Ahmadullah Stanikzai احمدالله ستانکزی

  • Home
  • Balkh
  • Ahmadullah Stanikzai احمدالله ستانکزی

Ahmadullah Stanikzai احمدالله ستانکزی ژورنالېست

د لوړو زده کړو وزارت:هغه خبره سمه نده چې سږ کال ښځینه زده کوونکې د خپلې خوښې پوهنځي نشي ټاکلى. وايي کوم پوهنځى یې چې خوښ...
04/10/2022

د لوړو زده کړو وزارت:
هغه خبره سمه نده چې سږ کال ښځینه زده کوونکې د خپلې خوښې پوهنځي نشي ټاکلى. وايي کوم پوهنځى یې چې خوښ وي هغه دې انتخاب کړي.

بلخ کې يوه ښوونيز مرکز څه باندې ۲۰۰ زده کوونکو ته د تعليم زمينه برابره کړې ده.د بلخ ولايت, بلخ ولسوالۍ په علم خېلو کلي ک...
03/10/2022

بلخ کې يوه ښوونيز مرکز څه باندې ۲۰۰ زده کوونکو ته د تعليم زمينه برابره کړې ده.

د بلخ ولايت, بلخ ولسوالۍ په علم خېلو کلي کې يو کس شاوخوا ۲۲۰ زده کوونکو ته د ښوونې او روزنې وړيا زمينه برابره کړې ده.

د افغانمل ښوونيز مرکز بنسټګر؛ محبوب افغانمل رسنيو سره په خبرو کې وويل: وروستيو جګړو او تحولاتو په ځانګړې توګه په کليو او لرې پرتو سيمو کې ماشومان له زده ګړو څخه محرومه کړي دي.

نوموړى زياتوي؛ ماته دا انګېزه راپيدا شوه, چې په خپله سيمه کې د وطن بچيو ته داسې يو ښوونيز مرکز جوړ کړم تر څو دوى وکولاى شي, ليک او لوست باندې برلاسي وي او د ښوونځي لومړنيو درسونو ته چمتو شي.

افغانمل ښوونيز مرکز د دعوت او اتفاق خيريه بنسټ په مالي ملاتړ پښتو,دري رياضي, کمپيوټر, انګليسي او خطاطي مضامين په وړيا ډول تدريسوي. چې د علم خېلو کلي سربېره د نڔدې کليو نه هم دغه ښوونيز مرکز ته د درس زده کولو لپاره ورځي.

ددغه ښوونيز مرکز زده کوونکي وايي, خوښ يو چې په داسې بد اقتصادي وضيعت کې ورته په خپله سيمه کې د زده کړې زمينه برابره شوې ده.

دوى وايي, دغه ښوونيز کورس يې په ژوند کې مٿبت بدلون راوستى دى خو د امکاناتو نشتون يې لويه ستونزه بولي. څو تنو زده کوونکي ماشومانو او ځوانانو له اسلامي امارت او خيريه بنسټونو څخه غوښتنه وکړه چې دوى ته ټولګي, ميزونه, چوکۍ, کتابونه, قلمونه او د اوبو څاګانې چې د دوى لومړنۍ اړتياوې دي. بايد له دوى سره مرسته وکړي ترڅو شته ستونزې يې حل شي.

ورته مهال د علم خېلو سيمې يو تن قومي مشر حضرت مير وايي, د علم خېلو د کلي ټول ولس له افغانمل ښوونيز مرکز څخه خپل ملاتړ اعلان کړى دى. ځکه ددوى په خبره ټوکيدلي بچيان يې د علم او پوهې په ګاڼه سمبالېڔي.

د يادونې وړ ده, چې د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې علم خېل هغه سيمه ده. چې د پرځېدلي حکومت په نظام کې د اسلامي امارت او د جمهوريت لپاره د جګړې لومړۍ کرښه وه. له يوه لوى سياسي تحول وروسته دا د بلخ ولسوالۍ په علم خېلو کلي کې يوه ستره لاسته راوړنه بلل کېڔي, چې افغانمل ښوونيز مرکز له درې مياشتو راپدېخو د نويو ليک لوست زده کوونکو پرمخ د رڼا لار پرانيستې ده.

