Nan TV &Network

Nan TV &Network Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Nan TV &Network, TV Network, پکتیا ګردیز ښار, Gardez.

بند امیر ښامارانو دریمه بریا خپله کړهد اکسبول انرژي شپږیزه کرکټ لیګ اتصالات وړاندې کوونکو نهم پړاو سیالیو په ۱۲مه لوبه ک...
18/08/2024

بند امیر ښامارانو دریمه بریا خپله کړه
د اکسبول انرژي شپږیزه کرکټ لیګ اتصالات وړاندې کوونکو نهم پړاو سیالیو په ۱۲مه لوبه کې د بند امیر ښاماران لوبډلې له یوې هر اړخیزې لوبې وروسته سپين غر پړانګان لوبډلې ته د ۱۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه او روانو سیالیو کې یې دریمه بریا خپله کړه.

د اکسبول انرژي شپږیزه کرکټ لیګ اتصالات وړاندې کوونکو نهم پړاو سیالیو د ۱۲مې لوبې پچه د بند امیر ښاماران لوبډلې وګټله او ...
18/08/2024

د اکسبول انرژي شپږیزه کرکټ لیګ اتصالات وړاندې کوونکو نهم پړاو سیالیو د ۱۲مې لوبې پچه د بند امیر ښاماران لوبډلې وګټله او لومړی یې د سپین غر پړانګان لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځلانده ستوري راشد خان او نوین الحق نن سهار کابل ته راورسېدل.
18/08/2024

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځلانده ستوري راشد خان او نوین الحق نن سهار کابل ته راورسېدل.

بندامیر ښامارانو دویمه بریا ترلاسه کړهد اکسبول انرژي شپږیزه کرکټ لیګ اتصالات وړاندې کوونکو نهم پړاو سیالیو په څلورمه لوب...
13/08/2024

بندامیر ښامارانو دویمه بریا ترلاسه کړه

د اکسبول انرژي شپږیزه کرکټ لیګ اتصالات وړاندې کوونکو نهم پړاو سیالیو په څلورمه لوبه کې بندامیر ښاماران لوبډلې د ۵ ویکټو په توپیر سره د امو نهنګان لوبډلې ته ماتې ورکړه او په روانو لوبو کې یې پرلپسې دویمه بریا خپله کړه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځلانده ستوری محمد نبي نن سهار کابل ته راورسېد. نوموړی به په اکسبول انرژي شپږیزه کرکټ لیګ اتص...
13/08/2024

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځلانده ستوری محمد نبي نن سهار کابل ته راورسېد. نوموړی به په اکسبول انرژي شپږیزه کرکټ لیګ اتصالات وړاندې کوونکو نهم پړاو سیالیو کې د مس عینک اتلانو لوبډلې په ګټه ولوبېږي.

نهم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ پیلیږي.اکس بول شپږیزه کرکټ لیګ – اتصالات وړاندې کوونکې نهم پړاو سیالۍ د روانې اګست میاشتې په ۱۲...
01/08/2024

نهم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ پیلیږي.

اکس بول شپږیزه کرکټ لیګ – اتصالات وړاندې کوونکې نهم پړاو سیالۍ د روانې اګست میاشتې په ۱۲مه نېټه د پنځو لوبډلو ترمنځ پر کابل کرکټ لوبغالي پیلیږي چې د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې پورې به دوام وکړي.

افغان کرکټ بورډ سپتمبر میاشت کې د سویلي افریقا کوربه توب هم کويافغانستان کرکټ بورډ د روان کال په سپتمبر میاشت کې د نیوزی...
31/07/2024

افغان کرکټ بورډ سپتمبر میاشت کې د سویلي افریقا کوربه توب هم کوي
افغانستان کرکټ بورډ د روان کال په سپتمبر میاشت کې د نیوزیلنډ پر وړاندې د ټېسټ له یوازېنۍ لوبې وروسته د دریو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په موخه د سویلي افریقا لوبډلې کوربه توب کوي چې لومړۍ لوبه به یې د همدې میاشتې په ۱۸مه نېټه پیل او لوبلړۍ به یې د سپتمبر تر ۲۲مې نېټې پورې دوام ومومي.

