پټان غږ ایف ایم راډیو

پټان غږ ایف ایم راډیو Pathan Radio 89.9FM

07/11/2023

د افغانستان او اسټرالیا تر منځ د لوبې ژوندی جریان
کمينټر: بخت زایل څمکنی
Ajmal Zaland

10/10/2023

په څمکنیو ولسوالۍ مرکز شهرینو بازار کې د هرات زلرله ځپلو سره د مرستې راټولو کمپاین

افغان اتلان به د نړيوال جام روانو سياليو په خپله لومړنۍ لوبه کې نن د افغانستان پر مهال د سهار ۹:۳۰ بجې د بنګله دېش له لو...
07/10/2023

افغان اتلان به د نړيوال جام روانو سياليو په خپله لومړنۍ لوبه کې نن د افغانستان پر مهال د سهار ۹:۳۰ بجې د بنګله دېش له لوبډلې سره مخ شي.

د همدې لوبې ژوندی جریان له پټان غږ راډیو څخه مه هیروئ.

هدف ۱۱۶ منډې شود اسیایي لوبو په دویمه نیمه پایلوبه کې افغان ابدالیانو د پاکستان الف لوبډله په ۱۱۵ منډو کې راټوله کړه. د ...
06/10/2023

هدف ۱۱۶ منډې شو

د اسیایي لوبو په دویمه نیمه پایلوبه کې افغان ابدالیانو د پاکستان الف لوبډله په ۱۱۵ منډو کې راټوله کړه. د افغان ابدالیانو له لوري په توپ اچونه کې فرید احمد ملک ۳، ظاهر خان پکتین او قیس احمد ۲-۲، ګلبدین نایب او کریم جنت هر یوه ۱ ویکټ ترلاسه کړه او سيال لوری يې ډېرو منډو اخيستو ته پرېنښود.

څو شېبې وروسته به افغان ابدالیان د هدف ترلاسه کولو په موخه د لوبې ډګر ته ښکته شي.

نیدرلنډ د پاکستان لوبډله په ۲۸۶ منډو وسوځولهد يو ورځنيو سياليو نړيوال جام په دويمه لوبه کې نیدرلنډ کرېکټ ملي لوبډلې پاکس...
06/10/2023

نیدرلنډ د پاکستان لوبډله په ۲۸۶ منډو وسوځوله

د يو ورځنيو سياليو نړيوال جام په دويمه لوبه کې نیدرلنډ کرېکټ ملي لوبډلې پاکستان په ۲۸۶ منډو وسوځوله.

پاکستان له ټاکل شويو ۵۰ اورونو څخه ۴۹ اووره ولوبول او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې ۲۸۶ منډې وکړې.

د پاکستان لپاره په توپوهنه کې محمدرضوان او صعود شکيل تر ټولو ډېرې ۶۸_۶۸ منډې جوړې کړې.

د نیدرلنډ لپاره په توپ اچونه کې بيا باس ډي ليډي څلور وېکټې ترلاسه کړې.

بريا مو مبارک شه!ابداليانو له سريلانکا وروسته په پرله پسې ډول نن پاکستان لوبډلې ته هم ماتې ورکړه او په چين کې د روانو اس...
06/10/2023

بريا مو مبارک شه!

ابداليانو له سريلانکا وروسته په پرله پسې ډول نن پاکستان لوبډلې ته هم ماتې ورکړه او په چين کې د روانو اسيايي سياليو پايلوبې ته يې لاره ومونده.

ټولنه د پټان په هنداره کې!د پټان غږ راډیو ځانګړې اونيزه موضوعي خپرونه.پدې خپرونه کې د ټولنې په شته ستونزو او ناحوالو له ...
06/10/2023

ټولنه د پټان په هنداره کې!
د پټان غږ راډیو ځانګړې اونيزه موضوعي خپرونه.
پدې خپرونه کې د ټولنې په شته ستونزو او ناحوالو له علمي شخصیتونو او مسؤل چارواکو سره غږیږو.
ددې اونۍ میلمه: استاد حبیب الله جریر
ددې اونۍ موضوع: تعلیمي بهیر او د ښوونکي مقام.

تاسو هم کولای شئ چې خپل نظریات، پوښتنې راته کمېنټ کړئ.
دغه خپرونه هره جمعه د شپې 9:00 بجې له پټان غږ راډیو څخه په ژوندۍ بڼه اوریدلی شئ.

افغان ابداليان لوبډله نن د پاکستان پر وړاندې لوبه کويد چين هانګ ژو کې د روانو اسيايي سياليو پر دوام نن افغان ابداليان لو...
06/10/2023

افغان ابداليان لوبډله نن د پاکستان پر وړاندې لوبه کوي

د چين هانګ ژو کې د روانو اسيايي سياليو پر دوام نن افغان ابداليان لوبډله د کرېکټ په دويمه نيمه پايلوبه کې د پاکستان پر وړاندې لوبه کوي.

ټاکل شوې چې ياده سيالي نن ۱۰:۳۰ بجې پيل شي.

