Bakhter News Agency Maidan Wardak

Bakhter News Agency Maidan Wardak مونږ مو له مهمو خبرونو او تازه پېښو خبر وو.

د جبري راستنېدونکو مهاجرینو سره  د اعانې را ټولولو کمپاين پیل شو.باختر آژانس-میدان وردګنېټه: ۱۴۴۵/جمادی الثاني/۲۱د عالیق...
03/01/2024

د جبري راستنېدونکو مهاجرینو سره د اعانې را ټولولو کمپاين پیل شو.
باختر آژانس-میدان وردګ
نېټه: ۱۴۴۵/جمادی الثاني/۲۱
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې په میدان وردګ ولايت کې د جبري راستنېدونکو مهاجرینو سره د اعانې راټولولو کمپاین پیل شو.
د دغه ولایت د مهاجرینو رئيس مولوي حسين الله حقاني باختر آژانس ته وویل: نن په میدان وردګ ولایت کې د جبري راستنېدونکو مهاجرینو سره د اعانې راټولولو صندوق کېښودل شو.
ښاغلي حقاني د دغه ولایت له ټولو اوسېدونکو او په ځانګړي ډول له بډایه خلکو و غوښتل تر څو د خپل وس په اندازه له یاد صندوق سره مرسته وکړي.
د ویلو ده چې په میدان وردګو ولایت کې د جبري راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د مهاجرینو په ښارګوټي کې ۲۷۶ کورونه ځانګړي شوي.

د میدان وردګ ولايت په سطحه ممتاز زده کوونکي تقدير شول.باختر آژانس-میدان وردګنېټه:۱۴۴۵/جمادی الثاني/۲۱د پوهنې ریاست له خو...
03/01/2024

د میدان وردګ ولايت په سطحه ممتاز زده کوونکي تقدير شول.
باختر آژانس-میدان وردګ
نېټه:۱۴۴۵/جمادی الثاني/۲۱
د پوهنې ریاست له خوا د ټول ولایت په کچه ممتاز زده کوونکو د ستایلو غونډه جوړه کړه
په دغه غونډه کې د ولایت مقام مرستیال والي، امنیه قوماندان په ګډون ولایتي چارواکو، معلیمینو او سلګونه زده کوونکو ګډون کړی وو.
د پوهنې رییس مولوي محمد عثمان حریت پر وینا د ټول ولایت پر سطحه ۱۷۹۰۰۰ یو لک او نهه اویا زره شاګردان پر زده کړو بوخت دي چې له جملې یې ۱۷۷ تنه د هر اړخيزه ارزونې له مخې د تقدير لپاره ټاکل شوي

01/01/2024

په میدان وردګ ولایت کې د شیدو د تولید کاربار غوړیدلی، چې له امله یې په ورځنی ډول د ۵ زره کیلو ګرامه شیدو پېر او پلور ترسره کیږي. ددغه شیدو ډیری برخه کابل ته انتقالیږي او پاتې یې په مرکز میدان ښار کې پلورل کیږي.

د میدان وردګ د ډبرو سکرو پروسېس له نړیوال مارکېټ څخه د بازار موندنې په موخه دوه سوه ټنه د ډبرو سکاره د ایران له لارې عما...
11/12/2023

د میدان وردګ د ډبرو سکرو پروسېس له نړیوال مارکېټ څخه د بازار موندنې په موخه دوه سوه ټنه د ډبرو سکاره د ایران له لارې عمان هیواد ته په امتحاني ډول استول شوي.
د هیواد په کچه د میدان وردګ ولایت کوټه عشرو سیمې د ډبرو سکرو د پروسیس مارکېټ کارونه د ملي پراختيا شرکت له خوا په معياري ډول تر سره کيږي چې، په راتلونکي کې به په لوی صادروونکي مارکېټ بدل شي.

په میدان وردګ کې د اوبو د کنترول لپاره واړه بندونه تړل کيږي.باختر آژانس_میدان وردګنېټه:۱۴۴۵/ربیع الثاني/ ۱۳د میدان وردګ ...
28/10/2023

په میدان وردګ کې د اوبو د کنترول لپاره واړه بندونه تړل کيږي.
باختر آژانس_میدان وردګ
نېټه:۱۴۴۵/ربیع الثاني/ ۱۳
د میدان وردګ ولایت په نرخ، سیدآباد،جلرېز، چک او جغتو ولسواليو کې د دولت له بودجې د17148756 میلیونه افغانيو په ارزښت د اوبو د کنټرول لپاره واړه بندونه جوړيږي.