راپور احمدالله ستانکزى

افغانستان په شمال زون کې له درېيو هېوادونو سره نوى اقتصادي دهلېز پرانيسته.نن پنجشنبه سهار ۱۰ بجې د سنبلې ۳۱ مه نېټه, د ا...
22/09/2022

افغانستان په شمال زون کې له درېيو هېوادونو سره نوى اقتصادي دهلېز پرانيسته.

نن پنجشنبه سهار ۱۰ بجې د سنبلې ۳۱ مه نېټه, د افغانستان اسلامي امارت چارواکو د بلخ ولايت په حيرتان سوداګريز بندر کې له درېيو ګاونډيو هېوادونو چين, ازبکستان او قرغزستان سره د اوسپنې پټلۍ نوى اقتصادي دهلېز پرانيسته.

حيرتان بندر د هېواد په شمال زون کې يو له هغو سترو کليدي او اساسي سوداګريز بندرونو څخه دى, چې افغانستان يې له ګاونډيو هېوادونو سره وصل کړى دى.

افغانستان د روانې مياشتې په ۱۹ نېټه, له چين هېواد سره د صادرېدونکو توکو تړون لاسليک کړى و, چې د بلخ ولايت حيرتان سوداګريز بندر ته په ۱۱ ورځو کې د رېل ګاډي (اور ګاډي) په وسيله, ۱۲ ګانټينره لومړنى جوپه راورسېده. چې د موټر, موټرسايکل او ماشين آلاتو پرزې پکې شاملې وې.

د بلخ ولايت والي قدرت الله ابوحمزه د دې ترانزيټي پرانيست غونډې مراسمو کې له ګاونډيو هېوادونو څخه د هرکلي او مننې ترڅنګ وويل, ډېره تاريخي ورځ ده چې موڔ په دې وتوانېدو په حيرتان بندر کې په برياليتوب سره خپلو ګڼ شمېر تاجرانو ته سهولت او آسانتياوې رامنځته کړې.

همدارنګه د بلخ ولايت د رېل پټلۍ رييس, سيد قديم کريمي هم د اوسپنې پټلۍ اقتصادي دهلېز افتتاحيه غونډه کې وويل, له نېکه مرغه ډېر د خوښۍ ځاى دى چې دغه سوداګريزه لار پرانيستل شوه او زموڔ سوداګر وروسته له دې کولاى شي په نڔدې وخت کې هېواد ته دننه صادرات او بهر ته واردات وکړي.

دى وايي, د دې ترانزيټي لارې له پرانيستې وروسته به د خوراکي توکو په بيو کې د پام وړ بدلون رامنځته شي او سلګونه هېوادوالو ته به د کار زمينه هم برابره شي.

نوموړى زياتوي؛ افغانستان ته به پخوا له چين هېواد څخه په دوه مياشتو کې د چابهار او واګه بندر له لارې په دوه مياشتو کې سوداګريز توکي رارسېدل, چې اوس مهال په شاوخوا دوه اوونيو کې رارسېڔي.

د يادونې وړ ده, چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واک راوروسته دا لومړى ځل دى, چې د حيرتان بندر له لارې د اوسپنې پټلۍ له لارې د خوراکي او غير خوراکي توکو لومړۍ جوپه د بلخ ولایت حیرتان ښارګوټي ته راورسېده.

راپور: احمدالله ستانکزی د فجر راډیو خبریال

په شمال زون - بلخ کې فجر راډيو دا وياړ له ځانه سره لري, چې د لومړۍ ځل لپاره په پښتو  او دري ژبو خپلو مينه والو ته د کرکټ...
12/09/2022

په شمال زون - بلخ کې فجر راډيو دا وياړ له ځانه سره لري, چې د لومړۍ ځل لپاره په پښتو او دري ژبو خپلو مينه والو ته د کرکټ د لوبو کمنټري وړاندې کړه!

تېره شپه ناوخته په زابل کې یو ټانکر له سرکه وتلی چې له کبله یې د کابل-کندهار لویه لار تړل شوې ده. په‌دې لویه لار کې بند ...
11/09/2022

تېره شپه ناوخته په زابل کې یو ټانکر له سرکه وتلی چې له کبله یې د کابل-کندهار لویه لار تړل شوې ده. په‌دې لویه لار کې بند پاتې موټرچلوونکي وايي، تر دې مهاله د دې لارې د پرانیستلو هڅې نه‌دي پیل شوي، خو د زابل د ټولګټو ریاست وايي، د دې لویې لارې د پرانیستلو لپاره یې یوه کاري ډله سیمې ته استولې ده.

