Pashto Language Learning Course PLLC

Pashto Language Learning Course PLLC Start the Pashto course now, simply take our free trial to see if you like it! long-term memory lear

14/06/2024

هغوي چې په ادبياتو کې پوهه لري او له کلتوري وړتیاو څخه برخمن دي.
زموږ سره دې خپل نومونه او د اړيکو شمېرې پر مسنجر يا واټس اپ شريکې کړي.
دغسې اشخاصو لپاره يوه ځانګړې برنامه او پلان په نظر کې نيول شوی دی.
هاغه خلک چې په شعر (بېت، غزل، نظم، قصيده، ټپه، مصره او ...) پوهېږي، په نثر لیکلو کې مهارت لري، لنډې قيصې ليکي او وغیره همداسې د فرهنګي کارونو سره بلدتيا ولري.
د افغانستان د کلتوري اساسې، د مختلفو قومونو له رواجونو خبر وي که خپله ياست ډېره ښه ده که څوک درته مالوم وي موږ ته يې را وپيژنئ تر څو نومونه يې زموږ سره وي، چې په غونډو کې دعوت شي.

ستاسو د کاميابئ پر هيله يو.

 #پښتوژبهتر پښتو لیکلو، ویلو او تکثیرولو مخکې:۱. "پښتو" بیرته د مېړانې، ژمنې، ملګرتیا، سړیتوب، زړورتیا، درناوي، حرمت سات...
03/06/2024

#پښتوژبه

تر پښتو لیکلو، ویلو او تکثیرولو مخکې:

۱. "پښتو" بیرته د مېړانې، ژمنې، ملګرتیا، سړیتوب، زړورتیا، درناوي، حرمت ساتلو، خدمت کولو، پاکۍ، صداقت، هنر، ادب، مدنیت، رښتیا او ګډژوند کولو صفت کړئ!

۲. د پښتو املأ، صرف او نحو صحيح لیکئ!

۳. پښتو د تفکر او تحقیق ژبه کړئ!

۴. پښتو د پرمختللي جهان د افراطیت او جهالت له کړنو، تحمیل، او رواج لری کړئ!

۵. پښتو د نورو فرهنګونو، تمدنونو، اختراعاتو، کشفیاتو، څېړنو او علومو ژباړه یې کړئ!

د پښتو د زده کړې خوږو مینه والو!که غواړئ چې په پښتو ژبه روانې خبرې وکړئ، لیکل او لوستل زده کړئ، نو همدا اوس زموږ پېج لای...
13/12/2022

د پښتو د زده کړې خوږو مینه والو!
که غواړئ چې په پښتو ژبه روانې خبرې وکړئ، لیکل او لوستل زده کړئ، نو همدا اوس زموږ پېج لایک کړئ. او که چېرې غواړئ چې زموږ درسونه لا تعقیب کړي کمنټ کې هو ولیکئ. که غواړئ چې نور ملګري مو هم له دې موقعې څخه ګټنه وکړي، نو زموږ پېج لایک او شیئر کړئ. مننه
ستاسې لایک، کمنټ او شېیر موږ ته د لا ښه کار کولو روحیه راکوي، او دا هم په ګوته کوي چې تاسې هم زموږ له خپرونو څخه ګټه اخلی. نو لایک او شېیر مو هېر نشي، مننه
Broken Hearts and Unknown Future

سهار پخیر♥✔که درس مو خوښ شوی وي نورو سره یې شریک کړي.Don't forget like comment Share
13/12/2022

سهار پخیر♥✔
که درس مو خوښ شوی وي نورو سره یې شریک کړي.
Don't forget like comment Share

سهار پخیر♥✔لغاتونو برخه. پدي امید چې زده یې کړي!   ---  فروټس----میويApple ----- اپل----مڼه Banana ----- بنانه------کیله...
13/12/2022

سهار پخیر♥✔
لغاتونو برخه. پدي امید چې زده یې کړي!
--- فروټس----میوي

Apple ----- اپل----مڼه

Banana ----- بنانه------کیله

‎‎‏Apricot----افریکاټ-----زردالو

Cherry-----چیري------ګیلاس

Coconut------کوکنټ-------کوپره

Lemon------لیمون---لیمو

Kiwi----کېوي----کیوی

Grapes-----ګرءفس-----انکور

Lime----لایم------↘
لیمو ته ورته میوه
Mango------مانکو-----↘
ام
Orange----ورینج------↘
نارنج یا مالټه

Pear-----فیَر------↘
ناک
Peach------فیچ-----↘
شفتالو

Strawberry____سټراوبیری
شاتوت
Watermelon -----واټرمیلون---↘
هندواڼه
Melon----- میلون-------↘
خټکی
Fig------فیګ--------↘
انځر
Date______ډیټ
کجوره.
👇