28/10/2023

د جلرېز ولسوالۍ ۳۱۳ کورنیو ته نغدې پیسې ورکړل شوې.
باختر آژانس_میدان وردګ
نېټه: ۱۴۴۵/ربيع الثاني/۱۳
د کرهنې ریاست تر چتر لاندې د د خوړو او کرهنې نړیوال سازمان په مالي لګښت د میدان وردګ ولایت جلرېز ولسوالۍ له ۳۱۳ کورنیو سره د نقدو پيسو مرسته وشوه.
د یاد ریاست له لوري باختر آژانس ته په راغلي خبرپاڼه ویل شوي: جلرېز ولسوالۍ اړوند ۳۱۳کورنی چې سروې یې مخکې تر سره شوې وه د خوړو او کرهنې نړیوال سازمان په مالي لګښت هرې کورنۍ ته ۵۲۹۲ افغانۍ ورکړل شوې.
د یادولو وړ ده چې دغه مرستې په شپږو مرحلو کې ورکول کيږي چې دا یې څلورم ځل وو،او دوه ځلې نور پیسې به په ڼېږدې راتلونکي کې ورکړل شي.

د صدمردې کوتل د ۱۵ کیلو متره سرک د رغولو چارې پیل شوې.باختر آژانس_میدان وردګنېټه: ۱۴۴۵/ربيع الثاني/۹د میدان وردګ ولايت م...
24/10/2023

د صدمردې کوتل د ۱۵ کیلو متره سرک د رغولو چارې پیل شوې.
باختر آژانس_میدان وردګ
نېټه: ۱۴۴۵/ربيع الثاني/۹
د میدان وردګ ولايت مقام او ملي دفاع وزارت په همغږي د صد مردې غرني کوتل پر سر د ۱۵کیلومتر سرک د رغولو چارې پیل شوې.
دغه سرک چې دایمیرداد له نرخ ولسوالۍ سره نښلوي په رغولو سره به یې له دایمیرداد تر کابل پورې د ۵ ساعتونو لار دوه نیم ساعته ته را لنډه شي.

په میدان وردګ ولایت کې ۳۳زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې.باختر آژانس_میدان وردګنېټه: ۱۴۴۵ /ربیع الثاني/۷د میدان وردګ...
22/10/2023

په میدان وردګ ولایت کې ۳۳زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې.
باختر آژانس_میدان وردګ
نېټه: ۱۴۴۵ /ربیع الثاني/۷
د میدان وردګ ولایت مرستیال والي مولوي سیدالرحمن حافظ تر مشرۍ لاندې له غېرې دولتي موسسو سره د همغږۍ ناسته تر سره شوه.
په دغه غونډه کې د اقتصاد رییس مولوي عبدالحکیم حامد وویل: په ميدان وردګ کې ۲۴ غیرې دولتي مؤسسې د اقتصاد ریاست تر چتر لاندې کار کوي چې ۳۳زره کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې.
یاد ریاست له موسسو غواړي چې، د کارمندانو معاشونه د بانکي سیستم له لارې ورکړي او تر څنګ یې شپږ میاشتنی او کلنی پلان هم له دوی سره شريک کړي.

د سپورت او بدني روزنې آمریت له خوا د وشو لوبې څلورم پړاو سیالۍ د میدان وردګ ولایت په کوربه توب تر سره شوې.باختر آژانس ـ ...
13/10/2023

د سپورت او بدني روزنې آمریت له خوا د وشو لوبې څلورم پړاو سیالۍ د میدان وردګ ولایت په کوربه توب تر سره شوې.

باختر آژانس ـ میدان وردګ
نیټه : ۱۴۴۵/ ربیع الاول/ ۲۷
د سپورت او بدني روزنې آمریت له خوا په دغه ولایت کې د وشو رزمي لوبې سیالۍچې د میدان وردګ ولایت په کوربه توب تر سره شوې نن پای ته ورسېدې.

د وشو په یادو سیالیو کې د خوست، لوګر، کابل ،میدان وردګ او غزني ولایتونو ورزشکارانو ګډون کړی وو، چې لوګر ولایت لمړی ، خوست دوهم ،او د کابل ورزشکارانو دریم مقام خپل کړ.