د وطن ‏تولید - د ملت افتخار!د بلخ پوهنتون د انجينرۍ پوهنځي محصلينو يو موټر جوړ کړى او نن يې بلخ پوهنتون کې نندارې ته وړا...
06/09/2022

د وطن ‏تولید - د ملت افتخار!
د بلخ پوهنتون د انجينرۍ پوهنځي محصلينو يو موټر جوړ کړى او نن يې بلخ پوهنتون کې نندارې ته وړاندې کړ.

بلخ کې د يوې شعري ټولګې مخکتنه وشوه!تېره ورځ دوشنبه د ۱۴۰۱ لمريز کال د سنبلې په ۱۴ مه نېټه, د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف...
06/09/2022

بلخ کې د يوې شعري ټولګې مخکتنه وشوه!

تېره ورځ دوشنبه د ۱۴۰۱ لمريز کال د سنبلې په ۱۴ مه نېټه, د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د'' پښيمان نه يم'' تر چتر لاندې د يوې شعري ټولګې مخکتنه د مزارشريف ښاروالۍ د غونډو په تالار کې وشوه.

په دغه فرهنګي غونډه کې د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست رييس ذبيح الله نوراني, د بلخ ولايت اطلاعاتو او کلتور رياست آمر عطامحمد ساهو, يو شمېر قومي مشرانو, فرهنګيانو, شاعرانو او د ادب مينه والو په کې ګډون کړى و.

د غوندې اجنډا په دوو برخو وېشل شوې وه. لومړۍ برخه کې د غونډې ويناوالو د ''پښيمان نه يم" کتاب په تړاو خپلې خبرې او مقالې وړاندې کړې. په دوهمه برخه کې شاعرانو او د ادب مينه والو خپل او انتخابي شعرونه د تالار ګډونوالو ته ډيکلومه او ترنم کړل.
په دغه چاپ شوي شعري آٿار باندې عطامحمد ساهو او فريد احمد طوفان کره کتنه وکړه. دوى دواړو د کمال الدين حقمل شعر او شاعري ټولنيزه او اجتماعي ياده کړه او همداراز يې هغه ته د مبارکۍ ترڅنګ د لا برياوو هيله څرګنده کړه.

د ''پښيمان نه يم'' کتاب شاعر او ليکوال, کمال الدين حقمل وايي, ډېر خوښ يم چې په دې سختو او بدو اقتصادي شرايطو کې مې لومړۍ شعري ټولګه چاپ او نن د درنو مشرانو او ملګرو په شتون کې مخکتنه وشوه.

ددغه ځوان بلخي او پياوړي شاعر کمال الدين حقمل شاعري غنايي او حماسي محتوا او بڼه درلوده.
حقمل پخپلو خبرو کې زياته کړه؛ چې دوه نورې ناچاپ شوې ټولګې هم لري او دى هيله مند دى چې هغه هم ډېر ژر چاپ شي او ټولنې ته يې وړاندې کړي.

د يادونې وړ دى چې په مزارشريف ښار کې څو مياشتې وړاندې د يو بل ځوان شاعر روح الله روحاني د لومړي شعري کتاب مخکتنه هم د اسلامي امارت په شتون کې ترسره شوه.

احمدالله ستانکزى د فجر راډيو خبريال

هېوادوالو؛ دویمه ستره بریا مو مبارک!افغانستان د اسيا جام سياليو په لړ کې بنګله دېش ته هم د 7 ویکټو په ستر توپیر ماتې ورک...
30/08/2022

هېوادوالو؛ دویمه ستره بریا مو مبارک!
افغانستان د اسيا جام سياليو په لړ کې بنګله دېش ته هم د 7 ویکټو په ستر توپیر ماتې ورکړه، او په دې سره يې د دغه جام دويم پړاو ته لار پيدا کړه.

هندوستان، پاکستان ته ماتې ورکړه.د اسیا جام سیالیو پۀ لړ کې بېګاه شپه هندوستانۍ کرېکټ لوبډلې پاکستان لوبډلې ته پۀ پنځو وې...
29/08/2022

هندوستان، پاکستان ته ماتې ورکړه.
د اسیا جام سیالیو پۀ لړ کې بېګاه شپه هندوستانۍ کرېکټ لوبډلې پاکستان لوبډلې ته پۀ پنځو وېکټو ماتې ورکړه.