که درس مو خوښ شوی وي نورو سره یې شریک کړي.
Don't forget like comment Share

12/12/2022

Job ...جاب
دنده، وظيفه، کار

🍇تاسو چیرته کار کوئ؟
🍎Where do you work?
🍇په یوه اداره کې کار کووم.
🍎I work In an office.
🍇په کوم ظرفیت کې کار کوې.
🍎In what capacity.
🍇د ټيليفون کارکوونکي په توګه
🍎As a telephone operator.
🍎He is my boss.
🍇هغه زما رییس ده.
🍎Have you any opening for a job?
🍇ایا تاسو یو خالي بست لرئ؟
🍎Stick to your job
دنده یا کار دې پرینږدې.
🍒🍒🍑🍑
په (mean)سره یو څو مثالونه.
(mean) یو فعل ده
◀ د (mean)(مین) یوه مانا د هدف یا مطلب لرل دي.لکه مونږه وایو چې ته څه هدف لرې.
◀د (mean) بله مانا هغه د مانا لرل دي.لکه ته یو چاته وایې چې (book) څه مانا لري.
What do you mean?
ته څه هدف یا مقصد لرې؟
What does this word mean?
دغه ويي (کلمه) څه مانا لري؟
I didnt mean to do that.
زما مطلب دا نه و چې داسې وکړم.
〰〰
Are you married?
ایا تاسو واده کړی ؟
Yes, I did.
هو واده مې کړی ده.
Do you have any children.
ایا تاسو ماشومان لرئ؟
Yes, we have two children
هو، مونږ دوه ماشومان لرو
No we don’t have any children.
نه مونږه ماشومان نه لرو.
Are they with you?
ایا له دوی له تاسره دي.
No they are in Afghanistan.
نه دوی په اففانستان کې دي.
Yes, they are with us on holiday.
هو دوی له مونږ سره په رخصتي راوتلي دي.
I hope to see you againAhmadullah Haqyar چAhmaLearning زده کړهaLearning زده کړهhLearning زده کړه
Learning زده کړه

که غواړي پخپل کور کې بدون له مصرفه زده کړه وکړئ؟
که ځواب مو هو وي همدا پاڼه تعقیب کړۍ

11/12/2022

New Words: نوي لغاتونه

1: Bright. برایټ رڼا، روښنا
2: Talent. ټالینټ وړتیا، استعداد
3: Face to face. فیس ټو فیس مخ په مخ
4: Grave. ګریف قبر
5: Human. هیومن انسان
6: Scan. سکین جلد، پوستکی
7: Fear. فیَر ډار، ترس
8: Question. کویسشن پوښتنه، سوال
9: Answer. انسور جواب
10: Water. واټر اوبه
11: Hot. هاټ ګرم
12: Cold. کولډ یخ
13: Factory. فکټوري کارخانه
14: Nationwide. نیشنوایډ سرتاسر
15: Aircraft. ایرکرفټ طیاره، هواپیما

11/12/2022

(یو اسان درس)
Dry the fruits......میوه وچه کړۀ
Eat the bread.....ډوډۍ وخوره
Eat the food....خواړه وخورۀ
Listen to the radio.راډیو ته غوږ ونیسۀ
Listen to the teacher.ښونکي ته غوږ ونیسه
Listen to the holy quran.پاک قران ته غوږ ونیسۀ
Listen to poem...نظم ته غوږ ونیسۀ
Listen to me.ما ته غوږ ونیسۀ
Listen to your teacher.خپل استاد ته غوږ شۀ
Listen to everybody.هر چاته غوږ شۀ
Edit this article....دا مقاله سمه کړۀ
Edit this poem...دا نظم سم کړۀ
Edit this picture..دا انځور سم کړۀ
Hit the ball...........توپ وواهۀ
Feed the parrots.طوطیانو ته خواړه ورکړۀ
Feed the pigeons.کوترو ته خواړه ورکړۀ
Hide this file.....فایل پټ کړۀ
Hide yourself.خپل ځان پټ کړۀ
Hide this song.دا سندره پټه کړۀ
Kick the ball.ټوپ ته لته یا لګت ورکړۀ
Knock the door.دروازه وټکوه ټک ټک کول
Hold your pens.خپل قلمونه ونیسۀ
Kill the snake.....مار مړ کړۀ
Lead to the children.ماشومانو ته لارښونه وکړۀ
Learn this lesson...دا درس زده کړۀ
learn this book...دا کتاب زده کړۀ
Leave it......دا پریږده
Give him a wach.هغه ته یو ساعت ورکړۀ
Give her a sweet.هغه ته یو چاکلیټ ورکړه
Ring him......هغه ته ټلیفون وکړۀ
Say something........څه ووایۀ
Say a word.......یوه خبره وکړۀ
I can run quickly.زه په تیزۍ سره منډه وهلی شم.
Bring a cup of tea.یوه پیاله چای راوړۀ
Keef it warm....دا ګرم یا تود وساتۀ
Work hard.زیار وباسه یا سخت کار
Run slowly...ورو منډه وواهۀ
Run after him.په هغې پسې منډه وواهۀ
Look at me...ما ته وګوره