الفاـ اسانه زده کړې!لۀ نن اېف اېم راډیو څخه د پښتو ژبې لیک لوست زده کړې اسانه لړۍ ده.پۀ خوست او پکتیا کې ترې ګڼ شمېر زده...
30/07/2024

الفاـ اسانه زده کړې!
لۀ نن اېف اېم راډیو څخه د پښتو ژبې لیک لوست زده کړې اسانه لړۍ ده.
پۀ خوست او پکتیا کې ترې ګڼ شمېر زده کوونکي ګټه اخلي.
لومړی او دویم کتاب یې تدریس شو، د زده کوونکو لپاره یې درېیم کتاب ادرسونو ته رسېدلی دی.
کولای شي لۀ اړوندو ادرسونو څخه یې ژر تر لاسه کړي، تر څو درسونه پیل شي.
یادونه: نور زده کوونکي هم چې غواړي د پښتو ژبې لیک لوست زده کړي، املایي ستونزې حل کړي او د پښتو ژبې نور اساسات زده کړي، زموږ سره دې یاده لړۍ کې یو ځای شي.
الفا اسانه زده کړې!
موږ زده کړې ستاسو کورونو ته دروړو.

رحمان الله ګربز په ګلوبل کاناډا لیګ کې د بنګله ټایګرز په ګټه لومړۍ لوبه کې ۶۴ منډې وکړې.
26/07/2024

رحمان الله ګربز په ګلوبل کاناډا لیګ کې د بنګله ټایګرز په ګټه لومړۍ لوبه کې ۶۴ منډې وکړې.

د ۷م پړاو اتصالات لېسټ اې - یو ورځنیو سیالیو د ۸مې لوبې پچه د ماهیپر ستورو لوبډلې وګټله او لومړی یې د میوند اتلان لوبډلې...
18/07/2024

د ۷م پړاو اتصالات لېسټ اې - یو ورځنیو سیالیو د ۸مې لوبې پچه د ماهیپر ستورو لوبډلې وګټله او لومړی یې د میوند اتلان لوبډلې پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

هند ملي لوبډلې د ۲۰۲۴م نړيوال جام خپل کړ.
29/06/2024

هند ملي لوبډلې د ۲۰۲۴م نړيوال جام خپل کړ.

لومړی توپوهنه کوو!افغان لوبډلمشر راشد خان د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د سویلي افریقا پر وړاندې په نیمه پایلوبه کې د توپ...
27/06/2024

لومړی توپوهنه کوو!
افغان لوبډلمشر راشد خان د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د سویلي افریقا پر وړاندې په نیمه پایلوبه کې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان اتلان د سویلي افریقا پر وړاندې نیمه پایلوبې لپاره په چمتووالي بوخت دي.
26/06/2024

افغان اتلان د سویلي افریقا پر وړاندې نیمه پایلوبې لپاره په چمتووالي بوخت دي.

افغان اتلان د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې!افغان اتلان سبا د افغانستان پر مهال د سهار ۵:۰۰ بجې د ۲۰۲۴م کال شل اوریز نړی...
26/06/2024

افغان اتلان د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې!
افغان اتلان سبا د افغانستان پر مهال د سهار ۵:۰۰ بجې د ۲۰۲۴م کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لومړۍ نیمه پایلوبه کې د سویلي افریقا پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

نوین الحق مرید - مرد میدانافغان اتلان، د افغانستان ویاړویاړلی ملت، بریالۍ لوبډله
25/06/2024

نوین الحق مرید - مرد میدان

افغان اتلان، د افغانستان ویاړ
ویاړلی ملت، بریالۍ لوبډله

افغان اتلان 🏏❤️❤️❤️
25/06/2024

افغان اتلان 🏏❤️❤️❤️

مبارک شه هېوادوالو
25/06/2024

مبارک شه هېوادوالو

د کرکټ شل اوريزه نړیوال جام سیالیو په اتو غوره لوبډلو پړاو کې نن هند او اسټراليا ترمنځ لوبه ترسره شوه چې لومړی هند توپ و...
24/06/2024

د کرکټ شل اوريزه نړیوال جام سیالیو په اتو غوره لوبډلو پړاو کې نن هند او اسټراليا ترمنځ لوبه ترسره شوه چې لومړی هند توپ وهنه وکړه او اسټراليا ته يې د ۵ لوبغاړو په زيان سره ۲۰۶ منډې هدف ورکړ. چې د لوبې په دويمه پاڼۍ کې اسټرالیا لوبډلې ونشوه کولی چې ورکړل شوی هدف پوره کړي او د ۲۴ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.
د اسټراليا نننۍ ماتې د افغان لوبډلې په ګټه تمامه شوه، سبا که افغان لوبډله بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړي نو نيمه پايلوبې ته به لاره پيداکړي.