پتمنو هېوادوالو، ستره بریا مو مبارک شه!!!افغان کرکټ ملي لوبډلې د آسیا جام په لومړۍ لوبه کې خپلې سیالې لوبډلې سریلانکا ته...
27/08/2022

پتمنو هېوادوالو، ستره بریا مو مبارک شه!!!
افغان کرکټ ملي لوبډلې د آسیا جام په لومړۍ لوبه کې خپلې سیالې لوبډلې سریلانکا ته د ۸ وېکټو په ستر توپیر ماتې ورکړه.

26/08/2022

موږ یې درته بال پر بال جزییات وړاندې کوو!

26/08/2022

فجر راډیو په اسیا جام سیالیو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې او د همدې اسیایي سیالیو پایلوبې ژوندی بهیر درته خپروي!
د لوبې تازه جزیات د فجر راډیو پر ويب پاڼې هم اورېدلی شﺉ.
www.fajrmc.com

24/08/2022
د بلخ ولایت د استخباراتو ریاست د شاکرالله په نوم يو کس چې د دوی په وینا د «خوارجو» غړی دی نیولی دی.
24/08/2022

د بلخ ولایت د استخباراتو ریاست د شاکرالله په نوم يو کس چې د دوی په وینا د «خوارجو» غړی دی نیولی دی.

د پاکستان سفیر احمد منصور خان نور له کابله ستینیږي او دنده یې پای مومي.نوموړي په کابل کې دځینو چارواکو سره الوداعۍ کتنې ...
24/08/2022

د پاکستان سفیر احمد منصور خان نور له کابله ستینیږي او دنده یې پای مومي.
نوموړي په کابل کې دځینو چارواکو سره الوداعۍ کتنې هم ترسره کړي.

بلخ کې د هېواد د خپلواکۍ کلیزه ونمانځل شوه. د ۱۴۰۱ لمریز کال د زمري یا اسد میاشتې ۲۸ مه نېټه، چې د ۲۰۲۲ زیږدیز کال د اګس...
19/08/2022

بلخ کې د هېواد د خپلواکۍ کلیزه ونمانځل شوه.

د ۱۴۰۱ لمریز کال د زمري یا اسد میاشتې ۲۸ مه نېټه، چې د ۲۰۲۲ زیږدیز کال د اګست میاشتې له ۱۹ مې نېټې سره سمون لري، د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو له ۱۰۳ مې کلیزې سره برابره ده.

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د نن د جمعې پر ورځ د هېواد د خپلواکۍ ۱۰۳ یمه کلیزه، د بلخ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې ونماځل شوه.

په یاده ځانګړې غونده کې د بلخ ولایت والي قدرت الله ابوحمزه، د بلخ ولایت امنیه قومندان، مطیع الله سیف الله د بلخ ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس، ذبیح الله نوراني او همدا راز په لسګونو دیني عالمانو، سپین ږیرو او په وطن مئینو ځوانانو پکې برخه اخیستې وه.

دغه غونډه چې د بلخ ولایت مقام، د غونډو په تالار کې ترسره شوه، په دوه برخو باندې وېشل شوې وه، لومړۍ برخه کې د بلخ ولایت اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو د افغانستان د ازادۍ اتل، شاه غازي امان الله خان د مېړانې، شهامت او شخصیت په هکله بحث وکړ. د غونډې په دوهمه او ورورستۍ برخه کې بلخي ځوانانو د خپلواکۍ او شاه امان الله خان ته منسوب میهني او حماسي شعرونه وویل.

دا په داسې حال کې ده، چې شاه غازي امان الله خان د ۱۹۱۹ زیږدیز کال د اګست میاشتې په ۱۹ مه نېټه، انګریزانو ته ماتې ورکړه او افغانستان ته یې آزادي او خپلواکي ور په برخه کړه.

سږکال د هېواد د خپلواکۍ کلیزه په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې د جمهوریت نظام پرځېدلی او د اسلامي امارت نظام پرې واکمن دی.

