Basit Asim

Basit Asim Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Basit Asim, Social Media Agency, Ghazni.

09/06/2024
⭕️ د الکترونیکي تذکرې د عمومي شمېرې د ناسمې کارونې په تړاو خبرتیا د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په دې وروستیو کې موندلې...
26/05/2024

⭕️ د الکترونیکي تذکرې د عمومي شمېرې د ناسمې کارونې په تړاو خبرتیا

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په دې وروستیو کې موندلې چې ځینې دولتي او خصوصي ادارې او بنسټونه د الکترونیکي تذکرې عمومي شمېره په اسنادو کې په ناسمه بڼه (یوازې پنځه وروستۍ شمېرې) کاروي.

د الکترونیکي تذکرې عمومي شمېره ۱۳ رقمه (۱۴۰۳/۰۳۰۰/۰۰۱۲۳) لري چې له کیڼ اړخه لومړي څلور رقمه د کال او ورپسې څلور رقمه د هغې میاشتې ښکارندویي کوي چې تذکره پکې ترلاسه شوې ده. دغه راز وروستۍ پنځه رقمیزه شمېره په هره میاشت کې د تکرارېدو وړ ده، چې ښايي د ډېرو غوښتونکو سره ورته وي.

په دې توګه ټولو دولتي او خصوصي ادارو او بنسټونو ته سپارښتنه کېږي چې په اړوندو چارو او اسنادو کې د الکترونیکي تذکرې بشپړه (۱۳ رقمیزه) شمېره وکاروي، ترڅو په راتلونکي کې له دې اړخه د رامنځته کېدونکو ستونزو مخنیوي وشي.

د یادولو وړ ده چې د الکترونیکي تذکرو په سیسټم کې د هر شخص د تذکرې شمېره ثابته او په هېڅ حالت کې د تغییر وړ نه ده او د یو شخص د بشپړو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د یاد شخص د تذکرې د مکملې شمېرې شتون حتمي دی.

اختر لپاره له اوسه چمتوالی پیل کړئمصري نجمي ویلي: نیکمرغه لوی اختر به د جون میاشتې په شپاړسمه  نیټه چې د جوزا د میاشتې ل...
18/05/2024

اختر لپاره له اوسه چمتوالی پیل کړئ
مصري نجمي ویلي: نیکمرغه لوی اختر به د جون میاشتې په شپاړسمه نیټه چې د جوزا د میاشتې له ۲۷مې سره سمون خوري، د یکشنبې په ورځ وي. له دې سره نیکمرغه لوی اختر ته ۳۱ ورځې پاتي دي.

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست سبا د غویي میاشتې ۲۶مه نېټه د سالنګونو په ګډون په هرات، فراه، غور، ب...
14/05/2024

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست سبا د غویي میاشتې ۲۶مه نېټه د سالنګونو په ګډون په هرات، فراه، غور، بادغیس، سرپل، بامیان، سمنګان، بلخ، کندوز، بغلان، تخار، بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشېر، کاپیسا، پروان، میدان وردګ، غزني، او لوګر ولایتونو کې د شدیدو بارانونو، تالنده، برېښنا او سیلابونو اټکل کړی دی.

 #تــــــــــــــــــــازه خــــــبـــرد  محصلینو د تبدیلې اړوند خبرتیـــــــــــا
14/05/2024

#تــــــــــــــــــــازه خــــــبـــر
د محصلینو د تبدیلې اړوند خبرتیـــــــــــا

غــــــلی اوســــــــــــــــــــــــه&
05/05/2024

غــــــلی اوســــــــــــــــــــــــه&

له اختریز البـــــــــــــــــــــــــــــــــوم څخه
15/04/2024

له اختریز البـــــــــــــــــــــــــــــــــوم څخه

اخــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــتر مبارکـــــــــــــــ
09/04/2024

اخــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــتر مبارکـــــــــــــــ

05/04/2024

نعت شریف در ووایاست

د زړو دلبر یې
ډیر معتبر یې
نبي سرور یې
خوږ پیغمبر یې
رسولُ الله ﷺ

ډیر د صفات دي
له حده زیات دي
او ښایستونه
درته رامات دي
هم عاشقان ستا
ټول موجودات دي
خوږ پیغمبر یې
دوست د اکبر یې
رسولُ الله ﷺ

مدني یاره
قریشي یاره
مینه د حق ده
حقیقي یاره
پر موږ رحمت شوې
عربي یاره
خوږ پیغمبر یې
ته لوی رهبر یې
رسولُ الله ﷺ

شات او شکرې
دي ستا خبرې
هم زوروې
هم دي بهترې
ده ستا امت ته
دي ملغلرې
خوږ پیغمبر یې
تیارو ته لمر یې
رسولُ الله ﷺ

ته اولین یې
او آخرین یې
لوی رهنما یې
ته بهترین یې
مخبت وردګ ته
هم ډیر شیرین یې
خوږ پیغمبر یې
ده زړګي سر یې
رسولُ الله ﷺ

05/04/2024

علم عـرفان دی بصـیرت دی
علم اعزاز دی او عظمت دی

عـلم د پوهې معـمـا فسلـفـه
عــلـم زېــور د ریــاضت دی

علم سپېڅلی تقدس د توحید
عــلم مـنهاج د شــریعت دی

عـــلـم بــریا ده ارتــقـاء ده
عـلم سـرور دی بـشارت دی

عـلم وقـار دی افــتخار دی
علم الفت دی مـعنویت دی

علم حکمت زبیره ویـاړ دی
علم سـتر تاج د فـضلت دی

حکمت زبیر

05/04/2024

غزل

اچولي دي یو مونږ په اضطراب کې
سړی څه ووایي ستا په انتخاب کې؟!

زه به ګورم چې ته کوم برداشت ترې اخلې
در لېږلې مي دي اوښکې په کتاب کې

فرصت شته مګر همغه شور لا نشته
چې باید وي په ممبر او په محراب کې

ما اختیار د هیلو در کړ، او تا مړې کړې
در شریک یمه زه هم په دې ثواب کې

په کار نه دي په خپل نیت باندې شکونه
نیکي وکړه بیا یې واچوه در یاب کې

پاته شوی محمودي څوک په خپل آب کې؟
په غربت کې او د تمې په عذاب کې

محمودي انصار

Address

Ghazni

Telephone

+93766357216

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Basit Asim posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Basit Asim:

Share


Other Social Media Agencies in Ghazni

Show All