د یاد آمریت آمر ښاغلي ذبیح الله وهاج باختر آژانس ته وویل: په ننیو سیالیو کې چې تېره ورځ پیل شوې وې د پنځو ولایتونو، څخه ۱۴۰ تنه ورزش کارانو ګډون کړی وو چې ټولې ۷۰ جوړې ورزشکارانو په مختلفو وزنونو کې له یو بل سره رقابت وکړ.

په میدان وردګ ولایت کې د هرات زلزله ځپلو کورنیو سره دمرستې لپاره تر دې مهاله څه کم ۴ میلیونه افغانۍ را ټولې شوې.باختر آژ...
13/10/2023

په میدان وردګ ولایت کې د هرات زلزله ځپلو کورنیو سره دمرستې لپاره تر دې مهاله څه کم ۴ میلیونه افغانۍ را ټولې شوې.

باختر آژانس ـ میدان وردګ
نیټه : ۱۴۴۵/ ربیع الاول/ ۲۷
په میدان وردګ ولایت کې د هرات او بادغېس ولایتونو له زلزله ځپلو کورنیو سره مرستې په موخه تر دې مهاله څه کم څلور میلیونه افغانۍ چنده شوې.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حبیب الله مجاهد نن د جمعې په ورځ باختر آژانس ته وویل: د تیرو څلورو ورځو راهیسې تر دې مهاله په میدان وردګ ولایت کې د هرات او بادغیس له خلکو سره د مرستې په موخه څه کم ۴ میلیونه افغانۍ را ټولې شوې او دا پروسه لاهم روانه ده.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه: لکه څرنګه چې په هرات کې یوه لویه غمیزه رامنځته شوه او مسلمانان یو پر بل حق لري نو د دغه ولایت له ټولو خلکو په خاص ډول تجارانو او بډایه خلکو مو غوښتنه ده چې د هرات ولایت له خلکو سره د خپل توان په اندازه مرسته وکړي.

11/10/2023

دغه سپورتي نمایشونه سبا پنجشنبه د میدان وردګ ولایت سپورت آمریت اړوند ورزشي سټډیم کې تر سره کيږي.

د پوهنې ریاست د ۱۱۵ نارینه او ۵۷ ښځینه ښوونکو ازموينه واخیسته.باختر آژانس_ميدان وردګنېټه: ۱۴۴۵/ربیع الاول/۱۶ د میدان ورد...
02/10/2023

د پوهنې ریاست د ۱۱۵ نارینه او ۵۷ ښځینه ښوونکو ازموينه واخیسته.

باختر آژانس_ميدان وردګ
نېټه: ۱۴۴۵/ربیع الاول/۱۶

د میدان وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د پوهنې ریاست له خوا له ۱۱۵ نا ینه او ۵۷ ښځینه معلمینو نه د خالي بستونو لپاره ازموينه واخيستل شوه.
د پوهنې ریاست څخه باختر آژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي: دغه ازموينه د پوهنې ریاست په لار ښوونه په پوره شفافيت تر سره شوه چې د علومو هرې څانګې استادانو ته د همغه څانګې مربوطه پوښتنې ورکړل شوې.

خبر پاڼه زیاتوي چې یاد ښوونکي به دلمړۍ حصه او مرکزي بهسودو په ولسوالیو کې د ښوونکو په خالي بستونو کې په دندو وګمارل شي.

د یادولو وړ ده چې د میدان وردګ ولایت د پاتې ولسواليو د ښوونکو ازموینه به په راتلونکي کې د دغه ریاست له خوا په ځانګړي شوو ځایونو کې واخیستل شي.

26/09/2023

باختر خبري آژانس په میدان وردګو ولایت کې د پوهنې له رئيس مولوي محمد عثمان حریت سره مرکه کړې، دا چې د پوهنې ریاست په یاد ولایت کومې لاسته راوړنې لري د ښاغلي حریت له خولې يې اورو.
نوټ: د مرکې پاتې برخه وروسته.

په مرکز میدان ښار کې د ګربت ۵ ستوریز هوټل ګټه اخيستنې ته وسپارل شو.باختر آژانس_ میدان وردګنېټه:۱۴۴۵/صفرالمظفر/۲۰د میدان ...
06/09/2023

په مرکز میدان ښار کې د ګربت ۵ ستوریز هوټل ګټه اخيستنې ته وسپارل شو.