د یادونې وړ دی چې سږکال د اسلامي امارت په شتون کې د نورو کلونو په پرتله، د هېواد د خپلواکۍ ورځ ډېره کم رنګه او پیکه ونمانځل شوه. د افغانستان د اسلامي جمهوریت د واکمنۍ پر مهال به هرکال د هېواد په ټولو ولایتونو کې هېوادوال د ښار واټونو ته راوتل او په درې رنګه ملي بیرغ او سرودونو سره به یې په شور او ولولو دغه ورځ نمانځله.

راپور: احمدالله ستانکزی

د جمهوريت تر سقوط وروسته د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړۍ ټلويزيوني مرکه ده ژر به افغانستان بروډکاسټينګ نیټورک څخه خپ...
07/08/2022

د جمهوريت تر سقوط وروسته د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لومړۍ ټلويزيوني مرکه ده

ژر به افغانستان بروډکاسټينګ نیټورک څخه خپره شي.

د افغانستان ملي راډېو ټلوېزیون رییس احمدالله وثیق رسنیو تایید کړه چې د دې ټلوېزیون پښتو او دري فېسبوک‌پاڼې د فېسبوک ادار...
20/07/2022

د افغانستان ملي راډېو ټلوېزیون رییس احمدالله وثیق رسنیو تایید کړه چې د دې ټلوېزیون پښتو او دري فېسبوک‌پاڼې د فېسبوک ادارې له لوري تړل شوي. د ښاغلي وثیق په خبره، دوی هڅه کوي چې دا پاڼې بېرته فعالې کړي.

د افغانستان بانک:په تصویر کې ورکړل شوي بانکنوټونه نور نه چلېږي.
20/07/2022

د افغانستان بانک:
په تصویر کې ورکړل شوي بانکنوټونه نور نه چلېږي.

‏د روسیې ۲۳ ټنه بشري مرسته کابل ته راورسېده. په دغه مرسته کې خوراکي، غیر خوراکي توکي او درمل شامل دي، مسکو به راتلونکې ا...
20/07/2022

‏د روسیې ۲۳ ټنه بشري مرسته کابل ته راورسېده.
په دغه مرسته کې خوراکي، غیر خوراکي توکي او درمل شامل دي، مسکو به راتلونکې اوونۍ ۵۰ ټنه نوره مرسته هم وکړي.

زلمی خلیلزاد‏:امریکا د ا.ا د رسمیت پېژندلو په دوه لارو کې پاتې ده.
18/07/2022

زلمی خلیلزاد‏:
امریکا د ا.ا د رسمیت پېژندلو په دوه لارو کې پاتې ده.

بلخ ولایت کې د تېر کال پر پرتله سږکال د خټکیو حاصلات زیات شوي، خو بزګران او پلورنکي یې د بازار له نه‌شتون څخه شکایت کوي.
18/07/2022

بلخ ولایت کې د تېر کال پر پرتله سږکال د خټکیو حاصلات زیات شوي، خو بزګران او پلورنکي یې د بازار له نه‌شتون څخه شکایت کوي.

‏د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې نن مازیګر د زلزلې له امله  لس تنه ټپيان شوي.ځايي چارواکي وايي، ‏د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې...
18/07/2022

‏د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې نن مازیګر د زلزلې له امله لس تنه ټپيان شوي.
ځايي چارواکي وايي، ‏د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې نن مازیګر د زلزلې له امله لس تنه ټپيان شوي او لسګونه کورونه هم ویجاړ شوي.
د چارواکو په وينا، چې ښايي تلفات نور هم لوړ شي.

18/07/2022

شپږیزه لیګ د اتلانو لیګ💪
شپږیزه لیګ د افغانانو لیګ🙏

د خوړو نړیوال پروګرام:سږ کال یې په افغانستان پر نږدې لس مېلیونو کسانو خوراکي مرستې وېشلې دي.
18/07/2022

د خوړو نړیوال پروګرام:
سږ کال یې په افغانستان پر نږدې لس مېلیونو کسانو خوراکي مرستې وېشلې دي.

نن دوشنبه پلازمېنه کابل کې د شپږیزه کرېکټ لیګ اتم پړاو سیالۍ پیل شوېد افغانستان د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په یاد ل...
18/07/2022

نن دوشنبه پلازمېنه کابل کې د شپږیزه کرېکټ لیګ اتم پړاو سیالۍ پیل شوې

د افغانستان د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په یاد ليګ کې به سږکال اته لوبډلې ولوبېږي او د کورنيو لوبغاړو ترڅنګ يوشمېر بهرني لوبغاړو ته هم د لوبو کولو بلنه ورکړل شوې ده.