لومړۍ نيمه پايلوبه د هند او بنګلدېش ترمنځ روانه ده چې هند برلاسی ښکاري.

ویاړلیه او معزز ښوونکیه! ورځ دې نېکمرغه او بختورهښوونکي د ټولنې بل مشالونه دي؛ چې خپل ټول عمر یې د وطن د بچیانو په سالمه...
05/10/2023

ویاړلیه او معزز ښوونکیه! ورځ دې نېکمرغه او بختوره

ښوونکي د ټولنې بل مشالونه دي؛ چې خپل ټول عمر یې د وطن د بچیانو په سالمه پالنه، روزنه او ښوونه کې تېر کړ؛ د جهالت د بلا سره یې مقابله وکړه او ډېر کورونه یې د علم په رڼا روښانه کړل.

د ښوونکي دنده ډېره باارزښته او سپېڅلې دنده ده، د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد ﷺ هم خپل ځان ښوونکی ګڼلی او په یوه مبارک حدیث شریف کې یې فرمایلي چې له شک پرته زه ښوونکی را لېږل شوی یم.

د ښوونکي د مقام، درنښت او اعزاز لپاره که هرڅومره لیکل وشي بیا هم لږ دي او ددوی حق به ادا نه شي، ځکه د ننني دور ټول پرمختګونه، غوړېدلي استعدادونه او په هره برخه کې ترسره شوي نوښتونه ددوی د هڅو برکت دی.

قدرمن ښوونکیه! یو ځل بیا دې ورځ بختوره
ژوند دې له نېکمرغیو او سوکالیو ډک اوسه.
د پټان غږ راډیو ادارې لخوا

په هندوستان کې دیوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالۍ نن پنجشنبه پیلېږي.تر سیالیو مخکې د ۱۰ لوبډلو د لوبډلمشرانو ډله ییز انځور
05/10/2023

په هندوستان کې دیوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالۍ نن پنجشنبه پیلېږي.
تر سیالیو مخکې د ۱۰ لوبډلو د لوبډلمشرانو ډله ییز انځور

د بېوسۍ دوران به تېر شيهېر به مې نه شي د بې ننګو پېغورونه #ټپه         د ټپو شورد پټان غږ راډیو اونیزه ادبي خپرونههره چه...
04/10/2023

د بېوسۍ دوران به تېر شي
هېر به مې نه شي د بې ننګو پېغورونه
#ټپه
د ټپو شور
د پټان غږ راډیو اونیزه ادبي خپرونه
هره چهارشنبه د شپې 9:30 بجې یې له پټان غږ راډیو څخه په ژوندۍ بڼه اوریدلی شئ.

دې خپرونې ته مو انتخاب کړې لنډۍ رالیږلی او کمېنټ کولای شئ.
او د دې تر څنګ په ژوندۍ بڼه په خپرونه کې راسره برخه اخیستلی شئ.
د اړیکې شمېره:0093771757948
د خپرونې کوربه: ارمان محبت

افغان ابدالیانو نیمه پایلوبې ته لاره وکړهافغان ابدالیانو د ۸ منډو په توپیر سره سریلانکا الف لوبډلې ته ماتې ورکړه او د رو...
04/10/2023

افغان ابدالیانو نیمه پایلوبې ته لاره وکړه

افغان ابدالیانو د ۸ منډو په توپیر سره سریلانکا الف لوبډلې ته ماتې ورکړه او د روانو اسیایي المپیکي سیالیو نیمه پایلوبې ته یې لاره وموندله. دافغان ابدالیانو په توپ اچونه کې قیس احمد او ګلبدین نایب ۳-۳ ویکټې په خپل نوم کړې.

اسیایي لوبې،د افغانستان او سریلانکا ترمنځ شل اووریزه لوبهد افغانستان ټوله لوبډله په نولسم اوور کې په ۱۱۶ منډو وسوځېدله.د...
04/10/2023

اسیایي لوبې،
د افغانستان او سریلانکا ترمنځ شل اووریزه لوبه
د افغانستان ټوله لوبډله په نولسم اوور کې په ۱۱۶ منډو وسوځېدله.
د افغانستان له لوري نور علي ځدراڼ ۵۱، شاهد الله کمال ۲۳ او محمد شهزاد ۲۰ منډې وکړې.

د افغانستان بانک وايي چې نن سه‌شنبه د تلې «۱۱» به  «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.د افغا...
03/10/2023

د افغانستان بانک وايي چې نن سه‌شنبه د تلې «۱۱» به «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به نن سه‌شنبه «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

لومړی توپ اچونه کوو!د افغانستان او سریلانکا تر منځ د تمریناتي لوبې پچه افغان ملي لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پر...
03/10/2023

لومړی توپ اچونه کوو!

د افغانستان او سریلانکا تر منځ د تمریناتي لوبې پچه افغان ملي لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان پر وخت ۱:۱۵ بجې به لوبه پیل شي.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د نړیوال جام د تمریناتي لوبې پچه په ګواهاتي کرکټ لوبغالي کې د ورښت له امله ځنډېدلې ده.
03/10/2023

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د نړیوال جام د تمریناتي لوبې پچه په ګواهاتي کرکټ لوبغالي کې د ورښت له امله ځنډېدلې ده.