باختر آژانس_ میدان وردګ
نېټه:۱۴۴۵/صفرالمظفر/۲۰

د میدان وردګ ولایت میدان ښار ښاروالۍ له خوا د ګربت پنځه ستوریز هوټل چې په مرکز میدان ښار کې موقعیت لري نن ګټه اخیستنې ته وسپارل شو.
د میدان ښار ښاروال ښاغلي مولوي ضابط حارث باختر آژانس ته وویل: دګربت هوټل د ښاروالۍ تشویقي بودجې څخه، د .۴۶.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت، د سرتاج ودانیزه شرکت له خوا د ۴کلونو په موده کې جوړ او ګټه اخیستنې ته وسپارل شو.
ښاغلي حارث زیاته کړه: دغه هوټل په پنځو پوړونو کې په عصري بڼه جوړ شوی، چې لمړي دوه پوړونه یې دوکانونه او پاتې دری پوړونه یې هوټل او د بهرنیو مېلمنو لپاره مېلمه خونو ته ځانګړې شوې.

په میدان وردګ ولایت کې د ۸۵.۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۶۵ پروژو کار پیل شو. باختر آژانس_میدان وردګنېټه/۱۴۴۵/صفر المظ...
06/09/2023

په میدان وردګ ولایت کې د ۸۵.۳۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۶۵ پروژو کار پیل شو.

باختر آژانس_میدان وردګ
نېټه/۱۴۴۵/صفر المظفر/ ۲۰

د میدان وردګ ولایت په اوله حصه بهسود، مرکز میدان ښار او جلرېز ولسوالیو کې د کلیو بیارغونې ریاست په چوکاټ کې، د نړیوال بانک په مالي ملاتړ، د اکتېډ مرستندويه مؤسسې له خوا ،د ۱۶۵ لویو او وړو پروژو کار پیل شو.

په میدان وردګ ولایت کې ۳۵۰۰ کیلو ګرامه د اومانو بوټي سوزول شوي.باختر آژانس_میدان وردګنېټه:۱۴۴۵/صفرالمظفر/۱۳د میدان وردګ ...
30/08/2023

په میدان وردګ ولایت کې ۳۵۰۰ کیلو ګرامه د اومانو بوټي سوزول شوي.

باختر آژانس_میدان وردګ
نېټه:۱۴۴۵/صفرالمظفر/۱۳

د میدان وردګ ولایت په اوله حصه بهسودو ولسوالۍ کې د نېشه توکو سره د مبارزې مسولینو د اومانو بوټي کشف او وسوزول.

له امنیه قوماندانۍ څخه باختر آژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي تېره ورځ د یادې ولسوالۍ د نېشه يي توکو سره د مبارزې مسولینو ۳۵۰۰ کیلو ګرامه د اومانو بوټي چې په نېشه يي توکو کې کارول کيږي کشف او وسوزول.

خبرپاڼه زیاتوي چې، دغه بوټي له نیول کیدو وروسته د امنيتي مسؤلینو له خوا مرکز میدان ښار ته تر انتقال وروسته سوزول شوي.

د میدان ښار  په ده افغانانو سیمه کې د سباوون عامه کتابتون پرانستل شو.باختر آژانس_میدان وردګنېټه: ۱۴۴۵ / صفر /  ۶د کلي عا...
23/08/2023

د میدان ښار په ده افغانانو سیمه کې د سباوون عامه کتابتون پرانستل شو.

باختر آژانس_میدان وردګ
نېټه: ۱۴۴۵ / صفر / ۶

د کلي عامه کتابتون بنسټ له خوا د میدان وردګ ولایت د مرکز ميدانښار ده افغانانو سيمې په قیام کلا عالي لېسه کې د سباوون عامه کتابتون او کانکور ښونیز مرکز پرانيستل شو.

دکلي عامه کتابتون مسؤل مجیب الرحمن محمودي د کتابتون پرانیستې پر مهال باختر آژانس ته وویل: د کلي عامه کتابتون په ۱۳۹۲ یم کال کې رامنځته شو او تر دې مهاله يې ۲۹ عامه کتابتونونه جوړ کړي.
ښاغلي محمودي زیاته کړه: د سباوون عامه کتابتون سره خیر خوا خلکو یو لک او پنځه زره افغانۍ او ګڼ شمېر کتابونه د کلي عامه کتابتون سره مرسته کړې.

په یادو مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په استازولۍ محمد وصیل صالحي د کلي عامه کتابتون له مسولینو مننه وکړه او له خلکو یې و غوښتل چې د سباوون کتابون له کتابونو ګټه پورته کړي او تر څنګ یې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست عامه کتابتون ته د مطالعې لپاره راشي.