بند امیر ښاماران، د بست ساتونکي، مېس عینک اتلان، پامیر زلمي، کابل بازان، امو نهنګان، سپين غر زمریان او هندوکش ستوري هغه لوبډلې دي چې د کرېکټ شپږیزې لیګ اتم پړاو سیالیو کې به د جام ګټلو لپاره سیالۍ سره کوي.

پامیر زلمي او هندوکش ستوري دوه هغه لوبډلې دي چې تازه په دغه لیګ کې شاملې شوې دي.

په ورته مهال د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، سږکال به يوشمېر بهرني لوبغاړي هم دغه ليګ کې ولوبېږي.

پاکستاني لوبغاړي افتخار احمد او میر حمزه به د شپږیزې اتم پړاو سياليو کې د مېس عینک لوبډلې په ګټه لوبې وکړي.

همدا راز د خیبر پښتونخوا اصف اپریدی به سپين غر لوبډله کې او د عمان کرېکټ لوبغاړی بلال خان به د امو لوبډله کې ولوبېږي.

د شپږیزې کرېکټ ليګ سيالۍ چې له تېرو دوو کلونو راهيسې نه دي شوي، سږکال ورته ځانګړي تدابير نيول شوي دي.
د دغه ليګ په لومړيو دوو سياليو کې به نن ۹:۰ بجې لومړی کابل بازان له بند امير ښاماران او په دويمه سيالي کې چې له غرمې وروسته ۱:۴۵ به ترسره شي، مېس عينک اتلان به د سپين غر زمریانو پروړاندې خپل بخت وازمايي.

د شپږیزې کرېکټ ليګ اتم پړاو سياليو کې به ټولې ۳۲ لوبې وشي او د جولای له ۱۸ مې د اګست تر پنځمې نېټې به دوام وکړي.

یو شمېر افغان خبریالانو په اسلام‌اباد کې د یوه لاریون پر مهال د نړۍ له هېوادونو غوښتنه کړې چې په پاکستان کې د افغان خبری...
18/07/2022

یو شمېر افغان خبریالانو په اسلام‌اباد کې د یوه لاریون پر مهال د نړۍ له هېوادونو غوښتنه کړې چې په پاکستان کې د افغان خبریالانو وضعیت ته پاملرنه وکړي.
دوی وايي، له څو میاشتو راهیسي په پاکستان کې بې‌برخلیکه پراته دي او زیاتوي، هغو بنسټونو چې له پاکستانه نورو هېوادونو ته د افغان خبریالانو د لېږ په برخه کې یې له دوی سره ژمنې کړې وې، تر دې مهاله یې نه‌دي عملي کړي.
دغو خبریالانو په خپلو شعارونو کې د افغان خبریالانو د ژغورلو غوښتنه کړې او ورته مهال یې د کاناډا له حکومته هم غوښتنه کړې چې پر هغو ژمو عمل وکړي چې له افغان خبریالانو سره یې کړې وې.

د ترکیې هېواد د بشردوستانه مرستو ۱۵۰۰ ټنه بله محوله هم نن د تورغنډۍ بندر له لارې هرات ته را ورسېده.
16/07/2022

د ترکیې هېواد د بشردوستانه مرستو ۱۵۰۰ ټنه بله محوله هم نن د تورغنډۍ بندر له لارې هرات ته را ورسېده.

د هېواد ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار سره د روان وضعيت په اړه خبرې اترې کړې.
16/07/2022

د هېواد ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار سره د روان وضعيت په اړه خبرې اترې کړې.

د ازادو سیالیو افغان اتل احمدولي هوتک خپل روسي سیال ته تېره شپه ماتې ورکړه.
16/07/2022

د ازادو سیالیو افغان اتل احمدولي هوتک خپل روسي سیال ته تېره شپه ماتې ورکړه.

‏زلمی خلیلزاد:اشرف غني او نورو چارواکو باید د تېښتي پر ځای د اوکراین په څېر مقاومت کړی وای.
16/07/2022

‏زلمی خلیلزاد:
اشرف غني او نورو چارواکو باید د تېښتي پر ځای د اوکراین په څېر مقاومت کړی وای.