د سوداګرو د پام وړ!له ډیر ځنډ وروسته افغان ملي لوبډله د نړیوال جام په شاندارو سیالیو کې.ډیر ژر... ګرانو تجارانو وروڼو! ک...
03/10/2023

د سوداګرو د پام وړ!
له ډیر ځنډ وروسته افغان ملي لوبډله د نړیوال جام په شاندارو سیالیو کې.
ډیر ژر...
ګرانو تجارانو وروڼو! که غواړی چې ستاسو تجارتي اعلانات د لوبو پر مهال نشر ته وسپارل شي، نو همدا اوس د پټان غږ راډیو ادارې سره په تماس کې شئ.
بیړه وکړئ! دا زرین چانس له لاسه مه ورکوئ.

0777700164

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام ته د چمتووالي لپاره نن د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې...
03/10/2023

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام ته د چمتووالي لپاره نن د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې سره تمریناتي لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن له غرمې وروسته ۱:۰۰ «سه‌شنبه د اکتوبر درېیمه» د هند د ګوواهاټي په «بارساپارا کرېکټ نړیوالي لوبغالي» کې ترسره شي.

انځورونه: افغان اتلان د روان کال د نړیوال جام سیالیو لپاره د بشپړ چمتووالي په موخه په تمریناتو بوخت دي.د یادونې وړ ده چې...
02/10/2023

انځورونه: افغان اتلان د روان کال د نړیوال جام سیالیو لپاره د بشپړ چمتووالي په موخه په تمریناتو بوخت دي.

د یادونې وړ ده چې افغان اتلان به په خپله دویمه تمریناتي سیالۍ کې سبا د سریلانکا پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

سرچینې: ترکیې په انقره کې د افغانستان سفارت لپاره د ا.ا نوی ډیپلوماټ منلیپه انقره کې د افغانستان سفارت کې ځینې سرچینې وا...
02/10/2023

سرچینې: ترکیې په انقره کې د افغانستان سفارت لپاره د ا.ا نوی ډیپلوماټ منلی

په انقره کې د افغانستان سفارت کې ځینې سرچینې وايي چې د ترکیې دولت په دغه سفارت کې د اسلامي امارت نوي ډیپلوماټ منلی دی.

په یاد سفارت کې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، نن (د تلې لسمه، د دوشنبې ورځ) سلام‌وطندار ته ویلي چې ټاکل شوې د اسلامي امارت دغه ډیپلوماټ د تېرو هغو په څېر ژرترژره خپل کار پیل کړي.

د دې سرچینې په وینا، په انقره کې د افغانستان سفارت تر اوسه اسلامي امارت ته نه‌دی سپارل شوی او تېر اسلامي جمهوري نظام د ډیپلوماټانو له لوري اداره کېږي.

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دغه خبر تر لیکلو پورې په دې اړه څه نه‌دي ویلي او د سلام‌وطندار پوښتنې یې هم ځواب نه کړې.

د یادونې ده چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت تر دې وړاندې په استانبول کې د افغانستان کونسلګرۍ لپاره هم خپل ډیپلوماټان ور پېژندلي وو او یاده کونسلګري د تېر کال له کب میاشتې راهیسې د اسلامي امارت د ډیپلوماټانو له لوري اداره کېږي.

اجې جدېجا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سلاکار روزونکی وټاکل شواجې جدېجا د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د ملي لوبډلې د مشاو...
02/10/2023

اجې جدېجا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سلاکار روزونکی وټاکل شو

اجې جدېجا د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د ملي لوبډلې د مشاور یا سلاکار روزونکي په توګه په دنده وګومارل شو. جدېجا د نړیوال جام لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سره د سلاکار روزونکي په توګه مل شوی دی.

د قوش تیپې د اوبو لګولو دغه ستره پروژه- چې د امکان سنجۍ مطالعات یې په ۲۰۱۸ کال کې پیل شوي وو- د سیمې په کچه د اوبو لګولو...
30/09/2023

د قوش تیپې د اوبو لګولو دغه ستره پروژه- چې د امکان سنجۍ مطالعات یې په ۲۰۱۸ کال کې پیل شوي وو- د سیمې په کچه د اوبو لګولو ستره پروژه ګڼل کېږي.
د قوش تیپې کانال د امو له سینده په کال کې ۱۰ میلیارده متر مکعبه اوبه رابېلوي او ۲۸۰ کیلومتره په اوږدوالي، ۱۰۰ متره پلنوالي او ۸.۵ متره په ژوروالي سره د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو شاوخوا ۵ سوه زره هکټاره ځمکه خړوبولای شي.
د دې پروژې ټولې منابع او تخنیکي چارې د هېواد له ملي بوديجې او د افغانستان ملي پراختیایي شرکت له لوري عملي کېږي.

