Zala Radio ځلا ایف ایم

Zala Radio    ځلا ایف ایم ځلا راډیو کونړZala Radio Station in Kunar Province Afghanistan

29/06/2024

Voice of People دخلکو غږ خپرونه موضوع : د کرکیټ بریا@ICC @Pappukunar...

د کرېکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي د افغانستان لوبډلمشر راشد خان ته د بېټ وارولو له امله اخطار ورکړی. اي سي سي په یوه اعلا...
26/06/2024

د کرېکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي د افغانستان لوبډلمشر راشد خان ته د بېټ وارولو له امله اخطار ورکړی.

اي سي سي په یوه اعلامیه کې ویلي، راشد خان له اصولو د لومړۍ کچې (لېول ون) سرغړونه کړې او ملامت کړی یې دی.

په خبر پاڼه کې زیاته شوې، راشد خان له بنګله دېش سره په لوبه کې بېټ وار کړی چې له اصولو سرغړونه ده.

راشد خان هغه مهال خپل بېټ په غوسه وغورځاوه، چې کریم جنت د دویمې منډې لپاره له خپلې وېکټې ځغاسته ونه کړه.

اي سي سي دا په تېرو ۲۴ میاشتو کې د راشد خان لومړۍ سرغړونه بللې ده او له همدې امله یې یو (پواینټ) هم ورکړی دی.

د کرېکټ د نړیوالې شورا د مالوماتو له مخې، راشد خان دغه سرغړونه منلې ده. د ای سي سي د اصولو له مخې، که کوم لوبغاړی د لومړۍ کچې (لېول ون) سرغړونه وکړي، د لوبې نیمې پيسې نه ورکول کېږي.

د اصولو له مخې، کله چې یوه لوبغاړي ته په ۲۴ میاشتو کې څلور یا له دې ډېر پواینټونه ورکول شي، لوبغاړی له لوبې منع کېږي.

سبا سهار پنځه بجې افغان اتلان د سوت افریقا پروړاندې لومړۍ نیمه پای لوبه!!!د همدې سیالۍ ژوندی بهیر د ځلا راډیو نه په ژوند...
26/06/2024

سبا سهار پنځه بجې افغان اتلان د سوت افریقا پروړاندې لومړۍ نیمه پای لوبه!!!
د همدې سیالۍ ژوندی بهیر د ځلا راډیو نه په ژوندۍ بڼه اوریدلی شئ.
89,2
ویاړلی ملت
بریالۍ لوبډله

26/06/2024

راځئ خپل اتلان په دعاوو کې یاد کړو تر څو نیمه پای لوبه وګټو او پاې لوبې ته ځان ورسو.

25/06/2024

کونړ کې ځوانانو د افغانستان وروستۍ سیالۍ چې د بنګلدیش پروړاندې یې خپله کړې وه خوښي ولمانځله.
#ویاړلی #ملت
#بریالۍ #لوبډله

د افغان اتلانو د بریا شېبې!لویه ربه! دا خوښي مو پېرزو کړې!الحمدلله 🤲🤲
25/06/2024

د افغان اتلانو د بریا شېبې!

لویه ربه! دا خوښي مو پېرزو کړې!

الحمدلله 🤲🤲

خوست کې د کرکټ دبریا جشن
25/06/2024

خوست کې د کرکټ دبریا جشن

الحمدللهستر تاریخ ستره بریا مو مبارک قدرمنو هیوادوالو
25/06/2024

الحمدلله
ستر تاریخ ستره بریا مو مبارک قدرمنو هیوادوالو

د خوست مجاهد ولس د اسټراليا پر وړاندې تاريخي بريا په يوې پراخې را ټوليدنې سره ونمانځله او تاسې څه وکړل؟انځورونه را کمنټ ...
23/06/2024

د خوست مجاهد ولس د اسټراليا پر وړاندې تاريخي بريا په يوې پراخې را ټوليدنې سره ونمانځله او تاسې څه وکړل؟
انځورونه را کمنټ کړئ