ارګ:رئیس الوزراء د خپلې استوګنې کوټه کې لمونځ کوي.عکس د ریس الوزراء لومړي مرستیال ځانګړي سکرتر عبدالله عـ.ـزام څخه په من...
14/07/2022

ارګ:
رئیس الوزراء د خپلې استوګنې کوټه کې لمونځ کوي.
عکس د ریس الوزراء لومړي مرستیال ځانګړي سکرتر عبدالله عـ.ـزام څخه په مننې.

د شیخ سردار ولي ثاقب د کورنۍ یو غړی:'' د مېلمه په جامه کې راغلي قاتل پرې د چړې ۲۶ ګذارونه کړي، بیا یې ترې مرۍ غوڅه  کړې،...
14/07/2022

د شیخ سردار ولي ثاقب د کورنۍ یو غړی:
'' د مېلمه په جامه کې راغلي قاتل پرې د چړې ۲۶ ګذارونه کړي، بیا یې ترې مرۍ غوڅه کړې، وروسته یې جامې بدلې کړي او د شیخ صاحب د زوی بايسکل باندې له کوره تښتېدلی.''

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي بدخشان ولایت ته تللی. د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي وایي، ښا...
14/07/2022

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي بدخشان ولایت ته تللی.
د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رییس معزالدین احمدي وایي، ښاغلي متقي د دې سفر پر مهال د دې ولایت له یو شمېر چارواکو سره لېدلي دي.

اتم پړاو شپږیزه کرکټ ليګ راتلونکې دوشنبه په پلازمېنه کابل کې د اته لوبډلو په ګډون پيلېږي.
14/07/2022

اتم پړاو شپږیزه کرکټ ليګ راتلونکې دوشنبه په پلازمېنه کابل کې د اته لوبډلو په ګډون پيلېږي.

په ننګرهار کې يو تن ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو‏د ننګرهار ولایت د استخباراتو ریاست وايي، امنيتي منسوبینو ...
14/07/2022

په ننګرهار کې يو تن ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو
‏د ننګرهار ولایت د استخباراتو ریاست وايي، امنيتي منسوبینو يې په کوز کونړ ولسوالۍ کې د روح الله په نوم یو تن ماشوم چې څه موده وړاندې له سرخرود ولسوالۍ څخه اختطاف شوی و، د انسان تښتونکو له منګولو ازاد او خپلې کورنۍ ته یې وسپاره.

حامد کرزي او عبدالله عبدالله، د یوناما له سرپرست مارکس پوتزل سره د نجونو د ښوونځيو د بيا پرانيستلو په تړاوو خبرې کړې.
14/07/2022

حامد کرزي او عبدالله عبدالله، د یوناما له سرپرست مارکس پوتزل سره د نجونو د ښوونځيو د بيا پرانيستلو په تړاوو خبرې کړې.

کونړ!ـ ـ ـ ـ ـ‏د کونړ اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي، د لوی اختر په ورځو کې لس زره سیلانیان له بېلابېلو ولایتونو و...
14/07/2022

کونړ!
ـ ـ ـ ـ ـ

‏د کونړ اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وايي، د لوی اختر په ورځو کې لس زره سیلانیان له بېلابېلو ولایتونو ورغلي دي.
ځايي چارواکي زیاتوي، ډاډمن امنیت د دې لامل شوی چې ګڼ خلک کونړ ته د تفرېح لپاره ورشي.

افغانستان کې له ښوونځیو د نجونو د محرومیت ۳۰۰ ورځې بشپړې شوې.
14/07/2022

افغانستان کې له ښوونځیو د نجونو د محرومیت ۳۰۰ ورځې بشپړې شوې.

هرات کې، د زعفرانو کاروباریان له خپله کاره خوښ دي.دوی وایي، د پخوا په پرتله د زعفرانو بیې څو برابره لوړې شوي دي، چې ورسر...
13/07/2022

هرات کې، د زعفرانو کاروباریان له خپله کاره خوښ دي.
دوی وایي، د پخوا په پرتله د زعفرانو بیې څو برابره لوړې شوي دي، چې ورسره د دوی ګټه وټه هم زیاته شوې ده.

Address


Balkh

Telephone

+93785909345

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ahmadullah Stanikzai احمدالله ستانکزی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share