د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتیايي خدمتونو له کمښت شکایت کويد پکتیا څمکنیو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې  دغه ولسوا...
29/09/2023

د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتیايي خدمتونو له کمښت شکایت کوي

د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې دغه ولسوالۍ کې نفوس زیات دی او شته روغتیايي خدمات ورته بسنه نه‌کوي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي چې د دې ولسوالۍ ۷۰بستریز روغتون یوازې د دغې ولسوالۍ د اوسېدونکو نفوس ته په کتو جوړ شوی، خو اوس د شپږو نورو ولسوالیو خلک هم خپل ناروغان د درملنې لپاره دغه روغتون ته وروړي.

د دوی په وینا، د ګڼې‌ګوڼې له امله یې روغتون کې د ناروغانو شمېر زیات او امکانات کم وي چې له ستونزو سره یې مخ کړي دي.

د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ اوسېدونکي زیاتوي چې یاد روغتون کې پرمختللی اېکسرې ماشینونه شتون نه‌لري او ناروغان اړ دي چې د اېکسرې لپاره کابل ته لاړ شي.

یوه ناروغ‌ لرونکي نذیر وویل: »که امکاناتو ته راشو دلته ډېر امکانات نشته، مثلا که زه ام‌ار‌ای ایکسره وغواړم، نو دلته نشته، زه باید کابل ته ولاړ شم. که وغواړم سیټي‌سکین ایکسره وکړم هغه دلته نشته باید کابل ته ولاړ شم. بل دا چې سویې تغذیې ماشومانو درملنې لپاره دلته امکانات نشته. زما خپله یو ماشوم دی سوی تغذیه دی، دلته تغذې لپاره دلته نشته، نو زه مجبور یم کابل کې صحت طفل ته یې یوسم، نو دلته امکانات کم دي.»

په ورته وخت کې د څمکنیو ولسوالۍ د ۷۰ بستریز روغتون مسوولان هم وایي چې مراجعین یې زیات، خو امکانات یې کم دي.

د څمکنیو روغتون مشر ډاکټر امان‌الله منګل وایي، یاد روغتون ته د ورځې له ۳۰۰ تر ۷۰۰ ناروغان مراجعه کوي چې یاد شمېر ته په کتو امکانات یې کم او نه‌شي کولای ناروغانو ته سم خدمات وړاندې کړي.

د نوموړي په وینا، د درملو کمښت ترڅنګ روغتون انتظار‌خونه هم نه‌لري چې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړه چې د ورځې درې تر څلور داسې ناروغان هم ورځي چې باید کابل ته ولېږدول شي، خو یوازې یو امبولانس لري او نه‌شي کولای ناروغان ولېږدوي.

هغه وویل: «دې روغتون ته یوازې یوه ولسوالۍ نه‌بلکې اوه ولسوالۍ دي چې مراجعه کوي، نو امکانات او درمل د یوې ولسوالي لپاره راځي، خو مراجعین د شپږو یا اوو ولسوالیو دي، نو د درملو برخه کې له ستونزې سره مخ یو، ځکه ورځني ناروغان زیات وي او درمل کم وي.»

د پکتیا د روغتیا ریاست مسولان بیا وایي، د څمکنیو د روغتون د ستونزو د حل لپاره خپلې هڅې کوي چې ځینې به یې ډېر ژر حل کړي. د پکتیا د روغتیا رییس خیرمحمد وایي، د څمکنیو ولسوالۍ روغتون کې به د پیوازانو لپاره انتظارخونه جوړه او د امبولانس شمېر هم زیات کړي.

هغه وویل: «د درملو په تړاو مو د ادا موسسې ولایتي دفتر او یونېسف سره موضوع شریکه کړې او همدارنګه زموږ د بارمسي سټاک نه هم د ضرورت وړ درمل وخت په وخت یوازې یاد روغتون ته نه، بلکې نور چې څومره روغتونونه دي ټولو ته ورکړي.»

د څمکنیو ولسوالي چې له مرکز ګردېز څخه شاوخوا ۷۰ کیلومتره لرې پرته ګڼ نفوسه ولسوالي ده، روغتون ته یې د نورو ورڅېرمه احمدخېل، لجه منګل، جانیخېل، ډنډپټان او د میرزکې ولسوالۍ اوسېدونکي هم مراجعه کوي چې له کبله یې روغتون کې امکانات کم او ناروغان زیات دي.
Salam Watandar

د سویلي افریقا پر وړاندې د افغان اتلانو تمریناتي لوبه لغوه شوه!د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام د تمریناتي سیالیو په لړ کې د افغان...
29/09/2023

د سویلي افریقا پر وړاندې د افغان اتلانو تمریناتي لوبه لغوه شوه!

د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام د تمریناتي سیالیو په لړ کې د افغانستان او سویلي افریقا لوبډلو ترمنځ تمریناتي لوبه د ټریونډرم په ګرینفیلډ کرکټ لوبغالي کې د شدید او دوامداره ورښت له امله لغوه شوه.

افغان اتلان به د راتلونکې سه شنبې په ورځ په ګواهاتي کرکټ لوبغالي کې خپله دویمه تمریناتي لوبه کې له سریلانکا سره مخ شي.

