دردمند لیکوال

دردمند لیکوال دا ځینی ځکه زما سترګو ته کتلای نه شي
دوی زه رټلی یم او مایی احترام کړی دی

18/10/2024

څه په ارزانه نرخ يې پلوري د نېستۍ سوداګر
څه خونړو ځنګلو وخوړل ځامن د وطن

حقیقت یی ویلی افسوس د افغانستان وکدارانوزموږ د ټولو قاتلانو ملګرتیا دې کړېستا په ایمان دومره شکمن یمه چې حد نه لري
18/10/2024

حقیقت یی ویلی
افسوس د افغانستان وکدارانو

زموږ د ټولو قاتلانو ملګرتیا دې کړې
ستا په ایمان دومره شکمن یمه چې حد نه لري

18/10/2024

زما د كلي د جماعت ملا خبره واوره

زما د كلي د جماعت ملا خبره واوره
ما تۀ ډېر واورېدې نن تۀ زما خبره واوره

خبره ستا خلاف كومه خېر د ځان غواړمه
بل ستا د كفر د فيتوو نه هم امان غواړمه

د كربلا يزيد دې ستړى تقريرونو كې كړو
د شمر ظلم دې ډېر ياد پۀ مجلسونو كې كړو

تا د حسېن د شهادت قيصه بيا بيا اوكړله
تا د يزيد د تېر وهشت قيصه بيا بيا اوكړله

د كربلا د دې يزيد غندنه ډېره اوشوه
د نر حسېن د شهادت ستائينه ډېره اوشوه

نور پۀ دې خپل افغانستان باندې نظر واچوه
دلته پۀ جوړې كربلا باندې نظر واچوه

د دې يزيد وحشت ته هم چرته وحشت ووايه
پۀ افغانانو دې قيامت ته هم قيامت ووايه

چرته د دې يزيد د دې شمر غندنه اوكړه
د مسافرو پۀ دې حالاتو څۀ وئينا اوكړه

دا هره ورځ ګورې ویشتنی او مرګونه كېږي
پۀ افغانانوباندې له هر خوا بريدونه كېږي

بمباري اوكړي چنارونه هم نښتر اوسېځي
انسانان څۀ كوې پۀ كور كې مال ډنګر اوسېځي

دا پښتنې مېندې چې بورې شوې پۀ دې ووايه
پۀ پېغلتوب كې كونډې حورې شوې پۀ دې ووايه

د هغو ووايه پۀ سپينه ورځ چې ورک دي دلته
يا زنداني د ترهګر سړي پۀ شک دي دلته

لږ د اُولس دې زخمی زړونو له ټکور هم ورکړه
لږ د احساس دغه زخمونو له ټکور هم ورکړه

دا د كابل نه تر اټكه چې سور سيند روان دى
پۀ جنتي جنتي زمكه چې سور سيند روان دى

ملا د دغې ناروه ظلم پۀ باب ووايه
قاتل ته تۀ هم ايمان تېر كړه د حساب ووايه

ما خو تېر كړى دى ايمان تۀ هم ايمان تېر كړه
ملا د زهرو دا تريخ ګوټ تۀ هم قربان تېر كړه

ما سره څو ګامه پۀ دې ازغنه لاره واخله
لګه مزه راځه د دې پرهر نه ياره واخله
حنیفي

په هر مسافر پسې شاته دکورنې هيلې او ارمانونه تړلې وې خو ځينې وخت هيلې او ارمانونه په يو ځاې تر خاورو لاندې شې
٢٦٠ هيواد وال مو په يو ځاې په شهادت ورسيدل دا کومه وړه خبره نده دهر مسافر ترشا په سلګونه کورنې خپل او خپلوان وې ددې ټولو غم رختيا هم چې دزغم نده

ددې ځوانانو تقدير کې به همداسې ليکلې وو بلکول خو ددې تقدير تر شا هم کله کله دناځوانې او خودخواې لاس وې دا ځوانان په يو پاسپورت نه ارزيدل واکداره نن شپه به سنګه خوب کوې افرين ستا په وژدان

د زمري ۲۸مه د خپلواکۍ ورځ مو مبارک شه.! 🇦🇫
19/08/2024

د زمري ۲۸مه د خپلواکۍ ورځ مو مبارک شه.! 🇦🇫

کمنټ وکړی ملګرو کومه شماره
17/08/2024

کمنټ وکړی ملګرو کومه شماره

03/08/2024

نور مو که څه د لاسه نه کیږي داخو مو د لاسه پوره ده چه ویډیو شیر کړو

مانه د بیرغ په سر نفرت کوی بس وه یی کړهزه په خپل بیرغ باندی قربان یمه افغان یمهدوستانو سوچ ته فکر وړی یم چه زما پوسټونه ...
28/07/2024