ښاغلي صالحي زیاته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حبيب الله مجاهد په راتګ سره د یاد ریاست عامه کتابتون د ساینسي کتابونو ترڅنګ په غوره دیني کتابونو هم سمبال شوی. دغه ریاست د ځوانانو تر څنګ له دیني عالمانو او طالب العلمان هم هیله کوي چې د کتاب مطالعې لپاره دغه ریاست ته مراجعه وکړي.

د سیمې اوسېدونکي د کلي عامه کتابتون بنسټ دغه شان هڅې وستايلې او یاد کتابتون یې د متعلیمینو او عامو خلکو لپاره د کتاب لوستنې یو غوره فرصت وباله.

د ځوانانو لپاره د لوړو زده کړو فرصت برابر شو.باختر آژانس_میدان وردګنېټه: ۱۴۴۵/محرم / ۲۹د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس مو...
16/08/2023

د ځوانانو لپاره د لوړو زده کړو فرصت برابر شو.

باختر آژانس_میدان وردګ
نېټه: ۱۴۴۵/محرم / ۲۹

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس مولوي حبيب الله مجاهد ځوانانو ته د لوړو زده کړو فرصت برابرولو په برخه کې د تابش خصوصي پوهنتون سره تړون لاسليک کړ.

د دغه تړون له مخې به د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمریت تابش خصوصي پوهنتون ته ځوانان په ۳۰ سلنه کم لګښت ور پېژني.

ښاغلي مولوي حبيب الله مجاهد د تابش پوهنتون له رییس سیف الدین عالمي څخه مننه وکړه چې د میدان وردګ ولایت ځوانانو ته یې په علمي برخه کې د زده کړو زمینه برابره کړې.

د تابش پوهنتون رییس ښاغلي عالمي وویل: د دغه تړون له مخې به د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هغه ځوانان چې د ۱۲ صنف شهادت نامه ولري موږ ته په رسمي ډول را معرفي کوي.

عالمي زیاته کړه: د شرعیاتو او اقتصاد ۱۴ پاسان هم کولای شي د یاد تړون له مخې په ۱۵صنف کې پاتې لوړې زده کړي مکملې کړي.

هېره د نوي چې، تابش خصوصي پوهنتون د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار کې ځوانانو ته د اقتصاد، حقوقو، او شرعياتو په برخو کې ځوانانو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره کړې.

په نرخ ولسوالۍ کې یو باب حیواني کلینیک پرانیستل شو.باختر آژانس_میدان وردګنېټه: ۱۴۴۵ / محرم/ ۲۵د میدان وردګو ولایت د کرنې...
12/08/2023

په نرخ ولسوالۍ کې یو باب حیواني کلینیک پرانیستل شو.

باختر آژانس_میدان وردګ
نېټه: ۱۴۴۵ / محرم/ ۲۵

د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست په همږۍ د هالند کمیټی(DCA) مؤسسې لخوا د نرخ ولسوالۍ په توکرک سيمه کې یو باب حیواني کلینیک ګټه اخیستنې ته وسپارل شو.

د کرنې ریاست څخه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دغه کلینیک د ۷۴۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت جوړ او روزل شو د وترنرۍ ډاکترانو ته یې مسولیت وسپارل شو.

په خبرپاڼه کې راغلي د سيمې خلک د دغه کلینیک په پرانیستلو خوښ دي او په راتلونکي کې د لانورو خدمتونو غوښتنه کوي.

د یادولو وړ ده چې په نېږدې راتلونکې کې به د میدان وردګ ولایت په نورو سیمو کې هم ورته ۳بابه کلینیکونو پرانیستل شي.

په دایمیرداد ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د بندې شوې لار د خلاصولو پروژه پیل شوه.باختر آژانس_میدان وردګنېټه:۱۴۴۵/محرم /...
08/08/2023

په دایمیرداد ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د بندې شوې لار د خلاصولو پروژه پیل شوه.

باختر آژانس_میدان وردګ
نېټه:۱۴۴۵/محرم /۲۱

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي وزارت په لارښوونه د دایمیرداد ولسوالۍ بند شوي سړک پروژه د هیلو ترس (ماین پاکی) مؤسسې په مالي ملاتړ پیل شوه.

دغه سړک چې د وروستيو سېلابونو له امله په بشپړ ډول بند شوی وو، اوس یې د خلاصېدو چارې پیل چې په دوه میاشتو کې به بشپړې شي.