انځورونه: افغان اتلانو د بنګله دېش پر وړاندې سبانۍ لوبې لپاره خپل تمرینات ترسره کړل.
24/06/2024

انځورونه: افغان اتلانو د بنګله دېش پر وړاندې سبانۍ لوبې لپاره خپل تمرینات ترسره کړل.

افغان اتلان سبا سه شنبه سهار (۵) بجې د بنگلادېش پر وړاندې د لوبې ډگر ته ښکته کېږي.د لوبې ژوندی جریان یې پۀ چټک او مسلکي ...
24/06/2024

افغان اتلان سبا سه شنبه سهار (۵) بجې د بنگلادېش پر وړاندې د لوبې ډگر ته ښکته کېږي.
د لوبې ژوندی جریان یې پۀ چټک او مسلکي ډول تر ټولو وړاندې موږ درکوو.
نن اېف اېم ۸۹.۱
رحمان ګهيځ

څمکنیو ولسوالۍ کې د کور چت نسکوریدو  پیښه کې د یوې کورنۍ یوولس کسانوته مرګ ژوبله اوښتېد پکتیا ولایت څمکنیو ولسوالۍ مربوط...
24/06/2024

څمکنیو ولسوالۍ کې د کور چت نسکوریدو پیښه کې د یوې کورنۍ یوولس کسانوته مرګ ژوبله اوښتې

د پکتیا ولایت څمکنیو ولسوالۍ مربوط جګ اوړګوړ سیمه کې لومړی غر ښوویدلی او د غر ښویدنې له امله د کور چت هم نسکور شوی، چې د یوې کورنۍ یوولسو تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په یاده پيښه کې د دوو ښځو او پنځو ماشومانو په ګډون اوو تنو یې خپل ژوند بایللی او څلور نور یې ټپیان دي ،چې د درملنې په موخه روغتون ته لیږدول شوي.

پیښه تیره شپه د شپې ناوخته شاوخوا یوولس بجې هغه مهال د جګ اور ګوړ په سیمه کې رامنځ ته شوې ،چې دیادې شهیدې کورنۍ غړي په خوب ویده و.

د اورګوړ سیمې یو تن اوسیدونکي نن راډیو ته وویل د
( کور چت هغه وخت ولویده ،چې لومړۍ د کور تر څنګ د غالي ځمکه د کور پر بام راوښوییده ، ورپسې د کور چت راونړید د ښځو او ماشومانو په ګډون د یادې معصومې کورنۍ یوولسو تنو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

نړیوال شل اوریز جام!سیمي فاینل ته د لوبډلو تګ!د استرالیا او هند لوبه او پر افغانستان یې اغیزې!سیمې فاینل ته د افغانستان ...
24/06/2024