پوسټ شیر کړی

10/12/2022

هیله کوم زده یې کړئ!
لغات معنا تلفظ
Magazine
مه گزین
مجله
Sign
ساین
امضا کول

Mark
مارک
نمره
Poor
پور
غریب

Turn
ټرن
څرخول

Intersection
انترسیکشن
څلور لاري

Publish
پبلیش
خپرول

Shopkeeper
شاپ کی پر
دکاندار
Originally
اورجی نل لی
په اصل کې

Session
سی شن
جلسه

لایک کمینټ او شیرکول مه هیروئ.

hmadullah Haqyar

09/12/2022

Go to the house .....کور ته لاړ شۀ
Go to your school خپل ښونځي ته لاړ شه
Go to the city..........ښار ته لاړ شۀ
Go there .......هلته لاړ شۀ
Go back .......بیرته لاړ شۀ
Go straight .....نیغ یا مخامخ لاړ شۀ
Go forward ....مخکې لاړ شۀ
Speck english ....انګلیسي ووایۀ
Speak other language.په نورو ژبو خبرې وکړه
Run fast ......تیزه منډه وواهۀ
Come to the park.......پارک ته راشۀ
come to school.....ښوونځي ته راشۀ
come to the market.مارکیټ ته راشۀ
come to our guesthous.میلمستون ته راشۀ
write this letter...........دا لیک ولیکۀ
write your homework.خپله کورنۍ دنده ولیکۀ
write to your father.خپل پلار ته لیکل وکړۀ
write to your friend. خپل ملګري ته لیکل وکړۀ
write to your brother.خپل ورور ته لیکل وکړۀ
write to your teacher.خپل استاد ته لیکل وکړۀ
write here.................دلته لیکل وکړۀ
Write in this paper.پدې کاغذ لیکل وکړۀ
write correct sentence.سمه جمله ولیکۀ
write with a pencil.په پنسل لیکل وکړۀ
write with a pen.......په قلم لیکل وکړۀ
write with a marker.په مارکر لیکل وکړۀ
write with paint.....په رنګ لیکل وکړۀ
write in your book.په خپل کتاب کې لیکل وکړۀ
write in your notebook.په خپله کتابچه کې لیکل وکړۀ
write neatly................پاک لیکل وکړۀ
Read this newspaper... دا ورځپاڼه ولولۀ
Read this magazine......دا مجله ولولۀ
Read this article........دا مضمون ولول
Read this book...........دا کتاب ولولۀ
Read this poem............ دا نظم ولولۀ
Read this line ....دا کرښه یا لیکه ولولۀ
Read this headlines.دا سرلیکونه ولولۀ
Read this head....دا سرلیک یا عنوان ولولۀ
Read this subject......دا مضمون ولولۀ
Read pashto..................پښتو ولولۀ
Read science...............ساینس ولولۀ
english.............انګلیسي
dari............دری
geography..........جغرافیه
math...................ریاضي
history..............تاریخ
divinity.............دینیات
physics...................فزیک
Read in your book په خپل کتاب کې یې ولولۀ
Read in your notebookپه خپله کتابچه کې یې ولولۀ
Read the holy Quran پاک قران ولولۀ
Read the english bookد انګلیسي کتاب ولولۀ

پوسټ حتمن له نورو ملګرو سره شریک کړئ

26/08/2022

که مو هېڅکله ښوونځی نه وي لوستی، د تعلیم/سواد اسانه چل دا دی:

1. الف، ب را واخلئ او لومړی تورو ته وګورئ چې و یې پېژنئ
2. بیا توري ولولئ چې د تورو له غږونو سره اشنا شئ لکه ا (غږ یې 'الېف' یا ب – غږ، 'بې' دی)
3. بیا توري ولیکئ چې پوه شئ، بې ټکو (ا، د)، ټکي لرونکي (ت، ث)، پنډک لرونکي (‌ډ، ړ) توري او پېچلي توري لکه (ظ، ض) څنګه لیکل کېږي
4. بیا توري سره یو ځای او کلمه جوړه کړئ لکه 'ث - ن - ا (ثنا)'
5. بیا کلمې سره یو ځای او لنډه جمله ولیکئ لکه 'زه - ثنا - یم'
6. مبارک، اوس باسواد درته ویل کېږي!
#ولوله #وليکه #وهڅوه