افغان اتلان به سبا د افغانستان پرمهال د ماسپښین یوه بجه د نړیوال جام لپاره د چمتووالي په لړ کې په خپله لومړۍ تمریناتي لو...
28/09/2023

افغان اتلان به سبا د افغانستان پرمهال د ماسپښین یوه بجه د نړیوال جام لپاره د چمتووالي په لړ کې په خپله لومړۍ تمریناتي لوبه کې د سویلي افریقا لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

عامې روغتيا وزارت وايي، د ننګرهار ولايت په خوګياڼيو ولسوالۍ کې يې د پوليو يوه تازه مثبته پېښه ثبت کړې ده.د دې وزارت د مع...
28/09/2023

عامې روغتيا وزارت وايي، د ننګرهار ولايت په خوګياڼيو ولسوالۍ کې يې د پوليو يوه تازه مثبته پېښه ثبت کړې ده.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د نوې پېښې له ثبتېدو سره، روان کال کې د پوليو مثبتو پېښو شمېر شپږو ته ورسېده.

«افغانۍ» په نړۍ کې درېیم باثباته پولي واحد وپېژندل شویوې امریکايي رسنۍ بلومبرګ تازه په یوه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۳ کال ...
28/09/2023

«افغانۍ» په نړۍ کې درېیم باثباته پولي واحد وپېژندل شو
یوې امریکايي رسنۍ بلومبرګ تازه په یوه راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې «افغانۍ» له کولمبیا او سریلانکا وروسته د درېیم باثباته پولي واحد ځای خپل کړی دی. په دغه راپور کې لیکل شوي چې له افغانستان میلیارډونه ډالره بشري مرستې او له اسیايي ګاونډیانو سره د دغه هېواد د سوداګرۍ پراختیا لامل شوې چې «افغانۍ» په دغو درېوو میاشتو کې د نړیوالې درجه‌بندۍ سر ته راولي.

د دغه راپور په یوه برخه کې «اسلامي امارت په دغو درېوو میاشتو کې د نړۍ تر ټولو ښه کرنسي کنټرولوي» عنوان راغلی او ترې لاندې لیکل شوي: «د بلومبرګ له لوري راټولې شوې شمېرې ښيي چې د کرنسي کنټرول، د نغدو پیسو راکړې‌ورکړې او په افغانۍ د نورو حوالو په دغو درېوو میاشتو کې له افغانۍ سره مرسته کړې چې شاوخوا نهه سلنه پرمختګ وکړي او په روان کال کې یې شاوخوا ۱۴ سلنه پرمختګ کړی دی. د کولمبیا او سریلانکا له پیسو وروسته په نړیوال نوملړ کې درېیم ځای خپل کړی دی.»

په همدې حال کې د افغانستان بانک ویاند حسیب‌الله نوري وايي، دغه بانک په خپل ښه مدیریت او د معقولو پولي سیاستونو په پلي کېدو سره توانېدلی چې د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت وساتي.

هغه زیاتوي: «اوس افغانۍ باثباته پولي واحد منل شوی دی. د تېرو کلونو په پرتله په افغانۍ سوداګریزه راکړه‌ورکړه زیاته شوې، له هېواده د ډالرو د قاچاق مخنیوی، د افغانۍ دودول او د صادراتو زیاتوالی د افغانۍ د ارزښت ساتلو مهم لاملونه دي.»

یوشمېر اقتصادي شنونکي که څه هم دا لاسته‌راوړنه ستايي، خو وايي چې د افغانۍ ثبات په تېر یوه کال کې د افغانانو پر اقتصادي وضعیت چندان اغېز نه‌دی کړی.

د اقتصادي چارو شنونکی شاکر یعقوبي وايي: «دغه ثبات پر روان اقتصادي وضعی اغېز نه‌دی کړی. یوازې پر شتمنو یې چې په پیسو سوداګري کوي، اغېز کړی. دغه راز یې د کارموندنې لپاره د اقتصادي پروګرامونو پر مخ وړلو، د سوداګرۍ کچې لوړېدو او د افغانستان وضعیت ښه کېدو کې یې رول نه‌دی لرلی.

بله‌خوا د اقتصادي چارو یو بل شنونکی شبیر بشیري وايي: «اړتیا ده چې په دوامداره توګه د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره یوازې د افغانستان بانک په کاري چوکاټ کې بسنه ونه شي. اړتیا ده چې په افغانستان کې په افغانۍ سټراټېژیکه اقتصادي پشتوانه چې د دولتي سکټورونو ګډ کار غواړي، جوړه کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د ډالرو په ګډون، د نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت زیات شوی دی.

تېرو دوو کلونو کې ۴۲۰۰ بهرني سیلانیان افغانستان ته راغليد اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معیین وايي چې د تېرو دوو کلون...
27/09/2023

تېرو دوو کلونو کې ۴۲۰۰ بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معیین وايي چې د تېرو دوو کلونو پر مهال ۴۲۰۰ بهرني سیلانیان افغانستان ته راغلي دي.