د ۴سوه زره امريکايي ډالرو په ارزښت جامع جومات ګټه اخیستنې ته وسپارل شو.باختر آژانس_میدان وردګنېټه:۱۴۴۵/محرم/۱۹د میدان ور...
06/08/2023

د ۴سوه زره امريکايي ډالرو په ارزښت جامع جومات ګټه اخیستنې ته وسپارل شو.

باختر آژانس_میدان وردګ
نېټه:۱۴۴۵/محرم/۱۹

د میدان وردګ ولایت ټوپ دښتې په سيمه کې د کابل کندهار لویې لارې ته څېرمه د الفتح په نوم جامع جومات، چې د تجار حاجي نقیب الله په شخصي لګښت جوړ شوی وو، نن ګټه اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه جومات چې په دوه جریبه ځمکه کې آباد شوی ۴لکه ډالر لګښت پرې شوی، دوه پوړه لري او پر یو وخت د زر تنه لمونځ کونکو ظرفيت لري.

د الفتح جامع جومات چې د کابل کندهار لویې لارې ترڅنګ جوړ دی د مسافرو لمونځ کونکو لپاره یو ښه فرصت دی او بر سېره پر نارینه لمونځ کونکو د ښځینه وو لپاره هم ځانګړی ځای لري.

له میدان وردګ ولایت تر بامیانو  پورې د موټرسایکل ځغلونې سیالۍ پيل شوه.باختر آژانس_میدان وردګنېټه: ۱۴۴۵/ محرم/۱۶ د میدان ...
03/08/2023

له میدان وردګ ولایت تر بامیانو پورې د موټرسایکل ځغلونې سیالۍ پيل شوه.

باختر آژانس_میدان وردګ
نېټه: ۱۴۴۵/ محرم/۱۶

د میدان وردګ ولایت له مرکز میدان ښار تر بامیان ولایت د موټر سایکل ځغلونې سيالۍ پیل شوې

دغه سيالۍ د مرستیال والي مولوي سیدالرحمن حافظ او ګڼ شمېر ورزش کارانو په شتون کې نن رسماً پیل شوې، ښاغلي حفظ ورزشکارانو ته د یاد ولایت په نمایندګی د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

یادې سیالۍ د موټر سایکل ځغلونې مرکزي فدراسيون او میدان وردګ ولایت سپورت آمریت په همغږۍ په لاره اچول شوې، چې ۱۵تنه موټر سایکل ځغلوونکو پکې ګډون کړی وو او د ځوانانو تر منځ د یوالي او امن پیغام له ځان سره لېږدوي.

د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې سرتاسري امن راغلی او د ځوانانو تر منځ د سپورت مختلف ډول سيالی تر سره کيږي.

د چاپېر یال ساتنې ریاست  ۲۴ تنو ته د چاپېریال ساتنې جوازونه ورکړل.باختر آژانس_میدان وردګنېټه: ۱۴۴۵/ محرم/۱۲د میدان وردګ ...
30/07/2023

د چاپېر یال ساتنې ریاست ۲۴ تنو ته د چاپېریال ساتنې جوازونه ورکړل.
باختر آژانس_میدان وردګ
نېټه: ۱۴۴۵/ محرم/۱۲
د میدان وردګ ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست په دغه ولایت کې د اصنافو ۲۴ مالکانو ته د چاپېریال ساتنې د نور مونو مطابق تر ارزونې وروسته د فعاليت جوازونه ورکړل.

د دغه رياست رییس مولوي الله محمد ذاکر وايي: لکه څرنګه چې چاپېریال ساتنې ته د نه پاملرنې له امله په نړۍ کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي، نو موږ باید خپل فعاليتونه د چاپېریال ساتنې د نورمونو مطابق تر سره او د فعاليت جوازونه واخلو.

ښاغلی ذاکر زیاتوي: زمونږ د ارزونې ټیمونه وخت نا وخت په کار خونو او بازارونو کې ګرزي او د چاپېریال ساتنې اړوند موضوعاتو په هکله خلکو ته عامه پوهاوی ور کوي.

دغه ریاست له ټولو صنعت کارانو، د مختلفو اصنافو له خاوندانو غواړي چې د چاپېریال ساتنې جوازونه تر لاسه او د چاپېریال پاک ساتلو په برخه کې خپل مسولیت اداکړي.

د یادولو وړ ده چې چاپېریال ته د نه پاملرنې له امله په نړۍ کې پر انسانانو برسېره د نورو ژونديو موجوداتو ژوند هم له خطر سره مخ شوی دی.