نړیوال شل اوریز جام!
سیمي فاینل ته د لوبډلو تګ!
د استرالیا او هند لوبه او پر افغانستان یې اغیزې!
سیمې فاینل ته د افغانستان د ورتګ چانس!
دا او د نړیوال جام اړوند نور ضروري معلومات لاندې لوستلی شئ.
د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام سیمي فاینل ته د دوو لوبډلو تګ یقیني شو، د سوپر ایټ له دوهم ګروپ نه انګلستان او سوت افریقا لوبډلو تر سیمې فاینل ځان ورساوه او امریکا او کوربه ویسټینډیز د نړیوال جام له مخکې تګ را وګرځول شول.
د سوپر ایټ پړاو اول ګروپ لا حساسو او سختو شیبو ته تللی او تلونکی دی او تر اوسه سیمي فاینل ته د کومې لوبډلې تګ نه دی باوري شوی خو هند ور نیږدې دی.
نن سینټ لوشیا کې د هند او استرالیا ترمنځ یوه ډېره مهمه سیالي ترسره کیږي چې نتیجه به یې نه یوازې د هند او استرالیا لپاره برخلیک وټاکي بلکې سیمي فاینل ته د ورتګ په موخه به د افغانستان سناریو هم واضح شي.
مونږ به نن د هند د ګټې دعا کوو، که یې هند ګټي نو سیمي فاینل ته زمونږ د تګ دروازه خلاصیږي.
د استرالیا او هند لوبه په ځایي وخت د ورځې لس بجو کې پیلیږي او نن د ورځې مهال تر نهو او لسو بجو پورې د شدید باران او باد اټکل شوی دی.
هغلته د شپې له نیمایي د ورځې تر لسو بجو د باران اټکل دی او ممکن د لوبې پیل هم وځنډوي خو بیا هم د لوبې کولو لپاره طمعې شته.
مونږ زړه نا زړه یو، که لوبه کیږي او خدای مه که استرالیا یې ګټي نو مونږ یې باید سبا له بنګلادیش نه په لوی توپیر وګټو(لوی توپیر لا واضح نه دی چې څومره خو بیګا ته د هند او استرالیا له لوبې وروسته به واضح شي).
که لوبه هند ګټي نو مونږ ته صرف د بنګلادیش خلاف ګټل ضرور دي توپیر موپیر ته اړتیا نشته.
خو که چیرته د باران له امله لوبه مساوي کیږي نو هند او استرالیا دواړو ته به یوه یوه نمره ورکړل شي چې دې سره به هند سیمي فاینل ته لاړ شي او مونږ ېې چې صرف له بنګلادیش وګټو نو سیمي فاینل ته وځو.
د هند او استرالیا ترمنځ لوبه به یوه ډېره په زړه پورې لوبه په دې وي چې تېر نړیوال جام کې پای لوبه کې استرالیا هند ته ماتې ورکړې وه نو ضرور له هندي لوبغاړو سره د غچ اخیستنې فکر ورسره دی او بل اړخ ته د استرالیا برخلیک همدې لوبه پورې تړلی دی.
زمونږ لپاره بیا ښه خبره دا ده چې له بنګلادیش سره مو لوبه په هماغه ارون ویلي کې ده چیرته مو چې استرالیا ته ماتې ورکړه.
تکرار یې وایم چې د افغانستان او بنګلادیش تر منځ د لوبې نتیجه به تر یوې ښې اندازې د ټاس ګټلو پورې وي، په دې مانا چې هره لوبډله ټاس ګټي د دغه ویکټ ریکارډ ته په کتو به اول بټینګ کوي خو دا چې دا لوبغالی د سمندر په څنډه دی او لوبه د شپې ده نو د پرخې وریدو او اوټ فیلډ لوندیدو له ویرې ممکن د استرالیا غوندې پرې بنګلادیش هم لومړی بال وغواړي خو په کم امکان.
خو په هر صورت د افغانستان لومړی بټینګ ضرور دی.
که اول بټینګ کوو نو باور دی چې له هدف دفاع کولی شو.
د نړیوال جام سیمي فاینل ته انګلنډ او سوت افریقا لوبډلې وتې دي او پاتې دوه به یې بیګا او سبا سهار معلومې شي.
تر نن ورځې چې نړیوال جام تقریباً سیمي فاینل ته رسیدونکی دی لا هم ګربز او فاروقي د ډېرو منډو جوړونکو او ډېرې ویکټو اخیستونکو په سر کې دي.
یو وار بیا به د بنګلادیش خلاف زمونږ لپاره د ګربز او ابراهیم پیل مهم وي، تېره لوبه او روان نړیوال جام کې مو ولیدل چې له دې دوو پرته زمونږ بټینګ لاین سخت ستونزو کې دی.
افغانستان او بنګلادیش
مونږ په یوولسو شل اوریزو لوبو کې له بنکلادیش سره مخ شوي چې د ګټې خوا مو درانه ده؛ یعنې یوولس لوبو کې شپږ لوبې مونږ او پنځه هغوی ګټلي دي.
مونږ په شپږو لوبو کې چې د بنکلادیش خلاف مو ګټلې دي درې لوبو کې مو هدف ترې پوره کړی او درې لوبو کې مو هدف ترې دفاع کړی.
د بنګلادیش خلاف لوبو کې د افغانستان لپاره بیټینګ کې محمدنبي ډېرې منډې جوړې کړي او بالینګ کې راشید ډېرې ویکټې اخیستې.
دوه ریکارډونه
ګربز او ابراهیم نړیوال ریکارډ ته هم ورسیدل هغه دا چې د نړیوال جام په یو سیزن کې دوی درې وارې له سلو بره ملګرتیا کړې، له دوی مخکې رضوان او بابر اعظم ول چې دوی دوه وارې دا کار کړی و.
بل اړخ ته بیا فضل حق فاروقي هم یو نړیوال ریکارډ ته روان دی هغه دا چې که دوه نورې ویکټې اخلي نو د نړیوال جام په یو سیزن کې به د ډېرو ویکټو اخیستونکی وي، فاروقي اوس ۱۵ ویکټې لري نو که دوه نورې ویکټي اخلي نو ۱۷ ویکټو سره به دا ریکارډ خپلوي، له ده مخکې وننیدو هسرنګا ۲۰۲۱ کې ۱۶ ویکټو سره دا ریکارډ لرلو.
لنډا دا چې نن د هند خلاف د استرالیا ماتې او د بنګلادیش خلاف زمونږ بریا هغه واضح سناریو ده چې سیمي فاینل ته زمونږ تګ یقیني کوي.