د افغانستان د کرکټ تاريخ زرينه بريا مو مبارک شه
23/06/2024

د افغانستان د کرکټ تاريخ زرينه بريا مو مبارک شه

22/06/2024

افغان اتلانو استرالیا ته د ۱۴۹ منډو هدف وټاکه!
We are here, follow us
موږ دلته یو، موږ تعقیب کړئ

افغان اتلان، د افغانستان ویاړ
ویاړلی ملت، بریالۍ لوبډله
| | |

افغان اتلان د استرالیا پر وړاندېسبا سهار ۵:۰۰ بجېارنس وېلې کرکټ لوبغالی کې د همدې سیالۍ ژوندی بهیر د ځلا راډیو پر څپو او...
22/06/2024

افغان اتلان د استرالیا پر وړاندې
سبا سهار ۵:۰۰ بجې
ارنس وېلې کرکټ لوبغالی کې د همدې سیالۍ ژوندی بهیر د ځلا راډیو پر څپو اوریدلی شئ
We are here, follow us
موږ دلته یو، موږ تعقیب کړئ

افغان اتلان، د افغانستان ویاړ
ویاړلی ملت، بریالۍ لوبډله
| | |

نن شپه د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د هندوستان پر وړاندې د شل اوریزو لوبو په دویم پړاو کې میدان ته ښکته کیږي. تاسې پرې خپ...
20/06/2024

نن شپه د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د هندوستان پر وړاندې د شل اوریزو لوبو په دویم پړاو کې میدان ته ښکته کیږي.

تاسې پرې خپل نظرونه راته ولیکئ زه به یې پر راډیو درته خپاره کړم.
۸۹،۲
Zala Radio ځلا ایف ایم

په روان نړیوال جام سوپر ۸ پړاو کې افغان ملي لوبډله د هندوستان ملي لوبډلې پر وړاندې نن شپه اوه بجې میدان ته ښکته کیږي.د ه...
20/06/2024

په روان نړیوال جام سوپر ۸ پړاو کې افغان ملي لوبډله د هندوستان ملي لوبډلې پر وړاندې نن شپه اوه بجې میدان ته ښکته کیږي.
د همدې سیالۍ ژوندی بهیر د ځلا پر څپو اوریدلی شئ.
د خپلې لوبډلې په تړاو راسره خپل نظریات هم شریکولی شئ.موږ به یې درته د لوبې په جریان کې ولولو .
۸۹،۲

16/06/2024
خپرونه د رڼا په لورموضوع: کانگو څه ډول ناروغي ده?خپرونې کوربه : ظاهر الله ظهیرخپرونې میلمه : داکتر سید جلال نجات
15/06/2024

خپرونه د رڼا په لور
موضوع: کانگو څه ډول ناروغي ده?
خپرونې کوربه : ظاهر الله ظهیر
خپرونې میلمه : داکتر سید جلال نجات

Towards Light د رڼا په لور First Television Roundtable About CCHFTELEVISION ROUNDTABLE/LIVE PROGRAMME“Towards Light”"د رڼا په لور"تلویزیونی ګردی میز/ ژوند...

خپرونه د رڼا په لور موضوع: سیلابخپرونې کوربه: ظاهرالله ظهیرخپرونې میلمه: داکتر ملاداد افضل
15/06/2024

خپرونه د رڼا په لور
موضوع: سیلاب
خپرونې کوربه: ظاهرالله ظهیر
خپرونې میلمه: داکتر ملاداد افضل

Towards Light د رڼا په لور First Television Roundtable About Flood TELEVISION ROUNDTABLE/LIVE PROGRAMME“Towards Light”"د رڼا په لور"تلویزیونی...

ګلبدین نایب د افغانستان لپاره ۱۵۰ نړیوالې سیالۍ بشپړې کړې!د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه الرونډر ګلبدین نایب نن د افغا...
14/06/2024

ګلبدین نایب د افغانستان لپاره ۱۵۰ نړیوالې سیالۍ بشپړې کړې!