په دایمیرداد ولسوالۍ کې د تېرې ورځې سېلابونو ۳۰ کورونه وېجاړ کړي.باختر آژانس_ میدان وردګ نېټه: ۱۴۴۵ / محرم/ ۸ د میدان ور...
27/07/2023

په دایمیرداد ولسوالۍ کې د تېرې ورځې سېلابونو ۳۰ کورونه وېجاړ کړي.

باختر آژانس_ میدان وردګ
نېټه: ۱۴۴۵ / محرم/ ۸

د میدان وردګ ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ د بجګې او تویکې په کلیو کې سېلابونو ۳۰کورونه په نېمه او بشپړ ډول وېجاړ کړي او سلګونه جریبه زراعتي ځمکه یې تر خاورو لاندې کړې.

د یاد ولایت والي الحاج قاري بختيار معاذ د ژغورنې ټیم سره یو ځای تېره ورځ سېمې ته د خلکو سره د مرستې په موخه رسېدلی او ډېر زر به لاره د خلکو د تګ راتګ لپاره خلاصه کړي.

ښاغلي الحاج بختيار معاذ باختر آژانس ته وویل: د دایمیرداد ولسوالۍ په تویکه سيمه کې د لارې خلاصولو لپاره مو ماشینري راوستې چې ډېر ژر به لار خلاصه او ډنډ اوبه ویستل شي.

ښاغلي معاذ زیاته کړه: له خلکو سر د مرستې په موخه مو دغه سیمې ته د ۷ ارګانونو او مرستندويه موسسو استازي راوستي تر څو له خلکو سره لومړنۍ مرستې وکړي او پلان لرو چې د رییس الوزرا د حکم سره سم د خلکو وېجاړ شوي کورونه هم و رغوو.

سید رحمت الله د بجګې کلي اوسېدونکی وايي : د تېرې ورځې سېلاب مې کور په بشپړ ډول وېجاړ کړی یوازې د غاړې کالي مې را پاتې نور هر څه مې له منځه تللي او د سرې مياشتې له خوا په جوړ شوي کمپ کې اوسېږم.

د یادې سیمې اوسېدونکي له حکومت او مرستندويه موسسو غواړي چې ژر تر ژره ور سره د خوراکي موادو، سرپناه او روغتيا په برخو کې د اړتیا وړ مرستې وشي.

د یادولو وړ ده چې د دایمیرداد ولسوالۍ په تویکه کلي کې سېلابونو تېر کال هم خلکو ته ډېر زیانونه اړولي وو.

19/07/2023

د میدان وردګ ولایت مقام په مرسته د ګاو کوش لارې ۱۸ کیلو متره سرک رغول کيږي.

باختر آژانس_میدان وردګ
نېټه: ۱۴۴۵/محرم/ ۱

د میدان وردګ ولایت پر هڅو د ګاو کوش غرنۍ سيمې ۱۸ کیلو متره سرک د DRC مؤسسې په مالي لګښت د ۴ میلیونه افغانیو په ارزښت رغول کيږ.
د ګاو کوش لاره د چک په ولسوالۍ کې هغه غرنۍ سيمه ده چې د یادې ولسوالۍ دوه حوضې سره نښلوي.

په دغه سرک د چک ولسونو سر بېره د دایمیرداد ولسوالۍ خلک هم تګ راتګ کوي چې د سرک د خرابوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

د ولايت مقام څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د یادې پروژې په تطبيق سره به څه باندې ۵ سوه ځایي کارګرو ته د کار زمینه برابره شي، او هر تن ته به د ورځې ۳۵۰ افغانی ور کول کیږي.

د یادو ولسوالیو خلک د حکومت له دغه شان خدمتونو مننه کوي او وایې چې د ګاو کوش سرک په رغولو سره به زموږ ستونزې کمې، لار لنډه او ګڼ شمېر اوزګار ځوانان په کار شي.

اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مڼې ګل مشاعرې زیار کښ ځوانان تقدير کړل.باختر آژانس_میدان وردګنېټه: ۱۴۴۵/محرم/۱د اطلاعاتو او فر...
19/07/2023

اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مڼې ګل مشاعرې زیار کښ ځوانان تقدير کړل.

باختر آژانس_میدان وردګ
نېټه: ۱۴۴۵/محرم/۱
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هغه زیار کښ ځوانان د يوې شانداره غونډې په ترڅ کې تقدير کړل چې د مڼې ګل مشاعرې په جوړولو کې یې د یاد ریاست سره همکاري کړې وه.