#کرکټ
#نظر

خوستي ځوانانو د د استرالیا د ماتې په خوشحالۍ کې په خلکو خواږه وېشلي.
23/06/2024

خوستي ځوانانو د د استرالیا د ماتې په خوشحالۍ کې په خلکو خواږه وېشلي.

‏د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي نصرت حقپرست خپل امریکايي سیال جریدګوردون ته ماته ورکړه. دغه ستره سیالۍ د سعودي عربست...
23/06/2024

‏د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي نصرت حقپرست خپل امریکايي سیال جریدګوردون ته ماته ورکړه. دغه ستره سیالۍ د سعودي عربستان په کوربه‌توب په یواېف‌سي سازمان کې په درې ۵ دقیقه‌يي راونډونو کې وشوه، چې حقپرست په درې واړه راونډونو کې له خپل سیال زیات امتیازونه ترلاسه کړل.

د استرالیا پر وړاندې د افغان اتلانو د تاریخي بریا شېبې!
23/06/2024

د استرالیا پر وړاندې د افغان اتلانو د تاریخي بریا شېبې!

افغان اتلانو تاریخ جوړ کړ!د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ستر تاریخ جوړ کړ او په نړیوال کرکټ کې یې د لومړني ځل لپاره استرالی...
23/06/2024

افغان اتلانو تاریخ جوړ کړ!

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ستر تاریخ جوړ کړ او په نړیوال کرکټ کې یې د لومړني ځل لپاره استرالیا ته ماتې ورکړه. د افغان اتلانو دغه ستره او تاریخي بریا دې ټولو هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارک وي.

افغان اتلان د استرالیا پر وړاندېسبا سهار ۵:۰۰ بجېارنس وېلې کرکټ لوبغالی، کېنګزټاون، سېنټ وېنسېنټ
22/06/2024

افغان اتلان د استرالیا پر وړاندې
سبا سهار ۵:۰۰ بجې
ارنس وېلې کرکټ لوبغالی، کېنګزټاون، سېنټ وېنسېنټ

لوبډلمشر راشد خان د هند پر وړاندې روانه لوبه کې خورا غوره توپ اچونه وکړه او په خپلو ټاکل شویو څلورو اورونو کې یې د ۲۶ من...
20/06/2024

لوبډلمشر راشد خان د هند پر وړاندې روانه لوبه کې خورا غوره توپ اچونه وکړه او په خپلو ټاکل شویو څلورو اورونو کې یې د ۲۶ منډو په بدل کې ۳ سترې ویکټې ترلاسه کړې.

افغان اتلان، د افغانستان ویاړ
ویاړلی ملت، بریالۍ لوبډله
-----
𝐎𝐯𝐞𝐫𝐬: 𝟒
𝐃𝐨𝐭𝐬: 𝟏𝟑
𝐑𝐮𝐧𝐬: 𝟐𝟔
𝐖𝐢𝐜𝐤𝐞𝐭𝐬: 𝟑
𝐄. 𝐑𝐚𝐭𝐞: 𝟔.𝟓𝟎

د کرکټ نړیوالې شورا پر فیسبوک پاڼه د نړیوال جام ګروپي پړاو سیالیو غوره یولس کسیزه لوبډله اعلان کړه.له ښه بخته چې درې افغ...
20/06/2024

د کرکټ نړیوالې شورا پر فیسبوک پاڼه د نړیوال جام ګروپي پړاو سیالیو غوره یولس کسیزه لوبډله اعلان کړه.
له ښه بخته چې درې افغان لوبغاړي هم پکې دي.
ګربز، ابراهیم او فضل حق.
ګربز تر ننه د روان نړیوال جام ډېرې منډې، فاروقي ډېرې ویکټې او ابراهیم هم په پنځو غوره منډې جوړونکو کې دی.
دا ویاړ دی.

افغان اتلانو د هند پر وړاندې لوبې لپاره د بشپړ چمتووالي په موخه خپل تمرینات ترسره کړل.
20/06/2024

افغان اتلانو د هند پر وړاندې لوبې لپاره د بشپړ چمتووالي په موخه خپل تمرینات ترسره کړل.

Address

پکتیا ګردیز ښار
Gardez
2201

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Nan TV &Network posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Nan TV &Network:

Videos

Share

Nearby media companies


Other Gardez media companies

Show All