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه الرونډر ګلبدین نایب نن د افغانستان لپاره خپله ۱۵۰مه نړیواله لوبه کوي. ګلبدین نایب شپږم افغان لوبغاړی دی چې د هېواد لپاره ۱۵۰ نړیوالې لوبې پوره کوي. نوموړي تر دې مهاله ۸۲ یو ورځنۍ او ۶۸ نړیوالې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړې چې په ۱۲۸ پاڼیو کې یې د ۸ نیمه سلیزو او ۲۰ منډو په اوسط سره ۲۰۴۲ منډې او دغه راز یې په ۱۱۶ پاڼیو کې د ۶ منډو په ایکانومي رېټ سره ۹۹ ویکټې ترلاسه کړې دي.

اتله! دا ځانګړې کارنامه دې مبارک او لا زیاتې بریاوې دې په برخه شه!

افغان اتلان د پاپو نیو ګیني پر وړاندېسبا سهار ۵:۰۰ بجېسیالي به د ویسټنډیز برېن لاره کرکټ لوبغالی، ټاروبا، ټرېنېډاډ کې تر...
13/06/2024

افغان اتلان د پاپو نیو ګیني پر وړاندې
سبا سهار ۵:۰۰ بجې
سیالي به د ویسټنډیز برېن لاره کرکټ لوبغالی، ټاروبا، ټرېنېډاډ کې ترسره کیږي.
راځئ خپلې تبصرې راته ولیکئ موږ به یې درته خپرې کړو!!

افغان لوبډله په روان نړیوال جام کې تر کوم ځای تللی شي؟
او دا سفر څومره اغیزمن دی؟

ویاړلی ملت، بریالۍ لوبډله

| | |

د مور لپاره هر څوک پریږدهخو ده هر چاه لپاره مور مه پریږده روز مـادر مبارک 🥰❤️د مور ورځ مبارک 🥰❤️جای انې دیس مبارک بیو 🥰❤...
13/06/2024

د مور لپاره هر څوک پریږده
خو ده هر چاه لپاره مور مه پریږده
روز مـادر مبارک 🥰❤️
د مور ورځ مبارک 🥰❤️
جای انې دیس مبارک بیو 🥰❤️
Happy Mother's Day 🥰❤️

Radio & TV Radio and Television Network #روزمادر #روزمادرمبارک #مادر #مورورځ #مور

د قربانۍ په ورځو کې د اوزو غلا:د پاکستان کراچۍ کې څلور موټر سايکل سپرو په يو بار وړونکي موټر کې بار ديرش بزې له موټر سره...
12/06/2024

د قربانۍ په ورځو کې د اوزو غلا:
د پاکستان کراچۍ کې څلور موټر سايکل سپرو په يو بار وړونکي موټر کې بار ديرش بزې له موټر سره غلا کړي.
دوی موټر چلوونکی او بل کس له موټره ښکته کړي او پخپله مخه تللي.

هندوستان د خپل سرسخته سیال پر وړاندې نن ماښام اوه بجې ژوندی بهیر یې د ځلا پر څپو اوریدلی شئ.89’2Zala Radio    ځلا ایف ای...
09/06/2024

هندوستان د خپل سرسخته سیال پر وړاندې نن ماښام اوه بجې ژوندی بهیر یې د ځلا پر څپو اوریدلی شئ.
89’2
Zala Radio ځلا ایف ایم

07/06/2024

کابل کې سرپرستي سترې محکمې اختریز اعلان
ذوالحجي میاشتې یې لیدلې دوشنبه به اختر وي ،خو سعودي بیا یکشنبه اختر اعلان کړی.

سباته سهار ۴ بجې له خیره موږ بشپړ چمتو یو چې د افغانستان او نیوزرلنډ ترمنځ د کرکټ ژوندی بهیر درته د ځلا پر څپو نشر کړو ....
07/06/2024

سباته سهار ۴ بجې له خیره موږ بشپړ چمتو یو چې د افغانستان او نیوزرلنډ ترمنځ د کرکټ ژوندی بهیر درته د ځلا پر څپو نشر کړو .
Zala Radio ځلا ایف ایم
Zahirullah Zaheer
Haroon Dard

‏ټولګټو وزارت د ننګرهار  ـ مومندرې ولسوالۍ باسول سیمه کې د يو کيبلي پُل او سړک جوړولو سروې عملاً پيل کړه، چې ډېر ژر به ي...
05/06/2024

‏ټولګټو وزارت د ننګرهار ـ مومندرې ولسوالۍ باسول سیمه کې د يو کيبلي پُل او سړک جوړولو سروې عملاً پيل کړه، چې ډېر ژر به يې د جوړونې چارې هم پيل شي.