په دغه غونډه کې د ولایت اړوند یو شمېر ځوانانو، ژورنالېستانو او د بغلان پوهنتون استاد ګل رحمن رحماني هم ګډون کړی وو.

د یادې غونډې ګډونوالو ته د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حبيب الله مجاهد د ښه راغلاست تر څنګ له هغه ځوانانو مننه وکړه چې، د مڼې ګل په یو ویشتمه کلنۍ مشاعره کې یې د یاد ریاست سره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې وې.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه: هڅه مو داده چې د ځوانانو په همکارۍ په ولسوالیو کې د ځوانانو د علمي او فکري ودې لپاره ادبي او فرهنګي بهیرونه پیل کړو.

د بغلان پوهنتون استاد ښاغلي ګل رحمان رحماني د اسلامي فرهنګ وده د ټولو مسلمانانو د خلاصون لار وبلله او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او فرهنګپالو ځوانانو یې مننه وکړه چې د مڼې ګل یویشتمه کلیزه یې په شانداره مراسمو تر سره کړه.

د یاد ولو وړ ده چې سږ کال د مڼې ګل یویشتمه کلنۍ دودیزه مشاعره د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او چک ولسوالۍ ځوانانو په همکارۍ د چک بند په زرغونه سيمه کې تر سره شوه او د هېواد له ګوټ ګوټ نه زر ګونه فرهنګیانو پکې ګډون کړی وو.

د بنګلدېش پر وړاندې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ننۍ بريا او د یو ورځنيو لوبو سيريز ګټلو بریا د ټول افغان ملت ته مبارک و...
08/07/2023

د بنګلدېش پر وړاندې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ننۍ بريا او د یو ورځنيو لوبو سيريز ګټلو بریا د ټول افغان ملت ته مبارک وي.
په دغه لوبه کې رحمان الله ګربز ۱۴۵او ابراهيم ځدران ۱۰۰ منډې جوړې کړې.

د ترافیکي پیښې له کبله ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتېباختر آژانس_میدان وردګ نېټه: ۱۴۴۴/۱۲/۱۸ هـ قد میدان وردګو ولایت د امنی...
08/07/2023

د ترافیکي پیښې له کبله ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
باختر آژانس_میدان وردګ
نېټه: ۱۴۴۴/۱۲/۱۸ هـ ق

د میدان وردګو ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند یو سف اسرار باختراژانس ته وویل: چې ددې ولایت اړوند د جلریز ولسوالۍ اړوند د اوني کوتل په سیمه کې دوې ترافیکي پېښې رامنځته شوې، چې په یادو پېښو کې ۲ تنه شهیدان او ۹ تنه زخمیان شوي دي.

یادې ترافیکي پېښې د موټروانانو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې.

زخمیان یې د یادې ولسوالۍ امنیتي مسؤلینو په مرسته د همدې ولسوالۍ کلېنیک ته انتقال شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د اکثرو زخمیانو صحي وضعیت وخیم ښوودل شوی.

د ځوانانو تر منځ د واليبال سيالي د نېک کلب په بریا پای ته ورسېده.باختر آژانس_مېدان وردګنېټه:۱۴۴۴/ذوالحجة/۱۹د میدان وردګو...
08/07/2023

د ځوانانو تر منځ د واليبال سيالي د نېک کلب په بریا پای ته ورسېده.

باختر آژانس_مېدان وردګ
نېټه:۱۴۴۴/ذوالحجة/۱۹

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او سپورت آمریت له خوا په مرکز میدان ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو یوالي او هڅونې په موخه د والیبال سیالۍ په لاره اچولې وه.

په دغه سیالیو کې د سپورت مینوالو تر څنګ ګڼ شمېر محلي مینوالو ګډون کړی وو چې د خپلو لوبډلو د هڅونې په موخه راغلي وو.

د بدني روزنې آمر ذبیح الله وهاج وایي: « په دغه سياليو کې پای لوبه د نېک کلپ او ملاخیل لوبډلو تر منځ ترسره شوه چې د ۱/۳ ميدانونو په ګټلو سره د نېک کلپ لوبډلې پای لوبه وګټله.

د یادولو وړ ده چې د میدان وردګ ولایت د سپورت آمریت د ځوانانو د بدني روزنې، سالمې بوختيا، او یوالي لپاره په مختلفو برخو کې سپورتي سیالۍ په لاره اچوي.

Address

Chak

Telephone

+93744244510

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Bakhter News Agency Maidan Wardak posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Bakhter News Agency Maidan Wardak:

Share