مانه د بیرغ په سر نفرت کوی بس وه یی کړه
زه په خپل بیرغ باندی قربان یمه افغان یمه

دوستانو سوچ ته فکر وړی یم چه زما پوسټونه تاسو ته رسیږي نه اوکه تاسو بخیلان شوي یاست🖤❤️💚میلي بیرغ مه هیروی خیر دی که ماهیر کړی مینه اومننه

🫀🥀🇦🇫

#زمری۷

مانه د بیرغ په سر نفرت کوی بس وه یی کړهزه په خپل بیرغ باندی قربان یمه افغان یمه🫀🥀🇦🇫 #زمری۷ مبارک
28/07/2024

مانه د بیرغ په سر نفرت کوی بس وه یی کړه
زه په خپل بیرغ باندی قربان یمه افغان یمه

🫀🥀🇦🇫

#زمری۷ مبارک

٧اسد د میلي بیرغ ورځ ټولو افغانانو ته مبارک
28/07/2024

٧اسد د میلي بیرغ ورځ ټولو افغانانو ته مبارک

24/07/2024

درنه قربان مو کړې که نه مستې ځوانۍ ليونۍ
دادی موږ ولاړو ته رانغلې ازادۍ ليونۍ
شاعرګیلامان وزیر 🇦🇫💔

23/07/2024

چه په سجدو سجدو کی مات شوی ته اوس تندی شوی
تر اوسه مړ وی ګیله منه ته خو اوس ژوندی شوی

ټوپک ته لاس کړم که نه خپله ملنګي واخلمه
په مرګ دی وژاړم که غڅ دی د مرګي واخلمه

زه فکر نه کوم چه بل یو ګیله من به راوړي
داسی به ډیری میندی کیني و ذامن به راوړي

🖤❤️💚

23/07/2024

د ارواښاد استاد اول مير په اړه مې اوریدلي و چې کله مړ شو؛ نو د قبر لپاره چا ځای نه ورکاوه. یوه مینوال یې ،چې د کټ بازو یې پر اوږه کړی و، ورته ویل:
استاذه، تا خو به ویل:
دا مې د دادا وطن، دا مې د بابا وطن...
دا څنګه د بابا او دادا وطن دې و، چې قبر هم در ته پکې نه پیداکیږي!

ګیلامنه!
تا خو افغانستان خپل کور ګڼه؛ خو دا څنګه کور و چې د غایبانه جنازې ځای هم درته نه پیدا کیده.

ستړې اروا دې ښاده او مغفرت دې نصیب شه!

18/07/2024
په جلال اباد ښار او شاو خوا ولسوالیو  کې سخت طوفان، ګلۍ او باران درانه  ځاني او مالي  زیانونه اړولي دي. ددې طوفان له کبل...
15/07/2024

په جلال اباد ښار او شاو خوا ولسوالیو کې سخت طوفان، ګلۍ او باران درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
ددې طوفان له کبله شهیدانو ته د څښتن تعالی له درباره د جنت الفردوس، کورنیو او خواخوږو ته یې د صبر جمیل هیله کوم، څښتن تعالی دې ټپیانو ته عاجله او کامله شفا نصیب کړي.
په نړیوالو مرستندویه او خیریه نهادونو هم غږ کوم چې په دې سخت وضعیت کې زموږ بیچاره ولس څخه خپلې مرستې ونه سپموي.
څښتن تعالی مو دې بیا له داسې افاتو وساتي.

13/07/2024

ملي بيرغ هم پرې مئين و
‏ځکه تر ګوره بدرګه ورسره ځينه!

ګیله منه یاره
شهادت دی قبول شه د رب ج په دربار کی

11/07/2024

پۀ ځان یې سپین کفن راتاؤ کړو ! اُوس منئ اؤ که نا ؟
درته ثابت کړو ګیلامن د سپینې سپینې ثبوت

11/07/2024

ګیله من جانان د وزیرستان په طرف
کوهاټ

د جمهوريت له سقوط وروسته بیا دومره نه وم غمجن شوی.سرونه بايلل ندي په کار، بايد ځانونه وساتو چې په ځان بسيا شو، ټولو سره ...
11/07/2024

د جمهوريت له سقوط وروسته بیا دومره نه وم غمجن شوی.
سرونه بايلل ندي په کار، بايد ځانونه وساتو چې په ځان بسيا شو، ټولو سره به حساب وکړو.

ستا په غم دومره غمجن يمه چې حد نه لري

لر او بر یوافغان

Address

Bagram

Telephone

+923489874775

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when دردمند لیکوال posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to دردمند لیکوال:

Videos

Share

Category