څو ورځې وړاندې په دغه سیمه کې په سیند کې یوه کښتۍ چې ۳۰تنه پکې سپاره وو، ډوبه شوې وه چې دولس تنه پکې مړه شوي وو .

د نورستان دواب ولسوالۍ کې ۱۳۵۳ اړمنو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه.نېټه:۱۶/غبرګولي/۱۴۰۳د خوړو نړيوال پروګرام WFP له...
04/06/2024

د نورستان دواب ولسوالۍ کې ۱۳۵۳ اړمنو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه.

نېټه:۱۶/غبرګولي/۱۴۰۳
د خوړو نړيوال پروګرام WFP له لورې د RRDPO مؤسسې په همکارۍ او د کليو بيارغونې او پراختيا رياست په همغږۍ،چتر او بشپړې څارنې لاندې د دواب ولسوالۍ کې ۱۳۵۳ اړمنو کورنیو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه .
په دغو مرستو کې ۵۰ کيلو اوړه ۶.۲۵ کيلو دال ۴.۵۵ کيلو غوړ ۴،۵ کيلو سوپر سريال ۱.۵ کيلو ګرامه د ماشومانو دخوار ځواکئ ځانګړي مواد او يو پاکټ مالګه شامله وه .
د کليو دبيارغونې او پراختيا رئيس الحاج مولوي احسان الله احمد په وينا : يادې مرستې يې په ټولو هغه اړمنو ويشلې چې دخوراکي موادو د کمښت سره مخ وو ،چې مخکې سروې او پيژندل شوي وو ښاغلي احمد زياته کړه چې په نورو ولسواليو کې هم ورته مرستې په اړمنو ويشو.
د کليو بيارغونې او پراختيا رياست درسنيو څانګه

د    ګټوونکي لوبډلې ته به ۲.۴۵ ميليونه امريکايي ډالر انعام ورکړل شي.دا رقم د تېر شل اوريز جام څخه ۸۵۰ زره لوړ دی.په ۲۰۲۲...
04/06/2024

د ګټوونکي لوبډلې ته به ۲.۴۵ ميليونه امريکايي ډالر انعام ورکړل شي.
دا رقم د تېر شل اوريز جام څخه ۸۵۰ زره لوړ دی.
په ۲۰۲۲م کې انګلستان ته د شل اوریز جام د ګټلو له امله ۱.۶ ميليونه ډالر ورکړل شول.
دغه شل اوريز جام چې ټول ۲۸ ورځې دوام کوي، د ټورنمنټ دويم مقام ګټوونکې لوبډلې ته به ۱.۲۸ ميليونه ډالر او هغه لوبډلې چې په نيمه پای لوبه کې يې ماتې خوړلي وي، ورته به ۷۸۷۵۰۰ ډالر ورکړل شي.
دغه راز دويم پړاؤ ته تلونکې هرې لوبډلې نه به ۳۸۲۵۰۰ ډالر، د نهم څخه تر ۱۲مقام پورې لوبډلو ته به ۲۴۷۵۰۰ ډالر او د ۱۳م څخه تر شلم مقام هرې لوبډلې ته به ۲۲۵۰۰۰ زره ډالر ورکړل شي.
په دې جام کې هرې لوبډلې ته د هر ميچ د بريا تر لاسه کولو په ترڅ کې ۳۱۱۵۴ ډالر ورکول کيږي.

‏نن په ټول افغانستان کې د پنځه کالونو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شو.‎  ‎  ‎
03/06/2024

‏نن په ټول افغانستان کې د پنځه کالونو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شو.
‎ ‎ ‎

Address

Kunar Asadabad
Kabul

Telephone

+93700999836

Website

http://Www.zalartv.com/

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Zala Radio ځلا ایف ایم posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Zala Radio ځلا ایف ایم:

Videos

Share

Category