حیات‌الله مهاجر فراهي نن چهارشنبه د تلې پنځمه کابل کې د ګرځندوی نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل چې دغه وزارت به نږدې راتلونکې کې څلورو ولایتونو کې بهرني سیلانیانو ته معیاري هوټلونه جوړ کړي.

نوموړي وویل: «د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې ۴۲۰۰ بهرني اتباعو د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه لیدنه کړې او دا شمېرې ورځ ترې بلې پر لوړېدو دي.»

بل‌خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه دې غونډه کې د وینا پر مهال د افغانستان له تاریخي سیمو د بهرنیو سیلانیانو لیدنه او ورتګ د هېواد اقتصاد لپاره ګټور بولي.

هغه وویل: «سیلانیان هغه څوک دي چې د یوه مېلمه په توګه افغانستان ته راځي او باید ښه چلن ورسره وشي او دا لامل کېږي چې د افغانستان رېښتنې څېره خلکو ته وروښودل شي او د هېواد د اقتصادي ودې لامل کېږي.»

په ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي یاده غونډه کې د ګاونډیو او سیمې هېوادونو له سیلانیانو غوښتنه وکړه چې د افغانستان له تاریخي سیمو لیدنه وکړي.

نوموړي وویل: «افغانستان تاریخي او لرغونې سیمې لري او دا د بهرنیو او کورنیو سیلانیانو لپاره زړه‌راښوونکې دي، موږ د ګاونډیو او سیمې له سیلانیانو غواړو چې افغانستان ته سفر وکړي او له تاریخي سیمو او هوا څخه یې خوند واخلي.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان همداراز دې غونډه کې زیاته کړه چې د بامیان بند‌امیر کې د ګرځندوی صنعت ودې لپاره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سره په ګډه پر یوه پلان کار کوي.

نن چهارشنبه د ربیع الاول  د میاشتي دولسمه نېټه ده.په دې ورځ د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد ص زېږېدلی.مبارک په خپلې پیغمبرۍ...
27/09/2023

نن چهارشنبه د ربیع الاول د میاشتي دولسمه نېټه ده.
په دې ورځ د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد ص زېږېدلی.
مبارک په خپلې پیغمبرۍ سره نړۍ له ناپوهۍ او ګمراهۍ څخه وژغورله.
د نبی کریم (ص) نېکمرغه میلاد دې مبارک وی!

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي چې پاکستان کې افغان کډوالو سره د دغه هېواد چلن د زغم وړ نه دی.شېرمحمد عباس ستانکز...
27/09/2023

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي چې پاکستان کې افغان کډوالو سره د دغه هېواد چلن د زغم وړ نه دی.

شېرمحمد عباس ستانکزي نن چهارشنبه د تلې پنځمه کابل کې د ګرځندوی نړیوالې ورځې په اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې پاکستان دې د افغان کډوالو له زورونې لاس واخلي او په وینا یې، دوی سره دې د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو سره سم چلن وکړي.

پکتیا کې سوداګر: له مرکز ډنډپټان ته د ګمرک لېږد د سوداګرو په خیر نه‌ دیپکتیا کې یوشمېر سوداګر وایي چې د دغه ولایت له مرک...
26/09/2023

پکتیا کې سوداګر: له مرکز ډنډپټان ته د ګمرک لېږد د سوداګرو په خیر نه‌ دی

پکتیا کې یوشمېر سوداګر وایي چې د دغه ولایت له مرکز ګردېز ښار څخه د ډندپټان ولسوالي ته د ګمرک لېږد له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

دغه سوداګر سلام‌وطندار ته وايي چې د ډنډپټان ولسوالي اړوند پر ډیورنډ فرضي کرښه خرلاڅیو دروازې ته څېرمه د یاد ولایت د ګمرک لېږد له کبله د بانکي خدمتونو او ګُدامونو نشتون ترڅنګ له نورو بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د پکتیا یوه سوداګر محبوب‌الله وویل چې ډنډپټان ته د یاد ولایت د ګمرک لېږد د سوداګرو پر زیان دی. د نوموړي په وینا، د یاده سیمه کې د اړوند ادارو نشتون له امله سوداګر اړ دی چې د اسنادو اداري چارو لپاره مرکز ګردېز ته سفر وکړي.

محبوب‌الله زیاته کړه چې د ډنډپټان او مرکز ګردېز ترمنځ ساعتونه مزل دی چې دا چارې به یې سوداګري زیانمنه او تجارت ټکنی کړي.

نوموړي وویل: «زه یو مثال وړاندې کوم که یو اسناد د ستونزې له امله یوې ادارې ته بېرته راجع شي، یو موټرچلوونکی، کمیشنکار، شرکت او یا هم تجار باید له اطراف څخه دوه یا درې ساعته وروسته باید مرکز ته راشي او خپل اسناد دوباره تنظیم کړي او ولاړ شي؛ نو دا د وخت ضایع کېدل دي او هم هغه اقتصادي فعالیتونه چې له مرکز څخه باید پراختیا ومومي هغه په اطراف کې منزوي کیږي. د دې ګمرک انتقال نه د تجارانو په خیر دی او نه هم د اقتصاد او نه د هېواد راتلونکې لپاره ګټه لري.»
یاد سوداګر همداراز اندېښنه ښیي چې پر ډیورنډ فرضي کرښه وخت ناوخت د افغان او پاکستاني لوري ترمنځ نښتې رامنځته کېږي چې په وینا یې، سوداګر او توکو ته به یې زیان ورسېږي.