06/08/2022

نن راته گوره چې سبا مې بیا ارمان نه کوي
زه هم انسان یم مختصره زندگې لرمه

ساحل صاحب

کوچنۍ خور له کوچني ورور نه پوښتنه وکړه مینه❤ یعنی څه؟ورور وویل:مینه ❤ یعنی داچي زه پوهیږم چې ته هره ورځ زما له بکسې💼 څخه...
05/08/2022

کوچنۍ خور له کوچني ورور نه پوښتنه وکړه مینه❤ یعنی څه؟
ورور وویل:مینه ❤ یعنی داچي زه پوهیږم چې ته هره ورځ زما له بکسې💼 څخه چاکلیټونه🍭🍬 پټوي خو زه یې بیا هم هلته ږدم😘
الله دی یوه خور هم نه بې وروره کوي!!

05/08/2022

Hello /Hi/Hi there
سلام /سلام /سلام
But (Salam Alaikum) is very polite
خو (السلام علیکم) ډیر موادب دی

05/08/2022

I have plan that start a new course
mostly simple sentences for primary conversation.

زه پلان لرم چې یو نوی کورس پیل کړم د لومړنیو خبرو اترو لپاره ډیری ساده جملې.

05/08/2022

English:
Hello friends
once again welcome after a long time.

Pashto:سلام ملګرو یو ځل بیا ښه راغلاست
، له ډیرې مودې وروسته

16/06/2022

څه باندي پنځوس کاله به کیږي چي قلم مي له لیکلو سره آشنا سوی دی؛ او ټول خوږ ژوند مي د پښتو ژبي چوپړ ته وقف کړی دی. یوه جاهل مي، د خپلي کورنۍ تربیې له برکته، ما، پنځه اویا کلن بوډا، ته د پلار ښکنځل لیکلي وه. د زړه له درده مي دا غزل ولیکله. چا ته به یې نه ګټه نه تاوان ورسیږي؛ خو ما یوه شېبه خپل زړه تش کړ.

پر آغاز یمه پښېمانه له انجامه ګیله من یم
خدایه ستا پر ښکلې مځکه له مقامه ګیله من یم

یو مي ژبي ته حیران دی بل مي زړه په غشیو ولي
له پردیو به څه ژاړم له خپل قامه ګیله من یم

ستا پر مځکه بل څه نه وه؟ چي شاعر دي د پښتو کړم
له قلمه مي زړه تور دی له کلامه ګیله من یم

په څه هیلو درته راغلم څه خُمار درڅخه ځمه
ستا له وېشه مي زړه شین دی له تش جامه
ګیله من یم

د بېدیا اغزیو راوړم ستا د سیند تر غاړي تږی
لاس مي شل ستونی مي وچ دی له ناکامه ګیله من یم

شپې له اوښکو سره رغړي ورځي وړي د عمر خښتي
هر قدم د مرګي لومي له هر ګامه ګیله من یم

پر لکړه مي بار کړی د ژوندون د لیندۍ پېټی
له ښکاري مي وېره نسته زه له دامه ګیله من یم

ورځي ستړو منډو یووړې شپې د ګور غیږي ته لویږي
مرګه ستا په پسته غېږ کي له آرامه ګیله من یم

جهاني دی، ورکي لاري، سپیني شپې دي، توري ورځي
له رویبار، له انتظاره، له پیغامه ګیه من یم

عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۲ کال د جون پنځه لسمه، ویرجینیا

11/01/2022

په مالت کي خاموشي سوه وخت د جام سو
هم پر شمع، هم پانوس باندي ماښام سو

په سراب کي دي په زړه سوم لاس دي جارسم
ساقي نن دي زما نوبت ته څنګه پام سو

د جانان د کوڅې لوری مو قبله ده
هسي نه چي په پردۍ سجده بد نام سو

نن مي شیخ د میخانې پر لاري ولید
د خلوت له الاهو څخه سرسام سو

قصیده چي مي لیکل پر انارګلو
د ښادي د ځواني میني دلارام سو

له نسیم سره زګېروئ د جانان راغی
په غزل کي مي هر توری نا آرام سو

د پاولیو د پایلو شرنګ به نه وي
محتسب مو پر منبر باندي امام سو

بې هنرو دي د ښار کوڅې نیولي
هر یو سیوری د رباب نغمې ته دام سو

د غزل تر زړه دي نن ویني څڅېږي
شمع مړه سوه جهاني محفل تمام سو.

عبدالباري جهاني
د 2022 کال د جنوري لسمه، ویرجینیا.

Address

Asadabad

Telephone

+93779560636

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Pashto Language Learning Course PLLC posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Pashto Language Learning Course PLLC:

Share