲۰۲۴ کال تر پایه پورې به ۲۳ نوې څاګانې هم فعالې شي، چې ورسره به د استخراج ورځنۍ سطحه ۳ زره ټنو ته لوړه شي.
د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د امو سیند نفتي حوزه کې ۱۵۰۰ تنه هېوادوال په کار بوخت دي.

«په ايران کې اوس داسې کار شروع شوی دی چې تاسې د يو مملکت د ویزې د اخېستلو لپاره غواړي، د کابل په سرای شهزاده کې پیسې درڅ...
26/02/2024

«په ايران کې اوس داسې کار شروع شوی دی چې تاسې د يو مملکت د ویزې د اخېستلو لپاره غواړي، د کابل په سرای شهزاده کې پیسې درڅخه بلاکوي او بیا تاسې ايران ته غواړي. کله چې تاسې ایران ته ورسېږئ، هلته مو نفر خپل دفتر ته غواړي، کله چې تاسې د هغه دفتر ته ځئ؛ دوی مخکې له مخکې ستاسې د اخت*طاف لپاره پلان ټينګ کړی وي، له هغه دفتره مو وړي. بیا مو یوه ورځ و شپه شکنجه کوي، ستاسي پر وټساپ په تاسې ډیر ارام میسج ستاسې کورنۍ، ورور، پلار يا کاکا ته پريږدئ. هغوی ته درباندې پیغام کې وايي چې زه میکسیکو، برازيل یا هم ترکيې ته پر فوټو چينج پاسورټ، یا هم يو بل شي پخير ورسیېم. تاسې پیسې ورته ازادې کړئ. تاسې باور وکړئ، دا ليکنه مو ستاسې د پوهاوي لپاره کړې ده. حتماً يې درسره عملي کړئ قربان مو سم. دا نن زما ډیر نېږدې ملګری د داسې کار سره مخامخ شوی دی، او ورور يې هم پیسې ور استولي دي او ملګری مو لا تر اوسه ورک دی».

جان آغا بهار

د ورکي خبرتیا:عبدلخالیق د خدایداد زوی چې د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ د علي نیازي چمبر اوسېدونکی دی نن روځ ترې په غزني ښ...
07/02/2024

د ورکي خبرتیا:
عبدلخالیق د خدایداد زوی چې د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ د علي نیازي چمبر اوسېدونکی دی نن روځ ترې په غزني ښار کې یو جلد پاسپورټ چې تازه يې پاکستان هیواد ته د ناروغانو د انتقال په موخه تر لاسه کړی وو لادرکه شوی دی؛ که هر چا پیدا کړی وي او یا يې په اړه معلومات لري د مهربانۍ او مسلماني ورور ګلوۍ لمخې دي په دغه شمېره اړیکه ونیسي او یا دې هم د غزني ولایت د کانونو او پترولیم ریاست ته وروړي.
د اړیکې شمېره: 0791235259

01/02/2024

د غزني ملي راډيو تلوېزیون تکړه خبريال او ملګري سميع الله ساحل نوې پاڼه جوړه کړې او له دغه ادرسه به نور د غزني نوي او تازه خبرونه نشروي.
تاسو يې هم پاڼه خوښه کړئ.

28/01/2024

د غزني ولايت د نن ورځې اورښت او د ښاريانو خوښي:

28/01/2024

د غزني ولایت د نن ورځي واورین حالت:

د غزني ولايت د ترانسپورت د تنظيم رياست له غزني څخه تر قره باغ ولسوالۍ پورې د بېلابېلو مسافر وړونکو موټرونو لپاره د کرايې...
13/01/2024

د غزني ولايت د ترانسپورت د تنظيم رياست له غزني څخه تر قره باغ ولسوالۍ پورې د بېلابېلو مسافر وړونکو موټرونو لپاره د کرايې اندازه په لاندې ډول ټاکلې ده.

د موندنې خبرتیا:د غزني ملي راډیوتلوېزیون یوه کارمند د محمدرحیم په نوم چې د پلار نوم یې بادشاه او د غزني ولایت د قره باغ ...
10/01/2024

د موندنې خبرتیا:
د غزني ملي راډیوتلوېزیون یوه کارمند د محمدرحیم په نوم چې د پلار نوم یې بادشاه او د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ د رڼا خېلو د کلي اوسېدونکی دی، د پاسپورت لپاره ډک شوی فورم، د کاغدي پېژند پاڼې کاپي، د تحویل کړو پیسوو د بانک رسید( اویز) پیدا کړي دي؛ که ښاغلی موسی خان او یا د ده خپلوان دغه پوسټ ګوري نو ده ته دي احوال وکړي او د ملي راډیوتلوېزیون آمریت ته دي راشي او خپل اسناد دي تر لاسه کړي.
د اړیکو شمېره: 0796838250

10/12/2023

د غزني- قندهار لویه لار:
د دغه لارې په رغنیزو چارو باندې د غزني ملي تلوېزیون ځانګړې خپرونه:

03/12/2023

د غزني ولایت په زنخان ولسوالۍ کې د ا.ا.ا اړوند د ش ی ع ت غږ راډیو؛

23/10/2023

د پاکستان په وړاندې د افغان کرکټ ټیم بریا دي ټول ملت ته مبارک وي.

د غزني په ناهور ولسوالۍ کې د بهايي اوبو بند وروسته له بیارغوني، ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.د غه بند یوه لسیزه وړاندې جوړ ش...
17/10/2023

د غزني په ناهور ولسوالۍ کې د بهايي اوبو بند وروسته له بیارغوني، ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د غه بند یوه لسیزه وړاندې جوړ شوی وو، او د نه پاملرنې له امله ترې ګټه نه اخيستل کېده.
مسؤلین وايي د دغه کوچني بند په بیارغونې، ۱۱۵ زره افغانۍ لګښت راغلی، چې د اوبو او انرژي وزارت له لوري ورکول شوې دي.
د بهايي بند ۱۴ متره جګوالی لري، چې پر مټ یې سلګونه جریبه ځمکه خړوبیږي.

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د پنبې فابریکه پرانیستل شوه، چې په یو ساعت کې یو ټن پنبه تولیدوي...
14/10/2023

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د پنبې فابریکه پرانیستل شوه، چې په یو ساعت کې یو ټن پنبه تولیدوي. د دې فابریکې مسوول ذبیح الله عادل وایي، یاده فابریکه یې د څلورو میاشتو په موده کې جوړه کړې چې شاوخوا ۵۰ کسانو ته به پکې د کار زمینه برابره شي.

10/10/2023

اروزګان
د ۱۳ ميليونه افغانيو په لګښت بېلابېلې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

Address

Qrabagh
Ghazni
2301

Telephone

+93764513413

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Hanif Mukhtar posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Hanif Mukhtar:

Videos

Share

Category