بل‌خوا د ډڼده پټان ولسوالي کې د ګمرک مسولان وایي، د مالیې وزارت په لارښوونه شاوخوا یوه میاشت وړاندې یې له مرکز ګردېز څخه د ډنډپټان ولسوالي اړوند خرلاڅیو دروازې ته یې ګمرک لېږدولی دی.

د یاد ګمرک رییس فضل‌الحق منیب د سوداګرو ستونزې تاییدوي، خو وایي چې د ګمرک لېږد پرېکړه سوداګرو ته د اسانتیاو د رامنځته‌کېدو په موخه شوې او نږدې ورځو کې به د بانک څانګه فعاله او د ګمرک لپاره به ګدامونه جوړ کړي.
نوموړي وویل: «ځکه صادرات زیات شوي، نو تجارانو ته د سهولت لپاره مو ګمرک دلته دڼډپټان ته راوړ. په دې کې دلته ډېرې ستونزې حل شوې، لکه تشریح برخه کې چې د صادارتو کومه تشریح ده، هغه اوس دلته په ډېره شفافه توګه کیږي. ستونزې په‌کې نشته، ډېر سهولت په‌کې دی. د بانک څانګه هم نږدې راتلونکې کې انشاالله راوړنکې ده. زموږ کسان یې په کارونو سره مصروف دي. نورې نمایند‌ګۍ هم لکه د زراعت، صنعت او اتاق تجارات دي، هغه هم راوړنکي دي.»

پکتیا کې سوداګر همداراز د ګمرک مسوولانو څخه غواړي چې د توکو د لېږد رالېږد برخه کې د سوداګرو شته ستونزې هم هوارې او د سوداګرۍ ودې لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي.

ایا غواړئ چې تجارت مو لا پیاوړی شي ؟ایا غواړئ چې کاروبار مو په لږه موده کې زیات پرمختګ وکړي؟ایا خپل کاروبار ته مو انديښم...
25/09/2023

ایا غواړئ چې تجارت مو لا پیاوړی شي ؟
ایا غواړئ چې کاروبار مو په لږه موده کې زیات پرمختګ وکړي؟
ایا خپل کاروبار ته مو انديښمن یاست؟
ایا غواړئ چې زیات پېریدونکي ولرئ؟

نو که پورته پوښتنو ته مو ځواب هو وي

نو همداوس د پټان غږ راډیو له ادارې سره په تماس کې شئ
پټان غږ راډیو ستاسو د کاروبار لپاره ځانګړي اعلانات او د لویو شرکتونو لپاره ځانګړې خپرونۍ چمتو کوي.
د موبایل او واټساف شمېرې
0773424348
0777700164

له ارزګان پرته نن د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد یا پولیو واکسین کمپاین پيل شو.په دغه څلور ورځني ک...
25/09/2023

له ارزګان پرته نن د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد یا پولیو واکسین کمپاین پيل شو.

په دغه څلور ورځني کمپاین کې تر پنځو کلونو ښکته ماشومانو ته د پولیو څاڅکي او له شپږو میاشتو نیولې تر پنځه کلنو ماشومانو ته د ویټامین اې ټابلیټ هم ورکول کیږي.

د افغانستان د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسول نیک ولي شا مومن نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل:

" په دې کمپاین کې زمونږ تر هدف لاندې ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو ښکته دي، ۱۱ میلیونه دي. باید یادونه وکړم چې ارزګان کې اوس تازه کمپاین ترسره شوی دی، نو د وخت د نژدې والي له کبله ارزګان کې یوه یا دوه اونۍ وروسته کمپاین ترسره کیږي."

په افغانستان کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین دغه کمپاین داسې مهال پیلیږي< چې سږ میلادي کال په دې هیواد کې د پولیو یا ګوزڼ پنځه مثبتې پېښې شوي دي.

متحده عربي اماراتو او اوزبکستان په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ پر جوړولو هوکړه کړېد افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان...
25/09/2023

متحده عربي اماراتو او اوزبکستان په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ پر جوړولو هوکړه کړې
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي، د تېرې شنبې په ورځ یې کابل ته د اوزبکستان او متحده عربي اماراتو له راغلیو پلاویو سره د غونډې پر مهال په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ شبکې پر جوړېدو او پراختیا هوکړه کړې ده.

د اوسپنې پټلۍ ادارې ویاند سمېع‌الله دراني رسنیو ته ویلي، په دې درې‌اړخیزه ناسته کې پرېکړه وشوه چې د متحده عربي اماراتو او اوزبکستان تخنیکي ډله به په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ شبکې د پراختیا په موخه کابل ته راشي او دلته به له افغان لوري سره په ګډه پر یوه میکانېزم کار وکړي.

