بشر راډیو Bashar Radio

بشر راډیو Bashar Radio Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from بشر راډیو Bashar Radio, Radio Station, Baghlan, Baghlan.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۴ کال شل اووریزه سیالیو نړیوال جام، ګروپ پړاو لوبو کې خپله لومړۍ سیالي، سبا د سې شنبې...
03/06/2024

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۴ کال شل اووریزه سیالیو نړیوال جام، ګروپ پړاو لوبو کې خپله لومړۍ سیالي، سبا د سې شنبې په ورځ د یوګاندا پر وړاندې کوي. ټاکل شوې چې دغه لوبه سبا سهار پنځه بجې د ګیانا په «پروفېډنس» کرکټ لوبغالي کې ترسره شي. افغانستان په «سي ګروپ» کې له یوګاندا، وېسټ‌انډیز، نیوزیلنډ او پي‌اېن‌جي سره یوځای دی.

‏افغان سوداګر میرویس عزیزي بغلان ولایت کې د سیلاب له امله قرباني شویو کورنیو سره د ۵۰ میلیونه افغانیو بېړنۍ بشري مرستې ا...
12/05/2024

‏افغان سوداګر میرویس عزیزي بغلان ولایت کې د سیلاب له امله قرباني شویو کورنیو سره د ۵۰ میلیونه افغانیو بېړنۍ بشري مرستې اعلان کړی.
‏نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه مرستې به د مرستندویه ټیم او خپل ورور همایون افغان په مرسته ډېر ژر دغه ولایت ته ولیږدوي.

د افغانستان د کرکټ پياوړي لوبغاړي راشد خان په بغلان کې له وروستیو سېلاب‌ځپلو سره د یونیم مېلیون افغانیو مرستې اعلان کړی ...
12/05/2024

د افغانستان د کرکټ پياوړي لوبغاړي راشد خان په بغلان کې له وروستیو سېلاب‌ځپلو سره د یونیم مېلیون افغانیو مرستې اعلان کړی دی. راشد خان پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې دغه مرستې به د نوموړي د خیریه بنسټ له لوري پر اړمنو ووېشل شي. نوموړي همدارنګه لیکلي چې ۱۵ ورځې به، هره ورځ د ۱۰۰۰ کسانو لپاره پاخه خواړه هم ورسوي.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ د دره صوفیانو سیمې اوسېدونکي د سېلابونو له وېرې یوې غونډۍ ته ختلي دي. سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې په...
11/05/2024

د مرکزي بغلان ولسوالۍ د دره صوفیانو سیمې اوسېدونکي د سېلابونو له وېرې یوې غونډۍ ته ختلي دي. سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د پرونیو سېلابونو له امله تر سلو ډېر کسان مړه شوي او لسګونه نور ورک دي.

10/05/2024

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په خپل اېکس په بغلان، بدخشان، غور او هرات ولایتونو کې د سیلابځپلو هېوادوالو سره د اسلامي امارت د خواخوږۍ پیغام شریک کړ.
په یاد پیغام کې اړوندو ارګانونو ته د بېړنیو مرستو لارښونه شوې ده.
د ویلو ده چې د نن جمعې سېلابونو هېوادوالو ته د بغلان ترڅنګ هرات، غور، بغلان، بدخشان، بادغېس او نورو ولایتونو کې د سرومال درانه زیانونه اړولي دي

10/05/2024

د بیړنیو پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د لومړنیو معلوماتو لمخې بغلان کې د ننیو راوتو سیلابونو له امله ۵۰ تنه وژل شوي دي.

د بغلان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس هدایت الله همدرد وايي، چې د دغه ولایت په بورکې، نهرین او مرکزي بغلان ولسوال...
10/05/2024

د بغلان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس هدایت الله همدرد وايي، چې د دغه ولایت په بورکې، نهرین او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د نن ورځې سېلابونو له امله تر اوسه ۵۰ تنه مړه شوي دي. همدرد وايي چې په سېلاب ځپلو سیمو کې د دغو سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو لټون روان دی.

06/05/2024

کينیا کې د سیلابونو له امله ۲۳۰ کسانو ژوند بایللی.
د یاد هیواد د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې لا هم د سیلابونو او ځمکې چاودېدو احتمال شته.

