SaJad faiz

SaJad faiz for get some information

18/10/2021

زياته دې نه وي لږه کمه دې وي!!
خو، زندګي چې لږه سمه دې وي!!

11/09/2020

هره پېغله هر یو ځوان پر تا مین دی
مرورې سولې چېرته یې?خو راشه

11/09/2020

جانان د سلو تنو يار دی
ما ته قربان قربان کوي خندا راځينه

10/09/2020

چې څوک وږي شي ماښامه
عيب يې نه ښکاري ډېوو کې
؟

07/09/2020

ښه ملګری د ژوند ښکلا ده .
کوښښ وکړﺉ چې !!
ځان ته داسې ملګری پېدا کړﺉ
چې ستاسو د سترګو اوښکې
په خپلو لاسونو درپاکې کړي .
او ستا د درد په ليدلو ستا
د خوشحالۍ لپاره کار وکړي .
او ته د هغه په خوا کې
د ارامۍ !
خوشحالۍ !
پرمختګ !
او حفاظت احساس وکړې .!!!!!!

28/07/2020

الحمدالله په ټول هيواد کې ولسونو د ملي بيرغ ورځ ونمانځله.
دا ولس اوس ارزښتونه پېژني او پالي.
❤🇦🇫❤

28/07/2020

رسول الله ﷺ فرمايلي دي:
د خلکو په منځ کې سوله کوونکی (که دروغ هم ووایي) دروغجن نه دی.

(رواه البخاري)

27/07/2020

هسی دا خلک وایې پاکستان هغاسی او داسې
زمونږ هیواد کې چ کوم څه کارول کیږي/استعمالیږي آیا پوهیږئ چ دکوم هیواد نه یې زیات راړول کیږي؟ هغه تقریباََ ۵۰/۶۰% یا خو زیات/کم دپــاکستان هیواد صادارات او دپاکستان هیواد نه دي. که غواړئ چ پاکستان هیواد یو څه خراب کړئ،کمزوری یې کړئ تاسو لومړی نران شئ لږ پرمختګ وکړئ، او دهغوۍ دهیواد نه هیڅ شی هم مه واردوئ.
دوی هسی وایې پـــاکستان زمونږ دښمن دی دا او هاغه، خو حقیقت کې مونږ هغو ته مجبور یو ،هر څه چ دلته دي دهغوی جوړ شیان دي که نه یې منئ دکور یو عادی څیز مو وګورئ.
راځئ چ مونږ دهفو سره سیالي وکړو، دتعلیم،ټکنالوژۍ،او له قلم له لاری، هسی دلته زمونږ خلک پریږدۍ چ داکسونو سیالي کوی،دا نو څه مانا؟
نــوټ:ددی اکسونو سیاليو تیر شئ،ګټــه یې څه؟
هغو ته چ تاسو دښمن وایې دهفو سره دتعلیم له لاری سیالي وکړئ
لیکنه: سجاد فایز (خپله)

02/07/2020

‏ـ﷽ـ
دجمعې مبارکه شپه ده !
درود شريف پر حضـرت ‎ #ﻣُﺤــَﻤﺪٍﷺ!♥
دزړه له اخلاصه یې وایئ ګلابونو


22/06/2020

ملې امنیت شورا:
تیره اونۍ مو په هیواد یوه خونړۍ اونۍ وو😪
چې تقریباََ ۸۵۰کسان مو په کې شهیدان شول
د ملکې وګړو په شمول 😭
ای!ټالیبانو تاسو نو په چا جهاد کوی؟
ایا پر هغه چا جهاد کوی ،چې کلیمه دحق وایې، ځپل او دخپل هیواد ساتنه کوی؟
رب مو داسی ذلیله کړه چ خپل ځانونه وخورۍ
ټامیان

18/06/2020

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
Sajadullah jawad

10/06/2020

وَاسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلٰوةِ ۚ
‏ژباړه:
‏په صبر او لمانځه سره د اللهﷻ مرسته وغواړئ.