په ورته وخت کې د ټرانسپورټ وزارت ویاند امام‌الدین احمدي رسنیو ته ویلي چې دا یې لومړۍ ناسته وه او په راتلونکې کې به دوام کوي. د نوموړي په وینا، په یاده ناسته کې یې د نورو مسایلو تر څنګ، په افغانستان کې د کانونو د اېستلو، د سوداګریزو توکو د لېږد، ټرانزیټ او د افغانسان له لارې د سوېلي او منځنۍ اسیا د نښلولو په اړه خبرې کړې دي.

دا درې‌اړخیزه غونډه داسې مهال جوړېږي چې همدا یوه میاشت وړاندې یو لوړرتبه اوزبکستاني پلاوي افغانستان ته د سفر پر مهال د تورخم بندر په ګډون، د هېواد د ځینو نورو ټرانزیټي او لویو لارو لیدنه وکړه.

د اقتصادي چارو شنونکي بیا باور لري چې د اوسپنې پټلۍ شبکې د جوړېدو او پراختیا په ګډون، په ګڼ‌شمېر برخو کې د ګاونډیو هېوادونو ونډه به د افغانستان په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول ولري.

متحده عربي امارات او اوزبکستان داسې مهال په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ د جوړېدو او پراختیا برخه کې علاقه‌مندي ښيي چې افغانستان اوس د مزارشریف‌–‌حیرتان، خواف‌–‌هرات، اقینې‌– اندخوی او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې له اوزبکستان، ترکمنستان او ایران سره ګډه سوداګریزه راکړه ورکړه لري.

د پکتیا امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اریوب ځاځي ولسوالي کې عامو خلکو دوه لېوان له‌منځه وړي دي.یادې ولسوالي کې خ...
24/09/2023

د پکتیا امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اریوب ځاځي ولسوالي کې عامو خلکو دوه لېوان له‌منځه وړي دي.

یادې ولسوالي کې خلکو دغه لېوان وروسته له هغې له‌منځه وړي چې تېره پنج‌شنبه یادو لېوانو یو ماشوم وواژه او پنځه نور کسان يې ټپيان کړل.

د پکتيا امنيه قومنداني وياند منيب ځدراڼ وايي، لېوان له ځنګل څخه د پنج‌شنبې راهيسی هره ورځ کلي ته راښکته کېدل چې نن ورځ د سیمې اوسېدونکو پرې ډزې کړي او له‌منځه یې وړې دي.

دغه لېوان هغه مهال د عامو خلکو له لوري له‌منځه وړل شوي چې د اریوب‌ځاځي یوه کلي ته ښکته شوي وو.

له تېرې پنج‌شنبې ورځې راهیسې د اریوب‌ځاځي ولسوالي کې څو ځله دغه لېوان کلیو ته راښکته شوي چې یو ماشوم یې وژلی او پنځه نور کسان یې ټپیان کړي دي.
Salam Watandar

هېواد کې د اوبو د مدیريت هڅې؛ د اوبو او انرژۍ وزارت د ۴۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت لګسونه چک ډېمونه جوړويد اوبو او انرژۍ ...
24/09/2023

هېواد کې د اوبو د مدیريت هڅې؛ د اوبو او انرژۍ وزارت د ۴۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت لګسونه چک ډېمونه جوړوي

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، ډېر ژر به د ۴۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت د چک ډېمونه د لسګونه پروژو چارې پيل کړي.

دغه وزارت په يوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست شنبه (د سپتمبر ۲۳مه) د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د دې چک ډېمونه د جوړولو په اړه وزارت له رئيسانو او تخنيکي مسوولينو سره د همغږۍ غونډه وکړه.

خبرپاڼه زياتوي، دې ناسته کې يوې مشخصې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې د دغو پروژو د تطبيق چارې ژر تر ژره په مسلکي ډول مخکې يوسي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د اوبو د بحران د مدیریت او د موسمي سیلابونو د کنټرول، د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا او په هیواد کې د سیلابونو او وچکالۍ د بندونو د کمولو په موخه د هیواد په ۱۳ ولایتونو کې د ۱۴۰ چک ډېمونو د پروژو د تطبیق مسوولیت د حکومت د مشرتابه له لوري، د اوبو او انرژۍ وزارت ته سپارل شوی دی.

دغه وزارت ويلي، چې د دې چک ډېمونو د جوړولو بودجه د حکومت د مشرتابه له لوري په فوق العاده ډول منظور شوې ده.

د اوبو او انرژۍ وزارت په وينا، د دې پروژو په پلي کېدو سره به له وچکالۍ سره د مبارزې، د اوبو د سرچینو د مدیریت او پیاوړتیا په برخه کې مثبت او ګټور ګام پورته شي.

Address

Gardez

Telephone

+93771757948

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when پټان غږ ایف ایم راډیو posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to پټان غږ ایف ایم راډیو:

Videos

Share

Category