د ترکمنستان د سوداګرو او صنعت کارانو د ټولنې عمومي مشر نوکرغلي اناغلي اف، د یو سفر پر مهال هرات ولایت ته رسېدلی دی.
05/05/2024

د ترکمنستان د سوداګرو او صنعت کارانو د ټولنې عمومي مشر نوکرغلي اناغلي اف، د یو سفر پر مهال هرات ولایت ته رسېدلی دی.

د بغلان د امنیې قومندانۍ د رسنیو دفتر:د ډنډغوري د سیدجمال الدین افغان لیسې یوه زده کوونکي شریف الله لومړی خپل استاد علي ...
05/05/2024

د بغلان د امنیې قومندانۍ د رسنیو دفتر:
د ډنډغوري د سیدجمال الدین افغان لیسې یوه زده کوونکي شریف الله لومړی خپل استاد علي الله په ډزو وژلی او بیا یې په خپل ځان ډز کړی او تپي شوی.

ریاض حسن سلیزه پوره کړه .نوموړي د ۱۲۵ توپونو مخه وکړه او د ۱۰ څلوریزو پهٔ مټ یې ۱۰۰ منډې جوړې کړې.
05/05/2024

ریاض حسن سلیزه پوره کړه .
نوموړي د ۱۲۵ توپونو مخه وکړه او د ۱۰ څلوریزو پهٔ مټ یې ۱۰۰ منډې جوړې کړې.

ټولګټو چارو وزارت:د هوا له ښه کېدو او د سالنګ د لویې لارې د بدیل سړک له جوړولو وروسته به د دې لویې لارې د رغونې چارې بیا...
22/04/2024

ټولګټو چارو وزارت:
د هوا له ښه کېدو او د سالنګ د لویې لارې د بدیل سړک له جوړولو وروسته به د دې لویې لارې د رغونې چارې بیا پیل شي.

د پاکستان په راولپنډۍ کې يوې مېرمنې په يو وار شپږ ماشومان زېږولي چې څلور هلکان او دوې یې نجونې دي.
20/04/2024

د پاکستان په راولپنډۍ کې يوې مېرمنې په يو وار شپږ ماشومان زېږولي چې څلور هلکان او دوې یې نجونې دي.

20/04/2024

پاکستان په تېرو دوو ورځو کې له هغه هیواد څخه نږدې ۱۰۰۰ افغان کډوال په زور شړلي، چې د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

بادغیس ولايتپسته لق سیاحتي سیمهزرګونه هیوادوال
20/04/2024

بادغیس ولايت
پسته لق سیاحتي سیمه
زرګونه هیوادوال

20/04/2024

مرکزي وياند:
دا وخت بودیجه له خپلو عوایدو ترتیبوو او شاوخوا ۱ میلیون دولتي کار کوونکو ته پر خپل وخت تنخواوې ورکوو. امنیت تامین دی او اوس ټول تمرکز پر اقتصادي او پرمختیايي برخو دی.

د حکومت مشرتابۀ کندهار کې زرګونو لمونځ کوونکو ته د وینا پر مهال وويل: لوېدیځوالو پخوا له دوی سره وسله واله جګړه کوله او ...
10/04/2024

د حکومت مشرتابۀ کندهار کې زرګونو لمونځ کوونکو ته د وینا پر مهال وويل: لوېدیځوالو پخوا له دوی سره وسله واله جګړه کوله او اوس یې تبلیغاتو ته مخه کړې ده.
د دۀ په خبره لوېديځ پخوا دلته د مـ.جا.هدینو پر وړاندې د پرمختلليو جنګي الوتکو او کمسارو قوي بمونو پر مټ جګړه پر مخ بېوله؛ هغه وخت مو د دوی پوځي یرغل ناکام کړ او اوس یې د ناوړه تبلیغاتي جګړې مخه ډب کړئ.!

09/04/2024

د حج او اوقافو وزارت د اختر د لمانځه وخت مشخص کړ.
ټاکل شوې چې د کوچني اختر لمونځ سبا چهارشنبه د سهار په اوو بجو او دېرشو دقیقو اداء شي.

Address

Baghlan
Baghlan

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when بشر راډیو Bashar Radio posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share

Category