05/05/2020

رسول الله ﷺ فرمایلې
👈 کامل انسان هغه دی چې ‼
د ښو اخلاقو خاوند وﻱ 🌊

07/04/2020

د وبا له ځایه د عمر او صحابه کرامو ګرځیدل
تر پایه یی ولولئ

عمر بن الخطاب رضي الله عنه شام ته روان شو، چې "سرغ" نومي ځای ته ورسید د لښکر مشران ابو عبيده بن الجراح او د هغه ملګري ورسره مخامخ شول. هغوی ورته وویل شام کې وبا ګډه ده. د کیسې راوي عبد الله بن عباس رضي الله عنهما وایي: عمر مهاجرین د مشورې لپاره وروغوښتل، هغوی ته یې کړه: شام کې وبا ګډه ده، ورځو که بېرته ستنېږو؟

ځیني مهاجرینو وویل: ته د یوه کار لپاره راوتلی یې، موږ وایو له هغه بېرته ګرځیدل مناسب نه دي. ځیني نورو وویل: ستا سره نور خلک او د رسول الله ﷺ صحابه او ملګري هم دي، زموږ له نظره په کار نه ده چې د وبا ځای ته یې ورولې. عمر رضي الله عنه ته چې مهاجرینو دا مشوره ورکړه نو هغوی یې رخصت کړل.

ابن عباس وایي عمر بیا راته وویل چې ورشه انصار راوغواړه، هغوی مې راوغوښتل، هغو نه یې هم مشوره وغوښتله، هغوی هم د مهاجرینو لاره ونیوله او د هغو په څېر مخالف شول. هغوی یې هم رخصت کړل، بیا یې د قریشو هغه مشران د مشورې لپاره راوغوښتل چې د فتحې پر مهال یې هجرت کړی وو. هغو کې چا مخالفت ونه کړ، ټولو په یوه خوله ورته وویل: بېرته وګرځه! دا دومره خلک د وبا ځای ته مه وروله.

په دې سره عمر اعلان وکړ چې زه سبا بېرته ګرځم، سهار ځانونه تیار کړئ. ابو عبيده بن الجراح ورته وویل: ایا د الله له تقدیر نه منډې وهې؟! عمر ورته وویل: اې ابو عبيده کاش دا خبره ستا نه پرته بل چا کړې وی. موږ د الله له تقدیر نه د الله تقدیر ته تښتو. که چرته ته یوې کندې ته اوښان ښکته کړې، هلته دوه شېلې وي، یوه اباده او واښه لري او بله لغړه وي، نو که ته په اباده کې اوښان څروې د الله په تقدیر به وي او داراز په لغړه کې هم.

په دې وخت کې عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه راغی، هغه د څه کار لپاره چرته تللی و، هغه وویل په دې اړه زما سره علم ده، ما له رسول الله ﷺ نه اوریدلي هغه فرمایل: کوم ځای کې چې وبا پېښه شي هلته مه ورځئ او چرته چې وبا رامنځته شي او تاسو هلته وئ؛ له هغه ځایه مه تښتئ. په دې سره عمر د الله حمد وویله او بېرته وګرځید. التمهید لابن عبد البر

دا کیسه په ډاګه راښیي چې عمر بن الخطاب او ګڼ شمېر صحابه کرامو د رسول الله ﷺ له خبري سره سم عمل وکړ او د وبا له خطره بېرته وګرځیدل، بلکې وتښتیدل، روایت کې "تفر، نفر، الفرار" الفاظ راغلي دي یعني تېښته. خو زموږ ځیني #توکلیان له وچ کلک توکل نه کار اخلي، یعني اسبابو ته اهمیت نه ورکوي. نعوذ بالله، الله دې موږ او دوی ټول پوه کړي. او الله مو دې له دې وژونکې وبا وساتي.

#کرونا
محترم مولوي حامد افغان صیب حفظه الله تعالی

02/04/2020

یو څوک چې هرڅومره ښه سړی شي،خو دبدوخلکو سره په ناسته ولاړه ورڅخه بدسړی جوړېږي.

07/03/2020

کرونا همدغه زمونږ شناخته زکام دي خو چينايانـو پوزې وړې دي ځکه چې ورته نشې ټينګيدلى ډرت ايستــه مړ شي!

15/02/2020

مورې پښتون له مې ورنکړې!
پردي جنګونه په سر اخلي مړ به شینه!

Address

Asadabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when SaJad faiz posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share


Other Film & Television Studios in Asadabad

Show All

You may also like